د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

یابری یاشهیدیدل

یابَرَیْ یاشهیدېدل

 

عبدالله ځوی دِ حذافه السهمي
وايي چې دې- الله دې ورڅخه خوښ شي- عمرځوی دې الخطاب په مهال کې، - الله دې ورڅخه خوښ شي- عبدالله ځوی دې حذافه السهمي له خپلو ملګروسره دې روم دې قیصر په بند کې پریوتل،او دې پریښودلو دې امید لاره ورباندې پرې شوله،دې روم قیصرعبدالله ته وُوَیَل چې که تا ماته   دې اسلام په چپون داسې یوکړ وکړاو هغه دې ماته داسې مسخره وګرځاوو چې زه پرې وخاندم نوبیابه زه ستاسو لاره وازه کړم او تاسوبه له بند څخه ازاد کړم،خوعبد الله داوړاندیز مات کړاووُیې نه مانه، قیصرته یې وویل چې زموږلپاره بې له بریالیتوب او یا شهیدۍ څخه بله لاره نشته.
    دې روم قیصر چې دې عبدالله ټینګتیا پخپل ایمان باندې ولید له،امریې وکړ چې په  ده باندې ډیره لوږه او سخته سختي راولي،ترڅوچې دې خپل اسلام په چپون –عکس- یوکاروکړي ، اوبیا ورسته ترډیرې لوږې دې خنزیرغوښه ورته وروړاندې کړي، چې ګوندې ووبه یې خوري،دې قیصرلوړه وغوښتنه به پرې پوره شي، خو عبد الله داکارونکړ،که څه هم دې اړتیا په مهال کې اسلام داډول کار رواکړی دی.
 
   بیا ورسته قیصر امر وکړ چې هرډول خواړه دې ده ته ورکړي،خو اوبه او دې څکلوشیان دې بې له شرابو- الخمرـ څخه نور څه نه ورکوي،ګوندې له تندې څخه به شراب وڅکي،زما غوښتنه به پرې پوره شي، خو عبد الله به له خوړوڅخه دومره څکه کوله چې ږوندی پاتې شي اوکه هرڅومره به یې ستونی له تندې وچ شودې شرابومزه به یې نه کتله، ترهغې پورې چې نږدې به وو له تندې مړشي.
 
    قیصر چې دې عبدالله ټینګ ایماني ولیدله وپوهیده چې په  زور وسختی سره خپلې موخې ته نشې رسیدلای،امریې وکړچې ښه خواړه ،اوبه وکالي
ورته ورکړي،چې ګوندې خوښ به شي دې اسلام په چپون په کوم کار وکړي ،خو عبدالله به له خوړواوبوڅخه ډیره لږګټه اخستله،او کالي به یې هغه مهال بدلول کله به یې چې خپل کالي ډیر خیرن وکرغیړن شول.
 
    قیصرچې دې عبد الله کلکوالی دې الله په لاره کې دې سرتیرۍ پرې کړه ولیدله، نااومید وحیران پاتې شوچې څه وکړي؟ عبد الله ته یې وُویل چې راشه زما سرښکل کړه،چې زه درنه خوښ شم،اوخلکو ته جوته شي چې موږ ترمسلمانانولوړیو،بیابه تا خوشې کړم،عبدالله ورته وویل چې زه دې خپل ځان دې پریښودلولپاره داکارنه کوم، قیصرورته وویل چې ایا ته دې نوروبندیانو مسلمانانودې پریشودلووخلاصون لپاره داکارکوي؟ عبدالله ورته وویل چې هوکې، قیصرورته وویل چې سمه ده،عبدالله پرې وروړاندې شو دې قیصرسریې ورښکل کړ،ورسته قیصر دې دوی ټول بندیان پریښول،کله چې –الله دې ورڅخه خوښ شي- عمردې الخطاب ځوي امیر المؤمنین داکیسه واوریدله، دې عبدالله ځوی دې حدافه السهمي له ټینګ ایمان لرلوڅخه اودې مسلمانانودې ازا ودولو په لاره کې له عقل څخه په ګټه کې له اخستلو څخه ډیرخوښ شواوسریې ورښکل کړومننه یې ورڅخه وکړله. 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1653

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1603

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1818

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2341

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6579

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…