د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دسپيني ملايکې تور کارونه( نن دحج له وزير سره )

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_32.gif



 

قال الله تعالى (ومااريد الا الا صلاح ما استطعت)
وقال النبى صلى الله عليه وسلم:(کل بنى آدم خطاء وخير الخطائين التوابون)
............(المؤمن مرآة المؤمن..)
صرف يوازې الله تعالى جامع،کامل،قدير،عليم اوصمد ذات دى البته انسانان که هرڅومره دکمال او بلوغ او نبوغ ادعا ولري بياهم ضعيف ،ناتمام او قاصر دي ځکه چې (فوق کل ذى علم عليم)
ديوه هوښيارانسان کمال او صفت دادى چې هېڅکله پخپل ځان مغرور نشي،مستبدبالراى نه وي په کارونوکې مشوره وکړي او تل نورومسلمانانوته دشک ،ترديد او خيانت په سترګو ونه ګوري په تېره بيا هغه کسان چې ديوې ادارې په راس کې قرار ولري....
زه هم پيشنهاد کوم چې
زه دحج اواوقافو وزرات کارکوونکى  او  الحمدلله افغان او مسلمان يم زه او زما ګن همکاران   ددې وزارت  پرځينوکارونو نيوکې لرو  اوديو افغان په توګه  يې  زغملى نشو موږ هڅه وکړه چې ستونزې په کوردننه حل شي  خو  داسې بريښي چې د ارشاد حج اواوقافو  دوزيرچرګ يوه پښه لري اوهېڅ ډول مشوره  نشي منلى نوځکه مو لازمه وبلله چې داستونزى له هېوادوالو  او دهېواد له لوړو مقاماتو سره شريکې کړو ګوندې ددې ملت غم وخوړل شي او دمجازات او مکافات  سلسله پيل او په دې وزرات کې هم عملي شي  اخرڅه وکړم(( اگر گويم زبان سوزد واگر نگويم دل و جان سوزد))
 زه  دخپل دولت لوړو مشرانو او ددرې واړو( مقننه ، قضايه او اجرايه)  ارګانونو  مشرانو ته وايم چې  بې تحقيقه بايد تصميم ونه نيول شي الله ج فرمايي((ان جاء کم فاسق بنباء فتبينوا،،يعنې که کوم فاسق درته خبر راووړ نوپلټنه يې وکړئ.))
دايت غوښتنه  داده چې   که خبر راوړونکى فاسق هم وي نو الله ج بياهم د تحقيق امر کړى دى او زه خو الحمد الله مسلمان يم دهمدې وزرات کارمنديم،ديوه افغان په توګه مې زړه دردکوي او داخوداسې خبرې دي چې  په بعضويې دولت او په بعضويې سلګونه او زرګونه حاجيان خبردي.
زمامنظور دادى چې دولت  بايد  څېړنه وکړي که په دې ټکو کې لږ افراط هم وو نو زه يې د مسؤوليت منلو ته تيار يم او که نه وو نو دولت بايد په دې مواردو کې عميقه او بې طرفه پلټنه وکړي  او دمکافات او مجازات اصل عملي کړي.

په لنډو ټکيوکې ځينو مواردوته اشاره کوم:
١_ په وزارت کې دشورى او مشورى اصل له منځه  تللى  متاسفانه دمسايلو  په اړوند که داخلي دي او  يا بهرني له معينانو او رئيسانو سره مشوره نه کېږي.
٢_دمشورې له اهل سره دمشورې نه کول او په عجولانه او بې تدبيره ډول   د ضعيفو افرادو څخه کار اخيستل اويا هم   يوازې  له خپل فکر سره جاوې او ګندمى کول چې پايلې يې ډېرې کمزورې وي.وزير صاحب  دومره متکبر دى چې فکر کوي الله ورته علم لدني ورکړى اوهېڅ مشورې ته اړ ندى
٣_په وزارت کې موجوده ټولو منسوبينوباندې عدم اعتماد او باور حتى له  وزارت نه   بهر  دخپلو افرادو کمزورى معرفي کول او ياورڅخه عدم دفاع.
٤_دوزارت دممتلکاتو ،بودجې ،حيثيت  اووقار  سره بې پروايي او هېڅ ډول سره دفاع نه کول خاصتاً چې دايوه مذهبي اداره ده اوپه هروخت او د هر چالخوا  چې پدغو مواردو ضربات وارد ېږي  بې تفاوته پاتې کېدل چې دايو ملي،دينې نه بخښونکې جرم دى الله پاک فرمايي:(وقفوهم انهم مسؤولون...)
٥_ثابته شوه چې ځينې کسان چې زيات ورباندې اعتماد کېده په اختلاس او نورو فسادونوکې ککړ شولکه،سروري،عبيد،همايون اونور .
٦_وزيرصاحب  د سروري ،عبيد اونعيم پنجشيري په نومونو درې غله په غېږ کې نيولي او غلا پرې کوي تېرکال چې په سعودي کې دهمدې کسانو دغلا موضوع نور دپټولو نه وه نو دولت  سعودي ته پلاوى ولېږه  دې پلاوي چې سعودي کې پلټنې وکړې نو ورته جوته شوه چې همدې کسانو هلته په هره برخه کې غټه غټه غلاکړېده،يواځې سروري کاموي، د ١٨٠زره ريالوپه غلا اعتراف وکړ، عبيد او نعيم پنجشيري    دهئيت دغوښتنې سره سره هم څارنوالۍ ته حاضرنه شول داځکه چې تر شايې د   وزير په شمول دقانوني ،جليلي، فهيم ،خليلي،او نورو  لاسونه دي.
دسروري دوسيه هم ځکه ورکه شوه چې وزير يې تعقيب نه غواړي او هغه ديونس قانوني داوښي جليلي ملګرى دى .
نعيم پنجشيري په جده کې يوګران بيه هوټل اوپه پنځوس زرو ډالرولوکس موټر اخستى دى.
دوزارت دهيئت  تفتيش څرګندوي چې دې درې واړو کسانو لسګونه ميليونه رياله غلاکړېده.
نوچې دوزير لاس ورسره نه وي آيا دوى داکار کولى شي؟ بالخاصه چې وزير داکسان لېږلي هم وي اوپخپله وزير هم هملته حاضروي؟.
٧وزير دخپلو چوپړه ګانو په لاس له سيدمکي څخه اوه لکه رياله رشوت غوښتى وو خو سيدمکي دارشوت نه ورکاوه او خبره يې رسواکړه،کله چې وزيرپوه شو چې نور نو رسوا کېږي    پيش دستي يې وکړه له سيد مکي څخه  يې حکومت ته شکايت وکړ ځکه دى پوهېده چي که رشوت غوښتونکي دسعودي حکومت ونيوه نو   حتمى ما ورښـيي نو چالاکي يې وکړه ،په سيدمکي يې عريضه وکړه چې ګويا هغه غوښتل دوى يا دده ملګروته رشوت ورکړي. سيدمکي دمکې اوسېدونکى هغه عرب دى چې په مدينه کې ټولو  افغان حاجيانوته دعمارو او نورو خدماتو قرار داديې کړى وو.
٨په مکه کې عتيبيه له  حرم څخه ډېره لېرې سيمه ده، او دافغان حاجيانو د حج په تاريخ کې دلته د حاجيانولپاره عمارې نه وې نيول شوې خو وزير صاحب سږکال  همدلته عمارې نيولې وې داځکه چې دلته عمارې ارزانه دي داچې داحاجيان حرم ته دلمانځه لپاره تللى نشي اوکه ځي ډېر وخت او پيس  يې ضايع کېږي نودوزير صاحب يې پرې څه؟
٩پخوابه چې کله عمارې ونيول شوې نو وزارت به پلاوى وټاکه هر حاجي ته به يې عماره اطاق اوتخت معلوم کړ خو سږ کال کله چې په مکه کې عمارې ونيول شوې نو په دې خاطر چې وزير صاحب خپلو دوستانواو واسطه لرونکيوته په نږدې عمارواو ښواطاقونوکې ځاى ورکړى  وي  دازحمت يې هم خپله په ځان قبول کړ ،داپنځه ويشت زره ټکټونه يې خپله او دخپلو غير رسمي ملګرو په لاس ووېشل نتيجه يې يوه لويه رسوايي اوددولت بوديجې ته لسګونه ميليونه افغانۍ زيان شو،کيسه داسې وه چې زموږ دشيعه مذهبو وروڼو په مذهب کې که څوک دمنى په ورځوکې پخپله دمنى په ساحه کې ونه اوسېږي نو حج ته يې زيان رسېږي اودسنيانوپه مذهب کې که دبيروبار له وجهې چا ته په مني کې ځاى پيدانشو  نو دمزدلفي په ساحه کې هم داوسېدو اجازه لري،پخوابه چې کوم کميسيون عمارې اوپه منى کې خيمې ووېشلې نو دا مذهبي نزاکت يې په پام کې نيوه او شيعه ګانوته يې هرومرو په منى کې ځاى ورکاوه،خوسږ کال وزير صاحب پنځه زره شيعه ګانو ته دمنى په ورځو په مزدلفه کې خيمې ورکړې وې کله چې شيعه وروڼه خبرشول نو فرياد او غالمغال يې جوړکړ اومظاهروته راتلل يې غوښتل ،وزير صاحب ځان پټ کړ  خو دوزارت ن يوه بل چارواکي  له چالاکۍ کار واخست ،قطان پسې    چې دجنوبي اسيا دمکتب عمومي رئيس دى ورغى له دې اشتباه يې خبرکړ ،عذريې ورته وکړ چې په منى کې ځاى ورکړي قطان ورته وويل چې په داسې حال کې چې نن سبا دمنى ورځې دي اوټولې خيمي ډکې دي پنځه زره نفروته څنګه ځاى پيداکړم، خو دافغان پلاوي ددې مشر  په عذر او فشار يې  ددولس لکوريالوپه بدل کې دوره زرو نفرو ته دمنى په ساحه کې ځاى ورکړ، په دې ورځوکې په منى کې جمروته نږدې ځاى ډېر قېمته وي اوکه ددې وزارت داچارواکى او له قطان سره ددوى  شخصي ملګرتيا نه واى نو دې کسانو ته يې په پنځو ميليونو ريالو هم ځاى نه شو موندلى.(( دې  چارواکي نوم ځکه نه اخلم چي په تملق ورته متهم نشم ))
١٠_ديوه مدبر مسؤول کمال دادى چې د ورسپارل شوې دندې په هکله نوي ابتکارونه اوپرمختګونه منځ ته راوړي اوهغه اشخاص چې مبتکر ،مخلص او فعال استعدادونه ولري،بايدورڅخه مشوره  واخستل شي اوپه ښو کارونواو وظايفوکې وګومارل شي،ترڅو د ادارې حالت له خمود او جمود   نه د اکتشاف او پرمختګ لورته ولاړ شي  که چېرې دغه پاليسي تغير نشي کېدى شي زيات افراد دغه وزارت پرېږدي.
١١-سختي  اوبخيلي دمسلمان لپاره يو مذموم صفت دى ،بياپه تېره چې دغه مذموم صفتونه د ادارې مسؤول سره ملګري شي نو اداره به قههراء ته ورسوي چې عملاً همداسې ده ، دلته ټول ابتکار دادى چې دوزارت علماء و ته څو پايى لپ ټاپ کمپيوټرونه واخستل شول اوعلماوو او خطيبانو ته د بې سوادۍ؟؟ کورس داير شو.
١٢_دحج موضوع هم د نورور مسايلو اوستونزو پشان عدم مشوره ،پخپل وخت تصميم نه نيول،پخپل سر اودزور واکيو په خوله دخپل وزارت حيثيت راټيټول ،دعمارو تعدد،لېرې والى او..  په دې اړوند ټول کارونه پخپله خرابول خوبيا مسؤوليت  پر نورو وراچول.
١٣_په شخصي او خصوصى لحاظ ،عدم تمرکز فکري ،تردد،ضعف مديريت،ديوه ساعت کار په لسو ساعتونوکې انجامول او بېځايه حاشيوى قصې کول،خپلې غورې او توصيف زيات کول،دزورورو اشخاصو څخه ډېره زياته وېره او کارونه يې په عاجل توګه که څه هم غير قانوني وي اجراء کول. له کمزورو سره فرعوني چلند
عدم مجازات او مکافات البته ټول مجازات دي مکافات خو اصلاً دده  په قاموس کې  وجود نلري.
١٤_ هغه موټر چې پروسږکال وزارت ته واخستل شول ثابته شوه چې ډېر زاړه بېکاره و خو د نويو په بيه راونيول شول همدارنګه نور ځينې خريدارۍ هم  چې کېږي   شفافه نه دي.
١٥_  ،ديوه وزيرصاحب متعدى جرايم دادي چې تل يې دخير لاره تړلې  ،مشوره نه کوي هيچاته، دمسلمان اوصادق انسان په سترګه نه ګوري دوزارت نه بهر خپل اواز چاته په جرئت سره نشي رسولى چې غواړم دمساجدود بدې وضعې دعلماوو د خراب حالت او دنوموړي په اړوند ددوى بد بينۍ ته دچارواکيو پام راواړوم ....
نوکه داحالت دوام وکړي وزارت ديوه لوى بجران سره مخامخ کېږي.
١٥_دوزارت له  تشکيل ،انکشافي او عادي بوديجې نه دفاع نه کول چې هر کال د وزارت بوديجه د کمېږي تشکيل يې کمېږي ،... ولې آيا دايوه دينې اداره نده؟هر کال جوماتونه زياتېږي  ضرورتونه يې هم زياتېږي نو بايد تشکيل يې هم زيات او پياوړى شي، او داکار پدې سره کېږي چې درئيس جمهور او لوړ و چارواکيو په محضرکې قوي او مقنع دلايل وړاندې کړ ل شي.
١٦ _خپلومعينانوته يې کوم صلاحيت چې دقانون له مخې يې دوى   لري ندى ورکړى  رئيسان اوبې واګو ملګري يې دنورو په چاروکې لاسوهنه کوي چې دايو  اداري تخلف دى او عمومي مسؤول بايد دارنګه چارې تنظيم کړي.
١٧_په وزارت کې چې څه مقررېږي ٨٠%يې دزور واکيو اشخاص دي هغه هم دفهيم قانوني او سياف په لارښوونه او مثالونه يې ډېر دي ان  ډېر کسان   له قانوني مجراڅخه ندي راغلي خو په لوړوڅوکيوناست دي.

١٨وزير صاحب فکر ي تمرکز نلري ،اوس يوه خبره وکړي خونيم ساعت وروسته بيا له دې خبرې اوړي همدا لامل دى چې کار کوونکي يې په خبره باور هم نه کوي آوپه ده کې د تردد خصلت له مخې هېڅکله قاطع تصميم هم نه شي نيولى چې دې کار دوزارت ډېر کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
١٩وزير صاحب کارونه کټګوري کولى نشي  اونه پر دې پوهېږي چې کوم کار ډېر ضرور دى   او بايد د ارجحيت حق ورکړل شي، همدا لامل دى چې هغه هم سره له دې چې د وزارت په څېر دروند بار يې په اوږه پروت دى ټوله ورځ په خپل لپ ټاب کې ددې وزارت لخوا خطيبانوته د جوړو شويو فرمايشي خطبوپروف  لولي يوه ورځ يې خپل يو مامور ته اوه سوه مخه کتاب (په اى فور سايز کې )دتصحيح لپاره ورکړ او ورته يې وويل چې دابه دوه ورځوکې تصحيح کړي هغه داکار سخت وباله خو ده ورته وويل چې  زه هره شپه يوسل او او يامخه تصحيح کوم ته څه بلا وهلى يې.
٢٠دوزارت کارونه په ټپه ولاړ دي،دحج له موسم پرته که چا په وزارت کې دورځې دوه مراجعين هم وموندل زه ناغه ورکوم.
ډالۍ او سوغاتونه يې ژر سترګې نيسي هغه دچاخبره نمک حرامه ندى ،يوه ورځ يې سکرتر ورته وويل چې :)) فلانى صاحب امده ،ده ورته وويل برو بگويش که  وزير مصروف است.))
سکرتر چې لاړ څو شېبې وروسته يې يوه کڅوړه په لاس کې وه او بېرته راغى ،ويل يې چې : ((دراين کيسه پنير است  فلانى صاحب گفت که ايره  بر وزير ببر خير است مه ديگه روز ميى ايم ))،وزير صاحب په خندا شو ((خو الى که  يقدر زحمت کشيده است، برو صدايش کن،))فلانى صاحب پښتون او دجنوبي ولاياتو استوګن دى،چې کله راغى نو وزير ورپاڅېد په داسې حال کې چې دتمې او ډالۍ اغېزې يې په سترګواو څهره کې له ورايه ځلېدلې  له احوال پوښتنې مخکې يې  ورته وويل وه وروره دې تکليف ته څه حاجت وو،هغه ورته وويل چې نه دا خو تکليف ندى، دامې مورکۍ په کور کې جوړ کړي دي او زه پوه يم چې ستا پنير خوښېږي : دواړه سره کېناستل وزير چاى راوغوښت سکرتر ته يې وويل چې څوک مه راپرېږده، زه کوم لس دقيقې ناست وم چې زما دفتري اسناد به راته خلاص کړي،اخر يې ماته هم وويل چې ځه زه دې  وروسته   راغواړم  داچې زما کارونه ضرور وو نو نيم ساعت مې ورته په سکرتريت کې هم ورته  انتظار وکړ خو دده او دپنير والا شخصى کيسې ختمې نه شوې.
2هېواد وال خبر دي چې شپږ سوه تنه هغه خلک هم له حج څخه پاتې شو ل چې په قرعه کې يې نومونه راوتي او ټول اداري مراحل يې طى کړي و او حتى په بانک کې يې پيسې هم تحويل کړې وې ،ددې کار لوى سبب دادى چې وزير صاحب له قرعه کشۍ او دافغانستان دسهم له پوره کېدلو وروسته هم پنځوسوو(٥٠٠)تنوته حج ته  دتللو قاطع امر ورکړى او په ځينو ولاياتو لکه سمنګان او سرپل کې رئيسانو هم له قرعه کشۍ وروسته دمستحقينونومو نه پټ کړل، داچې وزير صاحب او رئيس صاحب (( خير دى  له رشوت او واسطى   پرته  )) اضافي امرونه ورکوي، نو سعودي خو اضافه سهم نه ورکوي،نو زور يې بيا  په قرعه کې له وتليو کسانو وځي او ياهم که دېرش زره سهم وي  ٢١_که  په قرعه کې ٢٥٠٠٠کسان راوباسي پاتې پنځه زره سهمه بيا د وزارت لخوادکمېشن کارانو په واسطه په صرافيوکې پلورل کېږي، ښه نمونه يې دکابل شهزاده سراى د ننګرهار دتلاشۍ چوک او نور دې چې دوزير يارئيس هر امر له ٣٥٠تر ٥٠٠ډالرو پلورل کېږي.
دې کار دحج تېره پروسه سخته وشرموله،پارلمان پرې غوسه وکړه ،خلکومظاهرې وکړې خو وزير صاحب سعودي ته پښې سپکې کړې وي.
٢٢_دافغانستان نيم مساجد حتى  په مرکز او  دولاياتو په مراکزو کې  فرش،داوداسه ځايونه او حمامونه نلري خو وزير صاحب ٣٥فيصده بوديجه هم مصرف نکړه داځکه چې نه خپله کار کوي ،نه له نورو سره مشوره اونه  پرې اعتماد کوي.
٢٣_وزيرصاحب دومره بې اعتماده دى چې حتى د مديرانو کارونه خوپرېږده   دبرق مزي هم پخپله غځوي ،داکومه افترى نده ، ورشئ دده دفتر دکوچني جنراتور دبرېښنا فټنګ وګورئ او ترې وپوښتئ چې دافټنګ چا کړى دى .
هغه په کوچنيوکارونوکې دومره بوخت دى چې دوزارت مهم او دده دصلاحيت وړ کارونه ټول ترې پاتې دي.
٢٤_وزير صاحب فکر کوي چې دا وزارت يواځې خلک حج ته لېږي او مساجدوته امامان معرفي کوي،وايي هير دى چې داوزارت د ارشاد ،حج او قافو او مساجدو د قران دزده کړو دحلقو،مدرسو...ټول کارونه کوي.
٢٥_هرکال به دحج په بعثه هيئت کې دوزارت دوه درې سوه کارمندان وو خو وزير صاحب سږکال دګوتوپه شمېر کسانو پرته نور ډول له بهر څخه خپل دوستان او واسطه داران راټول کړل ،چې په حج کې يې نه  تجربه درلوده،اونه علم.
 دده لخوا لېږل شويو معلمينو په خلکو طواف او سعى داووپرځاى څوارلس ځله کوله ډېر يې خپله نه پوهېدل په خلکويې دم او جنايات   اړولي دي.
په عماروکې، په نورو خدماتوکې، په صحيه  کې، په ترانسپورت کې پريمانه غلاګانې کېږي ،لازمه پوښتنه نشته.
دوزير صاحب مشاورين ،رئيسان دامنيت مشران امرين ټول تاجک او ډېريې  پنجشيريان دي او همدوى محاصره کې دى   هغه دومره  دپنجشيريانو تر تا ثير لاندې دى چې  حتى په وزارت کې له خپل ورور او وراره سره هم فارسي وايي.
وزير صاحب دجمهور رئيس امر نه مني،خو دقانوني ،فهيم ،عبدالله اوسياف امر او هدايت ورته دقران محکم ايت دى.
الله دې وکړي چې جمهور رئيس پارلمان ،کابينه او عام ولس دې نقطوته فکر وکړي که په دې سپينې ملايکې يې ددې غلاګانو اوخيانتونو باور نه راځي خير دى بې طرفه تحقيق دې وکړي.
موضوعات اومسايل ډېر دي ،دالله رب العزت څخه غوام چې دغه ليکنه په څه شخصى خصومت ياغرض يا تخريب ونه ګرځوى بلکې يوازې هدف مو اصلاح او ددغې وضعې تغير دى دمثبت طرف ته.
يامحول الحول والا حوال حول حالنا الى احسن الحال.
اللهم هل بلغت اللهم فاشهد
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1871

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1811

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2078

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2659

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6865

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…