د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

هغه ظلمونه چې زمونږ په ټولنه کې پر ښځو باندې کیږی او د هغو د حراموالی دلایل په قران او سنت کې

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_hair4.jpg



يوه قاعده:
دلته یوه قاعده ذکر کوو او هغه داده چې یو مساله د نفاذ وی او بله مساله د جواز وی نو حنفی علماء وایی چې ابتداء بدل کول روا نه دی لیکن که چا وکړو نو بیا به دا نکاح نافذه وی سره ددې نه چې دی ګنهګار وی لکه چې د فقهی په کتابونو کې ویل شویدی که چا په شرابو یا خنزیر باندې نکاح وکړه نو نکاح صحیح ده او مهر مثل واجب دی نو هر مسلمان دا پیژنی چې ابتداء په شرابو او خنزیر باندې نکاح کول ګناه ده لیکن فقهاء وایی که چیرته یو سړی جاهل شو او داسې يی وکړو نو نکاح به يې صحیح وی او مهر مثل به پری واجب وی اګر که په دی مساله کې هم اختلاف شته .
((تحریم نکاح الشغار صفحه ۴۴))
۹ � لورګانو ته توجه او اهتمام نه کول :
زمونږ په ټولنه کې پر ښځو باندې یو بل ظلم دادی چې د لورګانو نفقه او جامه او تعلیم او تربیې ته دومره پاملرنه نه کیږي لکه څنګه چې ځامنو ته کیږي لهذا د غسی عمل پر لورګانو یو ظلم دی او د اسلام د مقدس دین د احکامو خلاف دی ځکه چې د اسلام مقدس دین امر کړیدی چې تاسو د خپلو اولادونو ترمینځ عدالت وکړی لکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی ( اعدلوا بين ابنايکم اعدلوا بين ابنايکم اعدلوا بين ابنايکم )
(نسایی صفحه ۱۳۶ جلد ۲)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه و سلم په دغه حدیث کې د تاکید لپاره درې ځلی وویلی چې تاسو د خپلو اولادونو ترمینځ عدالت وکړی.
او په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : (( اتقو الله واعدلوا فی اولادکم ))
(( بخاری صفحه ۳۵۲ جلد ۲، مسلم صفحه ۳۲ جلد ۲))
ژباړه: د الله نه وویریږی او د خپلو اولادونو ترمینځ عدالت وکړی او په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( ان لبنيک عليک من الحق ان تعدل بينهم ))
(بخاری و مسلم و احمد)
ژباړه: پر تا باندې ستا د اولاد د حقوقو څخه دادی چې د هغوې ترمینځ عدالت وکړی
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( من کانت له انثی فلم يادها و لم يهنها و لم يؤثر ولده عليها ( يعنې الذکور)ادخله الله الجنة))
(( ابو داود مشکا‎‎‎ة صفحه ۳۴۲))
ژباړه: چا چې خپله لور ته ضرر ونه رسولو او نه يې د هغې سپکاوی وکړو او نه يې خپلو ځامنو ته په هغې باندې غوره والی ورکړو نو الله تعالی به دا شخص جنت ته داخلوی او په بل حدیث کې عبدالله بن عباس رضی الله عنه روایت کړیدی چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی دی چې تاسو په بخشش کې د خپلو اولادونو ترمینځ عدالت کوی او که د عدالت خبره نه وای نو ما به زنانه و ته په بخشش کې ړومبی والی ورکړی وه
((طبرانی و بیهقی))
۱۰- د ښځې د مهر په ورکولو کې ځنډ او يا د هغه غصبول :
زمونږ په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دادی چې په ډیرو حالاتو کې د هغوې لپاره مؤجل مهر ( چې په راتلونکی وخت کې ورکول کیږی) ټاکل کیږي او دغه مهر کله منقول ( چې د یو ځاې څخه بل ځاې ته نقل کیدای شی ) وی او کله غیر منقول ( چې د یو ځاې څخه بل ځاې ته نه شی نقل کیدای ( لکه ځمکه کور و غیره ) وی او بیا کلونه کلونه تیر شی خو میړه يې د هغې مهر نه ورکوی نو دغه عمل د شریعت خلاف دی او پر ښځه باندې یو ظلم دی ځکه چې مهر د ښځې حق دی چې لازم دی پر میړه باندې او باید د هغې حق هغې ته زر وسپارل شی ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی : (( اعط کل ذی حق حقه ))
((بخاری))
ژباړه: هر حقدار ته خپل حق وروسپاره
حتی چې بعضو علماؤ دا هم ویلی دی که چیرته سړی خپلې ښځې ته مهر نه وی ورکړی نو ښځه يې کولی شی چې هغه د کوروالې څخه منع کړی د مهر تر اداء کولو پوری
(( فقه السنة صفحه ۲۹۲ جلد ۲))
نو د ښځې مهر په میړه باندې یو قرض دی او باید هغه دغه قرض زر تر زره ادا‌ کړی او دا ځکه چې که دغه سړی په داسې حال کې مړ شی چې د هغه د ښځې مهر پر هغه باندې قرض وی نو جنت ته نه شی داخلیدلی ځکه چې په حدیث کې راغلی دی چې د قیامت په ورځ به قرضدار د خپل قرض په وجه جنت ته د داخلیدو څخه منع کیږی او داسې يې فرمایلی دی چې (( نفس المؤمن معلقة ماکان عليه دين ))
(( رواه احمد فی مسنده الفتح الربانی صفحه ۹۱ جلد ۱۵))
ترجمه : یعنی روح د مؤمن د جنت د داخلیدو څخه بند وی تر څو چې ورباندې قرض وی.
البته ښځه کولی شی چې خپل ټول مهر او یا یوه برخه د هغه خپل میړه ته پخپله خوښه وروبخښی ځکه چې الله تعالی فرمایي : (( فان طبن لکم عن شی منه نفسا فکلوه هنيئا مريئا ))
(( سورة النساء ایت ۴))
ژباړه: که چیرته ستاسې ښځې په خوشحالی سره د خپل مهر څه برخه تاسې ته وروبښی نو تاسو هغه وخوری په مزی سره بی نقصانه.

۱۱- د دوو عاشقانو ( پيغله او زلمی ) په شرعي نکاح سره نه يو ځاې کول:
زمونږ په ټولنه کې یو بل ظلم دادی چې د غیرت تر نامه لاندې هغه پیغله او زلمی چې یو پر بل باندې عاشقان وی او سره مینه لری نه پریښودل کیږي چې په شرعي نکاح سره یو ځاې کړی شی او دغه بی ځاې ه غیرت په ډیرو حالاتو کې د زلمی یا د پیغلې د ځان وژنې او یا دوو کورنیو ترمینځ د قتل او جګړی او یا د زلمی او پیغلې د تښتیدلو سبب کیږي او یوه عزتمنده کورنی پکې سپک او بدنامه شي نو د داسې قسم اعمالو مسؤولیت به بیا د پیغلې او د زلمی د مور او پلار په غاړه وی.
لهذا د غیرت تر نامه لاندې د دوو عاشقانو ( زلمی او پیغلی) نه یو ځاې کول په نکاح شرعي سره یو ظلم دی او باید دواړه په شرعي نکاح سره یو ځاې کړای شی . ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی دی : (لم يرللمتحابين مثل النکاح) ((حاکم،بیهقی،ابن ماجه،مشکا‎ة ۲۶۸))
ژباړه : دوو ميینانو( عاشقانو) ته د نکاح نه بل ښه علاج نشته.
یعنې دوو عاشقانو ( پیغله او زلمی) د مشکل د حل لپاره د نکاح نه بل ښه علاج نشته.
د مشكاة محشي ددغه حديث لاندې داسې فرمايى : (( و قيل اذا احب رجل امراة و عشق بها فالتعشيق الذ و ازيد في الالفة والالتيام))
(( مشكاة صفحه ۲۶۸ حاشيه ۲ ))
ژباړه:بعضې علماؤ ويلى دى چې څوك يوه ښځه په خوښه او عاشقي سره واده كړي نو دغه واده ډير خوندور او محبت زياتونكي وي.
دغه دی داسلام دمقدس دین کمال اوشمولیت چې څوارلس سوه کاله مخکې يې ددوعاشقانو (پیغله او زلمی ) دمشکل دحل یوه غوره لاره بیان کړیدی .
او جلیل القدر صحابی عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنه روایت کوی چې دمغیث په نامه یو غلام وه او هغه دیوی وینځې سره چې بریره نومیده نکاح کړی وه حو چې کله بریره خپل مولی ازاد ه کړه نو دمغیث نه يې ځان جداکړله خو مغیث په بریره باندې دومره زیات عاشق وه چې دمدینی منوری په کوڅو کې به دبریری پسی روان وه او دومره به يې ورپسی ژړل چې ګیره به يې لمده شوه .
رسول الله صلی الله علیه و سلم چې دمغیث داحال ولېد نو عباس رضی الله تعالی عنه ته يې وویل چې آیا ته دمغیث دغې مینې ته تعجب نه کوی ؟ بیا رسول الله صلی الله علیه و سلم دمغیث لپاره بریری ته سفارش وکړلو او ورته يې وویل چې که ته بیا مغیث سره نکاح وکړی نو ښه به وی .
(بخاری ص(۷۹۰) ج(۲)مشکا‎‎‎ة ص(۲۷۶)
ددغه مبارک حدیث څخه دوه مسالې معلومی شوی یوه داچه هغه مینه چې په هغه کې دعفت او پاکی لحاظ شوی وی روا دی او څه عیب ندی او داځکه چې عشق او مینه دزړه کاردی او دانسان داختیار نه بهر دی همدا راز کومه مینه چې په شرعي نکاح سره دیوځاې والی او عفت او صالح اولاد سبب شی یو ښه کار دی او داجر او ثواب دلاسته راوړلو یوه ښه وسیله ده او په ډیرو حالاتو کې لیدل شوی دی چې چا په عاشقی سره واده کړی وی نو دهغوی ژوند به ښه او دخوشحالی او نیکبختی نه ډک تیریږى .
او دوهمه مساله داچه رسول الله صلی الله علیه و سلم دعاشق او معشوق د یوځاې کیدولپاره سفارش وکړلو نو معلومه شوه چې ددوعاشقانو یو ځاې کول په شرعي نکاح سره یومشروع او ښه کار او داجر اوثواب دلاسته راوړلو یوه ښه وسیله ده ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي (( اشفعوا فلتوجروا ))
((متفق علیه مسلم ص۳۳۰ج۲))
ژباړه : دخیر په کار کې سفارش وکړی تاسې ته به اجر درکړل شی.
او الله تعالی فرمایي (( من يشفع شفاعة حسنة يکن له نصيب منها ))
(( سورة النساء ایت ۸۵))
ژباړه : چا چې په نیک کار کې سفارش وکړلو نو هغه ته به ددغه سفارش په وجه اجر وركړى شي
همدارنګه عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنه روایت کوی چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه و سلم ته وویل چې زه په کور یوه یتیمه پیغله لرم او هغه دوه کسان غواړی چې یو يې مالدار دی او بل يې فقیر دی نو ځمونږه زړه دی چې دغه مالدار سړی ته يې په نکاح کړو خو ددغې پیغلې مینه دفقیر سړی سره دی نو رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل (( ليس للمتحابين مثل النکاح ))
((روضة المحبین لابن القیم صفحه ۳۸۲))
ژباړه : ددوو مینه والو (زلمی او پیغلې ) لپاره دنکاح څخه ښه علاج نشته .
او په بل روایت کې رسول الله صلی الله علیه و سلم داسې فرمایي (( من افضل الشفاعة ان يشفع بين الاثنين فی النکاح ))
(( ابن ماجه ص(۱۴۲))
ژباړه : غوره سفارش دا دی چې دووکسانو په شرعي نکاح سره دیو ځاې کولو لپاره وی .
دیادولو وړه خبره ده چې دواړه عاشقان باید دشریعت دحدودو څخه تجاوز ونکړی او دواړه باید دعفت او پاک لمنی رعایت وکړی او دغیر شرعي کارونو څخه دى ځانونه وساتی او الله تعالی ته باید دواړه سوال او زاری وکړی چې دوې په شرعي نکاح سره یوځاې کړی .
او که چیرته یو ددې دواړو عاشقانو څخه سره درعایت او عفت نه دشدت عشق په وجه مړ شی نو هغه ته دشهادت درجه ورکول کیږی ځکه چې عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنه فرمایي ((من عشق وعف و کتم فمات فهو شهيد ))
(الجواب الکا فی لابن القیم ص(۳۴۰)
ژباړه : څوک چې عاشق وی او پخپل عشق يې د پاک لمنی خیال ساتلی وی او خپل عشق يې پټ کړی وی او بیا مړ شی نو هغه شهید دی.
۱۲- دښځو وهل او هغوی ته سخت او بد الفاظ کارول :
مخکې وویل شو چې که ښځه دخپل خاوند نافرمانی کوله نو الله تعالی دهغی داصلاح لپاره څلور مرحله وار علاجونه په سورة النساء کښې ښودلی دی اوله مرحله داده چې خاوند دی هغه ته نصیحت وکړی او که په نصیحت اصلاح نشوه بیا دوهمه مرحله داده چې دهغی نه دی بستره جدا کړی او که پدی هم اصلاح نشوه بیا دریمه مرحله داده چې هغه دی دادب په نیت معمولی غوندې ووهی یعنې چې سخت نه وی او دهغی پوستکی او هډوکی ته څه نقصان ونه رسیږی لکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم ددغې دریمی مرحلی په باره کې داسې فرمایي (( واضربوهن ضربا غير مبرح))
(( ترمذی ص(۲۲۰)ج(۱)
ژباړه : تاسې (په دریمه مرحله کې ) خپلې نافرمانی ښځې داسې ووهی چې سخت نه وی .
یعنې چې د هغې پوستکې او هډوکې زخمي نکړی او دادب په نیت وی نه دانتقام په نیت .
نو دنا فرمانی دذکر شوی صورت نه بغیر د ښځې وهل ناروا او ظلم دی لیکن متاسفانه چې ځمونږه په ټولنه کې ښځې په معمولې خبرو باندې وهل او ټکول کیږي او هغوې ته بد او سخت الفاظ استعمالیږی .
الله تعالی فرمایي (( وعاشروهن بالمعروف ))
(( سورة النسا‎‎ء ایت ۱۹))
ژباړه : او تاسو ژوندکوی دښځو سره په ښه طریقې سره ))
او رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي :( خيارکم خيارکم لنسائهم)
( ترمذی ص(۲۱۹) ج(۱ ) مشکا‎‎‎ةص(۲۸۲)
ژباړه : په تاسو کې غوره خلک هغه دی چې دخپلو ښځو سره غوره معامله کوی .
او په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه و سلم داسې فرمایي : (ولاتضربوهن ولاتقبحوهن )
((ابو داود ص(۲۹۲))
ژباړه : خپلې ښځې مه وهی او مه ورته بد الفاظ استعمال کړی.
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : ( ولاتضرب الوجه ولا تقبح)
((ابو داود ص(۲۹۲)
ژباړه : دنافرمانی په صورت کې ښځې په مخ باندې مه وهی او مه ورته بدی خبرې وکړی .
او په پل حدیث کې داسې فرمایي ( لاتضربو اماء الله ))
(( ابو داود صفحه ۲۹۲))
ژباړه : ښځې مه وهی
او په بل حدیث کښی داسې فرمایي : (( لقد اطاف بآل محمد نساء يشکون ازواجهن ليس اولئك بخيارکم ))
ابو داوود ص(۲۹۲) مشکا‎‎‎ة ص(۲۸۲ )
ژباړه : دمحمد صلی الله علیه و سلم کورنی (بیبیانو ) ته ډیرې ښځې دخپلو خاوندانو دوهلو څخه شکایت کړیدی دغه کسان چې خپلې ښځې وهی په تاسو کې غوره خلک ندی .
او په بل حدیث کې داسې فرمایي (( علام يضرب احدکم امراته ولعله ان يضاجعها من اخر النهار ))
(( متفق علیه مشکا‎‎‎ة ص(۲۸۰))
ژباړه : ولې په تاسو کښې یو کس خپله ښځه وهی او کیدای شی چې دورځې په اخر کې دهغی سره کوروالې وکړی او په بل حدیث کې داسې فرمایي :
(( ولاتضربن طعينتک ضربک اميتک ))
(( ابو داود مشکا‎‎‎ة ص( ۲۸۲))
ژباړه : د خپلې وینځې غوندې خپله ښځه هیڅکله مه وهه .
او عایشة رضی الله تعالی عنه داسې فرمایي (( ماضرب رسول الله صلی الله عليه و سلم شيا قط بيده ولا امراة ولا خادما الا ان يجاهد فی سبيل الله ))
((شمایل ترمذی ص(۲۳- ۶۳۹۸ ) ابن ماجه ص(۱۴۲) ورواه مسلم ایضاٌ ))
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه و سلم دجهاد نه بغیر په هیچا باندې دلاس ګوزار نه دی کړی نه په ښځه او نه په خادم باندې .
او الله تعالی فرمایي : (( ولاتلمزوا أنفسکم ولاتنابزو بالالقاب ))
(( سورةالحجرات ایت ۱۱))
ژباړه : یو دبل عیبونه مه لټوی او یو بل ته بدنومونه او لقبونه مه استعمالوی .
۱۳ � ښځې سره دخفګان په صورت کې دکورنه وتل او يا د درې ورځې نه زيات خبرې نه کول :
زمونږه په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دادی چې د ښځې د یوی معمولی خبرې یا یو معمولی غلطی په وجه خاوند د هغې سره تر ډیرې مودې خبرې نه کوی او بعضې خو کور هم ورته پریږدی نو دغه عمل یو ناروا او د شریعت خلاف عمل دی بلکې هیڅ مسلمان ته روا نه دی چې د بل مسلمان سره د دریو ورځو نه زیات خبرې پریږدی او همدارنګې سړی ته روا نه دی چې د ښځې سره د خفګان په وخت کې کور بریږدی.
رسول صلی الله علیه و سلم فرمایي : (( لا يحل لرجل ان يهجر اخاه فوق ثلاث ليال))
((بخاری صفحه ۸۹۷ جلد ۲))
ژباړه: هیڅ مسلمان ته روا نه دی چې د بل مسلمان سره د دریو ورځو نه زیات خبرې پریږدی.
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( و لا تهجر الا فی البيت )
(( ابو داود صفحه ۲۹۱))
ژباړه: د خفګان په وخت کې خپلې ښځې سره خبرې او کوروالې مه پریږده مګر په داخل د کور کې یعنې د خفګان په وخت کې کور مه پریږده.
۱۴- د کور څخه بی ضرورته د خاوند بهر اوسيدل :
زمونږه په ټولنه کې پر ښځو باندې یو ظلم دادی چې ډیر سړی داسې دی چې خپل وخت بې ضرورته د خپل کور نه بهر د خپلې ښځې او ماشومانو نه لری تیروی چې دغه کار دده په کور کې د ډیرو مشکلاتو د پیدا کیدو سبب ګرځی او دده په کور کې یوه ګډوډی او بی نظمی مینځ ته راځی چې دا بیا دده د ښځې او اولادونو په اخلاق او تربیه باندې خراب تاثیر اچوی.
نو اصل او غوره دادی چې سړی باید په خپل کور کې موجود اوسی او د هغه ښځه او ماشومان د هغه تر مستقیمې څارنې لاندې وی او بې ضرورته د کور نه بهر اوسیدل په اسلامي شریعت کې روا نه دی ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی : (( اذا قضی احدکم نهمته من سفره فليعجل الی اهله))
(( رواه مسلم صفحه ۱۴۴ جلد ۲))
ژباړه : کله چې په تاسو کې کوم یو کس په سفر کې خپل حاجت پوره کړى نو زر دی ځان خپل کور ته وروسوی.

۱۵- د ښځو تحقيرول ( سپکاوی) :
زمونږه په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دادی چې بعضې نارینه ښځو ته په سپک نظر ګوری او د هغوې کار او خبرو ته هیڅ اهمیت نه ورکوی او نه د هغوې احترام کوی نو دا رنګی اعمال په اسلام کې ناروا دی ځکه چې ښځه هم د احترام او اکرام حقداره ده او باید د هغې احترام وشی او د هغې سپکاوی دی ونشی ځکه چې د مسلمان سپکاوی که ښځه وی او که نارینه یوه لویه ګناه ده لکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی : (( بحسب امری من الشر ان يحقر اخاه المسلم ))
((مسلم صفحه ۳۱۷ جلد ۲، رواه الترمذی صفحه ۱۴ جلد ۲، مشکا‎‎‎ة صفحه ۴۲۲ جلد ۲))
ژباړه : یو شخص ته دا لوی شر دی چې خپل مسلمان ورور ( یا خور ) ته په سپک نظر وګوری او یا د هغه سپکاوی وکړی.
او په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( المسلم اخو المسلم لا يظلمه و لا يخذله و لايحقره))
((مسلم صفحه ۳۱۷ جلد ۲))
ژباړه : مسلمان د مسلمان ورور دی پر هغه به ظلم نکوی او د مظلوميت په وخت کې به د هغه مرسته نه پریږدی او نه به د هغه سپکاوی کوی.
علماء فرمایي چې دغه حدیث او ددې په شان نور حدیثونه ښځو ته هم شامل دى یعنې مسلمان سړی د مسلمانی ښځې دینی ورور دی او هغه يې دینی خور ده او خور او ورور ته روا نه دی چې یو پر بل ظلم وکړی او یا یو بل ته په سپک نظر وګوری.
نو سړی ته پکار دی چې د خپلې ښځې احترام وکړی او د هر هغه کار او خبرې څخه چې د هغې ښځه ورباندې خفه کیږي او د شریعت د چوکاټ څخه بهر وی باید ځان وساتی او دا ځکه چې ښځې هم د حرمت او کرامت والا انسانان دی او باید د هغوې سره د مزدور په حیث معامله ونشی او نه دی د جنسی رغبت د یوی وسیلی په څیر ورته وکتلی شی .
او هغه سړی نا اهله او نا پوهه او ګهنګار دی چې د ښځو سره بد چلند کوی او پر هغوې مسخری کوی او یا د هغوې سپکاوی کوی الله تعالی فرمایي : ((ولقد کرمنا بنی آدم ))
(( سورة الاسراء ایت ۱۷))
ژباړه : مونږ د ادم اولاد ته کرامت ورکړیدی.
او دا معلومه خبره ده چې ښځې هم د آدم د اولادونو څخه دی نو الله تعالی چې کله یو چاته کرامت او عزت وربښلی وی او یو کس راځی د هغې سپکاوی کوی نو دا به څومره لویه ګناه وی. ځکه خو حدیث كې داسې راځی : (( ما اکرمهن الا کريم ولا اهانهن الا لئيم))
((ابن ماجه ابن عساکر ، منهاج العشرة الزوجیة صفحه ۶))
ژباړه: عزتمند سړی د ښځو عزت کوی او رذیلان د ښځو سپکاوی کوی.
همدارنګې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : (( و لا تضرب الوجه و لاتقبح))
((ابو داود مشکا‎‎‎ة صفحه ۲۸۱))
ژباړه : د نافرمانی په صورت کې ښځه په مخ مه وهه او هغې ته سپکې خبرې مه کوه.
۱۶- د کور په داخلی کارونو کې د ښځو سره مرسته نه کول:
زمونږه په ټولنه کې یو غلط رواج دی چې نارینه د زنانو وو سره د کور په کارونو کې هیڅ قسمه مرسته نه کوی بلکې دغه کار دوې عیب او بد ګڼی.
نو دغه رواج د رسول الله صلی الله علیه و سلم د سنتو خلاف دی او دا ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم به د خپلو بیبیانو سره د کور په کارونو کې پوره مرسته کوله لکه چې عایشة رضی الله عنها روایت کوی : (( کان رسول الله صلی الله عليه و سلم فی مهنة اهله فاذا حضرت الصلاة قام الی الصلاة))
((صحیح بخاری صفحه ۸۰۸ جلد ۲))
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه و سلم به پخپل کور کې د خپلو بیبیانو خدمت کاوه خو جی د لمانځه وخت به داخل شو نو بیا به د لمانځه د اداء‌ کولو لپاره مسجد ته لاړلو.
او علی ابن ابی طالب رضی الله عنه داسې روایت کوی : (( کان رسول الله صلی الله عليه و سلم اذا آوی الی منزله جز‌ء دخوله ثلاثه اجزا‌‌ء جز‌‌ءالله و جزءا لاهله و جزء لنفسه ))
((شمایل ترمذی صفحه ۲۲ جلد ۶۳۸ ))
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه و سلم به چې کله خپل کور ته داخل شو نو خپل وخت به يې درې برخی کړی یوه برخه يې د الله تعالی د عبادت لپاره او بله برخه يې د خپلې کورنی د خدمت لپاره او بله برخه يې د ځان د خدمت لپاره .
او عایشه رضی الله عنها په بل حدیث کې داسې فرمایي : (( کان رسول الله صلی الله عليه و سلم بشرا من البشر يفلی ثوبه و يحلب شاته و يخدم نفسه ))
((شمايل ترمذی صفحه ۲۳ جلد ۶۳۹))
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه و سلم به پخپل کور کې د یو عام بشر په څیر ژوند کاوه خپلې جامې به يې پخپله پاکوله او خپله میږه به يې پخپله لشله او د خپل ځان خدمت به يې پخپله کوله.
۱۷- د ښځو سره مشوره نه کول :
زمونږه په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دا کیږي چې زیاتره نارینه د زنانه و سره ‎په هیڅ یو کار کې مشوره نه کوی بلکې د زنانه و سره مشوره کول یو عیب او بد کار ګڼی لهذا دغه عمل د شریعت خلاف دی او سړی باید د ژوند په کارونو کې د خپلې ښځې سره د خپلې خور سره د خپلې لور سره د خپلې مور سره مشوره وکړی او په دغه کار کې باید د رسول الله صلی الله علیه و سلم په نقش قدم روان شی ځکه چې هغه مبارک به همیشه د خپلو صحابوو او د خپلو بیبیانو سره مشورې کولی ځکه چې الله تعالی هغه ته ددغه کار امر کړی وه لکه چې الله تعالی فرمایي : (( و شاورهم فی الامر ))
(( سورة ال عمران ایت ۱۵۹))
ژباړه : د خپلو صحابوو سره د دنیا په کارونو کې مشوره وکړه.
او الله تعالی د مؤمنانو په صفت کې داسې فرمايی : (( و امرهم شوری بينهم ))
((سورة الشوری ایت ۳۸))
ژباړه : دوې خپل کارونه په مشوره باندې حل او فصل کوی.
او رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : (( آمروا النسا‎‎ء فی بناتهن )) ((ابو داود ۲۵۸))
ژباړه : د خپلو ښځو سره د هغوې د لورګانو په ودولو کې مشوره وکړی.
او عایشه رضی الله عنها روایت کړیدی چې کله رسول الله صلی الله علیه و سلم په غار حرا‌ کې وه او جبریل علیه السلام ورته په اول ځل ورغی او هغه ته يې د الله تعالی د طرف نه پیغام راوړ نو رسول الله صلی الله علیه و سلم وډار شو او بی بی خدیجة رضی الله عنها ته ورغی او د هغې سره يې مشوره وکړه او د مشورې نه پس خدیجه رضی الله عنها هغه ورقه بن نوفل ته بوتله او هغه ته يې قصه بیان کړه ورقه بن نوفل چې کله د رسو ل الله صلی الله علیه و سلم خبرې واوریدلی نو ورته يې وفرمایي چې ته ددغه امت پیغمبر يې ....) (( بخاری صفحه ۲ جلد ۱))
همدارنګه د هجرت په شپږم کال کې رسول الله صلی الله علیه و سلم د خپلو صحابه کرامو سره یو ځاې د عمری د اداء‌ کولو په نیت د مکې مکرمې په طرف وخوځیدل او ټولو احرامونه اغوستلی وو او د قربانی څاروی يې د ځان سره روان کړی وو خو چې کله دوې د حدیبی مقام ته ورسیدل نو د مکی د مشرکانو له طرفه د عمری د اداء کولو څخه منع شول او اجازه ورته ونشوه چې مکې مکرمې ته ورداخل شی خو پس د یو څه بحث نه د مکې د مشرکانو سره دا معاهده وشوه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم او صحابه کرام به سږ کال عمره نه کوی او بیرته به ځی او راتلونکی کال به بیا دوې عمره کوی.
نو ددغې معاهدی د ا مضاء‌ څخه وروسته رسول الله صلی الله علیه و سلم صحابه کرامو ته امر وکړو چې د احرام جامې وباسی او د سر ویښتان یا وخریی او یا يې کم کړی او د قربانی څاروی ذبح کړی خو صحابه کرامو د ډیر غم او خفګان څخه دغه کار ونکړلو نو رسول الله صلی الله علیه و سلم خفه شو او د خپلې بی بی ام سلمه رضی الله عنها خیمی ته ور ننوت او د هغې سره يې په دغه موضوع کې مشوره وکړه نو هغې ورته وفرمایل چې ای رسول الله صلی الله علیه و سلم ته وځه او خپل د قربانی څاروی ذبح کړه او ویښتان وخریه او احرام نه ځان وباسه او د هیچا سره خبرې مکوه نو رسول الله صلی الله علیه و سلم وواته او همدغسې کار يې ترسره کړلو نو چې کله صحابه کرامو رسول الله صلی الله علیه و سلم ولېدلو چې دغه کارونو کوی نو ټولو د هغه تابعداری وکړو او ځانونه يې د احرام څخه وویستلو او په دی طریقې سره مشکل حل شو او د رسول الله صلی الله علیه و سلم امر عملی شو چې دغه کار د یوی ښځې د مشورې په نتیجه کې وشو.
((بخاری صفحه ۳۷۲ جلد ۱))

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1261

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1249

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1406

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1902

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6124

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…