د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خدای له رحمته هېڅ کله مه مايوس کېږئ / مخامخ خبرې (۲۲)



دوکتور احمد سليمان ته يې د ناروغۍ د پوښتنې له پاره ورغلم، ما غوښتل يوه يا دوه دقيقې ورسره ودرېږم او د ناروغۍ پوښتنه يې وکړم، ځکه ملګري راته ولاړ وو، چېرته تلو، ما له ملګرو څخه د دوو دقيقو له پاره اجازه واخيستله خو خبر نه وم چې نيم ساعت کې هم نه شم خلاصېدی. دوکتور احمد ډېر خوښ ښکارېده، له مننې وروسته يې راته وويل، غوږ شه چې ټوله کيسه درته واوروم، ما هم د دې له پاره چې سخته ناروغي پرې تېره شوې وه، ورته نه ويل چې وخت نه لرم، ما ويل پرېږده چې زړه تش کړي.

دوکتور راته ويل چې د دوه زره لس کال په پيل کې د اسلام آباد پمز روغتون کې يې ورته ويلي وو چې د سرطان په ناروغۍ اخته دی، وايي له وارخطايۍ راباندې خولې راماتې شوې، ډاکټر ته مې وويل: سر سر سر سرطان؟؟؟ هغه راته وويل چې هو خو ښه دا ده چې ابتدايي مرحله کې ده او که علاج يې وشي، کېدی شي ژر له منځه لاړ شي.

دوکتور راته ويل؛ ما چې خپل اقتصادي مشکلاتو ته کتل، حيران وم څه وکړم، محصل يم، له افريقا دلته راغلی يم چې درس ووايم، زه چې ډېره هڅه وکړم، خپلې د زده کړې او هستوګنې مصارف به ترلاسه کړم، د سرطان په څېر ناروغۍ چې پيسې بې حسابه غواړي، مصرف به له کومه کړم؟ ده ويل چې ډېر خپه شوم، څو ورځې په خپله کوټه کې ناست وم، نه مې له چا سره خبرې کولې او نه مې درس ويلی شو، په همدې فکرونو کې وم، بالآخره په زړه کې مې وګرځېدل چې پوهنتون ته عريضه وکړه، ښايي دوی راسره مرسته وکړي، ځکه له لرې ځايه راغلی يم او د حل بله لار خو نه شته.

دوکتور ويل چې د پوهنتون رئيس ته له اوږدې عريضې سره ورغلم، هغه د پوهنتون د اداري چارو مسؤولې شګفته هارون ته واستولم، کله چې مېرمن شګفتې ته ورغلم او هغې مې عريضه ولوسته، پرته له دې چې د تفصيلاتو پوښتنه وکړي، راته يې وويل؛ موږ دا پاليسي نه لرو، دا علمي اداره ده له صحي مسايلو سره کار نه لري، دی وايي چې پرته له دې چې مشکلات ورته بيان کړم، ترې راغلم، ځکه خبره خو يې معقوله وه.

دی وايي کله چې کوټې ته راغلم، نه پوهېدم څه وکړم، د حل ټولې لارې بندې شوې، ممکنه نه وه چې علاج وکړم، خپل مرګ مې په خپلو سترګو ليده، کله چې مې ټولې لارې بندې وليدې، لاړم، اودس مې وکړ، په سجده ولوېدم او خدای ته مې خپل حال بيان کړ، په ډېر مظلوميت مې ترې وغوښتل چې مشکل مې حل کړي.

دوکتور سليمان له دې حادثې وروسته درې هفتې په کوټه کې پاتې شوی و، پرته له دې چې يا ډاکټر ته ورشي، يا له کوم دوست سره خبره شريکه کړي، ځکه دوستان يې ټول محصلين وو. وايي درې هفتې وروسته يوه دوست راته وويل چې مېرمن شګفته دې غواړي، په منډه ورغلم، هغې راته وويل چې موږ دې د علاج مصرف درکوو، ته دې علاج شروع کړه. دغه وخت کې مې دوکتور ته کتل، له خوښۍ نږدې و چې والوځي، راته يې وويل چې خوښي مې نه شم تعبير کولی، ته نه پوهېږې چې څومره خوښ شوم، په منډه کوټې ته راغلم، دوستان مې خبر کړل، دلته ځينو دوستانو راته ويل چې کراچۍ ته لاړ شه، ځينو نورو ويل چې لاهور ته لاړ شه خو ما ويل چې زه مسافر سړی يم، ما هلته څوک پېژني، دلته خو ښه دي دوستان شته، کله نا کله به پوښتنې ته راځي.

په ډاکټرانو کې هم ځينې ډېر عجېب خلک پيدا کېږي، ده راته ويل چې کوم ډاکټر راته وويل چې زما شفاخانې ته راشه، کله چې ورغلم راته يې ويل چې دومره پيسې به راکړې، دوستانو راته وويل چې دا سړی صرف د پيسو سړی دی، د انسانيت فکر ورسره نه شته، همدا وه چې بېرته پمز ته راغلو او دلته له يو عجېب سړي سره مخ شو. دوکتور ما ته وويل د سړي نوم ستا نوم و، زاهد نومېده او د اسلام آباد له مشهورو ډاکټرانو و، هغه راته وويل چې نوري شفاخانې ته لاړ شه، هلته دې ښه علاج کېږي، بيا نوري روغتون ته لاړو او هلته رښتيا هم ښه علاج وشو او خوشاله دې ته وم، چې خدای له شريف مشفق ډاکټر سره مخ کړم، هغه ډاکټر راسره د ماشوم په څېر تعامل کاوه، دوه کاله مې منظم علاج وکړ، له دوستانو ډېر منندوی يم، يو به له پوهنتونه راته، له شپې تر سبا به راته ويښ ناست و، دی به سبا لاړه، بل به يې پر ځای راغی، همداسې څو مياشتې دغه سلسلې دوام وکړ، تقريبا اووه اته لکه روپۍ راباندې پوهنتون مصرف کړې، بالآخره د دوه زره دولس په پيل کې ډاکټر راته وويل چې سرطان دې له بدنه کاملا وتی دی، خو بايد نور هم ځان معاينه کړې چې ريښې يې پاتې نه وي.

دوکتور سليمان د خدای ډېر شکر ادا کاوه چې دغه ډول يې له ناروغۍ وساته، بيا له پوهنتون، دوستانو او ډاکټر زاهده ډېر منندوی و، ويل يې چې زما په ژوند کې به دا څه کم درې کاله هېر نه شي، زه به افريقا ته لاړ شم، زوړ به شم، خو دا يادونه به هېر نه شي.

نه يوازې دوکتور احمد سليمان، ډېر کسان داسې شته چې په ډېرو سختو شېبو کې چې ټولې لارې پرې بندې شوي دي، خدای ته يې مخه کړې، خدای هم ورته داسې لاره پرانيستې چې هېڅ يې توجه هم ورته نه وي شوې، نو انسان بايد د خدای له رحمه هېڅ کله هم مايوس نه شي، خدای پاک په انسان باندې مختلف مشکلات راولي، ناروغي، فقر، ناکامي او... خو انسان هېڅ کله هم خپل بنده نه هېروي، بلکې پرېږدي يې چې بنده څه کوي، ما ته متوجه کېږي او که څنګه، په دغه وخت کې چې څوک خپلې اړيکې له خدای سره لا ټينګې کړي، ورته په ډېرې عاجزې دعا وکړي او د خپل مشکل د حل لاره وغواړي، خدای يې هم د مشکل حل پيدا کوي. د مسلمان ژوند ډېر عجب دی خدای ورسره عجېبه وعده کړې، کله چې تکليف پرې راولي صبر کوي او له خدايه خپل اجر اخلي او کله چې نعمت ورکړي، شکر يې ادا کوي او خدا يې د شکر اجر ورکوي.

دوکتور احمد سليمان د خدای پامانۍ په وخت کې دا حديث راته ووايه: (عَجَبًا لأَمْرِ المؤمنِ إِنَّ أمْرَه كُلَّهُ لهُ خَيرٌ ليسَ ذلكَ لأَحَدٍ إلا للمُؤْمنِ إِنْ أصَابتهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فكانتْ خَيرًا لهُ وإنْ أصَابتهُ ضَرَّاءُ صَبرَ فكانتْ خَيرًا لهُ).

د مؤمن څه حيرانوونکی کار دی، هر څه کې ورته خير دی، دا هېچا ته له مؤمنه پرته نه ده، کله چې پرې خوښي او لذت راشي، شکر کوي، نو دې کې ورته خير شو او کله چې ورته کوم مصيبت ورپېښ شي، صبر کوي، نو دې کې هم ورته خير شو.

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1069

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1070

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1680

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5881

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…