د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

پوهاند استاذ شهيد غلام محمد نيازی


 

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_01zahidjalali.jpg
 

 

 

د اسلامي نړۍ لوی فيلسوف او د معاصرې اسلامي ويښتابه ځلانده مفکر علامه سيد جمال الدين افغاني د اسلام د تجديد فکر د افغانستان له غرونو د يو لړ مشکلاتو له امله په ټوله نړۍ وګرځاوه، بالآخره د افريقا دښتې يې مناسبې وبللې او دغه فکر يې مصر کې پرېښود. هغه دا فکر له ځانه خپل شاګرد امام محمد عبده ته پرېښود، له عبده نه دا فکر په کړۍييز شکل حسن البنا ته ورسېد. د حسن البنا په عصر کې د دغه فکر د پلي کولو وخت رسېدلی و، هغه هم اسلامي نړۍ په دغه اوچت فکر خړوبه کړه او ترهر هېواده يې ورساوه. افغانستان ته د دغه مهاجر فکر د بېرته راوړلو وياړ استاذ غلام محمد نيازي ته ورپه برخه شو. پوهاند استاذ غلام محمد نيازي دغه فکر په اووه کالو کې راخپل کړ او بېرته يې په ۱۹۵۷ز کې افغانستان ته راوړ او د سيد جمال الدين افغاني مقبره (د کابل پوهنتون) يې د دغه فکر د خپرولو لپاره مناسب ځای وګاڼه، چې ترننه د دغې لارې تعقيبوونکي د هغه د دغې لارې شاګردان دي.
استاذ غلام محمد نيازی په ۱۳۱۱ کې د افغانستان د غزني ولايت د اندړو د ولسوالۍ د رحيم خيلو په کلي کې دې فاني نړۍ ته په يوه متدينه کورنۍ کې سترګې وغړولې.
ابتدايي زده کړې يې د علي هجوري په ښوونځی کې په اوچتو نمبرو سرته ورساوه. د متوسطه او عالي زده کړو لپاره کابل ته ولاړ او د امام ابو حنيفه په معهد کې يې زده کړې پيل کړې، استاذ نيازی له دغه معهد څخه په ممتاز تقدير فارغ شو، د ده لياقت او پوهې د مصر د ازهر پوهنتون کې د زده کړو فرصت ورپه برخه کړ. شهيد نيازی د افغانستان د حکومت له لورې په ۱۹۵۰ز کال کې د لوړو زده کړو لپاره  د ازهر شريف د اصول الدين پوهنځي ته واستول شو، چې دغه پوهنتون د اسلامي نړۍ د فقهاو او ديني علم مرجع بلل کيږي.
پوهاند نيازي صاحب له ځوانۍ نه د حقيقت پلټونکی و، د اسلامي نړۍ دغه حالاتو زوراوه او غوښتل يې د دې لپاره يو حل ومومي، په هغه وخت کې د اخوان المسلمين فکر ښه په تيزۍ سره مصر کې خپرېده او د حق پالنې او اسلامپالنې له امله له حکومت سره لاس او ګريوان و، کله چې هغه د اخوان المسلمين قربانۍ او د دوی اسلامي مبارزه وليده، د ده له نظره اخوان المسلمين هغه خوځښت و، چې کولی يې شو د اسلام او مسلمانانو هغه عظمت او وحدت لاسته راوړي. همدا وه، چې دی هم له دغه فکري خوځښت سره يو ځای شو. استاذ نيازي سره له دې چې په ازهر پوهنتون کې يې زده کړې کولې، له دغه ځوانانو سره ناسته پاسته هم کوله، ترڅو دغه فکر له دوی نه په بشپړ ډول راواخلي.
استاذ نيازي په ازهر شريف کې د لېسانس مرحله پای ته ورسوله او د ماسترۍ لپاره د حديث په ډېپارټمنټ کې داخل شو. ورورسته له دې چې شهيد استاذ غلام محمد نيازي په حديث کې ماستري ترلاسه کړه، په ۱۹۵۷ز کال کې بېرته افغانستان ته راستون شو او د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي کې د حديث په برخه کې په استاذۍ وګمارل شو، بيا په همدغه پوهنځي کې د رييس په صفت وټاکل شو.
کابل پوهنتون کې شهيد استاذ نيازي د خپل فکر د خپراوي لپاره هڅې شروع کړې، هغه به تل د ځوانانو د ويښتابه لپاره کوښښونه کول، د کمونيزم افکار، چې په هغه وخت کې په پوهنتون کې ښه په توندۍ سره خپرېده او نوي ځوانانو به په ناپوهۍ دا افکار منل، استاذ به شديدا ردول او د هغوی له مخفي او اسلام ضد افکارو به يې پرده پورته کوله. هغه به په دغه وخت کې د مثقفو ځوانانو لاسنيوی کاوه، له مسلمانو ځوانانو سره به يې مرسته کوله، څو باندنيو هېوادونو کې زده کړې وکړي او په راتلونکي کې د هېواد لپاره يوه سرمايه وګرځي.
استاذ عبدالفتاح جواد د استاذ محمد زمان مزمل له خولې د نيازي صاحب په هکله يوه کيسه ليکي چې د شهيد نيازي د دغو هڅو ښه تعبيروونکې ده، دی ليکي: (محمد زمان مزمل وايي: د شرعياتو پوهنځي ته يو شمير بورسونه راغلي وو څو هغه د ديني مدرسونه ممتاز او په ښه نمره فارغان له هېوادنه بهر خپلې زده كړې پوره كړي، نو د اسلامي نهضت د سرلارو او مخكښانو سره دا فكر وو چې بايد د نهضت ملګري په دغو بورسونو باندې واستول شي، نو د كابل عربي دارالعلوم نه زه پوهنځي ته راغلى وم، خو چې د بورس د كار خلاصولو او پرمخ بيولو لپاره به اړوند وزارت ته لاړم نو هلته به كمونستو مامورينو زمونږ د كار په وړاندې خنډونه جوړول، استاد غلام محمد نيازي به مسلسل ټليفونونه ورته كول او د  بورسونو دكارونو د خلاصولو په اړه به يې ورباندې ټينګار درلود، تردې چې هلته په وزارت كې ناستو مامورينو به فرياد كاوه اوويل به يې: د نيازي د ډيرو تليفونونو نه په عذاب يو.
مزمل صاحب زياتوي((زما ښه په ياد دي چې يوه ورځ د شرعياتو پوهنځي په زينو كې پورته كيدلم چې پوهاند نيازى د شرعياتو پوهنځي رئيس په مخه راغى نو پرته  لدې چې زه  ورسره له پخوانى تعارف او پېژندګلوي ولرم ده پرما غږ وكړ ((د بورسونو كار مو كوم ځاى ته ورسيده، ما هم ورته جريان ووايه نو راته يې وويل: هرچېرته مو چې كار ځنډېده و ماته يادونه كوه)) زه پوه شوم چې د اسلامي نهضت د پټو اړيكو له لارې يې پېژندلى يم نو ځكه يې راباندې غږ وكړ، او زه اوس پوهېږم چې د اسلامي نهضت په كارونو كې  ددغه استاذ څومره لاس وو.)
د نيازي صاحب د اسلامي احساس او له دغه حالاتو نه د ځورېدو په اړه هم استاذ عبدالفتاح جواد د قاضي صاحب شېر محمد له خولې يوه په زړه پورې کيسه ليکي، کله چې څوک دغه کيسې ولولي د استاذ نيازي شخصيت ترې ښه پېژندلی شي، قاضي صاحب شېر محمد وايي: (زه په سعودي عربستان کې په يوه پوهنتون کې محصل وم، چې په افغانستان روسانو يرغل وکړ، نو يو مصري استاذ ټولګي ته راغی او چې زما لونګۍ يې وليده نو رانه يې وپوښتل: د کوم ځای يې؟ ما ورته ځواب ورکړ: زه د افغانستان يم! هغه سمدلاسه بله پوښتنه وکړه: غلام چېرته دی؟ ما ورته وويل: کوم غلام؟ هغه وويل: غلام محمد نيازی؟ ما ورته ځواب ورکړ: هغه حکومت نيولی او بندي دي! استاذ سمدلاسه وويل: الحمدلله!، زه حيران او خفه شوم، چې استاذ څنګه او ولې  الحمدلله وويل، نو پوښتنه مې وکړه، هغه راته وويل: کله چې اسراييلو په مصر او ونورو عربي هېوادونو بريد وکړ او د سينا ټاپو يې ونيو، غلام محمد هغه مهال په ازهر پوهنتون کې محصل وو او زه پرې استاذ وم نو هره ورځ به يې په ټولګي کې راسره مناقشه او بحث کاوه، او ويل به يې چې ((استاذه! په تاسې عربانو کې غيرت نشته چې اسراييلو مو ځمکه ونيوله او تاسې ژوندي ګرځئ!)) نو اوس ما واورېدل چې افغانستان هم روسانو ونيو نو ما وغوښتل د نيازي په اړه معلومات وکړم، چې چېرته دی؟ خو چې خبر شوم چې بندي دی نو پوه شوم چې دغه غيرتي انسان لا وار د مخه د روسي لاسوهنو سره د مبارزې په ډګر کې زندان ته تللی، قاضي صاحب وايي چې دغه مهال خبر نه وم چې استاذ شهيد شوی.)
کله چې د استاذ غلام محمد نيازي په څېر با احساسه شخصيت د خپل ملت دردناک حالت، د حاکم ناپروايي او د پرديو ښکاره لاسوهنې په خپلو سترګو ويني، هغه بيا خپل احساس دومره پټ نه شي ساتلای، استاذ نيازي هم په خپلو اسلامپاله افکارو پېژندل شوی و. همدا وه چې د ملت او اسلام دښمنان د استاذ نيازي له افکارو نه خبر شول، هغه يې د شرعياتو د پوهنځي له رياست نه لرې کړ.
استاذ نيازي ته د پوهنځي رياست مهم نه و، هغه غوښتل ځوانان ويښ کړي او اسلام ته خدمت وکړي، هغه نه يواځې د پوهنتون استاذ و، مګر هغه د شاګردان فکري مربي هم و، استاذ به محصلينو ته سياسي ښوونه هم ورکوله، کله چې د استاذ نيازي شاګرد، د عبدالرحيم نيازي جنازه له هند نه راوړل شوه، استاذ نيازي له فکري محصلينو څخه غوښتنه وکړه چې لاريونونه وکړي، په دغه ډول فعاليتونو به استاذ د حکومت له لورې تهدېدېده، خو استاذ دا هرڅه پر ځان د اسلام او اسلامي فکر د احياء لپاره منلي وو.
پوهاند غلام محمد نيازی يوځل بيا د شرعياتو د پوهنځي رييس وټاکل شو، بيا استاذ خپل دعوتي فعاليتونه شروع کړل، استاذ نيازي د شرعياتو په نامه مجله تاسيس کړه او د دې ترڅنګ يې د ځوانانو د روزلو لپاره ځينې فکري کتابونه هم چاپ او خپاره کړل، همدارنګه په پوهنتون کې تربيتي حلقې هم د استاذ له لورې جوړې شوې، ترڅو ځوانان د ده فکر ښه درک کړي، په هغه وخت کې د کانکور په امتحان کې د اسلامي موادو داخلول هم د استاذ نيازي له ابتکاراتو څخه شمېرل کيږي، هغه له حکومت څخه د اسلام د خپراوي لپاره د يوې نړيوالې څېړنيزې ادارې د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
استاذ غلام محمد نيازي د مارکسستي افکارو په ضد او د اسلام د سر لوړۍ لپاره مبارزه کوله،هغه په ۱۳۳۶ کال کې د اسلامي نهضت بنسټ کېښود. د نهصت د موسسو غړو له جملې نه کولی شو د ځينو کسانو نومونه ذکر کړو، چې له هغو څخه: استاذ عبدالقادر توانا، استاذ وفي¬الله سميعي، عبدالاحد عشرتي، سيد احمد ترجمان، استاذ فاضل، عبدالهادي هدايت،عبدالعزيز، غلام رباني عطيش، عبدالرحيم نيازي شهيد، محمد اسحاق، دين محمد گران، انجنير حبيب¬الرحمن شهيد، مولوي حبيب الرحمن شهيد، سيف¬الدين نصرت¬يار، استاد سيد محمد موسي توانا، دكتور عمر شهيد او…!
   استاذ نيازي به اسلامپاله محصلين او استاذان په مخفي ډول دغه حرکت ته رابلل، همدا وه چې په سل ګونو کسان دغه مبارک خوځښت سره يوځای شول، استاذ نيازي يواځې د پوهنتون محصلين دغه حرکت ته نه بلل مګر ټول با احساسه مسلمانانو ته يې پکې ځای ورکړی و، د ملي پوځ ډېر با احساسه غړي هم دغه حرکت سره يو ځای شول او د کابل پوهنتون د دغه ډول فعاليتونو مرکز جوړ شو.
د پوهاند نيازي صاحب په اړه يې دوستان او نيږدې کسان وايي چې؛ انقلابي شخصيت و، احساساتي وينا يې کوله، د وينا له اورېدو سره به يې اورېدونکي جذباوه، د حق په ويلو کې له هېچا هم نه ورېرېده او تل به صرېح غږېده.
استاذ نيازي د اسلام د خدمت په لاره کې شپې او ورځې ته نه کتل، هغه هره ګړۍ د اسلام لپاره خدمت کاوه. د استاذ نيازي ځوی محمد عظيم نيازی د استاذ په اړه ليکي چې استاذ به له کوره د سبايي شپږ بجې وته او د شپې ډېر ناوخته چې ډېر کله به د شپې له يوولسو نه وروسته کورته راته، هغه به دغه موده په اسلامي حلقاتو او الله ته بلنه کې تېروله، کله چې کمونېستان د هغه له دغه مارکسست ضد فعاليتونو خبر شول، د ده له دغو بنسټيزو کارونو په وېره کې شول، همدا وه چې استاذ يې يوځل بيا د شرعياتو د پوهنځي له رياست نه لرې کړ.
پوهاند استاذ غلام محمد نيازي په ۱۹۷۱ز کال کې د درېيم وار لپاره د شرعياتو د پوهنځي رييس وټاکل شو، استاذ نيازي له خپلې درنې وظيفې نه په استفادې اسلام او مسلمانانو ته ډېر خدمتونه کول، کمونېستان د هغه له فعاليتونو نه وېرېدل، همدا وه چې د حکومت له لارې يې استاذ ته وړانديز وکړ چې استاذي پرېږدي، د دې په مقابل کې به حکومت ده ته تر دې لوړه دنده وکړي، پوهاند شهيد نيازي په دې پوهېده، چې دوی غواړي له دې لارې د ده اسلام ته د خدمت دروازه بنده کړي او په بله دنده يې له دعوت نه مصروف کړي. همدا وه چې استاذ د هغوي غوښتنه رد کړه او په لويو منصبونو يې د استاذۍ مقدسې وظيفې ته ترجيح ورکړه، استاذ هغوی ته په ځواب کې وويل: زه لويې دندې نه خوښوم، استاذي مې پر دغو منصبونو خوښه ده.
وروسته له دې چې محمد داوود خان په ظاهر شاه باندې کودتا وکړه او د افغانستان نظام يې د شاهي پر ځای په جمهوريت بدل کړ، څرنګه چې له داوود خان سره په کودتا کې ډېرو کمونېستانو برخه اخېستې وه، طبعا له کمونېستانو سره ډېر واک هم و، همدا وه چې له کودتا لږ وروسته په راديو کې د کابل د پوهنتون د شرعياتو د پوهنځۍ رييس بدل اعلان شو او له دې وروسته استاذ نيازي په پوهنتون کې د يو عادي استاذ په صفت پاتې شو، داعي او روزونکی استاذ. دغه وخت کې ټول هغه کسان چې له اسلامي نهضت سره يې اړيکه وه له فوځ او نورو رسمي ادارو نه د حکومت له لورې ووېستل شول.
نوی نظام د اسلامي نهضت په لمنځه وړو شروع وکړه، هغوی استاذ نيازی او د نهضت نور فعال غړي زندانيان کړل. محمد عظيم نيازی د استاذ غلام محمد نيازي زوی وايي: ۱۹۷۴ز کې د پنجشنبې ورځ وه، د شپې نهه بجې پوليسان زمونږ کورته چې خيرخانه کې و، راغلل او ويې ويل چې له استاذ سره مو لږ کار دي، له څو پوښتنو وروسته به يې بېرته کورته راولو، خو داسې ونه شول، استاذ نيازی د درې کالو لپاره په يوه انفرادي کوټه کې بندي و، درې کاله وروسته يې له دې کوټې ووېست او استاذ نيازی يې په ابدي حبس محکوم کړ، تر هغې چې د ترکي حکومت رامنځ ته شو، کله چې د نور ترکي کودتا وشوه، له هغې وروسته مو له پلار سره اړيکې وشلېدې بيا نو پوه نه شو چې ژوندی دی او که د الهي رحمت لور ته منتقل شوی.
د استاذ نيازي د زندان دوره هم له درسونو ډکه ده، هغه به د زندان هر ظلم په صبر سره تحمل کاوه او د زندان دننه به يې زندانيانو ته اسلامي درسونه ورکول او د اسلام په اوچتې تربيې به يې هغوی روزل، د استاذ نيازي د شهادت په اړه سم او دقيق معلومات نشته، ځينې وايي چې روسيې ته وړل شوی او هلته شهيد کړل شوی او ځينې وايي چې د هېواد دننه شهيد شوی.
استاذ نيازي ځينې کتابونه ليکلي چې له يوه پرته نور يې نه دي چاپ شوي، چاپ شوی کتاب يې د اسلامي فقهې دوهم مرجع حديث نوميږي، د بخاري شريف لومړۍ برخه يې په زندان کې ژباړلې، نور کتابونه يې ځينې حکومت ونيول او ځينې د چاپ لاندې پاتې شول. استاذ نيازی درې زامن لري، چې محمد نسيم په حديث کې ماستري ترلاسه کړې، محمد سليم د اصول الدين پوهنځۍ لوستې او محمد عظيم د شرعياتو پوهنځۍ کې لېسانس ترلاسه کړی.
استاذ غلام محمد نيازی شهيد شو، خو هغه له ځانه وروسته داسې يو مبارک خوځښت پرېښود چې د هغه په شهادت نه يواځې دا چې ختم شو، مګر لاهم پياوړی شو، پوهاند استاذ له ځانه وروسته داسې يوخوځښت پرېښود چې ترننه په افغانستان کې اسلام پال خوځښت د هغه د وينو له برکته اسلام ته خدمت کوي.
شهيد غلام محمد نيازي د شهيد سيد قطب هغه وينا رښتيا کړه چې يو فکر هغه وخت په خلکو اغيزه کوي او رشد پيدا کوي چې د مفکر په وينو خړوب شي، استاذ نيازي هم په دغه فکر ځان قربان کړ او له ځانه وروسته يې داسې احساسات پرېښودل چې ترننه د اسلام د دين ساتنه کوي.
روح دې ښاد او فکر دې ژوندی وي.

اخځليکونه:
۱-  پيام آفتاب ډاټ کام، استاد غلام محمد نيازی بنيانګذار نهضت اسلامي کشور.
۲- البنيان المرصوص د ۱۹۸۹ز ۲۶ ګڼه، الآستاذ غلام محمد نيازي- ليکوال: محمد عظيم نيازی.
۳-  اصلاح آنلاين، غلام محمد بندي دی!- ليکوال: عبدالفتاح جواد
 ۴- ملي اصلاح اونيزه د څوارلسم کال ۳۸۰ ګڼه، اسلامي نهضت په افغانستان کې د معاصرې اسلامپالنې پيلامه- ليکوال: زاهد جلالي

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1149

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1161

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1289

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1783

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5985

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…