د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

فتوا‏

الحمدلله ربّ العلیمن والعاقبة للمتقین والصلوة والسلام علی اشرف الانبیآ والمرسلین وعلی الهِ واصحابه اجمعین: امابعد
درنو متدینو افغانانو وروڼو او خویندو ! لکه څنګه چې د اسلام مبارک دین د ژوند په ټولو چاروکی خپلو پیروانو ته روښانه هدایت او سپارښتنی لری ، او په هیڅ چاره کی یی څوک په تیارو کی نه دی پریښي حلال ،حرام ،روا او ناروا يي ټول سره جلاکړی دی .
همدارنګه د دوستی یا موالاتو برخه کی هم د اسلام مبارک دین پوره روښانه ارشادات لری .
الله جل عظمته فرمایی:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لاَ يَأْلُونَكُمْ خَبَالاً وَدُّواْ مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ (ال عمران ۱۱۸ ایات)ژباړه: ای د ایمان خاوندانو مه نیسی تاسې دوستان د راز (له هیڅ فرقې نه چې وي)غیرله مؤمنانو،هیڅ کمی نه کوی دغه کفار له تاسوسره د فساد(اوضرر رسولو) دوست ګڼیی دوی ضرر ستاسې،په تحقیق ښکاره شوی ده کینه او دښمنی ددوی له خولونه او هغه چې پټوی یې سینې (زړونه)ددوی ډیر لوی دي ل�
 � هغه چې په خوله یې وایې،په تحقیق بیان کړی دی موږ تاسوته نښي د نفاق ددوی که یئ تاسو خاوندان دعقل.
د لسان العرب نومی کتاب د بطانی معنی داسی کړی ده: بطانة الرجّلِ صاحبُ سرّه و داخل امره الذی یشاوره فی احواله (ژباړه) د سړی بطانه عبارت ده د راز له ملګړی څخه په خپلو چارو کی.
علامه اشرف علی تهانوی (رح) د بطانی دری معنا وی کړی دی ۱- پټی دوستی ۲- رازدار دوست۳- ځانګړی دوست
روایت د مشهورمحدث ابن ابی حاتم (رح) ده چې حضرت عمر فاروق (رض) ته چا وویل چې په اهل کتابو کی یو هلک ډیرښه لیکونکی ده که د ځان سره یې کاتب مقرر کړی نو امیرالمؤمنین ورته وویل قَدا تَخذت بطانةً من دون المؤمنین (ژباړه) یعنی زه د الله تعالی له دی ښکاره ایت نه مخالفت وکړم ،چې موږ دغیرمسلم د دوست او همکار له نیولو منع کوی.
د پنځمی پیړی مشهور مفسر امام قرطبی (رح) په ډیر افسوس سره وایې : لقد انقلبت الاحوال فی هذه الزمان باتخاذ اهل الکتاب کتبة و امناء وتسودوا بذالک عند جهلة الاغنیاء من الولاة والامراء (ژباړه) ددی زمانی په اهل داسی حالت راغلی چې خلکو دخپلو ځانونو دپاره یهود او نصارا رازدار او امانت دار جوړکړل او ددی په سبب هغوی په جاهلو غنیانو او امراؤ باندی سپارل شول.
سردار عالم نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایې :لا تستضیؤبنارالمشرکین ، امام حسن بصری (رح) دیاد شوی حدیث مبارک په شرح کی لیکی چې : اِی لاَ تستشیروا المشرکین فی امورکُم یعنی تاسې په خپلو کارونو کی له کفارو څخه سلا مشوری مه غواړی ، اودخپلی شرحی په تائید کی دغه(لاتخذوا بطانة من دونکُم) ایات وړاندی کوی.
امام حافظ ابن کثیر (رح) د پورته حدیث په شرحه کی لیکی چې: والاستضآة بنارالمشرکین فمعناه لاتقاربوهم فی المنازل بحیث تکونون معهم فی بلادهم بل منهم و هاجروا من بلادهم(ژباړه) په استوګنه کی له کفارو سره په کورونو او ښارونو کی مه یوځای کیږی او له دوی څخه فاصله غوره کړی.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءبَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ(سوره مائیده ۵۱ ایات)ژباړه : ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی مه نیسئ تاسي یهودیان او نصرانیان دوستان (چې له دوی سره موالات او مودت وکړی !) دوی یوتربله سره دوستان دی (ځکه دوی ټول په کفر کې سره شریک دی او ټول تاسوته متفق دی) او هر چاچې دوستی وکړه له دوی سره له تاسو نه نو بیشکه دوی د همدوی له جملی څخه دی(نو مؤمینان د ځان د کفارو له دوستی �
 �ساتی) بشکه الله تعالی دظالمانو قوم ته هدایت نه کوی ( کومو چې له کفاروسره په دوستی په ځانونو ظلم کړی)
مشهورمفسر قاضی ثناء الله پانی پتی په خپل تفسیر مظهری کی ددغه ایات تشریح په دی ټکو سره کړی ده :ای لا تعتمدوا علیهم ولاتعاشروهم معاشرة الاحباب یعنی تاسې په غیر مسلمو باور او اعتماد مه کوی او مه ورسره د دوستانو ژوند تیرکړی.
امام طبرانی (رح )دحضرت خالدبن ولید (رض) نه یوحدیث روایت کړی چې نبی کریم (ص) فرمایلی دی انامبرئ من کُل مسلم اقام مع المشرکین (ژباړه)زه بیزایم له هغه مؤمن نه چې له غیرمسلمو سره ژوند تیروی.
علامه ابن جریر الطبری(رح) په روایت د حضرت عکرمه (رض)د یاد شوی ایات په شان نزول کی فرمایلی چې :که چې نبی کریم (ص)په مدینه کی د بنو قریضه له قبیلی سره د یوبل سره د نه مخالفت او په ګډه له یوبل نه د دفاع تړون لاسلیک کړ،خوکله چې دهجرت په پنځم کال د احزاب غزوه رامنځته شوه نو بنو قریضه ؤ له تړون نه سرغړونه وکړه او د مکی نه د راغلو مشرکینو مرسته یې وکړه نو الله جل شانه دغه مبارک ایات نازل کړ.او قاضی ثناءالله پانی پتی په تفسیر مظهری کی علت د منع د دوستی له غیرمسلموسره داسی بیانوی:بعضهم اولیاءبعضٍ انهم متفقون علی خلافکم واضرارکم لاتحادهم فی الدین .یعنی دوی کافر�
 �ن ستاسو په وړاندی واحدملت ده.
الله تعالی په ۵۷ایات دسورت مائده کی فرمایی :يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الَّذِينَ اتَّخَذُواْ دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ(ژباړه)ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی مه نیسئ !هغه کسان چي نیولی دی دوی دین ستاسي مسخره او لوبی له هغوکسانو څخه چې ورکړی شوی دی دوی ته کتاب پخواله تاسې څخه او مه نیسۍ کافران دوستان اوویریږی له الله څخه(په ترک ددوستی دکفاروکې )که یی تاسې مؤمنان(په رښتیاسره)، دپورته ایات په تفسی�
 � کی مفسرینو لیکلی (وفبهاتنبة علی ان هذالوصف یوجب المعادات فکیف یجوزموالتهم)یعنی په دی ایات کی خبرداری ده ددی خبری چې واجب ده له کفاروسره دوښمنی نه دوستانه او ملګرتیا.
او الله تعالی په سورت بقره ۱۲۰ ایات کی دارنګه فرمایلی دی: وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ(ژباړه) اوقسم دى که چېرې پيروي وکړې ته د ارزوګانوددوى وروسته له هغه چې راغلى دى تاته له علمه؛ نونه به وي تالره له (عذابه ) د الله هيڅ دوست (ساتونکى له بلياتو)اومددګار(خلاصونکى له نازله ؤ عذابو).داچې سردارعالم ته الله تعالی له دوی سره تړون اجازه نه د ورکړی نو نن به بله کومه پریکړه د حکیم او خبیر ذات له پریکړی غوره او بهتره وی.
ای مسلمان او مجاهد ولسه!
مسلمان او مجاهد ملت ته! پورته د قران او سنتو په رڼا کی په ښکاره توګه له کفارو سره چې واحد ملت ده د هر رنګه دوستی او موالات څخه په ښکاره ډول منعه راغلی ، یهود او نصرا په زړونو کی له مسلمان نه کرکه لری ترهغوچې ددوی تابعداری ونشی له مسلمانوسره مرسته نه کوی ،او دوی هغه څوک دی چې زموږ په هیواد کی وژل،بندیانول،او هرراز ناوړه اعمال په خپله اراده ترسره کوی ، دوی خو نه مستآمن دی او نه هم زمیان ،د اسلامی شعایرو سپکاوی ددوی زوړ عادت ده ،نو له همدی امله موږ د پورته یادشوو اسلامی ارشاداتو له مخې له دوی سره هر ډول د دوستی تړون حرام، مردود او ناروا بولو .
وماعلینا اللبلاغ
د افغانستان د خلاصون د لاری د ناپیلو علماؤ له خوا
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1063

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1065

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1676

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5878

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…