د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دابه دطالبانو عظیمه ګناه وي



b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_01kalam.jpg
 

ډیرئ هغه خلګ چي دغرب فکرباندې غالب وي داوایي چي طآلبان باید سوله وکړئ  سوله   کې ژوند کول  بریالیتوب دئ سوله دمینې او محبت ږغ ده او داسي نور٬٬٬
 
 داخبره ډېره سمه ده  چي سوله ښه کاردئ سوله سړئ دبریالیتوب خواته بیایي٬ سوله دخوشحالۍ او معمارۍ زیرئ دئ خو خبره داده چي سوله باید له چاسره وشي٬ که دیو سړي مطلب طالبان وي یعنی چي طالبان باید  دسولې خواته مخه کړي نو دا خبره خو ډېره زیاته خندونکې ده ځکه طالبانو ته به په کومه خوله یو څوک ووایي چي سوله وکړئ ځکه  طالبانو خو جنرال دوستم ته دسولې لاس وروغزاوه انجام یې څه شو ؟  په زرهاوو طالبان یې په ظالمانه انداز جیلونو ته واچول او بیا یې یو داسي کار ورسره وکړو چي تراوسه یې لا درک نشته ٬ په هغه وخت کښي دا دبشر ټېکداران چیرته وو ولې یې ږغ نه کاوو او بیا  جنرال مالک طالبانو ته وویل چي راشئ سوله سره وکړو طالبانو ورته ویل چي سمه ده  هغه وو چي طالبانو جنرال مالک ته دسولې لاس ورکړو بیا دا ټوله نړۍ شاهده وه آن دښت لیلا  هم شاهده وه  بیا دادبشر ټېکداران چي په سرکښي یې امریکا ده ولې چف پاتي وو ولې یې د مالک  همدا  له انسانیت څخه وتلئ کار ونه غاندو٬ یو څوک به په کوموسترګو طالبانو ته ووایي چي تاسو سوله وکړئ  او بله دا٬ کله چي امریکا پر افغانستان باندې ناروا  اوظآلمانه یرغل وکړو په هغه وخت کښي ولې نه امریکا او نه بل دبشر ټېکدار دسولې خبره  کوله  او نه دې دوه مذهبه او چاپلوسو پښتنو تر خوله دسولې ږغ ایست  هیچا  دسولې خبره نه کوله هرچا داویل چي طآلبان باید ختم او نابود شي طالبان ددې وړ نه دي چي سوله ورسره وشي
 
خو اوس چي امریکا په ګونډوشوې او دامریکا نورګوډاګیان له یوې شرمونکې ناکامۍ سره لاس او ګرېوان دي اوس نو یوبد حال جوړ شوئ او له هرې خوا څخه نعرې وهل کیږي چي سوله سوله سوله آخرپه لومړي ځل امریکا کولای شوای چي له طالبانو سره یې سوله کړې وای ځکه په اول سرکښي خو امریکا دطالبانو او  عامو ملکي مسلمانانو قاتله نه وه خو اوس چي یوه لسیزه تېره شوه او امریکا دبې ګناه افغانانانو په وینو لاسونه سره کړو اوس دا کارډېر مشکل دئ دابه دطالبانو دپاره یوه عظیمه ګناه وي چي دوي له امریکا سره سوله وکړي  ٬ سوله خو مینه او ورورولي راولي او له کافرسره خو مینه او ورورولي نه شي راتلای که څوک په قرآن کریم باندې ایمان لري او دا وایي چي زه مسلمان یم نو بیا خو قرآن کریم یوه ډېره جوته ښکاره او کوټلې فیصله کړې دمسلمانانو او امریکا تر مېنځ
 

 

الله تعالی ج وایي

یا ایها الذین امنو لاتتخذوالیهود والنصاری اولیاء

ژباړه

اې هغو کسانو چي تاسو پرالله اوقرآن کریم باندې اېمان راوړئ
 
له یهودو او نصاری سره ٬دوستي مه کوئ٬٬ یعنی له اسرائیلو اوامریکا سره دوستي مه کوئ

اوبل دقرآن کریم آيت دئ چي ژباړه یې داسي ده

 

 
کفارترهغه وخته پورې له تاسو سره دوستي نه کوي ترڅو تاسو ددوي دین نه وي ورسره منلئ

نوکه څوک داووایي چي امریکا زموږ دوست ده نوپه همدې خبره سړئ سوچه کافرکیږي ځکه له کافرسره دوستي کول کفرده
 
البته ټوله انسانان که کافران دي که مسلمانان په دې دنیا کښي ګډ ژوند کوي خو مسلمان به له کافرسره یواځې شناخت کوي یواځې به ورسره پیژني په هیڅ صورت به مسلمان وکافرته ددوستۍ لاس نه ورکوي که یې ددوستۍ لاس ورکړو نو داکاریې دالله ج دناراضۍ سبب ګرځي او قرآن کریم به پرهغه باندې ترقیامته پورې لعنت وایي اوس چي امریکا جنګ وبایلود اوس نو بیا یوه نوې ډرامه جوړه شوې چي په قطرکښي یې طالبانو ته یودفتر جوړکړو او داوایي چي طالبان باید سوله وکړي زما په آند دغه دقطر دفتر دطالبانو دپاره یو جال ده او کچیري طالبان  درېیم ځل بیا دسولې لاس وغزوي  نو همداقطر به بیا زه یقین لرم چي دطالبانو دپاره یوه نوې دښت لیلا او یا کیوباشي٬ طالبان دوه ځله غولیدلي دي اوله دې وروسته باید ونه غولیږي یو متل ده فکر کوم دپارسي ژبې به وي چي٬ یک خطا دوخطا سې نو نه خطا٬
 
دقطر دفتر زه یقین لرم چي ددې دپاره جوړشوئ

چي امریکادطالب مشرانو څرک ولګوي کله چي یې دطالب مشرانو څرک ولګاوو بیابه نوپه ډېره خوشحالۍ ځان ورورسوي اوبیابه څوک داسي پیداشي داسي به څوک وي چي امریکا ته دا ووایي چي تاخو داویل چي له طالبانو سره سوله کوم
 
داوخت طالبان له یوه ډیرسخت امتحان سره مخامخ دي اولابه مخامخ شي البته مسلمان به پر خدای عقیده   لري اوپه وړاندې چي یې کومي ستونځې  وي هغه به زغمي او صبربه کوي ٬ کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې فاني نړۍ څخه رخصت شو نو دده صحابه کرام  تقریبا یونیم لک ۱۵۰۰۰۰  ٬  وواوبیا یې ټوله ژوند دکفاروپه وړاندې جهادته  وقف کړو خو داوخت دطالبانو شمېرهم تقریبا یونیم لک شاوخوادئ که موږ دا اوس دطالبانو اوصحابه کرامو ژوند ته څېرشو ډیرسره نژدي دئ زه دانه وایم چي طالبان او صحابه  کرام سره برابردي داټول طالبان ترملامحمدعمرمجاهد پورې درسول الله صلی الله علیه وسلم دیو ادنا صحابي پښو ته لانه شي رسېدای٬ خو خبره داده چي طالبان داوخت کټ مټ درسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو وتلو قوماندانو خالدرض او ابوعبیده رض دلښکر په څېردي ژوندبه یې له تکلیفونو ډک وي خو خدای به ځیني راضي وي که څه هم په طالبانو کښي ځیني داسي خلګ ننوتلي دي چي دطالبانو رنګ بدوي دطالب په نامه سره  غلط  کارونه کوي خو دغو خلګوته باید دطالبانو په سترګه ونه کتل شي بلکه هغوي ته باید یو منافق وویل شي چي دطالبانو په صف کښي ولاړدئ په هره زمانه کښي دمجاهدینوپه  ټولۍ کښي منافقان او جاسوسان موجودوو٬ آن درسول الله صلی الله علیه وسلم دصحابه کرامو ومینځ ته لا منافقان ننوتي وو ٬ نو دطالبانو په مینځ کښي به  ولې نه وي؟
 
داوخت طالبانوته سوله هیڅ فایده نه رسوي ځکه مقابل لورئ یې کفردئ په سوله کښي خو وفا ضروري ده او څوک چي له کافرڅخه دوفا تمه کوي هغه  خپله کافردئ

دطالبانو بریالیتوب په دې کښي دئ چي  دنړۍ دترټولو عظیم سپه  سالار خالدبن ولیدرض داوینا عملي کړي چي وایي
 
٬٬٬

كه تاسي ووژل سئ او كه بريالي شئ په هرصورت كې به هيڅوك

له تاسي څخه الله جل جلاله ته ګران نه وي٬ اوكه چيري دجنګ

په حال كې له تاسي څخه سستي وشي پدې پوه شئ چي دنيا به  له تاسي څخه ځان خلاص كړي تاسي به په ډېره رسوايۍ دكفارو په لاس ووژل شئ او دقيامت ترورځې  پورې به
 
دالله ج له رحمت څخه محروم شئ بيا به تاسي په كوم مخ دالله ج او دهغه درسول صلي الله عليه وسلم سلره مخامخ كيږئ لاړشئ لاړشئ نن خپل مقصدته ځان ورسوئ

دېته پام وكړئ چي دالله دښمنان پرتاسي باندي دحملې قصدلري كه چيري هغوئ په كندوكې سرنګون كړئ څه كيږي بې له دې چي هغوئ به ماتې وخوري مګر كه خداي مكړه تاسي ماتې دركړي قسم په الله جل جلاله ٬ چي ستاسي هرشاته ايښودونكئ قدم په دوزخ كې دقدم ايښودلوسره برابردئ مخ ته ولاړشئ چي په هرقدم كښي مو په زرګونونيكۍ نغښتي دي٬ راځئ هرڅه چي غواړئ نن يې ولټوئ چي سبابه بيا نه وي پاتي
 
ــــــــ

په درناوي

محمدعلی عمری

مسلم باغ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1654

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1603

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1820

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2343

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6582

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…