د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دحضرت عبدالله بن سلام رضی الله عنه داسلام راوړلو کیسه

 


عبدالله بن سلام رضی الله تعالی عنه دیهودو ستر عالم وو او دحضرت  یوسف علیه السلام له اولادې څخه وو

اصلی نوم یې حصین وو او دیهودو له بنی  قینقاع سره تعلق لري یوه دې عبدالله بن سلام له حضرت محمدصلی الله علیه وسلم څخه دا الفاظ واوریدل

 


افشوالسلام واطعموالطعام وصلوالارحام وصلوا بالیل والناس نیام

ژباړه

وخپلواوپردو ټولو ته  سلام وایاست په وږیو او محتاجو خلګو  دخوراک څه ورکوئ دوسیله رحمی قطعه مه کوئ او هغه وخت چي خلګ ویده شي نو لمونځ کوئ

 


دا له هدایت څخه ډک الفاظ چي یې واوریدو دحضرت عبدالله بن سلام رضی الله تعالی  وزړه ته دایمان نور برابرشو

 دعبدالله بن سلام دایقین وو چي دا هغه نبي ده چي په پخوانیو کتابونوکښي یې  پیشین ګویي شوې ده

په دوهمه ورځ عبدالله بن سلام رضی الله تعالی عنه دنبي صلی الله علیه وسلم په خدمت کښي حاضر شو او له نبی صلی الله علیه وسلم  څخه یې څو پیچلي او ګران سوالونه وکړل سرورکاینات صلی الله علیه وسلم په ډیر اطمینان سره دهغو  سوالو ځوابونه ورکړل/ کله نبی کریم صلی الله علیه وسلم  قناعت  بخشه  ځوابونه ورکړل نو عبدالله بن سلام وویل چي زه شاهدی اداکوم چي ته دالله جل جلاله  رښتینئ رسول یې ددواړو جهانو سردار صلی الله علیه وسلم دده په ایمان راوړلو سره ډیر زیات خوشحاله شو ۰

او دده دپاره یې اسلامي نوم عبدالله کښېښود حضرت عبدالله  بن سلام رضی الله تعالی عنه ورته وویل چي یارسول الله زما قوم ډیر بدګمانه

او طعن ویونکئ دئ هغوئ که زما په اسلام راوړلو باندې خبرشي  نوبه ډیر زیات هبتانونه پرما باندې ووایي  نو له همدې کبله یارسول الله زما داسلام خبر مه نشرکوه  ترڅو چي دې زما دقوم نظر زما په اړوند نه وي اوریدلئ چي زما قوم زما په اړوند څه فکر لري حضرت محمدصلی الله علیه  وسلم دیهودو اکابرین  سترستر خلګ راجمعه کړل کله چي هغوئ راغلل  نونبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل  چي تاسو په تورات کښي دنبي آخرزمان په اړوند معلومات لوستي دي او پوهیږئ چي زه دالله پاک آخیري رسول یم  زه ستاسو مخته دحق دین ږدم  داقبول کړئ ترڅو ددنیا او آخیرت کامیابي مو نصیب شي یهودو وویل چي موږ نه پوهیږو چي ته دالله پاک رسول یې  حضرت محمدصلی الله علیه وسلم وویل  حصین بن  سلام ستاسو په قوم کښي څنګه سړئ دئ

 ټولو یهودو په یوه اواز سره وویل چي هغه زموږ سردار او دسردار زوی دئ هغه زموږ دعالم زوی دئ هغه ترموږ ټولو ښه او دښه زوی دئ  نبی صلی الله علیه وسلم وویل چي که هغه اسلام قبول کړي نو بیا تاسو اسلام قبلوئ؟ یهودو وویل چي دا ناممکنه ده  نبی صلی الله علیه وسلم وعبدالله بن سلام ته دراښکاره کېدو او حاضریدو امر وکړو  هغه چي حاضر شو نو دشهادت کلیمه یې وویله   او یهودیې ځان ته مخاطب کړو  او ورته یې وویل چي اې قومه  له الله څخه وویریږئ  او پرمحمدصلی الله علیه وسلم باندې ایمان راوړئ بیشکه چي هغه دالله پاک رښتینئ رسول دئ  دحضرت عبدالله بن سلام   په اسلام راوړلو سره لکه پریهودو چي اسماني تندر نازله شي  له ډیر غم او غصې څخه لیوني شوو  ګرېز مرېز یې شروع کړو یودبله یې داوویل چي  دغه عبدالله بن سلام په موږ کې ترټولو بدسړئ دئ ذلیل بن ذلیل او جاهل بن جاهل دئ عبدالله بن سلام   د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضورکښي عرض وکړو چي یارسول الله تاخو دیهودو   بد او غلط اخلاق ولیدل زما دیهودو له دې افتراء او بداخلاقۍ اندېښنه وه

 


(اخذ / سیرت ابن هشام جلد ۲)

(صحیح اسلامي واقعات  صفحه  نمبر۳۳

ـــــــــــــــــــــــــ

په درناوي

محمدعلی عمری

مسلم باغ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1430

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1394

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1566

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2082

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6319

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…