د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ادریس علیه السلام



ادریس (ع) په شپږم بنسټ اولمسیوالی سره ترآدم (ع) پوری ورسیږی، دینې تاریخ پوهان سره له څه ناڅه نابرابریو واختلافونوسره په ډیر والي سره لیکي چې ادریس(ع) زوی دې یرد زوی دمهلاییل زوی دې قینن زوی دې أنوش زوی دېزشیٍث زوی دې آدم علیه السلام دی.
دی  لکه څنګه چې لوی څښتن پخپل کتاب قرآن کریم کې ستایلی دی په ریښتیاسره ریښتیا ویونګی پیغمبروواو لوړ ځای ودرجي دانسانیت ته مو ورساوو(وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِدْرِيسَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا (56) وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا (57)، لکه څنکه چې الله(ج) زموږ دپیمبر محمد صلی الله علیه وسلم منزلت ومکانت پورته کړی دی(وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ (4) الشرح--- خو خنې نور مفسرین لکه ارواښاد مجاهد وایې: ادریس(ع) اسمان ته پورته شو لکه عیسی.
دادریس(ع) دې ږوند په هکله په قرآن کریم کې ډیر مالومات ندي راغلي، خو په تفسیرونوکې دې ده دې ږوند په اړخوکې ځنې اسرئیلي کیسې وخبرونه راګډ شوي دي ، چې موږ به په هغو باندې پاڼه ورواړوو، ځکه له عقل او دپیغمبرانو دږوند له لارې وسلوک سره سمون نلري.
د ادریس (ع) په کیسه کی راغلی دې چی دی په نړۍ باندی  دبشریت لپاره لمړنی هغه پیغمبردی، چې لمړنی لیکونکی،لمړنی ګنډونکی او لمړنی د کالیو (لباس)آغوستونکی انسان ګڼل کیږی، هغه ورسته ترآدم(ع)اودهغه زوی شیث څخه په نبوت کي راځی.     
هغه ته ددې لپاره ادریس وایی چي دلوی څښتن دکتاب به یی ډیره لوستنه ، کتنه وڅیړنه کوله، وایی چی په ادریس(ع) باندی دخدای له لوری دیرښ(30) پاڼی شریعت والهي کتاب رالیږل شوی دی ،چی ده به په هغو باندی  دخپل قام خلک دلوی څښتن دیوالی ولمانځنې لورته راغوښتل،  اود خیرکولو ونیکاری خواته به یی پرې راپاره ول، او له ناروا وبدکاریو څخه به یې پرې منې کول ،ادریس۰ع) دلویڅښتن دې دراغوشتلو ودعوت په لاره کې له ډیرو ناخوالو وکړاوونوسره لاس په ګریوان وو، نو ځکه دی الله(ج) له صبرکونکو بیغمبرانوڅخه شمیرلی دی،کوم چې هغوی ډیر نیکاران وو،اوالله(ج)پخپل رحمت  ومهربانی کې ننیست
لي وداخل کړي یې دي،(وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ كُلٌّ مِنَ الصَّابِرِينَ (85) وَأَدْخَلْنَاهُمْ فِي رَحْمَتِنَا إِنَّهُمْ مِنَ الصَّالِحِينَ (86).
زموږلوی پیغمبر محمد(ص) وایی کله چی داسراءاومعراج په شپه څلورم اسمان ته زه وجبریل ورورسیدو،پوښتنه وشوه چې: داڅوک دی ؟ جبریل وویل چې: دازه یم،پوښتنه وشوه: له تاسره څوک دی؟ ورته وویل شول چې: له ماسره محمد صلی الله علیه وسلم دی،ورته وویل شو: ایا په ریښتیا سره ته هغه ته ورلیږل شوی یې؟ جبریل ورته وویل : هو، وویل شو چې: په هغه باندې ښه راغلاست، خورا ښه راغل شوی راغی،-  محمد(ص) وایې چې - : زه ادریس(ع) ته ورنږدې شوم یا ورغلم، سلام می پری ورواچاوه، ویی ویل: – ادریس(ع) -  په تاباندی د وروراونبی سلام و ښه راغلاست کوم.
قال صلی الله علیه وسلم: (فاتینا السماء الرابعة، قیل من هذا؟قال جبریل،قیل: من معک؟ قیل: محمد (ص) قیل: وقد ارسل الیه؟ قال: نعم، قیل: مرحبابه ولنعم المجئ جاء،فأتیت علی ادریس فسلمت علیه،فقال: مرحبا بک من اخ ونبي) البخاري ومسلم.
دادریس(ع) دمړیني او مړیني په ځاي کي دعا لمنو تر منځ ډیر اختلافونه وجود لري چي ترځمکي او اسمانو پوري رسیږي بدون له دې نه چي کومي پایلې ته سړی پکښي ورسیږي.
ماپخپله چي دا اختلافات ولوستل نو لازم مي وګڼل چي صرف نظر ورڅخه وکړم،ځکه لوستل یي دعقیدې کمزوري ده،او لیکل یي په اسلامي تاریخ کي شک راوړل دي.
زموږ له پاره د پیغمبرانو دژوند او مرګ په هکله کومي ښکارندني او معلومات چي په قرأن کریم کي راغلي دي، په حدیث نبوي کي تآکید شوي وي،او داهل ثقه علماءپه کتابونو کي په دلیل سره ثابت شوي وی کفایت کوي، چي پري ایمان راوړو او قناعت پرې ولرو.
او که له نوموړیو مصدرونوڅخه دباندې لکه اسرایلیات او نورغیر اسلامي او اسلامي ضعیفو او کمزوریوعلماءاو دهغوی له کتابونوڅخه وي بیا نو زموږ لپاره پرهغو ایمان او قناعت نشته ،په خاص ډول سره په نني ناارامه او له شرڅخه ډکه نړي کي چي په اسلام باندې له هرلوري  څخه د تهمتونومټي راپورته شوې  دي، او ټولې پړې او ملامتي  په اسلام او مسلمانانو ورتپول کیږي.
په ټولنیږ ډول سره ادریس علیه السلام  دبشریت دې پلار آدم علیه السلام له هغو پیغمبرانو او دهغوی له وکورنی څخه دی کوم چې لوی څښتن پرې خپل نعمت ومهرباني کړې ده(أُولَئِكَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ مِنْ ذُرِّيَّةِ آَدَمَ..)58مریم.
لیکوال:أ-علي خان صافي.
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1769

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1722

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1970

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2534

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6762

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…