د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

شعبان

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_01muhib_rahmati3.jpg




 

د حضرت محمد (ص) ارشاد دى :

- روزه د الله رب العزت مياست ده  او شعبان زما مياست ده

شعبان د نبي (ص) تر ټولو زياته خوښه مياست بلل كېږي، په دې مياست كي به نبي (ص) روزې نېولې او  عبادتونو به يې كول، د دې مياستي نوم شعبان ايښودلو يوه  وجه دا هم كېداى سي، چي د دې مياستي د خير و بركت د عمل په وجه موږ الله تعالى ته نزديوالى غواړو، دا مياست نبي (ص) ځان ته په منصوبولو سره اعلان كړې ده، چي دا مياست د الله تعالى د عبادت او اطاعت خاص مياست ده

د نبي كريم ص دا معمول و، چي په دې مياست كي به يې روزې نيولې، تر هغو چي له روزې سره به يې ګډي كړې، حضرت عايشه رض وايي، ما نبي (ص) په شعبان كي له روزې سوا په بله مياست په روزه نيولو نه دى ليدلى، يو بل روايت هم راغلى دى چي نبي (ص)په نزد دروزې نيولو مياست تر ټولو محبوبه مياست شعبان وه

د دې مياستي ارزښت دا دى، چي په دې مياست كي د هر چا اعمال  الله تعالي ته وړاندي كيږي، د نبي (ص) په دې مياست كي د روزې نيولو يو وجه دا هم كېداى سي چي روزه يوازي د الله تعالى لپاره ده چي د هغې اجر هم الله تعالى وركوي، او دا اجر د روزې په حالت كي له لس څخه اويا واره زيات دى، يو بل ځاى داسي هم ليكل سوي دي، چي په روزه كي دا اجر له اوياوو څخه اووه واره زياتېږي

يوه صحابي د نبي كريم په خدمت كي عرض وكړ:

- ته خو انسان په هغه درجه كي يې، چي د هغه هيڅ سارى نسته، بيا ته ولي په دا دونه عبادت  كي مبتلا يې ؟

نبي اكرم ص ور ته وويل :

- خلك د دې مياستي له عظمت څخه غافله دي، دا مياست د رجب المرجب او د روزې په منځ كي واقع ده، په كومه چي د مخلوق اعمال د الله په حضور كي وړاندي كيږي، زه غواړم چي زما اعمال د يوه روزه دار په صفت سره وړاندي سي

حضرت عايشه رض وايي، نبي (ص) د شعبان ټوله مياست روزه نيوله، يو وار ما له نبي (ص) څخه وپوښتل :

- ته له نورو مياستو څخه په شعبان كي روزه نيول ولي خوښوې؟

 نبي (ص) و ويل :

- په دې مياست كي د سږ كال د مړه كېدونكو خلكو مرګ ليكل كيږي، زه غواړم چي د مرګ حكم مي د روزه نيونكي په حالت كي وليكل سي

د شعبان په مياست يوه شپه چي په پنځلسمه شپه راځي، برات ورته وايي، شب د شپې په معني او د برات مطلب خلاصون دى، علما كرام ليكي، دا ده ګناهونو او مصبتونو څخه د خلاصون شپه ده

لكه څنګه چي د ژونديو انسانانو لپاره دوه اخترونه يعني كوچنى او د لوى اختر شپې راځي، همدا راز د فرښتو لپاره هم دوې شپې راځي، يوې ته ليلة القدر او بلي ته ليلة البرات وايي، په يو ځاى كي دا شپه له ګناهونو څخه د ازادۍ هم ليكل سوې ده، په دې كي دوه ډوله خلك نه بخښل كېږي، مشرك او كينه ناك، د يوه بل فرمان له مخي په دې شپه كي د شپږو خلكو بخښنه نه كېږي، شرابي، شيطانت كونكى، د موسيقي الاتو غږونكى، د مور و پلار نا فرمان، قاطع رحم او مصور

په دې شپه كي په راتلونكي كي د مړه كېدونكو كسانو نوم او حساب و كتاب ليكل كيږي

دې له بركته ډكي مياستي نوم شعپان دى، يعني له شعبان سره معظم چي معنى يې عظمت والا ده، د دې عظمت ښه والى له دې خبرو ښكاري، چي نبي كريم (ص) دا مياست خپل ځان ته منصوب كړې ده، په دې مياست كي نفلي روزې ډېري ونيسئ

الله تعالى دي موږ د دې مياستي په بركتو سره وبخښي
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1769

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1722

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1970

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2534

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6762

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…