د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د فکر اړتيا

 

 

د انسان ماغزه د انسان د بدن دوه فيصده تشکيلوي. خو يو لاس يې د ماغزو دوه چنده آن تر دې هم ډېر ستر دى، خو آيا د دواړو وظيفه يو شان ده؟ نه هېڅکله نه، که د يو انسان مکمل يو لاس پرې شي، ژوند به يې له ستونزو سره مخ شي، خو که يې د ماغزو يوه څنډه پرې شي، آيا انسان به ژوند وکړاى شي؟ ممکن نه ده. دا د انسان د اعصابو ستر کار او اهميت دى، ځکه د انسان ژوند ورسره مختل کېږي. همدا ده چې د علم التشريح پوهان وايي چې د انسان ماغزه د ټول انسان د اکسيجن شل فيصده مصرفوي! ماغزه د انسان په بدن کې دوه فيصده دي خو مصرف يې شل فيصده دى!
 
دا د يوه فرد په ژوند کې، که همدا فارموله عامه کړو، خبره لا واضحېږي. موږ انسانان که تفکر ونه کړو او له خپلو اعصابو کار وانخلو د لېوني حيثيت به لرو چې له ژونده يې مرګ ښه دى. خو نن سبا موږ ګورو چې افغانان خصوصا او په ټوله کې مسلمانانو تفکر له لاسه ورکړى.
 
د مسلمانانو په ژوند کې مو له تفکره موخه دا تفکر نه دى چې څوک فکر وکړي چې څه وخوري؟ څه رنګه جامې واغوندي؟ له ملګري سره چېرته ملاقات وکړي؟ او.... د مسلمانانو په ژوند کې مو له تفکره موخه د خداى په خلقت کې تفکر دى، يعنې مسلمان بايد علمي تفکر وکړي چې علمي لاسته راوړنې ولري، څو په دنيا کې د يو رسيدلي او پوه قوم په نامه وپېژندل شي.
 
د اروپا په تاريخ کې لولو چې له پنځمې پېړۍ تر پنځلسمې پېړۍ پورې دوى د جهالت او ناپوهئ په عصر کې اوسېدل. هغه وخت کې اروپايانو له خپل خداى ورکړي اعصابو کار نه اخيست او فکر يې نه کاوه. د دوى په مقابل کې مسلمانانو ډېر علمي عقلونه لرل او بلا ډېر اکتشافات يې وکړل.
 
خو ګورو چې له پنځلسمې پېړۍ وروسته په اروپا کې علمي عقلونه وزېږېدل او اروپا يې تدريجا دومره پر مخ بوتله چې نن په دنيا کې څوک ورسره نه شي مقايسه کېداى او که نور خلک هم پوه شوي، د دوى له برکته دي.
 
په شپاړسمه پېړۍ کې په اروپا کې ګاليله پيدا شو چې د مروج تفکر له دايرې راووت او د فکر کولو لار يې رانېستله. ګاليله د فکر کولو په نتيجه کې د لمر په شاوخوا کې د مځکې د حرکت نظريه ورکړه او تلسکوب يې کشف کړ. له هغه وروسته د نيوټن په څېر پوهان راپيدا شول. د نيوټن او مڼې کيسه ډېره مشهوره ده. هغه مڼه چې د نيوټن پر سر وغورځېده، نيوټن ترې سرسري تېر نه شو، بلکې فکر يې په کې وکړ، په نتيجه کې يې د ځمکې د جادبيې (Gravity) نظريه ورکړه.
 
همداسې په اروپا کې د تفکر سلسه جاري شوه، همدا وه چې ډېر عجيب او غريب اکتشافات يې وکړل او نن موږ ګورو چې ټول خلک د دوى له دغو اکتشفاتو ګټه اخلي.
 
موږ بايد داسې فکر ونه لرو چې د مقابل کس له تفکره دې ګټه پورته کوو او خپله به د فکر په ځاى ډوډۍ خوړو. نه داسې نه ده. مسلمان بايد د دې له پاره ډوډۍ وخوري چې فکر وکړي او ژوندى پاتې شي. همدا تفکر دى چې خداى تعالى هم موږ ته پرې وار وار قرآن کې امر کوي، ځکه چې د خداى پېژندنې او په دنيا کې د سرلوړۍ او بري لار همدا فکر کول دي.

 

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1353

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1339

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1490

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2018

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6237

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…