د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

اسلامي نړۍ او سيکولرېزم/زاهد جلالي

 

 

 
يو دوست زما بلاګ کې دغه تبصره کړې وه او ما يې هم ځواب ويلى، کېداى شي مفيده وي، ځکه مې دلته د نشر اراده وکړه:
 
سردار محمد منګل
27.02.2013 08:10
حلالی صاحب ستاسې لیکنې مې خوښېږی او استفاده ورنه کوم، مګر یوه خبره چې اکثره پښتانه ورباندې ځان نه پوهوي دا ده چې دوی مسایل سره ګډوي. دیني عقیده، ساینس، اقتصادي سوکالي، ... که یو مسلمان دا ونه مني چې حضرت محمد ص د خدای استازی دی ، نو بې له شکه له اسلامه وځي، مګر د اقتصاد، تعلیم و تربیې، ساینس، طب او نورو مسایلو لپاره بیا نور معیارونه دي. جاپان اسلامي هېواد نه دی مګر په اقتصاد تر مونږ ښه پوهېږي. موږ که اقتصادي پرمختګ غواړو او د جاپان په ځای د خپلو فقهاوو کتابونه پسې ګورو، دا نو زما په اند ځان تباه کوو. مونږ که ناروغان یو او د زر کاله پخوا وخت د یوه مسلمان کتاب بسې ګورو، دا خو هم له ځان سره او هم له طبابت سره ظلم کوو. مونږ که په خپلو حقوقي، اقتصادي او سیاسي نظامونو کې د خپل خیر او شرایطو مطابق تحول نه منو، دا خو لکه خودکشی چې کوو. حضرت عمر ( رض) چې په کومه طریقه خلیفه شو، هغه طریقه اوس نتیجه نه ورکوي. اوس د یوه ملت هر وکړی د رایې د لرلو غوښتنه لري. طالبانو عشر ټولاوه، خو مالیات د اوس لپاره لا بهتره لاره ده. عشر به یې له بزګره چې د ماشومانو ته یې ډوډۍ نه شوای برابرولای ، هم اخیسته، حال دا چې مالیات یوازې د ځمکې له څښنه اخیستل کېږي.
 زما په اند که دین او سیاست او نور مسایل سر ه بېل نه کړو، هم به مو دین بایللی وي ، هم دنیا. پښتانه ځان ډېر مسلمان مسلمان کوي، حال دا چې تر ټولو غریب، تر ټولو وروسته پاتې او تر ټولو ناامنه دي. جلالي صاحب که ارقامو ته مراجعه وکړې،. حقایق متاسفانه نور دي. تمدن او د انسان سوکالي په پکتیکا یا وزیرستان کې نشته، خو په سویدڼ کې شته. همدا د وزیرستان سړي ته که د سویډڼ ویزه ورکړې، سباسبا ته کډه کوي. تر څو به په حقایقو سترګې پټوو. والسلام
 ________________________
د بلاګر ځواب:
مننه منګل صاحب، تاسو ته تل ښه راغلاست وايو
موږ هېڅ کله نه غواړو چې د اقتصادي مسايلو له پاره دې د فقهاو کتابونه وکتل شي، مګر موږ وايو چې اقتصادي پرمختګ چې زموږ ستره هيله ده، د اسلام په چوکاټ کې دې وشي، دا بيا تر ټولو قوي راځي، په غرب کې چې کوم اقتصادي بهران راغلى، د دې په هکله مسلمانو فقهاو او اقتصاد پوهانو، لکه حسين حامد حسان وويل چې موږ دوى ته ته وايو چې که چېرته د اسلام اقتصادي سېستم عملي کړي، هېڅ کله به دوى له دغه مشکل سره مخ نه شي. موږ چې کله سيکولرېزم غندو موخه مو همدا ده چې په کنده کې ونه غورځو. دا چې په پکتيا کې يا وزيرستان کې خلک وروسته پاتي، لامل يې اسلام نه دى، د دې عوامل نور دي او څانته بحث ته اړتيا لري.
 تاسو د غرب يادونه کړې وه، موږ غواړو د غرب په څېر پرمختګ وکړو، خو ټکنالوجيکي نه روحي، ځکه نن تاسو وينئ چې غرب کې څومره ځانوژنې کېږي، د دې عامل څه دى، همدا له دينه لرې توب دى.
ګوره وروره، په غرب کې سيکلرېزم د پرمختګ يوازينى حل و، خو اسلامي نړۍ کې داسې نه ده. غرب چې کوم پرمختګ کړى، دا د نورسي خبره له اسلامي نړۍ بلاربه شوې، دا چې غربيان د محرف مسيحيت په مقابل کې پاڅېدل او دين له يې دنيا بېل کړ، يو علت يې دا و چې دوى په خپل څنګ کې يېو پرمختللى اسلامي هېواد (اندلس) ليده او ځورېدل چې موږ ولې پرمختګ نه دى کړى. اندلس په سيکولرېزم پرمختګ نه و کړى، په دين يې کړى و ځکه کامياب هم وو.
 نن اسلامي نړۍ وروسته پاتې ده، ځکه دوى له خپل دينه لرې شوي دي، که نه تاسې زموږ د فقهاو ژوند ولولئ، زموږ فقها په هغه وخت کې چې نه تلسکوب و او نه نور پرمختتللي وسايل، ويل يې چې ځمکه کې اکسيجن دى او په نور ځاى کې نه شته، ځمکه کروي ده، دا ټول د امام رازي نظريات وو چې د قرآن وتلى مفسر، اصولي او فقيه عالم و، هغه وخت کې نه سويډن په دغه حالت کې وو نه امريکا او نه لندن، همدا رنګه تاسې د اسلام تاريخ ته وګورئ، په اندلس کې عجيب او غريب پرمختګ په سيکولرېزم راغلى وو؟؟
 اسلام د مسيحيت په څېر نه دى چې د پرمختګ مخه ونيسي. اسلام خلک پرمختګ ته هڅوي او امر کوي چې په ځمکه کې وګرځي او مخلوقاتو کې فکر وکړئ.
پاتې شوه د خلفاو د انتخاب طريقه. فقها د اسلام د انتخاب د طريقې په هکله وايي چې اسلام د حکومت د مشر د انتخاب له پاره کومه ځانګړې طريقه نه ده اجباري کړې، څو خلک د هر عصر مطابق مشران انتخاب کړي. آن که د خلفاو د انتخاب طريقې ته وګور، ډېره مهذبه او متمدنه طريقه وه، څه وحشيانه او دکتاتورانه طريقه نه وه، ابوبکر صديق رضي الله عنه په مستقيم انتخاب خليفه شوى او نور خلفا په غير مستقيم چې شورى يا د نن په اصطلاح د پارلمان له لورې.
 د سياسي علومو په کتابونو کې د حکومت دېموکراتيک انتخاب په دوو طريقو دى، يو مستقيم او بل غير مستقيم چې دا دواړه طريقې د خلفاو په عصر کې استعمال شوي، که يې په دې عصر کې تطبيق کړو، څه مشکل رامنځ ته کوي؟؟ هېڅ نه، بلکې يوه مهذبه او متمدنه طريقه ده.
 د عشر او د ټکس مسله کې، عشر يا زکات د ټکس په ځاى نه دى، اسلام حکومت له دې نه منع کوي چې ټکس دې په خلکو ولګول شي، فقهاو په دغه موضوع کې تفصيلي ليکنې کړي، شيخ شلتوت د ټکس او زکات فرقونه ښکاره کړي، نو اسلام هېڅ کله ټکس نه دى منع کړى او نه کوم مشکل واقع کېږي چې له مالدارو خلکو د زکات واخيستل شي، بلکې د ټولنې د پرمختګ يوه ښه او مناسبه لار ده.
 په درنښت
ز.ج
 
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1149

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1161

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1289

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1783

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5985

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…