د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د آدم عليه السلام لنډه کیسه

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_0schrijven455.jpg




  په قرآن کریم کې دپيغمبرانولنډې کیسې

په دِ کی شک نشته چی آدم (ع) د نړۍ دټولوخلکولمړنی سترنیکه کڼل کیږی،چی دټول بشریت پلار ورته ویل کیږی،چی پاک خدای په خپل لاس- قدرت - له خاورو څخه جوړکړی،اوبیرته یی خاروته ورګرځولی ده، (الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ (156)

   دآدم (ع)نوم په قرآن کریم کی پنځه ویښت 25 ځلې یاد شوی دی،چی په هروارکی یی الهی قدرت په ډیرلوی عظمت سره ښکاریږی. کله چی پاک الله وغوښتل چی آدم (ع) له خاورو څخه جوړ کړی،نوملایکوته یی وویل چی زه په ځمکه باندی بادار-  خلیفه – پیداکوم، هغوی په ډیره حیرانی سره ورته ووتل: چې اې زموږ لوڅښتنه ته هغه ددی لپاره پکښی پیداکوی چی په ځمکه باندې بدکارونه – فساد – او وینی تویول وکړی، په داسی حال کی چی موږ ستادمهربانی یاده ونه اوپه پاکی سره تسلیم یاستو، پاک الله ورته وویل هغه شی چی زه پری پوهیږم تاسوپه هغه باندی نه پوهیږی،        دآدم (َع) دجوړولولپاره پاک الله جبریل ته امر وکړ، چی ځمکی ته ورشی اوله هغی څخه خاورې راواخلي خوکله چې جبریل ځمکې  ته راغی هغي ورته وویل چی خدای ته وګوره له ماڅخه خارې مه اخله، جبریل دهغې زارۍ ومنلې بیرته خپل رب ته وروګرځیده، پاک الله ورته وویل چی ولې بیرته تش لاسونه راغلې، جبریل وویل: ستاپه نوم باندی یی زاری راته وکړی، بیا پاک الله میکایل ته وویل چې ورشه خاورې ورنه راوړه، کله چی هغه هم ځمکی ته راغی هغې له میکایل څخه هم دخدای په نوم خلاصون او خدای ته تیښته ورڅخه وغوښتله، میکایل هم هغه پریښودله ،اوبیرته خپل خدای ته وروګرځیده ،بیا ورسته پاک الله عزایل ورولیږه چی خاورې ورڅخه راواخلي،خودې ورستي ته چی ځمکې هرڅومره زارۍ وکړلې اودخدای په نوم باندې یې له هغه څخه خلاصون وتیښته وغوښتله هغه ته دځمکې زارۍ ونه منل شوې،لاسونه یې ورتیر کړل له هغې څخه یې خاورې راواخستلې، دلوی څښتن مخې ته یې راوړلې ، پاک الله ورته وویل: چی ولې تا دځمکې زارۍ ونه منلې، هغه ورته وویل چی ستا د امر په ځای کیدل دهغې له زاریو څخه راته ښه او لوی ښکاره شو، نوځکه مې دهغې زارۍ ونه  منلې، پاک الله چی دهغه  زیګوالی او زړه سختي ولید له ورته ویی ویل چی ته به دآدم (ع) او دهغه داولادي دارواګانو- ارواح – اخستونکی هم یی.

کله چی خاوره تیاره شوله ،لمده شوله، خټه ورڅخه جوړله شوله، اوپخه شوله، بیانو لوی الله(ج) په خپل قدرت سره آدم(ع) ورڅخه په ښکلی صورت جوړکړ، چي دې ده  دجوړیدلو بیلګه به نورو کاینانوکي نه لیدل کیده.

   پاک الله(ج) چي آدم (ع)  په خپل لاس – قدرت- باندی جوړکړ،نوهغه یې په عقل سره له نوروپیدایښتونوڅخه په عقل سره ځانګړي کړ،چې د ورکړشوي عقل له لاري به نورو مخلوقاتو باندي امریت وکړي او ترهر څه نه بروي ، که څه هم شیطان وي ، داځکه چي د آدم(ع)ترپیدایشت نه مخکي به شیطان خپل ځان ترنورو مخلوقاتو لوي او په هرڅه باندي به یي برګاڼه . 

کله چي دآدم (ع) ځان هیکل تیارشو،اوجوړښت یې سرته ورسیده، نو بیا الله(ج) څلویښت کاله دهغه جوړه شوې  څیره دکودړي – کودي – غوندې دځمکې پر مخ باندی پریښودله ،په داسې حال کې چی منځ یي تش وبدون له اروا – روح – څخه په ځمکه باندي پروت وو،ملایکی به پری تللی اوراتللی،او دهغه په ښکلي انځورکې به یې دالهي قدرت لیدنه کوله، خوکله به چی شیطان پری تیریده اویا ته وراته ،دهغه له پراته بد ن څخه به بیریده ،اوپه خپله پوښه به یی دهغه بدن ته لغته ورکوله، چی په وهلو سره به له هغه څخه دکودي اواز پورته کیده، چی دپاک خدای قدرت به پکښی ښکاره کیده (خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ (14) الرحمن. ورسته بیا پاک الله(ج) اروا ـ روح ـ ته وپرمایل چه دآدم (ع) په بد ن کی ورننوزې ،کله چي اروا دهغه بدن ته ورننوتله  ورخطا شوله ،په داخل دجسم کي په بیړې سره والوتله او دآدم (ع) په سر کی د پرنجید لو –عطس – په توګه سره ښکاره شوله، چی ملایکو ورته وویل وُوایه –الحمد لله – چی موږ درته وُوایو – یرحمک الله – خدای د پرتا باندی مهربانی وکړې.

    کله یي چي وویل الحمد لله ،پاک الله ورته وویل په تاباندي زما رحمت ومهرباني شه، بیاورسته کله یی چې اروا سترګو ته ورسید له ،لوڅی یی کړلې ګوری چی دجنت میوې ورته مخکې ښکا ریږي او ملا یکې ورته سجدی کوی، چې له دې ځایه دخوشحالي احساس وشعور ورسره راپیداشو.

    کله چی یی اروا نس – ګیډی ـــ ته ورسید ه دآرزوګانو دپوره کولو ا حساس پکښی راپیداشو، هڅه یی وکړه چی د جنت میوُو پو سی ور وپاڅی مخکی له دې نه چی اروا یی پښو ته ورسیږې، چې په دې هکله پاک الله (ج) وایي چي : (خُلِقَ الْإِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ سَأُرِيكُمْ آَيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ (37) الانبیاء.

   وایی چی ادم (ع) دجمعی – اودَ نی ــ په ورځ پیداشوې،  په هغې کی جنت ته ور ننوتلی دَی او په هغې کې له هغه څخه را وتلَی ده،نوځکه دجمعي ورځ تر نورو ورځو مبارکه ګڼل کیږي.  آدم (ع) ته لمړنی نبی ویل کیږی، چی رسول نه ورته ویل کیږی ځکه هغه لمړنی انسان وه ،نو چا ته به په الهی رسالت وهدایت سره راغلی وای؟.

   کله چی دآدم(ع)  پیدا یښت و جوړښت سرته ورسیدل ،او اروا یې په ځان کې په کراره شوله،نوپاک الله ملایکوته امروکړ چی هغه ته سر ټیټنه او سو جدی وکړی،ټولو دخدای امر پر ځای کړلو ،یوازی ابلیس سر غړ ونه وکړله ،دا ځکه  چي هغه خو یو له ملا یکو څخه نه وو،او هغه ته –الجان - وایي چي له خورا سره سوزونکي اورڅخه الله(ج) ترآدم (ع ) مخکي پیداکړي، او بل دا چي خپل ځان یي په آدم(ع ) باندي بر او ترهغه څخه یي لوی ګاڼه (وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَارِ السَّمُومِ (27) الحجر.

   عبدالله بن عمر وایي چي الله(ج) پیرَی -الجن- دوه زره کاله مخکي تر آدم(ع) څخه پیداکړي، خو پیریانو په ځمکه کي لوي فساد او خونړي جګړي او ویني تویول پیل کړل،په پایله کي الله(ج) دوی ته دملایکو لښکر راوُ استاوو،  اودوي یي د – البحور – جزیرو ته وشړل.

   کله چي پاک الله(ج) له ابلیس څخه پُښتنه وکړه : چی ولې د سرغړونه وکړه؟ او ولي دزما نوي مخلوق ته سوجده وُنکړه؟ هغه د دې په ځاې چی توبه وباسي اوله خدای نه بخښنه وغواړي، او په خپله بې ادبی باندې پیښمانه شي، بدون له شرمه یې  په نیغه سره الله(ج) ته ځواب ورکړ، چی زه د له اور څخه پیدا کړی یم، او هغه دله خاورو پیداکړی، نو څنګه به زما سر هغه ته ټیټ شی؟ دا چی زه دهغه په سر باندی بلیږم .

    پاک الله(ج) ورته وویل: چی ستا له سرغړونې اوکافرۍ څخه  نورنوستا لپاره زما په جنت کي ځای نشته  له جنت څخه وزه بهر کیږه،  زما  غو سه په تا با ندی ولګیدله او ته به زما له مهربانۍ نه  شړل شوې ګڼل کیږی،  ځاي به د دوزخ وي، او عذاب به دجحیم وي. 

-- کله چی شیطان ځان دپاک الله له مهربانی نه شړل شوی ولید، او خپله پایله یي تل  ترتله په اورکي سوزول شو، او دخدای دښمنی یی د آدم (ع) دجو ړښت په سر واخستله،نورنو په آدم(ع) باندي ډیرغوسه ناک شو، اوپه د فکر کی شو چی له آدم (ع) نه خپل وار او انتقام هرو مرواو په هرډول سره چې وي  باید واخلي.
 
  هغه وه چی له خدای څخه یې غو ښتنه وکړله،چې ما له آدم (ع) او دهغه له او لادې سره په نړۍ کي ملګری کړه، زما دسوګند وي چي ستا دجنت او دحق ود خلاصون په لاره کي به زه ورته لاربند ناست یم،او کږو لاروته اوبدوکاروته به یې  ترهغه پورې راکاږم،ترڅو چې ستا له سمې او مستقیمې لاري څخه یي وباسم،اودګناه وانحراف په لاره یې روان کړم، زه به دوی دقیا مت تر ورځی پوري بدولارو ته را کاږم اوستا دوزغ پری ډکوم،  (قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ (16)الاعراف.  پاک خدای ورته وویل چی ستا مطلب ومنل شو، خو زه به هغوی ته خپل هدا یت ولار ښوونه کوم ، اوپیغمبران به ورلیږم ، چی ستا لاس به په هغوی بر نشي،لاس بري به د یوازي هغوکسا نووي کوم چی ستا تابعت کوی اوستا په خبرو با ندی غو لیږی.

   له همدی ځا یه شیطان د آدم (ع) په غولولو پو سی  بډې را پورته کړې ، سره له دې چی  پاک الله آدم (ع)ته وُویل: چی ته او ستا ښځه  تا سو دواړه په جنت کی اوسیږی ، او هر څه چی وغواړی وُیی خوری ، خو یوازی دغی یوی ونې ته مه ور نږدې کیږې . (1)

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

1/ وایي چي هغه د غنمو ونه اوڅانکي ، یا دانګورو او یا دتین ونه ده .

 

   آدم (ع) او حواء په جنت کی خو شحال و په ارام شولو ، خو شیطان دا هڅه کوله چی دوی په بلا باندی اخته کړی،او دخوشحالۍ وارامۍ په ځای بدبختي وناارامي ورپر برخه کړي، هغه وه چی آدم (ع) ته ور په غوږ شو،په دوستانه خوږو خبرو کی یی ورته وُویل: که غواړی چی دتل لپاره په جنت کی په ابدی ډول سره پاتی شې ، نوهرومرو با ید له هغی ونی څخه کومه چی پاک الله ته ورڅخه منې کړی یی لږ څه وخوری، خو آدم (ع) به دهغه له خبرو څخه ډډه کوله ،او د خدای بی امری به یی نه خو ښوله.

   شیطان په دې پو شو چی هغه ژر تر ژرنشې غولولی ،نو هغه وه چی حواء ته ور په څنګی شو، ورته وُیی ویل چی ولی خداې تاسو له هغی ونی څخه محروم کړی یاست چی دهغی ساری دجنت په نورو میوُو کی نشته، که  زما خبره تاسو دخپلی ګټی لپاره اورۍ، او دتل لپاره په جنت کی پاتی شی، نو راځی د هغی مزه وګوری، چی څو مره خوند وره ده ، حواء دهغه په خبرو باندی وغولیدله ، او دآدم (ع) په قناعت ورکولو پو سې ور پا څیدله، وایی:- که میړونه غرونه دی خو ښځې اړه مونه دې - هغې دشیطان په ملګرتیا وکولی شول چی له آدم (ع)  سره له هغی ونی څخه خوړاه وخورې کومه چی پاک الله هغوی ور څخه منې کړی وو.

   کله چی آدم (ع) او حواءد خدای بی امر ې وکړله ، او دشیطان خبره یی ومنله ،او له  مَنِې- منع – شوې ونی څخه یی څکه وکړ له ، نور نو دوې ته  په جنت کې ځاې پاتی نشو، دجنت جامی وکالی وکپړی چي دلاس دګوتو دنوکانو څیره او شکل یي درلودلوورڅخه وُ وِستلې شولې،دوي دواړه لوڅ بر بنډ پاتی شول، او دشرم ځایونه به یی په پا ڼو پټول ، ترهغې پورې چې ځمکې ته راکوز شول ، او دځان لپاره یي لمړني جا مې چي له پاڼواودڅارویو له پوستکوڅخه وي پیدا کړلې، بل دا چی د هغوی په ګیډه کی نا پاکی را پیدا شو له ،چی په جنت کی ورته ځای نشته ، هغه وه چی پاک الله په هغوی باندی امر وکړ چی له جنت نه وُوزې او ځمکی ته را کوز شې او دقیامت تر ورځی پکښې پاتی شې .

ابلیس په خپل سو ګند کې بر یالی شو چی د خدای په مخکی یی کړی وه ،اوویلي یې وه چی: ( قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ (16) الاعراف.

   خو زموږ ستر نیکه دخدای هغه خبره نه وه په یاد چی  ورته ویلی یي وه – شیطان ستا او ستا دښځې دښمن ده ګورې چی له جنت څخه مو وُ نه باسې چی ډیري سختی به وُوِنی (فَقُلْنَا يَا آَدَمُ إِنَّ هَذَا عَدُوٌّ لَكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقَى (117)

  

   کله چی آدم وحواء له جنت نه را ووتل په ډیره پیښمانۍ او ږړا سره به یی ویل:

(قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ (23) الاعراف.

   زموږ خدایه موږ په خپلو ځانوباندې ظلم کړې که چیرې ته راته بخښنه ونکړې او مهربانې راباندې ونکړې نو موږ به له زیانمنو پا ګلا نو څخه یو .

   داچی آدم (ع) په جنت کی څومره وخت مشت شو په پوره ډول سره پوهیدل نشته  یوازی یو حد یث له ابن عباس – ض – چی الحاکم په خپل المستدرک کی راوړی دی وایی چی آد م (ع) په جنت کی یوازې د مازدیګر دلما نځه اود لمر د ډوبیدو ترمنځ نه ډیر ندې او سید لی.

الحدیث:  ما اسکن آدم (َع) الجنه الا ما بین صلاه العصر الی غروب الشمس  .

   له ابي هریره – ض – چی رسول صلى الله عليه و سلم به ویل:- ډیره ښه ورځ کومه چي لمرپکښي راختلي دی هغه دجمي ورځ ده، په هغي کي آدم پیداشو، په هغي کي جنت ته ورننوت، اوپه هغي کي له جنت څخه راوُوت.

الحدیث: خیریوم طلعت فیه الشمس یوم الجمعه – فیه خلق آدم، وفیه ادخل الجنه ، وفیه اخرج منها. د مسلم روایت

   کله چی آدم (ع) وحواء ځمکی ته را کوز شول،په څرګند ډول سره نشو ویلی چې دخمکې په کوم ځای کې راکوزشوي دي،خو ځنی آثارو کي راغلي دي چي ادم (ع) په –هند- کي اوحواء په- جده/عربستان- کي راکوزشوي دي، اوترډیروخته ورسته دواړه سره یو ځاي شوي دي، او ځني نور لکه ابن عباس وایي چي دآدم (ع) دسردجوړیدو خاوره له کعبي څخه او دشااو ګیدي خاوره یي له هند څخه او دلاسونو خاوره یي له ختیځ څخه او دخپویاپوخو خاوره یي له لودیځ څخه اخستل شوې دي،او ځني نورعلماء په داډول خبري کي شکمن دي ، خو په حقیقت بانې خدای پوه شه.

    په هرحال دوي چي ځمکي ته راکوزشول، ډیر خفه وه اوحیران پاتي وه چي څه وکړي ،او کوم خوالاړشي ..ابن عباس وایي:- کله چي آدم (ع) دکعبي شریفي په توره تیږه باندي راکوزشو، خپلي اوښکي به یی پري پاکولې، دی زیا توي کله چي له جنت څخه آدم (ع) راووت ،ترهغه پوری یي سترګي وچي نشوي ترڅوچي بیرته جنت ته وروګرځیده .

   ځني نورلکه ابن عطاء وایي چي ادم (ع) به ویل چي موږ په جنت کی د ازادګانوڅخه وه، په ګناه باندي ابلیس غلامان او بندیان کړوترځمکي پوري یې راوستلو،نو زموږ لپاره په نړي کي خوښي نشته،مګرغم وژړا به ترهغي پوري وي ترڅوچي دغلامي په کورکي پاتي یو، اوترهغي  پوري چي بیرته هغه کورته وروګرځو کوم چي له هغه څخه غلامان را و تلي یو.

   الطبراني په خپل کتاب کي الکبیر له عبدالله بن عمر څخه روایت کوي چي : کله آدم (ع) له جنت څخه راکوزشو،پاک الله ورته وویل چي زه به تاله په ځمکه کي - کعبه - وګرځوم چي ته ددوعااو عبادت کولو لپاره په هغي باندي را تاویږي لکه څنګه چي ترعرش عظیم به را تاویدلي، او پکښی لمونځ به کوي لکه څنګه به دچي په عرش عظیم کي لمونځ کاوه.

   پا ک الله په خپل جوړ شوي مخلوق باندي ډیر مهربان وه، د ټولو شیانو نومونه به یي ورته بیان کول، او دږوند په لارو چارو کی به یی ورسره مرسته وښودنه کوله ،او حواء چي مانایي ژوند ده دهغه له پوښتۍ څخه یي را پیدا او دهغه دژوند ملګري یي وګرځوله، چی له همدی ځایه د بشریت کار وان پیل شو او ورځ په ورځ په ډیریدو شو..

   کوم شې چی ثابت ده هغه داچی حواء به په هروارکی غبرګلونې زیږیدله، او په هر وار به (ځوی ولور) ورڅخه را پیداکید ل ،وایی چی حواء شل نسونه زیږ دلی ده او په هر نس کی یي ځوې ولور راوړي دي، چی داولادو شمیر یی څلویښتو تنو ته رسیده ، یانې شل زامن وشل لورانې چی د انسانی ټولنو لمړنی کورنی بلل کیږې، چی په یو ځان باندی پیل شوله ،او دنړی لوې ټو لنی ور څخه جوړی شولې:

(يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا (1) النساء.

   هغه مخلوق چی پاک الله په خپلو لاسونو- قدرت - باندی جوړ کړ ، اروایی پکښی پو اوږوند یی پکشې وُ چلا وه ،ملا یکی یی ورته په سجدو کړی ،او شیطان یی ورته دښمن کړ ،او له جنت څخه یی ځمکی ته را کوز کړ، تر څو چی په خوزو او ترخو کی یی از موینه وکړی ، هغه وخت پری راغی چی له دنیانه یی پکښې سترګی پټې کړلې، اود هغه چا لیدلو ته ورغې کوم چی له خاورو څخه یی جوکړی وه او بیرته یی خاور ته ورو ګرزاوه .

   ابن کعب - ض - وایي چي په مدینه منوره کي مي له له یوه شیخ - ملا - اوریدل چي رسول صلى الله عليه و سلم  به ویل- په دې مانا:-  کله چي آدم (ع) ته مرګ راغی ، خپلو زامنو ته یي وویل: اي زما زامنو ماته دجنت دمیوو اشتیا راځي، زامن یي لاړل چي دخپل پلار غوښتنه چیرته ولټوي،په لاره کي ملایکي ورسره مخامخ شولې، په لاسونوکې یي کفنونه، میتیان، بیلونه چاريګاني او کوم شیان چي دمړي دخښولولپاره په کارکیږي نیولي وه،او دآدم (ع) زامنوته یي وُویل: تاسو څه شي لټوي ؟ او څه غواړي؟او چیرته یي لټوي؟ دآدم (ع) زامنو وویل چي پلار مو ناروغ دی، او دجنت دمیوو اشتیا لري،  ملایکو ورته وویل چي راځي پلار موتیرشو،او بیرته یې دکورلور ته راوګرځول،کله چي دوي په ګډه سره کورته را نږدي شول،او حواءورته وکتل پوه شوه چي  دا دمرګ سپایان دي،نو په چیغو او ژړا آدم (ع) ته ورترغاړي شوله،آدم (ع) ورته وویل چي بیرته شه ، صبر دپه لوی څښتن شه،موږه ټول مړه کیږو، خوزه له تانه مخکي راغلي یم، ما او زما دلوي څښتن ملایکي یوازي سره پریده، ملایکو دې ده اروا واخستله،  ده لره يي غسل ورکړو،  په کفن یي کړو، خوشبویي یي پري وشندلي،قبر یي ورته جوړ کړو، لمونځ یي پري وکړو، په ګورکي یي ټیټ خاوري یي پري راواړولي ،او دلحد نښه یي پري ودروله، او ویي ویل چي اِي دآدم (ع) زامنو داستاسوټولولاره ده،درنه هیره نشي.

   خو دخښولو په ځاي کي یي اختلاف دی، مګر کوم شي چي عالمانوته ښکاره ومشهوردی هغه دا چي په هندوستان کي په هغه غره کي خښ شوي کوم چي په هغه باندی له جنت څخه راکوز شوي وه، خوخدای خبر چي- همالای،پامیراو که دپښتونخواسپین غربه وي،او ځني نور وایي چي په مکه کي دابي قبیس په غره کي خښ شو ي دی، په حقیقت باندي الله جل جلاله پوه شه.

(لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ) الرعد38

لیکوال/ أستاذ:

علي خان صافي

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1353

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1339

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1490

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2018

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6237

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…