د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

مخامخ خبرې (20) کفن جېب نه لري!

 

 
ډېری داسې کسان پېژنم، چې ښه تقوا داره دي، تهجد لمونځونه کوي، نفلي
لمونځونه کوي، نفلي روژې نيسي، ټول لمونځونه يې په جومات کې له جماعت سره
ادا کوي، په داسې حال کې چې خدای ښه سرمايه هم ورکړې، خو د خدای جل جلاله
په لاره کې، يوه روپۍ صدقه او حتی زکات نه ورکوي، زه داسې کسان هم پېژنم،
چې پر سر تړلې لونګۍ به يې سر دروند کړی وي، ږيره به يې نامه ته نږدې وي،
نورې خبرې څه چې د جهاد په اړه هم ښه زړور غږېږي، خو متاسفانه چې د خپل
مال زکات نه ورکوي، ځينې خو داسې هم وي چې نه يې پر ځان مصرفوي او نه يې
مسکينانو ته ورکوي، خپل ژوند يې خراب وي، په مال يې نه ښه کوي، آرام ژوند
نه کوي، نورو ته يې نه ورکوي چې خپل ژوند پرې ښه کړي، خپلو اولادونو ته
يې د مصرف اجازه نه ورکوي، لکه آخرت ته چې يې ساتلی وي، خو متاسفانه چې د
دوی کفنونه جېبونه نه لري، چې دا مال ورته په کې واچوي او له ځان سره يې
ګور ته هم يوسي.
دا بيا ډېره د تعجب خبره ده چې پوهان زکات نه ورکوي، عاميان خو پرېږدئ،
هغوی شايد څوک ملامت نه کړي، چې د خدای جل جلاله له لارې نه دي خبر، هغه
څوک چې خلکو ته دين ښيي، د نيکيو په لور يې دعوتوي او له بديو يې منعه
کوي، خو خپله صدقه څه چې زکات هم نه ورکوي، يا خو په دې قانع وي چې
ګناهکار يم، يا ځان ته حيله جوړوي، فکر کوي چې په قبر کې به هم خدای ته
حيله جوړه کړي او ځان به ترې وباسي، دوی دا متل هير کړی، چې هوښيار مرغه
په دوو پښو نښلي.
دا خبره نه پوهېږم د چا ده، خو زما ډېره خوښه ده، وايي مال په خپل جېب کې
ساتئ، نه په زړونو کې. نن سبا زه ډېر داسې کسان وينم چې خدای تعالی مال
هم ورکړی وي خو بيا يې هم صدقه نه ورکوي، لکه صدقه چې ورته د پيسو بېځايه
مصرفول ښکاري.
څوک به په خپلو اولادونو ولوروي چې چا ته لاس ونيسي او پيسې ترې وغواړي؟؟
هېڅوک هم نه! دا چې څوک ځان ته داسې حالت نه غواړي، په نورو دې هم نه
لوروي. په دې وخت کې د ډېرو يتيمانو سترګې زموږ او ستاسو لور ته دي چې
مرسته او لاسنيوی يې وکړو، ستاسو يوه يوه روپۍ کولی شي د يوه کور ټول
مصرف ورکړي، نور راځئ مخکې تر دې چې د صدقې د ورکولو افسوس وکړئ، صدقه
ورکړئ او قبر مو رڼا کړئ.
قرآن د صدقې څومره خوندور تعبير کوي: قُل لِّعِبَادِيَ الَّذِينَ
آمَنُواْ يُقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَيُنفِقُواْ مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ
سِرّاً وَعَلانِيَةً مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لاَّ بَيْعٌ فِيهِ
وَلاَ خِلاَلٌ [إبراهيم:31]
ووايه زما بندګانو ته چې لمونځ دې قائم کړي او له هغه ماله چې موږ دوی ته
ورکړي، صدقه دې ورکوي، پټه او ښکاره، مخکې تر دې چې هغه ورځ راورسي، چې
نه په کې خرڅول او اخيستل شته او نه دوستي.
د صدقې ورکول په آخرت کې ډېر ثواب لري، په مال کې برکت اچوي، له مصيبت نه
انسان پرې ساتل کېږي، په دنيا کې يې څو چنده مال بېرته انسان ته ورکول
کېږي، ګناهونه له منځه وړي او همدا صدقه د دې سبب ګرځي چې انسان له دوزخه
جنت ته داخل کړي. په دنيا کې د صدقې د برکت په هکله ډېرې واقعي کيسې شته
چې خلکو يې نتيجه ليدلې.
د صدقې په ورکولو، عقيمې ښځې اولاد زېږولی:
يوه ښځه کيسه کوي، وايي زما اولاد نه کېده، څومره ډاکټرانو ته چې ورغلم،
راته يې ويل، چې ته عقيمه يې، ممکنه نه ده چې خدای تا ته اولاد درکړي. دا
خور کيسه کوي، نور مې له ډاکټرانو تمه وشکېده، د خدای لور ته مې توجه
وشوه، يوه ورځ مې يوې نادارې ښځې ته صدقه ورکړه او ورڅخه مې غوښتنه وکړه
چې د صالح زوی د را په نصيب کولو دعا دې راته وکړي، وايي هغې هم راته له
زړه دعا وکړه، درې مياشتې نه وې پوره شوې، چې زه حامله شوم او دوه اولاده
مې وزېږېدل.
دا هم د خدای رحم دی چې انسانانو ته يې په دنيا کې د ناممکنو علاجونو حل
په صدقه کې ايښی دی، نه يواځې د بې اولادۍ علاج، بلکې د ډېرو نورو
مشکلاتو حل هم خدای تعالی په صدقه کې ايښی دی.
خدای جل جلاله چې په صدقه زموږ دومره لوی مشکلات حلوي، چې د دنيا ژوند مو
پرې ښه کېږي، بيا ولې صدقه نه ورکوو؟!
صدقې له سرطانه ژغورلې:
يوه الجزايري مېرمن چې په سعودي کې ژوند کوي، وايي ډېر کلونه وشول چې
سرطان مرض مې لاره، په دې يقيني وم، چې نور علاج نه شته او مړه کېږم. له
دې وروسته مې چې څه سرمايه وه، په يتيمانو مې مصرفوله. دا خور وايي چې ما
څومره مصرف کړی و، خدای يې څو چنده پيسې راکړې او ما ته په الجزاير کې
داسې کس پيدا شو، چې زما علاج يې کاوه، ما ته يې په سعودي کې سرپرست
ونيو، چې زما سم خدمت وکړي او الحمد لله علاج مې مکمل شو او اوس ښه
صحتمنده يم، ما هېڅوک هم نه پېژندل، خو دا لاره راته خدای د يتيمانو په
مصرف کولو کې پيدا کړه.
په امتحان کې د برياليتوب لار، صدقه ده:
کوم پوهنتون او کومه پوهنځۍ چې ما ته په زړه پورې وه، هلته کاميابېدل
راته ډېره سخته ښکارېده، ځکه په تېرو کلونو کې، ډېر داسې کسان چې له ما
ډېر تکړه وو، کامياب نه شول، دا لا څه چې ځينو خو درې وارې امتحان ورکړ،
خو يو وار هم بريالي نه شول، ځکه ما ته هم برياليتوب ډېره مشکله ښکارېده
او حتی له امکان وتلی و.
له درس ويلو او دعا بل څه مې په لاس کې نه وو، له دې سره مې څه صدقه هم
ورکړه او په ځان مې څه نذر هم ونيوه. کاميابي خو څه کوئ چې خدای په
پوهنتون کې هم يو کال مخکې کړم، دې ته زما پام هم نه و او نه پوهېدم چې
څنګه کېږي، خو د خدای رحم چې وشو په ډېره آسانۍ کامياب شوم او ژبه هم
راته معاف شوه.
دا ډول په زرګونو حقيقي کيسې شته چې خدای د صدقې په برکت له خلکو سره
ډېره مرسته کړې ده او اجر يې هم تر لاسه کړی دی. يوه بله ښځه وايي، خاوند
مې ناروغ و، درملتون ته تلم او دوا مې ورته اخيستله، په لاره کې مې يو
هلک وليد چې دوکاندار له دوکانه وشاړه، ما ترې پوښتنه وکړه چې څه مشکل
لرې، هغه راته وويل چې وږی يم او پيسې راسره نه شته چې ډوډۍ وخورم، دا
ښځه وايي چې ما له خپلو پيسو هغه ته د ډوډۍ پيسې ورکړې، کله چې دوا خانې
ته ورسېدم، کتل مې له ما سره ۲۵۰ روپۍ وې او دوا په ۵۰۰ روپيو کېده،
دوکاندار ته مې وويل چې که قرض راکړې، هغه ونه منله، دې وخت کې يو بل کس
راغی او زما ټولې پيسې يې ورکړې! دا د صدقې برکت و.
اوس افسوس د هغه چا په حال چې خدای پاک مال هم ورکړی وي، خو هغه د امتحان
په دغه دنيا کې مال داسې په لاس کې کلک نيولی وي، چې له خپل ځانه هم ورته
ډېر ګران وي، خو په دې پوهېږي نه، يا پوهېږي خو باوري نه دی، چې صدقه يې
مال څو چنده کوي، له بلا او مصيبته يې بچوي او نورې ډېرې فايدې لري، خو
بيا يې هم صدقه نه ورکوي.
مال د دې له پاره دی چې انسان پرې خپل ژوند په دنيا کې ښه کړي، دا چې مال
زموږ په زړه کې وي، ټوله دنيا چې هم راسره وي، خو موږ يې نه مصرفوو، خپل
ژوند پرې نه آرامه کوو، بل ته يې نه ورکوو چې خپله خېټه پرې مړه کړي، د
جاريه صدقې له پاره يې چا ته نه ورکوو، يعنې دا مال موږ ته له هر څه ګران
وي، حتی له خپل ځان او اولاده، ځکه چې مال ځان او اولاد ته ګټه ونه لري،
د هغه مال فايده بيا څه شوه؟! دا مال مو د څه له پاره له ځان سره ساتلی؟!
د دې له پاره چې قبر ته يې له ځان سره يوسو؟! په دې خو ټول قانع دي چې
قبر ته مال نه وړل کېږي، ځکه کفن جېب نه لري او په دې نړۍ کې چا هم له
ځان سره مال هغې دنيا ته نه دی وړی، بيا نو د څه له پاره مال له ځان سره
ساتو، راځئ مال چې د دنيا د ژوند د ښه کولو وسيله ده، همداسې د وسيلې په
سترګه ورته وګورو، په دې فاني دنيا کې يې ځان ته غايه او هدف ونه ګرځوو،
راځئ صدقه ورکړو، چې اصلي او ابدي ژوند مو ښايسته شي.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1063

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1065

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1676

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5878

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…