د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

اسلامی نړۍ؛ مكار لوېديځ او ناهيلي مسلمانان!!

b_150_100_16777215_00_images_abdul-rahman-forqani.jpg

 

 

یادونه: په دې لیکنه کې د لوېديځ د لفظ څخه زموږ مراد د لوېديځ  "استعماري ځواک"  دی، نه د لوېدیځ ټول ملتونه او ولسونه، چې د اسلام د سپیڅلیو ارزښتونو سره سم موږ د هغوی سره په متقابل درناوی، ښه راکړه ورکړه او ښه معامله مکلف یوو. 
لوېدیځ داسلامي او درېیمه نړۍ هېوادونو پر وړاندې د تاریخ په اږدو کې تل دوه مخه، درېيمخه او آن .. مخه سیاست خپل کړی دی. د خپلو مادي ګټو دخوندیتوب لپاره یې تل د نوموړو هېوادونو سیاسي برخلیک اوخپلواکي تر پښو لاندې کړې ده، پر نړۍ باندې یې د بشپړ تسلط او واکمنۍ لپاره تل نوموړي هېوادونه دخپلو نظامي او سیاسي سیالانو پر وړاندې کړکیچونو او جگړو ته هڅولي دي، د ملتونو او حکومتونو ترمنځ  یې تل د واټن  او درز  را منځته کېدو عوامل  ایجاد کړي دي، د نه قانونیت  او بې نظمۍ د فضا په را منځتکېدو کې یې رغنده ونډه لرلې ده، د دیموکراسۍ په پلی کېدو کې یې غیر واقعي او منطقی چلند تر سره کړی دی، داسلام د سپېڅلي دین سره  د ترهگرۍ،سختدریځۍ او افراطیت  د مفهوم د نښلولو  په برخه کې  او د نوموړې ښکارندې لپاره یې  د اسلامي نړۍ د هېوادونو په زړه کې  دشواهدو د رامنځته کولو هڅه کړې ده،  د ترهگرۍ،سختدریځۍ او افراطیت  سره د مبارزې تر عنوان لاندې یې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو تر منځه  هغه اور بل کړی دی، چې پکې د اسلامي نړۍ وگړي خپل ژوندونه په بې رحمانه توگه له لاسه ورکوي، د وژنې، رټنې او ځورونې لړۍ یې په  ننگینه توگه  روانه ساتلې ده. 
لوېدیځ تل د ډېموکراسۍ د پلې کېدو او د ترهگرۍ سره د مبارزې تر غولونکي شعار لاندې د اسلامي او درېیمه نړۍ هېوادونو ته  د لاسوهنې لپاره لاره هواره کړې ده، نه یې د مادي اړخه دغه وروسته پاتې هېوادونو ته هغه حقوق تامین کړي، چې ډیموکراتیک نظامونه یې په لوېديځ کې د لوېديځ وگړو لپاره  تآمینوي او نه یې د ترهگرۍ هغه لړۍ پای ته رسولې، چې دوی یې د مبارزې لپاره نوموړو هېوادونو ته راغلي دي!! نو بیا ستونزه  - د دې بحث تر څنگ چې ځینې شننونکي  ورته اشاره لري، چې گواکې موږ مسلمانان بې انصافي کوو، چې هره پړه  د لوېديځ پر استعماري کړیو ور اچوو - چېرته ده؟، آیا ستونزه د اسلامي او درېیمه  نړۍ په  حکومتونو  او ولسونو کې نغښتې ده او که بیا هم ستونزه په اصل کې  لوېديځ  ته ورگرځي؟ او ولې د اسلامي نړۍ ولسونه او په تېره بیا د افغانستان کړېدلی ولس د بشپړ نا هيلي حالت سره مخ دی؟. 
هغه څه چې د نړۍ په معاصر تاریخ کې د ژور بدلون  او نویو حسابونه او اټکلونو د را منځته کېدو لامل شول ، هغه پر افغانستان باندې د روسانو  خونړی نظامي تیری او د هغوی بشپړ شکست ؤ، دا هغه څه وو، چې د بشریت په تاریخ کې یې نوی لوری پرانستل، د افغانستان د جهاد په ډګر کې  د نویو اندونو پر بنسټ نوی بهیرونه را منځ ته کړل، د بیلګې په توگه د افغانستان  څخه خپلو هېوادونو ته د ستانه شوو عربانو سره د استبداد سره د مبارزې هوډ پیدا شو، د مستعمره هېوادونو د وگړو سره د استعمار پر وړاندې د خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره د وسله والې مبارزې هوډ را منځه ته شو.. پخپله د را پرزول شوې  روسي امپراتورۍ سره د مادیاتي نظام( اشتراکیت)  پر بنسټ  د ځان جوړولو اړتیا محسوسه شوه، د لوېدیځ سره په مسلمانانو کې د نوې جهادي ولولې د ځپلو او دهغوی سره د دښمنۍ تصور رامنځه ته شو...  
 په نړۍ کې د نویو اټکلونو ،حسابونو  او لیدلورو  محور  په افغانستان کې د روسانو د اشغال پر وړاندې  جهاد او وسلواله مبارزه ده، حقیقت دا دی، چې د نړۍ په کچه د افغانستان جهاد د نړۍ نوي جوړښت او د مبارزې نوي تکتیکونه  را وزېږول، د لوېدیځ پر وړاندې د اسلامي او درېمې نړۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره نوي ډولونه  رامنځ ته شول، د روسانو د امبراتورۍ له سقوط سره سم د اسلامي نړۍ پر وړاندې د لوېدیځ دریځ توپیر و موند، اسلامي نړۍ تر دې وروسته د لوېدیځ لپاره د یوه دښمن حیثیت خپل کړ، نه دا چې د یوه متحد او دوست صفت ولري ، چې د روسانو تر سقوط وړاندې یې د لوېدیځ لپاره درلود . لوېديځ د افغانستان د جهاد نه را زېږدلې د ولولو څخه ډکه  انگېزه محسوسوله چې په مسلمانانو کې د وېښتابه نوې جذبه رامنځ ته کوي، نو بې درېغه یې د اسلامي نړۍ او په تېره بیا په افغانستان کې د یوه حقیقي اسلامي نظام د رامنځته کېدو مخه ډب کړه. 
دا خو یو څرګند حقیقت دی، چې په معاصره زمانه کې بشریت ټول د افغانانو د سرښندنې پوروړی دی، ځکه چې  افغانانو له یوه خونړي نظام څخه د ټول بشریت په ژغورنه کې مرکزي او اساسي ونډه درلوده ، او په کار ده، چې د افغانانو د نوموړې سرښندنې په پایله کې د بشریت وجدان  افغانانو ته داسي پړ وي، څرنګه چې د لوېدیځ وجدان د یهودانو د مزعومې پېښې (هولوکوست!) په پایله کې تر نن پورې پړ دی او ځان د یهودانو پوروړی ګڼي!. 
خو لوېدیځ  د افغانانو د سرښندنې سره لویه جفا هغه مهال وکړه، چې د خپلو اصولو په رڼا کې یې په خپل کور"بون" کې ورته د یوه نا انډوله حکومت  اساس کېښود، د دیموکراسۍ تر شعار لاندې یې د دیموکراسۍ خلاف د زور اوځواک پر اساس د ځینو سیاسي  ځواکونو  او نظامي ملیشو  تر منځ واک  تقسیم کړ او ځینې نور سیاسي او نظامي اړخونه یې ترې محروم کړل، او د نوی حکومت  لپاره یې یو  داسې مخالف قطب ایجاد کړ، تر څو د تصادم او ټکر زمینه په افغانستان کې په پرلپسې توگه شتون ولري..
د لومړي ځل لپاره  افغانانو د دیموکراسۍ د اصولو پر بنسټ د خپل سیاسي برخلیک د سمون لپاره د ولسمشرۍ د ټاکنو پرمهال موکه تر لاسه کړه تر څو هغه کوږ  تهداب سم کړي، کوم چې د دیموکراسۍ د ټیکدارانو له خوا په "بون " ښار کې د افغان ملت په حق کې ایښودل شوی ؤ، په  دې هيله چې خپل برخلیک په خپل لاس وټاکي یې د ټاکنو ډگر ته په پوره زړورتوب سره راودانگل ، په ستره بیه او سرښندنې  سره چمتو شول تر څو  د دیموکراسۍ بهیر ته په افغانستان کې سمون ورکړي ... خو د دې ټولو سره سره بیا هم په افغانستان کې د افغانانو سیاسي برخلیک د افغانانو د ارادې سره سم  ونه ټاکل شو، د تېر په څېر بیا هم لوېديځ  حاضر نه شو، تر څو افغانانو ته د دیموکراسۍ د اصولو سره سم د سیاسی برخلیک د ټاکلو حق ورکړي! د افغانانو سرښندنه بې ارزښته په خپل ځای پاتې شوه، د دیموکراسۍ بهیر د لوېدیځ د هماغه ټېکدارانو د هوا او هوس قرباني شو، چې  په افغانستا ن کې د دیموکراسۍ د پلي کېدو تر شعار لاندې راغلي وو!  او دا هغه څه دي چې د اسلامي نړۍ په ګڼ شمیر هېوداونو کې یې ښکاره او بربنډ شواهد موندلي شو، د الجزایر ، ترکیه ، تونس، مصر .... نه نیویلې تر عراق، لیبیا، یمن ، سوریې...پورې.
د روسي امپراتورۍ د نړېدو څخه راپدېخوا  لوېديځ  په  اسلامي نړۍ کې  رامنځته شوو وسله والو   اسلامي  خوځښتونو ته ځیر شو، او د خپلو اهدافو لپاره یې د اسلامی نظام د له وړاندې  ځپلو او تضعیفولو  لپاره ترې کار واخیست، د  ځینو ډلو په کړنو یې د اسلامي ارزښتونو د تورنولو او بدنامولو هڅه وکړه او تر ډېره برېده په خپله دغه دسیسه کې  بریا هم موندلې ده .. د نوموړي وسله وال حرکت تر څنگ په اسلامی نړۍ کې د  معتدلو  اسلامي ډلو بهیر( سیاسي اسلام) تر عنوان لاندې هم سر راپورته کړ او د  دیموکراسۍ د اصولو سره سم یې  د لوېديځ  سره لوبه پیل کړه  او تر کومه برېده چې په ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو کې د استبدادي حکومتونو د جبر او ستمه خلک بې زاره شوي ؤ د منځلارو اسلامي حرکتونو(سیاسي اسلام ) تر څنگ ودرېدل  او دوی ته یې خپله رایه ورکړه، خو څرنگه مو چې وړاندې یادونه وکړه لوېديځ حاضر نه شو، تر څو د دیموکراسۍ د پیلی کېدو لپاره ژمن پاتې شي او  هغه  اسلامي حرکتونو ته د واک  او اقتدار چلولو حق ورکړي، چې د دوی د اصولو پر بنسټ  د عامو خلکو لخوا پرې اعتماد وشو، او د عامو انتخاباتو په پایله کې یې د  حکومت جوړولو او واک چلولو حق تر لاسه کړ ، زښت زیاتې نمونې او بیلگې زموږ پر وړاندې شته چې وړاندې مو ورته اشاره درلوده.
په ټول کې د افغانستان او اسلامي هېوادونو ملتونه  د دیموکراسۍ د پروسې د تطبیق په اړه  د لوېديځ له څو مخه سیاست څخه ناهیلی شوي دی، که هر څومره نوموړي ملتونه د دیموکراسۍ له ښکارندې سره ریښتني دی، په هماغه کچه لوېدیځ د دغه ملتونو سره جفا کوي او د دیموکراسۍ لاسته راوړنې کله د استبدادي نظامي ځواکونو له لارې ځپې لکه په الجزایر او مصر کې  چې په پای کې د دیموکراسۍ بهیر بېرته د صفر ټکي ته ورگرځوي ، کوم حالت چې له دې وړاندې په ټولنه کې استبداد حاکموي  او کله د سیاسي جوړجاړي له لارې لکه په عراق او افغانستان  کې چې په پای کې د دیموکراسۍ بهیر د خنډ او ځنډ سره مخ کوي  او د خلکو اعتماد دیموکراسۍ په هکله له ستونزو سره مخ کوي او د بې قانونۍ او بې نظمۍ حالت را منځه ته کوي، د حکومتدارۍ په چارو کې د کړکیچونو د رامنځته کېدو زمینه هر مهال موجودوي. 
لوېديځ د څو مخه سیاست له کبله پړ دی، که یوه لور ته د دیموکراسۍ او بشري حقونو د تحقق شعار پورته کوي، خو بل لور ته په اسلامي هېوادونو کې د دیموکراسۍ د بهیر پر وړاندې پخپله خنډونه را منځته کوي او په دغه راز کړنو سره په اسلامي نړۍ کې د ترهگرۍ، افراطیت او سختدریځۍ عوامل رامنځته کوي.
لوېديځ په اسلامي نړۍ کې د استبداد، بې نظمۍ او ترهگرۍ د تقویت  له کبله پړ دی، اسلامي ملتونو پخپلو کړنو دا ثابته کړې، چې د استبداد، بې نظمۍ او ترهگرۍ په رټلو کې ریښتني دي او غواړي له دغو ناوړه ښکارندو څخه ځان وژغوري او داسلام د سپڅلي دین د ارشاداتو په رڼا کې چې د ټول بشریت لپاره  سوکالي او سعادت غواړي ژوند وکړي، خو بیا همدا لوېدیځ په پای کې پخپلو کړنو ثابتوي، چې د اسلام او مسلمانانو خلاف خپلې توطیې او دسیسې یوه پر بله پسې پلي کوي. 
عبدالرحمن فرقانی.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1292

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1784

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5988

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…