د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د حج ګټې

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01makah.jpg



 

الله تعالى فرمايي:(وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ () لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ () ) او خلکوته د حج لپاره اعلان وکړه چې هغوى تاته له هر لرې مزله ( او ځاى ) نه پلې او پر اوښانو  (تيز رفتارو او لاغر شويو په سفر سره) سپاره شوي راشي. ددې لپاره چې حاضر شي هغو ګټو ته چې دلته د هغوى لپاره موجودې دي او د الله نوم واخلي په هغو ورځو معلومو  کې پر هغه څه چې مونږ له څارويو څخه روزي ورکړې ده، نو خوراک کوئ له هغې څخه او تنګدسته محتاجانو ته يې هم ورکوئ.
       دالله تعالى د دې وينا ( لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ  ) په تفسير کې.شهيد سيدقطب رحمه الله  وايي: ( هغه ګتې چې حاجيان ورته حاضريږي او ګورې يې ډېرې دي. حج يو موسم او غونډه ده، که له يو پلوه هلته عبادتونه اداء کيږي نو له بله پلوه هلته د تجارت او سوداجګرۍ بازار هم لګيږي. هغه داسې يوه غونډه ده چې خلک پکې يو تر بله پېژني، تعارف کوي او په خپلو مينځونو کې د پيوستون او مرستې لپاره چمتو والى ښايي. .  د حج په مهال د جاهليت د تورو تيارو او د اسلام د رڼاګانو يادښتونه راتازه کيږي، هغه د عبادت لپاره يو بهترين موسم دى چې پکې بيلابيل عبادتونه ترسره کيږي او د خلکو ارواحان پکې صفاء کيږي..
 د حج په موسم کې د توکو او سامان خاوندان او سوداګر ډېر ښه چلېدونکى او د ګټې بازار مومي، داسې بازار چې د نړۍ له بيلابيلو هېوادونو او سيمو څخه راغلي حاجيان ورته توکي او مېوې راواردوي، چې پدې طريقه په يو موسم کې د مختلفو موسمونو مېوې جمع شي .
   لدې ټولو ګټو او منافعو سره سره سره حج د ګردو مسلمانانو لپاره يوه جامع غونډه ده، داسې غونډه چې هغوى پکې د ابراهيم عليه السلام له زمانې څخه خپل اصل اوتګ لاره مومي، الله تعالى فرمايي (مِلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمْ الْمُسْلِمينَ() - ستاسې د پلار ابراهيم عليه السلام تګ لاره  ونيسئ هغه تاسې مسلمانان نومولي ياست).
  پدې ځاى کې مسلمانان خپل هغه محور هم ګوري چې ټول پرې څرخيږي او ورباندې سره يو ځاى کيږي چې هغه  قبله ده کومې ته چې په عبادت کې مخونه اړوي. همداراز هلته هغه بيرغ مومي چې ګرد ورلاندې راجمع کيږي چې هغه د يوې عقيدې بيرغ دى، داسې عقيده چې دهغې په سيوري کې نژادي, ژبني او سيمه ايز توپيرونه ځاى نه لري .
 د حج په مهال مسلمانان خپل هغه قوت او زور هم احساس کوي کوم چې له دوى څخه هير شوي دى چې هغه د يو والي، وحدت او د هغې  ايمان او عقيدې قوت دى چې په وسيله يې په ميليونونو مسلمانان يو له بل سره تړل شوي دي ).
  امام شاه ولي الله رحمه الله وايي: د حج په فريضه کې دمسلمانانو لپاره ګټې او مصلحتونه پراته دي، دهغې له جملې څخه د الله د کور تعظيم کول چې يقينا هغه د الله له نښو او شعايرو څخه دى او دهغې تعظيم کول د الله تعالى تعظيم کول دي. بله ګټه يې دمسلمانانو د رايوځاى کيدو او يو له بله سره د ملاقات کولو ده. تاسې نه ګورئ چې هر دولت او ملت څه غونډې لري چې  پکې نژدې او لرې خلک رايوځاى کيږي، څو يو بل وپيژني او له خپلو تګ لارو او دستورونو څخه خبر او مستفيد شي او دهغې د نښو درناوى وکړي. او حج دمسلمانانو غونډه،د هغوى د قوت ښکاره کول، د اسلامي لښکرو يوځاى کيدل او د خپل دين او ملت شان  لويول دي چې د الله تعالى دا وينا پرې ( هم) دلالت کوي  (وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْنًا - او هغه وخت چې مونږ بيت الله  د خلکو لپاره د ورتګ،( او ثواب) او د امن ځاى وګرځولو).
 د حج له ګټو څخه دا هم ده چې مسلمانان د هغه ميراث يادونه او پخلې وکړي کوم چې له سيدناابراهيم او سيدنا اسماعيل عليهما السلام څخه دوى ته راپاتې دي، بيشکه چې هغوى دواړه په عربو کې د حنيفي ملت او تګ لارې امامان (پيشوايان) او بنسټ ايښودونکې وو. او د الله تعالى استازى صلى الله عليه وسلم چې په عربو کې مبعوث شو د دې لپاره چې همغه ابراهيمي ملت خلکو ته وښايي او غالب يې کړي. هغه ملت او تګ لاره چې  په پيروۍ کولو يې مسلمانان مکلف دي، الله تعالى فرمايي: (مِلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ - تاسې د خپل پلار ابراهيم ملت اوتګ لاره ونيسئ ).
     لدې بيان څخه واضحه شوه چې حج مسلمانانو ته بيلابيلې ګټې لري کومې چې د دنيا ژوند او آخرت دواړو ته شاملې دي او د مسلمانانو د ژوند په مختلفو ډګرونو کې ورداخليږي لکه ټولنيز، اقتصادي، سياسي، اخلاقي او روحاني. چې په راتلونکو نقاطو کې يې مهمې ګټي څيړل شوي دي:
لومړى: د حج ټولنيزې ګتې
   بايد په ياد ولرو چې دحج دا کلنۍ غونډه د مسلمانانو د پېژندګلوۍ، پيوستون، مشورو، قوت، يو والي، د ګټو د تبادلې او هر راز تجربو د انتقال لپاره يو بهترين فرصت دى او د اسلامي نړۍ په منظم کولو کې يې اثر خورا زيات دى .راحئ چې پدې اړه لاندې نقاطو ته پاملرنه وکړو:
١- وحدت او يو والى
  د حج له متعددو او زياتو ګټو څخه يوه مهمه ټولنيزه ګټه چې د ټولو ګټو په سر کې راځي هغه د مسلمانانو تر منځ وحدت او يو والى دى، پدې مهال په مسلمانانو کې دا احساس لاپسې زياتيږي چې ګويا مونږ يو  بدن  او يو تن يو.
    د مسلمانانو د وحدت لپار حسي دلايل ډير دي چې له هغې څخه ډيرې محسوسې ګټې لاس ته راځي، د هغې په سر کې د حج  په مهال د يو مسلمان دا شعور کول دي چې داى د داسې يو تن او وجود برخه ده چې  په هغې کې يو پر بل باندې امتياز نشته او نه پکې توپيرونه ليدل کيږي. مسلمان د داسې امت د وجود برخه ده چې د هغې له لارې  کولاى شي قوت پيداکړي، خپل تهذيب خپور کړي او هر ځاى ته ددنيا تر پاى پورې خپل پيغام ورسوي. 
    د حج فريضه به هميش لکه د الله تعالى له ارادې سره سم د مسلمانانود ديني ملاقات ځاى وي، چې هر کال به پکې خلک راټوليږي، څو خپل يو والې پکې پياوړى او مظبوط کړي، پخپلو کې اړيکي نوي کړي، د خپلو ګټو شعور او احساس وکړي. او لدې څخه پورته د خپلو ايمانونو محکوالى حاصل کړي، د رب العالمين آواز ته لبيک ووايي او د هغه د استازي صلى الله عليه وسلم غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي .   
   کله چې د ګردې نړۍ مسلمانان د عاجزۍ او تواضع په يوه جامه (احرام) کې د خپل پالونکي په وړاندې ودريږي او د حج مناسک اداء کوي، نو د خپلمنځي اختلاف او تيت پرک کېدو څخه يې نفرت او کرکه پيداکيږي، دغه مهال د دوى دا باور پياوړى کيږي چې د مسلمانانو تر منځ اختلاف يو تباه کوونکى مرض دى، الله تعالى فرمايي:( وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ) او تاسې جګړه او اختلاف مه کوئ چې ناکام به شئ او قوت به مو لمنځه ولاړ شي.
     د حج په مهال حاجيان ددې ښه احساس کوي چې ټول مسلمانان يو برابر دي او دا چې الله تعالى خلک په بيلابيلو قومونو، رنګونو او ژبو سره پيداکړي دي د يو خاص حکمت او هدف په اساس چې هغه د الله تعالى د قدرت د نښو روښانه کېدل او د خلکو تر منځ تعارف کول دي، الله تعالى فرمايي: (وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِلْعَالِمِينَ ()  . او د الله تعالى د قدرت او يو والي له نښو څخه د اسمانونو او ځمکې پيداکول او ستاسو د ژبو او رنګونو اختلاف دى، بېشکه چې پدې کې د خلکو لپاره د عبرت او پند درسونه دي.
او فرمايي:( يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ () )  . اى خلکو تاسې مو له يو نارينه او يو ښځينه څخه پيدا کړي ياست او بيا مو ولسونه او قبيلې وګرځولې د دې لپاره چې يو بل وپېژنئ، بېشکه چې په تاسې کې ډېر غزتمند د الله په نزد په تاسې کې ډېر پرهېزګاردى. امام ابن کثير رحمه الله د دې آيت په تفسير کې وايي: پس معلومه شوه چې ټول خلک په شرافت او عزت کې د هغې خټې په اساس چې آدم او بي بي حوا ء عليهما السلام ته يې نسبت کيږي برابر دي او د دوى ترمنځ غوره والى او بهتري د ديني کارونو پر بنسټ ده چې هغه د الله تعالى اطاعت او د رسول الله  صلى الله عليه وسلم پيروي ده  .
   او  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: اى خلکو خبردار! بيشکه چې ستاسې پالونکى يو دى او ستاسې پلار هم يو دى، خبردار! چې  عربي ته پر عجمي او عجمي ته پر عربي، سور ته پر تور او تور ته پر سور غوره والى نشته، مګر په تقوا او پرهېزګارۍ سره. ويل شوي دې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه ارشاد او ښوونه  د تشريق په ورځو کې د منى په دره کې وکړه، ترڅو د جاهليت د وخت هغه امتيازي او طبقاتي سلوک پرې وغندي. د جاهليت په مهال  به عرب د حج په موسم کې د منى مسجد او دغره ترمنځ ساحه کې دريدل او يو پر بل يې فخر کولو، د خپلو پلرونو ستاينه به يې کوله او دهغوي يادګارونه به يې راتازه کول، لکه څرنګه چې  دالله تعالى پدې وينا کې هم ورته اشاره شوى ده  (فَإِذَا قَضَيْتُمْ مَنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَذِكْرِكُمْ آبَاءَكُمْ أَوْ أَشَدَّ ذِكْرًا ) نو کله چې پوره کړې تاسې د حج ( هغه خاص ) مناسک، نو الله يادوې په شان د يادولو د پلارانو ستاسې بلکې له هغې څخه  په زياتو يادولو او ذکر سره .
  د حج فريضه به همېش تر کومه چې الله غوښتلې وي د مسلمانانو د ديني ملاقات ځاى وي، چې هر کال به په کې راټوليږي، څو خپل يو والى ټينګ کړي، خپلې اړيکې نوي کړي، د رب العالمين آواز ته لبيک ووايي او د خپل پيغمبرصلى الله عليه وسلم غوښتنو ته په لبيک سره مثبت ځواب ورکړي.
  مونږ مسلمانان يو امت يو، رب مو يو، دين مو يو، کتاب مو يو، پيغمبر مو يو او قبله مو يوه ده ،الله تعالى مونږ پدې باندې  مکلف کړي يو چې پرته له کومې تفرقې او اختلاف يوازې د هغه عبادت وکړو، هغه فرمايي: (إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِي () وَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُمْ بَيْنَهُمْ كُلٌّ إِلَيْنَا رَاجِعُونَ ()   بېشکه چې دا ستاسې يو امت دى او زه ستاسې پالونکى يم، نو پس زما عبادت وکړئ. او د هغوى کار په خپلو کې ټوټه ټوټه شو، هغوى ټول به مونږ ته راګرځي (په آخرت کې).  پدې آيتونو کې مسلمانانو ته دا ترغيب ورکړ شوى دى چې بايد دوى خپل ديني وحدت وساتي، له پخوانيو امتونو څخه درس او عبرت واخلي او د هغوى په څير تفرقه او اختلاف ونه کړي داسې نه چې د هغوى په څير له بد انجام سره مخ شي .
٢ – اخوت او ورورګلوي
  د حج غونډه د اسلامي امت لپاره له نړيوالۍ کلنۍ اسلامي غونډې (مؤتمراسلامي) څخه زيات اهميت او خورا ډير ارزښت لري، پدې ديني غونډه کې د ځمکې د کُرې له بيلابيلو برخو څخه مسلمانان پداسې حال کې راغونډيږي چې پخپلو مينځونو کې يې د اخوت او ورورګلوۍ روح غښتلى کيږي، دغه مهال هغوى  پخپلو سترګو د الله تعالى د دې وينا مصداق ګوري چې: (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ- بېشکه چې مؤمنان سره ورونه دي)  
    د حج دا ستره مدرسه د اسلامي ورورګلوۍ لپاره يوه ځانګړې بيلګه او مثال دى چې ددې فريضې په هر وخت او هر ځاى کې رابرسېره کيږي او د انسانيت لپاره د يو والي، نظم او دسپلين ارزښتناک درسونه لري .
  د الله تعالى له کور څخه چاپيره طواف کول چې له حجر اسود څخه پيل کيږي او ټول حاجيان پکې په يو لور باندې روان وي، له اوو څخه نه کم او نه زيات دورونه ( ګردشونه) کوي، دغه طواف له مؤمنانو څخه داسې يوه منظمه کتله جوړوي چې توکم، رنګ او ژبه پکې هيڅ اعتبار نه لري او نه خو په کې بډا يا پر غريب او چارواکي پر رعيت باندې څه فوقيت او غوره والى لري، بلکې ټول په مساوي حقونو لرلو سره د يو سړي په څير په ټينګو او منظمو ګامونه سره ګام اخلي او حرکت کوي، چې پدې طريقې سره په طواف کې د محمدي صلى الله عليه وسلم لښکرو ترمينځ د خپلې قبلې ګردچاپېره د اخوت او يووالي يو ځلانده شکل او بڼه راښکاره کيږي.
  او د صفاء او مروا ترمنځ سعې (تګ او منډه) د منى، عرفات، مزدلفه او د حج په نورو مقدسو ځايونو کې د مسلمانانو يو ځاى کېدل او په منظمه توګه عبادت کول د هغوى د ورورګلوۍ، همدردۍ، تعاون او يو والي د پياوړتيا لپاره زرين فرصفتونه دي، بايد چې اسلامي نړۍ ورڅخه نهايي استفاده وړي .
٣ – مرسته او تعاون
  د حج په مهال د مسلمانانو ترمنځ د مرستې او تعاون د رامينځ ته کېدلو لپاره هم ډېر درسونه شته، پدې ځاى کې د مسلمانانو پخپلو مينځونو کې د همدردۍ او خواخوږۍ احساس لاپسې زيات پياوړى کيږي. او داسې به ولې نه وي؛ ځکه چې پدې مهال د نړۍ له لر او بر سر څخه مسلمانان يو دبل  له حال څخه ځانونه خبروي، خپل مشکلات او ستونزې سره شريکوي او د هغې په منځه وړلو کې يو بل ته د تعاون او مرستې لاسونه وراوږدوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايي: (مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى.) د مسلمانانو مثال په خپلو مينځونو کې په دوستۍ ،مهربانۍ، خواخوږۍ او همدردۍ کې په شان د يو بدن دى کله يې چې کوم غړى په درد شي، نو له امله يې ټول بدن نارام او په درد(او د تبې په حالت ) اخته شي. په يو بل حديث شريف کې راغلي دي: (الْمُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا.)  يو مؤمن د بل مؤمن لپاره د ودانۍ او دېوال په څير دى چې د هغې اجزاء يو بل کلک نيولي وي.
    پدغه مقدسه غونډه کې چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانان راجمع کيږي او د بيلابيلو هېوادونو او سيمو پلاوې (وفدونه) پکې يو له بله سره ملاقات كوي، يو بل پېژني، يو د بل له غم او درد او يا خوشحالۍ او پرمختګ څخه ځانونه  خبروي.
  د همدردۍ او ورورګلوۍ پدغسې معطره فضاء کې دا اړينه ده چې دغه پلاوي د اسلامي نړۍ او مسلمانانو ته د ورپېښو ستونزو او مشکلاتو په حل کولو کې يو بل ته لاسونه ورکړي،د خپلو ستونزو او مشکلاتو په اړه يو له بل څخه نظرونه او مشورې واوري او د مناسب حل او غوره علاج لپاره يې د مرستې او تعاون په خاطر لازم اقدامات ونيسي.
    نن ورځ چې اسلامي امت له بيلابيلو ناخوالو او کړاونو سره مخ دى او د کفري نړۍ لخوا يرغل شوى دى په کار ده چې د حج په دغه روحاني فضاء کې ددې ستر مشکل په اړه فکر او غور وشي او پدې اړه يو بل ته د همکارۍ او مرستې لاسونه ورکړل شي، څو اسلامي خاورې او اسلامي مقدسات د کافرانو له ناولو منګولو څخه ووځي او دالله تعالى پر ځمکه اسلامي قانون او سپيڅلى شريعت نافذ شي.

دويم:اخلاقي روزنه
   د حج په مهال د حاجيانو اخلاق د کمال په لور ورپورته کيږي او د غوره خويونو او صفتونوکچه يې لاپسې زياتيږي.کله چې حاجي دغه مبارک سفر پيل کوي هغه مهال د خاصو آدابو او ضوابطو په رعايت کولو باندې مکلف کيږي چې د هغې په سر کې غوره اخلاق دي، الله تعالى فرمايي:( الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِي يَاأُوْلِي الْأَلْبَابِ ()  ) د حج لپاره ټاکلې مياشتې  دي، نو په هغې کې چې پر چا باندې حج فرض شي( يا يې پر ځان باندې لازم کړي) نو د جماع خبرې او بدې خبرې، نافرماني او جګړه دې د حج په مهال نه کوي. او هغه څه چې تاسې يې له ښو کارونو څخه  کوئ الله ورباندې پوهيږي، او توښه واخلئ بيشکه چې بهترينه توښه پرهيزګاري ده او له ما څخه وويريږئ اى د عقل خاوندانو.
   له ((رفث)) څخه مراد بدې خبرې او د د خپلې ښځې سره دجماع اړوند خبرې دي. او ((فسوق)) د ګناه کارونه دي چې کنځلې هم په کې شاملې دي، لکه څرنګه چې په حديث شريف کې راغلي: (سِبَابُ الْمُؤْمِنِ فُسُوقٌ )  مؤمن ته کنځلې کول د نافرمانۍ او فسق کار دى. همدا راز خلک په بدو نومونو سره يادولو ته هم فسق وايي، الله تعالى فرمايي(بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ  ډېر بد دى نوم د فسق وروسته له ايمان څخه). او (جدال))له ملګرو، خادمانو، مزدورانو او نورو خلکو سره جګړه او بحث کول دي.دا کارونه له حج څخه پرته په عادي حالاتو کې هم حرام دي، خو په دغه مقدس ځاى او د عبادت پدغو حالاتو کې يې حرمت لا زيات دى، لکه د وريښمو په جامه کې چې لمونځ کول لا زياته سخته ګناه لري  .
(وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ) د نيکۍ هر کار چې تاسې کوې الله تعالى ورباندې پوهيږي. نو بايد چې تاسې د خير کارونه وکړئ، له بدو کارونو او ګناهونو څخه ځانونه وساتئ. پدې پوه شې چې ( الجزاء من جنس العمل- بدله د عمل له جنس څخه ده. پدې معنا چې څه کرې هغه به ريبې او هر عمل د خپلې لارې مل دى.  پدې پوره باور ولرئ چې الله تعالى ته هر څه معلوم دي هيڅ شې ورڅخه نه پټيږي، هغه به په قيامت کې له انسان سره د ذرې ذرې حساب کوي او هر چا ته به د خپل عمل برابر بدله  به ورکوي (فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَه () وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَه () - نو څوک چې د ذرې په اندازه د خير کار وکړي بدله به يې وګوري. او څوک چې د ذرې په اندازه بد کار وکړي سزاء به يې وګوري.
(وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى) پدې وينا کې مسلمانانو ته دا لارښوونه ده چې د ژوند په لارو چارو کې له ټاکل شوو وسايلو او اړتياو څخه استفاده وکړي او پر الله تعالى باندې د بروسې او توکل سره سره وسايل پکار واچوي، او د دنياوي چارو د ترسره کولو ترڅنګ د آخرت چارې له ياده ونه باسي. همداراز بايد يو مسلمان خپل ژوند د تقوا او پرهيزګارۍ په سيوري کې تير کړي، له هر راز معصيت او نافرمانۍ څخه ځان وساتي لکه څرنګه چې د دې تفصيل په راروانې موضوع کې ليکل شوى دى.     
   نو د حج د سفر له پيل څخه  الله تعالى حاجې دې ته متوجه کوي چې ګوره د حج په مهال نه بدې خبرې شته، نه کنځلې، نه په بدو نومونو يادونه او نه د دُنيا پر کومې ګټې باندې جګړې او لانجې کول (فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ). که ته پدغه سفر کې -له احرم څخه مخکې- د پخوا په څير د خپلې بې بې سره هماغسې عادي د کوروالي خبرې کوئ، يا نورې د ګناه خبرې کوې، خلکو ته بد او نا خوښه  نومونه اخلې، له ملګرو، مزدورانو او نورو متعلقينو سره جګړې او مباحثې کوئ نو بيا خو ستا ددې سفر او لدې څخه مخکې د عادي ژوند فرق ونه شو، ته نه پوهيږئ چې تا په احرام سره د حج په عبادت کې ځان داخل کړ او س نو ته په يو خاص عبادت کې يې چې دغسې ناروا کارونه پکې لا زيات وبال لري او خورازيات بد دي.
   اى مسلمانه وروره! همغه حج الله تعالى ته منظور دى چې دخپلو آدابو او شرائطو سره اداء شي او له ناروا او حرامو کارونه څخه پکې ډډه وشي. نو بايد چې حج دې په ناروا کارونو سره خراب نه کړې، بلکې ددې نهايي کوښښ وکړه چې حج دې مبرور وګرځي. او د مبرور حج غوښتنه دا ده چې لدغسې ناجايزو او نورو حرامو کارونو څخه پکې ځان وساتې.
    د حج په جريان کې له پيل څخه تر پاى پورې هر وخت ځان محاسبه کوه او پدې کې فکر او غورکوه چې ايا کوم ناروا کارخو به درڅخه نه وي صادر شوي او که درڅخه صادر شي نو له الله تعالى څخه بښنه غواړه اواستغفار وايه..
        دا سهي ده چې سفر مشقت او تکليف لري او بيا د حج په سفر کې د خلکو زياتوالى، ګڼه ګونه او نــــــــــور نا ګواره حالات دا پر تا باندې راتلونکي دي. دا خو يو امتحان دى چې ددې عظيمي فريضې په اداء کولو کې  ته ورسره مخ کيږې، نو بايد چې پدې امتحان کې ځان کامياب کړې. دسفر او عبادتونو  ګردو تکاليفو ته سينه پراخه کړې، د صبر او زغم ، مجاهدې او کوښښ لار اختيار کړې، ترڅو د حج په صحيح اداء کولو سره له ګناهونو پاک راوګرځې، ر سول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: (مَنْ حَجَّ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ ) څوک چې حج  پداسې طريقه وکړي چې د کورالي خبرې، بدې خبرې،کنځلې او د نافرمانۍ کارونه  پکې ونه کړي، نو داسې به ورځحه راوګرځي لکه په کومه ورځ چې له مور څخه پيدا شوي و ( له ګناه څخه پاک).
 داچې په اسلام کې اخلاق زيات اهميت لري او د حج په مهال يې اهميت لاپسې زيات دې، پدې ځاى کي يې په لنډه توګه د مهمو مطالبو يادونه کوو:
   الله تعالى فرمايي:(وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ () ) او نيکي او بدي يو له بره سره نه برابريږي، په هغه خصلت باندې دفعه کوه  چې ښه او غوره وي.پس هغه څوک چې ستا او د هغه ترمنځ دښمني وي، يو ناڅاپه به داسې وګرځي چې ګويا هغه ستا ډير مهربان دوست دى. 
  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: (اتق الله حيثما کنت، واتبع السيئة الحسنة تمحها، وخالق الناس بخلق حسن  ) هر چيرې چې يې له الله څخه ويريږه، د بديو پسې نيکي کوه چې هغه لمنځه وړي او له خلکو سره په ښو اخلاقو چلند کوه.
    يو مسلمان بايد چې په غوره چلند او نيکو اخلاقو کې د خپل پيغمبر صلى الله عليه وسلم پسې اقتداء وکړي، هغه پيغمبر چې دنيا ته يې غوره اخلاق او ښه خويونه راوړي دي لکه څرنګه چې فرمايي: (إنما بعثت لأتمم مكارم الأخلاق  بيشکه زه د نيکو او غوره اخلاقو د پوره کولو لپاره راليږل شوى يم). هغه ستره هستي چې په اړه يې الله تعالى فرمايي:( وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ () ) او بيشکه چې ته اى پيغمبره خامخا په خورا لويو اخلاقوباندې يې.
که د رسول الله صلى الله عليه وسلم پر اخلاقو باندې يو نظر واچوو، نو وبه ګورو چې کوم اخلاق په قرآن کريم کې راغلي دي هغه ټول په ده کې موجود و، لکه څرنګه چې عائشه رضي الله عنها فرمايي: ( کان خلقه القرآن ) د هغه صلى الله عليه وسلم اخلاق او خويونه قرآن کريم و.
    هغه غوره اخلاق او نيک خويونه چې په قرآن کريم کې يې يادونه شوې ده يو لنډ فهرست يې پدې توګه دى: امانت،صداقت او ريښتينولي،خير خواهي،پاکدامني، نرمي او تواضع او عاجزي، مهرباني او شفقت، سخاوت، معافي او بښنه، زغم او صبر کول، حلم او بردباري، پر وعدې او ژمنې وفاء، ميلمه پالنه، بهادري او زړورتوب او داسې نور.
    دغه ټول خويونه چې د رسول الله صلى الله عليه  وسلم په ژوند کې ليدل کيدل بايد چې پخپل ژوند کې راولو او  ځانونه ورباندې سينګار کړو.لکه څرنګه چې مونږ د ژوند په ټولو برخو کې د هغه صلى الله عليه وسلم په پيروۍ باندې مکلف يو او هغه مونږ ټولو ته ښه بيلګه او نيکه نمونه وه، الله تعالى فرمايي: لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا () ) په تحقيق سره تاسې لپاره د الله په استازي کې غوره اقتداء او ښه نمونه ده، د هغه چا لپاره چې الله سره د مخ کيدو او د ورځ د آخرت اميد لري (او پرې باور لري) او الله ډير يادوي.
     بايد چې يو حاجې د حج په سفر کې د ټولو غوره اخلاقو پابند اوسي، خو  زغم او صبر، معافۍ او نرمۍ، تواضع او خاکسارۍ ته ډيره پاملرنه ولري؛ دا ځکه چې د حج د مناسکو اداء کولو په مهال او په ځانګړې توګه د ګڼې ګونې په حالاتو کې ددې ډير احتمال دى چې هغه ته تکليف ورسيږي او له مشکلاتو سره مخ شې، نو بايد چې پدې ټولو ناګواره حالاتو باندې صبر کوي،د زغم او معافۍ چلند اختيار کړي.الله تعالى فرمايي: (وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنْ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ () ) او هغه خلک چې غصه زغمونکي او خلکو ته معافي کوونکي دي او الله له نيکانو سره محبت کوي.
   رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ( وما زاد الله عبدا بعفو إلا عزا، وما تواضع أحد لله إلا رفعه الله  ) په معافې کولو سره الله تعالى د يو بنده عزت او درناوى  زياتوي او څوک چې د الله لپاره عاجزي کوي نو  الله به يي اوچت کړي. او فرمايي:( إن الله رفيق يحب الرفق، ويعطي على الرفق ما لا يعطي على العنف، وإن الرفق لايکون في شئ إلا زانه، ولا ينزع من شئ إلا شانه ) الله تعالى نرمي کوونکى دى او نرمي کول خوښوي او په نرمۍ سره هغه څه ورکوي چې په سختې سره يې نه ورکوي.او هيڅ شي کې نرمي نه وي مګر داچې ښايسته کوي يي او له هيڅ شي څخه نه وځي مګر داچې بد رنګه کوي يې.
    اى مسلمانه وروره ! د حج په مهال به ته له هر راز بد چلند او ناوړه خوي څخه ځان ساتۍ پر چا به ځان لوى نه بولې، نه به په ځان وياړه نه کوئ ..دغه مهال له  بل هر وخت څخه زيات د تعاون، خواخوږۍ، محبت او الفت اظهار کوه. داسې حرکات او ويناوې ونه کړې چې څوک درڅخه متنفر شي. همدا راز داسې خويونه او صفتونه درڅخه صادر نه شي کوم چې د اسلامي اخلاقو او صفتونو ضد دي لکه کبر(لويي) فخر (په ځان وياړېدل) او داسې نور .
    په ياد ولره کله  چې دې د فخر او وياړ جامې وويستلې او د عاجزۍ په  ناګنډلو جامو کې له نورو خلکو سره يو برابر ودريږئ.. دا پدې دلالت کوي چې انسانان يو برابر دي، يو بل ته په نسب، مال، منصب، ژبه او رنګ سره فوقيت نه شته، بلکې د الله تعالى په نزد غوره هغه څوک دى چې زياته تقوا لري، الله تعالى فرمايي: (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ) بيشکه چې له تاسې څخه زيات عزتمند د الله په نزد په تاسې کې زيات پرهيزګار دى.
 اى مسلمانه وروره ! ته چې د احرام پداسې سپين لباس کې چې کفن  ته ورته دى  ولاړ يې، د خوښې او خايست، فخر او وياړ جامې دې ويستلي دي، د يو عادي او ادنى مسلمان سره برابر او مساوي ګرځيدلى يې، نو د ځان غوښتنې، لويي، فخر او ځان وياړنې خويونه دې پرېږده، د الله تعالى زور، قوت او لوى شان را په ياد کړه، هغه ذات چې هيڅ زورور او جابر انسان يې له قبضې څخه بهر نه دى او نه د هغه له سلطې څخه څوک وتلى شي.او لکه څرنګه چې د حج په مهال له بدو او ناوړو صفتونو څخه ځان ساتې، کبر او لويي نه کوې، کنځلې نه کوې، د بدو ځواب په بدو سره  نه ورکوې، نو دغسې صفتونه دې په خپل پاتې او عادي ژوند کې هم معمول وګرځوه .
       بايد په خپل ټول ژوند کې د کبر، غرور او پر ځان وياړنې له تګ څخه په کلکه سره ډډه وکړې، الله تعالى فرمايي:( وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْأَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا () ) او په ځمکه کې په کبر او خيال سره مه ګرځه، بيشکه چې ته به هيڅکله ځمکه څيري نه کړې ( په دربولو د پښوسره) او هيڅکله به د غرونو سرونو ته ونه رسيږې ( په سر اوچتولو سره). او  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: (إن الله تعالى أوحى إلى أن تواضعوا حتى لايبغي أحد على أحد، ولا يفخر أحد على أحد )  بيشکه چې الله تعالى ما ته وحې کړې ده چې تاسې عاجزي وکړې، څو يو پر بل باندې  تيرې ونه کړي او نه يو پر بل باندې فخر او وياړ وکړي.
   د حج په مدرسه کې مسلمانان د تکليف ګاللو، معافي کولو، صبر او زغم ، په ښيګڼه کولو، له کبر او فخر څخه په ځان ساتلو او پر بيلابيلو نيکو او غوره  خويونو باندې روزل کيږي،  نو معلومه شوه چې  د حج په دوران کې د نورو ګټو تر څنګ يوه لويه ګټه داده چې مسلمان له ښوو اخلاقو سره عادت کيږي.او دې ته يې  پاملرنه کيږي چې زما اخلاق بايد د هميش لپاره ښه او بهتر وي. اود دايم  لپاره دقرآني اخلاقو سره سم تګ وکړم.

روحي تربيه
    لکه د نورو عبادتونو په څير حج هم د روح لپاره غذاء لري چې د بنده روح ورباندې تغذيه او تربيه کيږي. په روحي تربيه کې هغه عمليه چې د انسان روح د خپل پالونکي، تابعدا رګرځوي، زړه او جوارح يې په واک کې کوي څو يې د خپل رب د خوښې او رضاء برابر استعمال کړي تقوا نوميږي. لکه څرنګه چې د نورو عبادتونو د اداء کولو لپاره دغه عمليه په کارول کيږي په همدې څير د حج د فريضې لپاره يې کارول او استعمال اړين دي، سره لدې چې نوموړې عمليه د عبادتونو حاصل او انتاج هم دى، راځې چې نو په لنډه توګه تقوا وپيژنو او له حج سره يې تړاو معلوم کړو.
حج او تقوا
      تقوا له ګناه څخه ځان ساتنې ته وايي، چې د الله تعالى اوامرو عملي کولو او له منعه شوو کارونو څخه ډډه کولو ته شامله ده. او په ځينو مواردو کې تقوا له منعه شوي کار څخه ځان ساتنه افاده کوي او له الله جلال جلاله څخه د ويرې او ډار په معنا هم راځي.
  په قرآن کريم کې الله تعالى په تقوا باندې ډير ځله امر کړى او دهغې اهميت او ګټې يې بيان کړي دي. د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ارشاداتو کې هم  ورباندې تاکيد شوى دى او د سلفو ( صحابه کرامو او ورپسې نيکو خلکو) په ويناو کې يې هم سپارښتنه راغلې ده .
 بې له تقوا درلو انسان نه شي کولى چې د الله تعالى بندګي وکړي، د هغه احکام په ځاى کړي او له نواهيو څخه يې ځان وساتي، نو ځکه خو الله تعالى په قرآن کريم کې د عبادت بيلابيلو اقسامو ته د بلنې په ترڅ کې پر تقوا باندې امر کړى دى، او هغه يې د بيلابيلو عبادتونو حاصل او انتاج ښودلې دى.
  او حج چې يو مهم عبادت دى، د هغې د احکامو او مناسکو د بيانولو په بهير کې الله تعالى څو ځايه په تقوا باندى امر کړى دى، چې وضاحت او  څرګندونه يې پدې توګه ده:
    دسورة البقرة له ١٩٦ آيت څه تر ٢٣٠ آيت پورې په هغو آيتونو کې چې د حج او عمرې ځينې احکام  پکې ذکر شوي دي الله تعالى درې ځايه په تقوا باندې امر کړې دې:
الف: د لومړني آيت (١٩٦) په پاى کې الله تعالى فرمايي: وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ()  او له الله څخه وډار شىئ او پدې پوه شئ چې د الله عذاب سخت دى.
ب: په دويم آيت (١٩٧) کې الله تعالى د حج د سفر په دوران کې اخلاقو ته له خاصې پاملرنې څخه وروسته  تقوا بهترينه توښه معرفي کوي او پر هغې باندې امر کوي فرمايي: وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِي يَاأُوْلِي الْأَلْبَابِ () او توښه واخلئ! بيشکه چې بهترينه توښه تقوا ده. او له ما څخه وويږئ اى د عقل خاوندانو!
ج: په (٢٠٣) آيت کې الله تعالى د ايام تشريق په ورځو کې د ځينو عملونو د څرګندونې په تعقيب سره فرمايي: وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ()او د الله له مخالفت څخه ځانونه وساتئ  او په دې پوه شئ چې يقينا تاسې هغه ته ( په قيامت کې ) ورجمعه کيدونکي ياست.
     او د سورة الحج له ٢٧ آيت څخه تر ٣٧ آيت پورې هغه آيتونه چې د حج ځينې احکام پکې راغلي دي، دهغې له جملې څخه  په ٣٢ آيت کې الله تعالى د تقوا د ارزښت په اړه فرمايي: ذَلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ () او ياد ولرئ څوک چې د دين د نښو تعظيم کوي ، نو بيشکه چې دا کار د زړونو له پرهيزګارې ( او اخلاص) څخه دى.  او په ٣٧ آيت کې الله تعالى فرمايي: لَنْ يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِنْ يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنْكُمْ كَذَلِكَ هر ګز نه رسيږي الله ته غوښې د دې ( څاروو) او نه وينې د دوى ، خو رسيږي الله  ته له تاسې څخه پرهيزګاري ( او خالص نيت).
 د حج د تاريخي پس منظر، دهغې د اهميت او د مناسکو د څرګندونو په بهير کې چې په تقوا باندې کوم تاکيدات راغلي دي- لکه چې مخکې يې څرګندونه وشوه- مسلمانانو ته او په ځانګړې توګه حاجيانو ته دا درس ورکوي چې که هغوى له يوه پلوه د حج او عمرې په  پوره توګه اداء کولو باندې مکلف دي، نو له بله پلوه د ژوند په هره برخه کې او د هميش لپاره په تقوا باندې مکلف دي.
    اى وروڼو! ستاسې تقوا او پرهيزګاري تر حج پورې محدوده نده، بلکې له حج څخه وروسته چې کله تاسې خپلو کورونو ته واپس شئ او خپل عادي ژوند ته وروګرځئ بايد چې تقوا هيره نکړئ. الله تعالى په هر ځاى او هر وخت کې ستاسې عملونه ګوري او څاري، نو داسې کار ته هيڅکله او په هيڅ وخت کې مه ورنژدې کيږئ چې هغه ورباندې نا راضه کيږي. مونږ او تاسې ټول به په قيامت کې الله تعالى ته ورجمعه کيږو او هغه بۀ راسره حساب کوي، لکه څرنګه چې مخکي ذکر شو: وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ()او له الله څخه وويريږئ او پدې پوه شئ چې يقينا تاسې هغه ته (په قيامت کې ) ورجمعه کيدونکي ياست. او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: (ما منکم من أحد إلا سيکلمه ربه ليس بينه وبنيه ترجمان، فينظر أيمن منه فلا يرى إلا ما قدم, وينظر أشأم منه فلا يرى إلا ما قدم, وينظر بين يديه فلا يرى إلا النار تلقاء وجهه, فاتقوا النار ولو بشق تمرة ) له تاسى هيڅوک نشته مګر داچې الله تعالى به ورسره (نيغ په نيغه) خبرې وکړي چې د ده او هغه ترمنځ به ترجمان نه وي. نو انسان به ښي خپل طرف ته وګوري پس په نظر به ورنه شي مګر هغه عمل چې مخکې يې ليږلى دى، بيا به چپ طرف ته وګوري نو هغه عمل به وګوري چې مخکې يې ليږلى دى، بيا به وړاندى خپلې مخې ته ځير شي نو پخپل وړاندې به اور ( دوزخ ) وګوري. پس تاسو له اور څخه ځانونه وساتئ که څه هم په نيمي خرما (صدقه کولو) سره وي.   
اى د رحمان ميلمنو( ښاغلو حاجيانو) تاسې ته خو الله تعالى د حج په مهال داسې خطاب کوي چې: وَاتَّقُونِي يَاأُوْلِي الْأَلْبَابِ () او خاص له ما څخه وډار شئ، اى د عقل خاوندانو!
 نو ددې لپاره چې د الله تعالى خطاب او غوښتنې ته لبيک ووايو بايد چې د روحي تربيه او تقوا په ميدان کې دې لاندې مهمو نقاطو ته پوره پاملرنه وکړو:
١- د الله تعالى اطاعت
     اى وروره! پدې کې فکر او سوچ وکړه  چې که له ګنډلو جامو څخه دې ځان بربنډ کړې وي او نا ګنډلې جامې دې اغوستي وي يا تر هغه به درته څه ګټه ورسوي، ترڅو چې دې له ګناهونو ځان نه وي فارغ کړى؟
  څه فکر کوئ د بيت الله چاپيره طواف کول به درته فايده ورسوي؟پداسې حال کې چې لا تر اوسه د الله منونکى او د هغه د استازي صلى الله عليه وسلم پيرو نه يې ګرځيدلى!
   د حجر اسود ښکلول او يا هغې ته سلام کول دا درس درکوي چې الله ته تسليم، د هغه احکامو ته غاړه ايښودونکى او د هغه په شريعت باندې منګولې لګوونکى وګرځې، نو ايا ته داسې انقياد او ژمنې ته تيار يې؟
   ته به څنګه د ملتزم په نيولو سره له الله څخه د هغه فضل او لورينه غواړئ، حال داچې تا د هغه  د طاعت کولو او د شريعت  د عملي کولو التزام ندى کړى!
      ته چې په هغو ځايونو کې قدمونه اخلئ او تګ راتګ کوې چې ابراهيم، اسماعيل او بې بې هاجر ( عليهم السلام )  پکې تګ کړى او هغوى پکې قدمونه ايښې دي، نو ايا ته به هم د الله امرونو ته لبيک وواى لکه څنګه چې هغوى ورته ويلى وو؟ او ايا د خپل دين لپاره به د د خپل وسې برابر سرښندنې وکړې؟
ايا ته په دوستۍ او دښمنۍ ( الولاء والبراء) کې د ابراهيم عليه السلام او دهغه د ملګرو ننګه او ملاتړ کوئ؟ ايا ته به د هغه  دملت پوره تابعدار شئ او له هر راز باطل او شرکي عقيدې او تګ لارې څخه به ځان وساتې، الله تعالى فرمايي: (قُلْ صَدَقَ اللَّهُ فَاتَّبِعُوا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنْ الْمُشْرِكِينَ () ) ورته ووايه الله تعالى ريښتيا ويلي دي، نو تاسې د ابراهيم د ملت (دين او تګ لارې) متابعت وکړئ، چې هغه له هر باطل څخه حق ته مايل و، او هغه له مشرکانو څخه نه و.
٢- له ګناهونو څخه پاک راګرځيدل
که د حج په مهال يو حاجې د هغې د احکامو او مناسکو اداکولو ته پوره توجه وکړي، نو کولاى شي لويه روحي توښه واخلي اوخپل وطن ته له ګناهونو څخه پاک او صفا راوګرځي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: ( من حج فلم يرفث، ولم يفسق رجع کيوم ولدته امه)  چا چې حج وکړ او بدې خبرې يې پکې و نه کړې او نه ورڅخه د نافرمانۍ کوم کار وشي، نو داسې به راوګرځي لکه چې له مور څخه زيږيدلى وي ( له ګناه څخه پاک).
  او هغه حج کې چې د مناسکو سره برابر وشي، له بدو کارونو او نافرمانيو څخه پکې ډډه وشي بدله يې جنت دى، لکه څرنګه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: (العمرة الى العمرة کفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء الا الجنة ) عمره تر بلې عمرې پورې لمنځه وړونکې د هغو ګناهونو ده چې د دواړو ترمنځ شوي وي او د مبرورحج بدله نده مګر جنت.
  دحج مبرور( په نيکۍ سره حج )  په هکله ويل شوي دي: (دا هغه حج دې چې د ګناه کوم کار ورسره ګډ نه شي. د حديثو په يو حسن روايت کې راغلي دي: (د حج نيکي داده چې خواړه پکې ورکړل شي او نرمۍ خبرې پکې وکړل شي). او حسن بصري رحمه الله وايي: هغه حاجي د مبرور حج والا دى چې په دين کې رغبت کوونکى او له دنيا څخه بې رغبته راوګرځي ).
   په يو روايت کې راغلي دي ابوهريرة رضي الله عنه وايي چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه: کوم يو عمل غوره دى؟ هغه وفرمايل: په الله او دهغه په رسول باندى ايمان درلودل. وويل شو: بيا کوم؟ هغه  وفرمايل: د الله په لار کې جهاد کول. وويل شو: بيا کوم؟ هغه وفرمايل: حج مبرور .
   نو پکار ده چې يو حاجې د حج په جريان کې له هر راز ګناه او نافرمانۍ څخه ځان وساتي، ترڅو يې حج مبرور وګرځي او خپل وطن او کور ته له ګناهونو څخه پاک او صفا راوګرځي. خو دغسې مرتبې ته رسيدل بې له سختې مجاهدې نه کيږي. بايد چې حاجې د حج په دوران کې د نفس او شيطان سره مجاهدې ته جدي پاملرنه وکړي او د ژوند په اوږدو کې د ځان د پاکوالي او تزکيې هڅې او کوښښونه جاري وساتي، ترڅو د دنيا او آخرت کاميابي ورپه برخه شي، الله تعالى فرمايي: (قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا () وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا () ) په تحقيق سره کامياب شو هغه څوک چې ځان يي پاک کړ( له ګناه څخه) او خامخا ناکام شو هغه څوک چې ځان يي په ګناهونو سره چټل کړ.

٣- د آخرت لپاره توښه برابرول
  الله تعالى فرمايي: (وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِي يَاأُوْلِي الْأَلْبَابِ ()  ) اوتوښه واخلئ ( له ځانونو سره) بيشکه بهتره د توښې تقوا ( له ګناه څخه ځان ساتنه ) ده. امام ابن کثير رحمه الله  په خپل تفسير کې ذکر کړي دي : هرکله چې الله تعالى د حج سفرلپاره د توښې امر وکړ، د هغې ترڅنګ يې د آخرت د توښې لارښوونه هم وکړه،چې هغه د آخرت په سفر کې له ځان سره د تقوا وړل دي. په بل ځاى کې الله تعالى فرمايي: (يَابَنِي آدَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْآتِكُمْ وَرِيشًا وَلِبَاسُ التَّقْوَى ذَلِكَ خَيْرٌ ذَلِكَ   - اى د آدم زامنو په تحقيق سره مونږ راليږلي دي تاسې ته جامې او لباس چې عورتونه مو پټوي او لباس د ښايست. اودرليږلى مو دى لباس د تقوا چې هغه ډېر غوره او زيات ښايسته دى) الله تعالى پدې وينا کې د ظاهري او حسي لباس ترڅنګ د معنوي لباس تنبيه اوخبردارى هم ورکړ، چې هغه له الله څخه وېره، طاعت او  تقوا ده. او ددې يادونه يې هم وکړه چې د تقوا دغه لباس له ظاهري لباس څخه غوره دى .
  الله تعالى انسان د ازمايښت لپاره پيداکړى دى او د دنياوي شيانو ښايست او تازه والى يى هم ورته امتحان ګرځولى دى، ددې لپاره چې کامياب خلک له ناکامو څخه جداکړي، الله تعالى فرمايي: ( إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا (الكهف7) ) بيشکه هغه څه چې په دنيا کې دي د هغې لپاره مو ښايست ګرځولې دى، ددې لپاره چې وازمايو دا خلک چې څوک لدوى ډېر ښه اوغوره عمل کوونکي دي.
   نو بايد چې  د دنيا ژوند د آخرت لپاره توښه وګرځو، يواځې آخرت مو مقصد او هدف وي، دنيا يو ضرورت او په لاره د تيريدلو ځاى وګڼو، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: (مالي وللدنيا، ما أنا في الدنيا إلا کراکب استظل تحت شجرة ثم راح وترکها ) زما د دنيا سره څه دي، زه خو په دنيا کې نه يم مګر په لاره باندې تيريدونکى سپور چې د ونې سيوري ته راشي ( لږ شيبه ورلاندې کښيني) بيا ورڅخه ولاړ شي او هغه پريږدي. عبدالله بن عمر رضي الله عنهما وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم زه له اوګو څخه ونيولم راته يې وفرمايل: (کن في الدنيا کأنک غريب أوعابر سبيل) په دنيا کې داسې اوسه لکه مسافر اويا  لاروى ( په لارې تيريدونکى).او عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به ويل:(اذا أمسيت فلاتنتظر الصباح، واذا أصبحت فلاتنتظر المساء، وخذ من صحتک لمرضک، ومن حياتک لموتک ) کله چې درباندې بيګائي شو، نو د سبا انتظار مه کوه. او کله چې دې سبائي کړ، نو د بيګا انتظار مه کوه. او له صحت څخه دې مرض ته واخله او له ژوند څخه دې مرګ ته. امام نووي رحمه الله  وايي: محدثينو ددې حديث په شرحه کې داسې ويلي دي: دنيا ته ميلان مه کوه او مه هغه خپل وطن ګرځوه چې ګويا ته به پکې ډېر پاتې شې او مه ورته پاملرنه کوه. د هغې له څيزونو سره تعلق مه ساته، مګر په هغه اندازه  چي مسافر يې په پردي وطن کې ( د اړتيا په اندازه) ورڅخه اخلي. او مه پکې زيات مشغوليږه بلکې ځان داسى وګڼه چې ته پکې  يو مسافر يې او بيرته به خپلې کورنۍ او وطن ته ورڅخه ځې .
   علي رضي الله عنه به فرمايل: (ألا ان الدنيا قد ولت مدبرة، والآخرة مقبلة، ولکل واحد منهما بنون، فکونوا من ابناء الآخرة، ولا تکونوا من ابناء الدنيا، فان اليوم عمل ولاحساب، وغدا حساب ولاعمل ) خبردار! په تحقيق سره دنيا شاته روانه ده او آخرت مخې ته راروان دى او ددې هر يوه لپاره زامن دي، نو تاسې د آخرت زامن شئ او د دنيا زامن مه کيږئ. بيشکه چې نن ورځ عمل دى او حساب نشته  او سبا ورځ  به حساب وي عمل به نه وي.

 


. الجواب الکافي لمن سال عن الدواء الشافي، امام ابن القيم، ص٦٢

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1875

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1814

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2082

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2664

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6868

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…