د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ته هم نابغه يې، خو...(د مخامخ برو وروستۍ کړۍ)

 

 

هر انسان نابغه دی، خو چې له خپلې الهي موهبې کار واخلي او له لېوني پرته، نورو ټولو انسانانو ته خدای يوه موهبه ورکړې. هر انسان چې دغه الهي موهبه درک کړي، نابغه دی. علامه سيد جمال الدين افغاني که چېرته د خپل پلار خبره منلې وه او په خپل کور کې پاتې شوی و، نه خو به يې د نبوغ خبرې دومره خلکو کولې او نه به يې په اسلامي نړۍ کې داسې د ويښتابه غورځنګ پر مخ بوولی و، خو دا چې علامه سيد خپلې کورنۍ ته وويل؛ زه نه غواړم چې د مرغۍ په څېر په قفس کې بند پاتې شم، زه غواړم ځمکه لوېشت کړم، په ټوله نړۍ وګرځم، همدا وه چې نن يې د عبقريت خبرې کتابونه ډک کړي.

علامه دوکتور محمد حميد الله[1] که چېرته د پلار دا خبره منلې وه، چې په غرب کې مسلمان عياش کېږي او په خپل کلي کې د کورنۍ د نورو غړو په څېر پاتې شوی و، نن به يې په اسلامي نړۍ کې چا يادونه هم نه وه کړې، خو هغه چې خپلې کورنۍ ته (نه) وويل او په خپلې خبر مصر پاتې شو. همدا علت و چې د عبقريانو له جملې وګرځېد، اسلام ته يې ډېر خلک دعوت کړل او په فرانسه او ټول غرب کې يې د اسلام تته رڼا ډېره وځلوله.

راځئ د البرت انشټاين[2] په څېر عبقري ته ورشو او د نبوغ د راز په هکله ترې واورو چې هغه کوم ټکي ته اشاره کوي، هغه چا ته ورشو چې له وفاته وروسته يې، ډاکټر ماغزه مخفيانه راووېستل او نړۍ ته يې ښکاره کړه چې په ټوله نړۍ کې د انشټاين ماغزه تر ټولو ستر وو، د هغه د نبوغ راز وګورو. البرټ انشټاين وايي ((داسې نه ده چې زه ډېر هوښيار يم، بلکې زه په يوه خبره کې ډېر وخت په فکر کولو تېروم بيا مشکل حلوم)).

انشټاين په دې نظر و، چې د ده په ټولو لاسته راوړنو کې د ده يو په سلو کې موهبه وه، خو ۹۹ په سلو کې د ده زيار او کار و، همدا ده چې دی وايي ((زه د يو کار په تر سره کولو کې ۹۹ وارې غلطېږم خو مايوس کېږم نه، بيا په سلم وار زما هڅې پايله ورکوي))، نو ښکاري چې هر انسان بايد په يو کار کې ډېر تمرين وکړي، داسې ونه وايي چې زه خو نابغه نه يم. انشټاين ډېره توجه کار او تجربې ته کوي، دی وايی چې معرفت دومره مهم نه دی لکه تجربه چې مهمه ده، نو کار پيل کړه، څو تجربه لاسته راوړې، پيل يې کړه، که لس وارې غلط شوې، له هرې غلطۍ ګټه تر لاسه کولی شې.

البرټ انشټاين وايي چې که انسان ونه غواړي چې غلطي وکړي، هېڅ دې هم نه کوي. که انسان هېڅ ونه کړي، هغه هېڅ دی، خو چې څوک غواړي يو څه اوسي، بايد کار وکړي چې تجربه تر لاسه کړي.

که څوک غواړي نابغه شي، بايد کار وکړي. خدای تعالی هر انسان ته يوه موهبه ورکړې ده، خو د انسان وظيفه دا ده چې دا موهبه درک کړي او بيا يې په کار واچوي. په داسې وخت کې هر ناکام او وروسته پاتې انسان يو نابغه دی، خو مهمه دا ده چې څوک خپله موهبه درک کړي.

يو خطاط خپله کيسه کوي ((پلار مې راته ويل چې بايد ډاکټر شې، خو زه چې مکتب ته تلم، په لار کې به مې چې خطاطي وليده، ډېره به مې خوښه شوه، په لار به ورته ولاړ وم او ننداره به مې کوله. يوه ورځ داسې هم راغله چې ښوونځی مې د خطاطۍ له پاره پرېښود. په دې مې پلار خبر شو، خو ما ورته وويل چې پلاره زه غواړم خطاط شم، همدلته مې پرېږده. دی وايي چې پلار مې راته وويل، سمه ده خطاطي وکړه، بايد په خطاطۍ کې تر نورو مخکې وې. خطاط زياتوي؛ زه هم خطاطۍ کې مخکې شوم، دومره چې په ترکيې کې يوې لويې مسابقې ته وبلل شوم، هغه مسابقه کې هم لومړی راغلم)).

د دغه خطاط د برياليتوب راز په دې کې دی چې خپل شوق او علاقه يې درک کړې او د همغې لور ته ورغلی دی، که چېرته دی د طب په لوستلو بوخت شوی و، شايد په ښو نمبرو ترې خلاص شوی و، خو دا چې د ده ذهن طب ته جوړ نه و، دومره به په کې بريالی نه و لکه په خطاطۍ کې چې و.

امام ابو حنيفه رضي الله عنه چې د حنفي مذهب مؤسس دی. د ده په هکله ويل کېږي، کله چې يې له صحابي سره وليدل او هغه په کې يې د هوښيارۍ نښې وليدې، ورته يې وويل، چې بايد علم ته مخه کړي. کله چې امام ابو حنيفه علم ته مخه کړه، ويې ليدل چې په نورو کې ښه نه دی، بيا چې يې فقه ولوسته، ځان يې درک کړ. وپوهېد چې په فقه يې يې ذهن ښه کار کوي، همدا وه چې فقه يې ولوسته او نن د يو مذهب د بنسټګر په نامه يادېږي او په نبوغ او عبقريت کې د خلکو تر منځ يوه نمونه ده.

ډاکټر مصطفی محمود[3] طبي ډاکټر و. په طب کې هم ښه و، خو کله چې يې فکر او فلسفې ته مخه کړه، همدا وه چې نوم يې ووت. د خلکو تر منځ مشهور شو او تر ننه په داسې حال کې چې جسدا زموږ په منځ کې نه اوسېږي، خو له فکره يې موږ استفاده کوو. ډېرو هغو کسانو چې ډاکټر مصطفی محمود ليدلی هم نه و، خو د فکري او فلسفي کتابونو په ليدلو يې ډېر خوښ شوی او دا لړۍ به روانه وي.

استاذ دوکتور فتحي يکن[4] انجينير و. د انجينيرۍ فاکولته يې لوستې وه، داسې نه وه چې په انجينيرۍ يې سر نه خلاصېده، بلکې په خپلې موضوع کې ډېر لايق و، په پيل کې يې دوه راديو هم جوړې کړې، خو چې ويې ليدل، په اسلامي فکر کې يې ذهن ښه کار کوي، په اسلامي علومو کې يې ماستري او دوکتورا وکړه او فکري مطالعه يې وکړه. نن ګورو چې د هغه د ۳۶ کتابونو له جملې، يو کتاب يې هم د انجينيرۍ په هکله نه دی ليکلی، مګر ټول کتابونه يې فکري دي. دا چې استاذ فتحي يکن خپل ځان درک کړ چې په فکري موضوعاتو کې ښه دی، نو فکر ته يې مخه کړه او همدا ده چې په اسلامي حرکت کې نن د ډېرو رهبرانو استاذ دی.

که په خپله ټولنه کې هم فکر وکړو، د داسې خلکو مثالونه ډېر وينو. استاذ محمد زمان مزمل، نه د سياست پوهنځۍ لوستې او حتی ښوونځی يې هم نه دی لوستی. له پيله يې دينې زده کړې کولې. لومړی په ابوحنيفه کې او بيا يې په سعودي کې د عربي د ادبياتو پوهنځۍ لوستې، او اوس په سياست کې يوه پېژندل شوې څېره او د افغاني ټولنې له وتليو تحليلګرانو دی، په داسې حال کې چې دا يې مسلک نه دی.

وحيد مژده صاحب هم همداسې. مژده صاحب د اقتصاد پوهنځۍ لوستې ده، خو نن د هغه څوک د اقتصاد پوه په صفت نه پېژني. نن چې يې هر چېرته نوم اورېدل کېږي، د سياسي تحليلګر کلمه ورسره يادېږي.

هغه څوک چې موږ يې لټ، ټمبل، نالايقه بولو، که خپله ذهني قوه درک کړي او د هماغې لور ته ورشي، په پای کې ترې وتلی سړی جوړېږي.

دا زموږ په ټولنه کې لوی مشکل دی، چې پلاران زامن د يوه مسلک لوستلو ته مجبوروي، د دې عوامل مختلف دي، ځينې وايي په دغه مسلک کې پيسې ډېرې دي، ځينې وايي ما لوستی بايد ته يې هم ولولې، د ځينو ورسره خپله مينه وي، ځکه يې پر اولاد هم تحميلوي، ځينې پلاران زامن دېته مجبوروي چې ديني علوم ولولي، د ديني علومو خوند رښتيا هم چا ته نه دی معلوم، خو په چا جبرا لوستل يې مناسب نه دي، همدا ده چې له يو وړ سړي لار ورکه شي او د هېڅ څه نه شي.

دا چې انسان خپله موهبه درک کړي، خپل ذهن ته وګوري چې په څه کې ښه چلېږي، بيا هر انسان عبقري دی، خو دا بايد هېره نه کړو چې دوامداره کار ته نبوغ اړتيا لري. هر څوک بايد د انشټاين په څېر چې د دنيا وتلی نابغه و، تکراري کار وکړي، دا چې انشټاين سل وارې هڅې کولې، موږ يې بايد زر وارې وکړو او دا بايد ځان ته ونه وايو چې، ته يې نه شې کولی، ځکه پر ځان ويسا د هر لوی کار اساس دی.





--------------------------------------------------------------------------------

[1]  دوکتور محمد حميد الله مسلمان عالم او قانونپوه و. په کال ۱۹۰۸م کې د هندوستان په حيدر آباد کې زېږېدلی و. ډېر اسلامي کتابونه يې ليکلي، چې شمېر يې ۱۷۰ ته رسېږي. په لويديځ کې يې ډېر نامسلمانان په اسلام خبر او مسلمان کړي دي. په ۲۲ ژبو پوهېده او په کال ۲۰۰۲م کې د امريکا په فلورېدا ايالت کې وفات شو.

[2]  البرټ انشټاين جرمني وتلی فزيک پوه و. په کال ۱۸۷۹م کې د جرمني په روتمبرګ کې زېږېدلی. دی د شلمې پېړۍ د فزيک پلار په نامه يادېده. ۱۹۲۱م کې يې په فزيک کې يې د نوبل جايزه تر لاسه کړې وه. په ۱۹۵۵م کې د امريکا په متحده ايالاتو کې وفات شو.

[3]  دوکتور مصطفی محمود په کال ۱۹۲۱م کې په مصر کې زېږېدلی دی. نوموړی وتلی مصري مفکر، ليکوال، اديب، فيلسوف او طبي ډاکټر و. مختلف کتابونه يې ليکلي او د علم او ايمان په نامه يې په مصري ټلويزيون کې معلوماتي پروګرام هم پر مخ بووه، چې تقريبا ۴۰۰ حلقې لري. دوکتور مصطفی محمود په ۲۰۰۹م کال کې وفات شو.

[4]  استاذ فتحي يکن په ۱۹۳۳م کال کې په لبنان کې زېږېدلی دی. په اسلامي فکر او حرکت کې وتلی شخصيت دی. په لبنان کې د جبهة العمل الاسلامي مؤسس و. د اسلامي حرکت په هکله يې ډېر کتابونه ليکلي دي او په کال ۲۰۰۹م کې وفات شو

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1769

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1722

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1970

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2534

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6762

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…