د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

قران

01khost-web.net.png





 

مقدمه

هغه کسان،چې د بشري دانش او تجربې پر محدودیت باندې باور لري او د ستر هدایت او برترۍ غوښتونکي دي؛نو د وحۍ پر ضرورت باندې پوهېږي او په عاجزانه شکل ترې د روښنایۍ او هدایت غوښتنه کوي.

هر مسلمان او د اسلامي ټولنې ټول افراد باید د الهي کریمه آیتونو پر وړاندې خپل نقش او دندې وپېژني او د هغې په محور او مدار حرکت وکړي.  ددې نقش او د مهمو او اساسي وظایفو د پېژندنې لپاره حکیمانو او مشرانو د پام وړ خبرې لري. د حضرت آیة الله خامنه ای ( مدظله العالی) په سیره کې که څه له انقلاب څخه مخکې وي او که څه ترې وروسته وي، خصوصاً وروسته له دې،چې د اسلامي انقلاب رهبرۍ ته تعیین شو؛نو کولای شو،چې د قرآن او قرآني لارښونو د مقام په هکله د ده د توجه په ژوروالي او د حساسیت په شدت پوه شو.
 
 

د نوموړي د خبرو ټولګه په دې لیکنه د راهنما منشور په قالب کې تنظیم شوې ده،چې په هغه کې د قرآن د شناخت، له هغه څخه د برداشت طریقه او د قرآن په برخه کې تخصصي ګرایشونه په ترتیب سره په درې فصلونو کې تر لاندې راغلي دي.
 
 

ددې ټکي ویل لازم دي،چې په دې مباحثو کې هڅه شوی،چې د نوموړوي د خبرو د لاسرسۍ وړ ټولګې ته پاملرنه وشي او د لومړي کتاب په عنوان علاقه مندانو ته وړاندې شوی دی.
 

د قرآن پېژندنه

 

 په لومړي قدم کې باید له قرآن کریم څخه کامل او جامع شناخت ولرو. هغه کتاب ،چې زموږ پر وړاندې دی او له موږ څخه هر یو په هغه کچه ،چې د دې مقدس کتاب له مقام او د هدایت له ابعادو څخه یې خبر یو؛نو پر هغه باندې د فهم لپاره هڅې کوو. چې هر څومره ترې بهتر درک ولرو او د ارزښت او مقام په هکله یې ،چې هر څومره کامل تره پېژندنه لاس ته راوړو؛نو ورسره د چلن کچه او ترې استفاده کول به یې متفاوت شي.
 
 

قرآن او د بشر ژوند

 

د قرآن نزول د بشریت لپاره د نوي ژوند سرآغاز او په انساني ژوند کې د تازه تحول شروع ده:

 

پر کومه ورځ،چې پر پېغمبر باندې قرآن نازل شو؛نو دا د بشریت لپاره نوې ورځ ده- د قضیې حقیقت همدا دی؛ هغه ورځ،چې پر بشر باندې قرآن نازلېږي؛نو دا په تاریخ کې داسې وخت دی،چې د انسان لپاره نوی ورځ ده – پر هغه ورځ،چې امیر المومنین (حضرت علي) علیه السلام ولایت ته وټاکل شو؛نو دا نوی ورځ ده.( ۱/۱/ ۱۳۷۷)

 

انسان په ظلماتو او تپو تیارو کې دی او له ناپوهیو او ګمراهيو څخه ډک دی.

قرآن داسې کلام دی،چې د جهانیانو د پروردګار له خوا،چې اګاه او مهربان وجود دی، د هغه د رحمت د پېغمبر په لاس انسان ته رارسېدلی دی،(قرآن) ټوله رڼا ده او بشر ته یې روښنايي او هدایت راوړی دی.
 
 

زما عزیزانو! قرآن رڼا ده او حقیقتا زړه او روح روښانه کوي. که له قرآن سره مینه پیدا کړی؛نو و به وینی،چې ستاسې زړه او ځان نوراني کېږي.د قرآن په برکت د انسان له زړه څخه ډېرې تپې تیارې او ابهامونه څنډل کېږي. پاک الله (ج) فرمايي :

اللّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُواْ يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّوُرِ [1]

 د قرآن په برکت دي،چې انسان له تپو تیارو، اوهامونو، اشتباهاتو، تېروتنو او غلطیو څخه د رڼا په لوري هدایت پیدا کوي. ( ۱۴/ ۱۰/ ۱۳۷۳)
 
 

که انسان حسي،فکري، عقلي او حتی شهودي ټول ابزارونه هم په کار واچوي؛خو بیا هم د ژوند په ډېرو ضروري ابعادو کې ، لکه د خلقت د هدف او د ژوند د پای او خاتمې او د داسې پوښتنو په هکله الهي معارفو ته اړتیا لري. هغه معارف، چې د انسان له پیدایښت او له دې جهان څخه وروسته د اګاه وجود له خوا وړاندې شوي دي.
 
 

قرآن د معرفت کتاب دی.موږ د ژوند په برخه کې، د راتلوونکي په هکله ، د اوسني مکلفیت په هکله، د شتوالی د هدف په هکله او په ځینو نورو ډیرو مسایلو کې په ډېرو څیزونو نه پوهېږو. بشر له جهالتونو څخه ډک دی. قرآن انسان ته مغرفت راوړي. ( ۱۴/ ۱۰/ ۱۳۷۳)
 
 

له قرآني معارفو څخه په استفادې سره انسان کولای شي،چې د خپل رشد او تعالی مسیر پیدا کړي او د قرآن د رڼا له هدایت څخه ګټه پورته کړي.
 
قرآن د رڼا، معرفت، نجات، روغتیا، ودې او تعالی او د خداې ته د نږدې کېدو کتاب دی. ( ۱۴/ ۱۰/ ۱۳۷۳)


 

قرآن ته د بشر اړتیا

 

بشر په ټولو دورانونو کې د قرآن درملنې ته محتاج دی او د وحې درمل بهترینه درملنه ده،چې بشریت کولای شي، ورته لاسرسی ولري؛ دا ځکه چې قرآن د انسان ټولو اړتیاوو ته توجه کړې  او ټول یې په پام کې نیولي دي:

قرآن خپل ځان په مختلفو ژبو تعریف کوي،چې داسې وايي :

 

إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يِهْدِي لِلَّتِي [2]

یعنې قرآن انسان ته د بهترینې لارې، بهترین کار، بهترین نظام، بهترینې طریقې، بهترینو اخلاقو او د فرد او ټولنې د بهترینو طریقو لارښوونه کوي. نن ټول بشر قرآن ته محتاج دی؛خو که موږ مسلمانان په قرآن عمل و نه کړو؛نو زموږ تاوان به تر نورو ډېر وي؛ځکه موږ دا نسخه او دا دستورالعمل لرو او دهغې تاریخي تجربه هم لرو. پر قرآن باندې د عمل له برکته بشریت په لومړي صدر کې په اخلاقو،علم او عمل کې د مختلفو مادي او معنوي پرمختګونو اوج ته ورسېده. قرآن تل ژوندی دی. ( ۱/ ۹/ ۱۳۷۷ )


معاصر انسان سره له دې،چې ټول امکانات او ثروتونه یې لاس ته راوړي؛خو بیا هم له پراخو مشکلاتو او مصایبو څخه سر ټکوي او له دې ټولو څخه د خلاصېدنې کاملترینه نسخه په قرآن کې شته دی.
 
قرآن د انسان اړتیاوو ته پاملرنه کوي. په هر عصر کې قرآن کولای شي،چې د انسانانو د سعادت لپاره بهترینه نسخه وي. نن بشري ټولنو د عالم په ډېرو ځایونو کې له معنویت څخه د لري والي، د انسانیت له حقیقت څخه د لرې والي، له اخلاقو څخه د لري والي او له خدای څخه د لری والي له کبله  داسې وضع پیدا کړی،چې دا ټول مادي پرمختګونه یې نه شي خوشبخته کولای، دا ولې؟ مګر بشر نن تر ټولو ثروتمند او عالم نه دی؟ مګر بشر نن تر پخوا څخه لا ډېر د ژوند له اسانوونکیو ابزارونو سره مخ نه دی؟ نو دا ژوند بیا هم ولې دومر تریخ دی؟ په عالم کې دا دومره اختلافات ولی دي؟ ولې دومره جنګ دی؟ ولې دا دومره نا اهلي ده؟ په ثروتمندترینو هېوادونو کې ځوانان ولې د خوشبختۍ احساس نه کوي؟ د خوشبختۍ لپاره ایا بشر داسې څه ته اړتیا لري،چې ورسره نشته ؟ ځواب یې یو ټکی دی: بشر د انبیاوو پیغام کم لري. بشر د انبیاوو د آرام بخشۍ او هوساینې ورکوونې نسخه نه لري یا دا چې پرې عمل نه کوي. بدبختۍ په دې ځای کې دي. دا قرآن کامل ترینې نسخې لري. ( ۱/ ۹/ ۱۳۷۷)
 
 

د نوي عصرماده ګرايي او له معنویت څخه یې لا ډېره فاصله د معاصر انسان د ننګونو د جوړېدو اصلي کونجي ده، چې د تک ډګري انساني تولید لامل شوی دی. قرآني معنویت ددې ننګونې واقعي او اصیل درمل دی. په مادي دنیا کې د موجودو ننګونو له کبله،چې د انسان په زړه او ځان کې کومې غوټې رامنځ ته کېږي؛نو د قرآن حکمت سر انګشت کولای شي،چې دا ټولې غوټې پرانیزي دا واقعیت دی، زړونه خلاص وي، سینه پراخه کوي، هیله ورکوي، رڼا ورکوي ، په صراط مستقیم کې د حرکت لپاره راسخ عزم ورکوي. قرآن ته باید مخه کړو او دا ترې باید واخلو.( ۱۴/ ۷ / ۱۳۸۴)

همدا د قرآن عظیم او پراخ ظرفیت دی،چې د عالم د مکتبونو او فکري اوعملي فلسفو پر وړاندې د اسلامي انقلاب لپاره یو افتخار دی:

د ټولو مکتبونو، بشري نظامونو او له هغه ټولو مانفیستونو سره،چې تړلي محدود او حقیرو ذهنونو جوړ کړي؛نو ددې ټول پر وړاندې زموږ افتخار دا دی،چې زموږ د انقلاب کتاب قرآن مجید دی،چې حکیم خبیر وحی څخه یې منشا اخستې او د عامي، عالم، مشر او کشر لاس ته ورغلی دی او د ټولو د استفادې او فهم وړ دی.موږ د خپلو مبارزاتو په اوږدو کې خپل اصلي خطوط له قرآن څخه تر لاسه کړي دي او هغه مو لکه د انقلاب د همیشګي شعارونو په شان مطرح کړي دي. ( ۱۶/ ۱۱/ ۱۳۶۰ )

 

قرآن تلپاتې الهي معجزه

د قرآن عظمت او اعجاز په دې کې دی،چې د اخرین الهي پېغمبر اسماني کتاب دی او ترڅو ،چې بشریت وي؛نو د هغوی د هدایت دنده باید پر غاړه ولري، کامل دی او له هر ډول عیب او نیمګرتیا څخه پرته پاتې شوی او وي به . دا ځکه ،چې ددې کلام خاوند یې ساتنه تضمین کړې ده. قرآن هماغه کتاب دی،چې د اسلام پر پېغمبر نازل شو او هیڅ بدلون په کې نه دی راغلی.
 
د پېغمبر پر مقدس زړه باندې نازل شوي آیتونه، داسې څه نه دي،چې بشري توطیې او وسوسې ورسره مبارزه وکړای شي. د قرآن ساتنه د خدای کار دی او الهي تدبیر به قرآن خپور کړي. ( ۲۸/ ۶/ ۱۳۸۰)

 

د قرآن ځانګړنې

 

۱- قرآن له ګمراهۍ څخه پرته هدایت

 

د قرآن هدایت داسې هدایت دی،چې که لاس ته راوړ؛نو بیا په کې ګمراهي نه شته :

 

ویې فرمایل : (( حبل ممدود من السماء [3]))  دا قرآن الهي  رسۍ ده.

کلکه الهي رسۍ ده که موږ ورباندې منګولې ولګولې؛نو بیا خویدل، لویدل او ورک کېدل نه شته . ( ۲۴/ ۴/ ۱۳۸۹ )

 

۲- قرآن د ټولنې او فرد جامع هدایت

دا هدایت یوازې د هر فرد لپاره نه دی؛بلکې اسلامي ټولنې ته راهنما او هدایت دی.

قرآن ددې لپاره دی،چې اسلامي ټولنه خپل مکلفیت وپېژني، خپله دنده وپېژني، له حیرت څخه وژغورل شي، له تپو تیرو څخه وژغورل شي. ( ۹/ ۸/ ۱۳۷۹)


۳- قرآن د عمل راهنما

د قرآن له غني او ژورو معارفو څخه د ګټې اخستنې لپاره یوازې د قرآن مطالعه او تلاوت کافي نه دی؛بلکې باید عمل پرې وشي،ترڅو سعادت تر لاسه کړو.

قرآن یوازې په کونج کې تلاوت کول نه دي؛بلکې د عمل لپاره دی ،قرآن د شناخت او معرفت لپاره دی. ( ۹/ ۸/ ۱۳۷۹ )

مسلمان ملتونه دې محتاج دي،چې قرآن دهغوی منځ ته ورستون شي او دا کار پر قرآن باندې له عمل کولو څخه پرته امکان پذیره نه دی. ( ۱۲/ ۱/ ۱۳۶۳ )

 

له قرآن سره د زړه او ځان د پیوند ضرورت

 

له دې دومره برجسته ځانګړنو سره ،چې قرآن یې لري او له دې دومره اضطرار او نیاز سره،چې د دې الهي کلام هدایت او راهبرۍ ته یې لرو؛خو زموږ فردي او اجتماعي ژوند لا تر اوسه پورې هم له قرآن سره فاصلې لري او ددې فاصلو راکموالې یوازې په دې کې دی،چې زړه او ځان د الهي کلام په مسیر کې کړو.
 
حقیقت دا دی،چې موږ لا تر اوسه پورې هم له قرآن څخه ډېر لری یو او ډېره فاصله ورسره لرو. زموږ زړونه باید قرآني شي. زموږ ځان باید له قرآن سره مینه پیدا کړي. که وکړای شو،چې له قرآن سره مینه وکړو او د قرآن معارف خپل زړه او ځان ته ننباسو؛نو زموږ ژوند او ټولنه به قرآني شي او فعالیت، فشار او سیاست ګذارۍ ته اړتیا نه لري. اصل دا دی،چې زموږ زړه،زموږ ځان او زموږ معرفت حقیقتا قرآني شي. ( ۲۴/ ۴/ ۱۳۸۹)

 

او له قرآن سره د زړه او ځان دا پیوند یعنې دا،چې د انسان ژوند له قرآن سره اغږل شوې دی او د قرآن مفاهیم او ښوونې ،چې د انسان په ټول ژوند او مختلفو ابعادو کې دي، حضور او بروز شي.
 
له قرآن سره باید عجین شو. قرآني مفاهیم هغه مفاهیم دي،چې د ژوند لپاره یوازې معلومات نه دي. کله نا کله د انسان قرآني معلومات ښه وي؛خو دهغه په ژوند کې د قرآن هیڅ اثر نه وي!  زموږ هڅه باید دا وي،چې زموږ په ژوند کې قرآن تجسم پیدا کړي. ( ۲۸/ ۷/ ۱۳۸۸)

د قرآني ژوند داسې جامع او کامل نمونه د اسلام د ګران پېغمبر (ص) په ژوند کې لیدلای شو او د قرآني ژوند بهترینه اسوه ، نبوي (ص) سنت دي.
 
د پېغمبراکرم (ص) له یوې بي بي څخه یې د پېغمبر د اخلاقو په هکله پوښتنه وکړه، دوی وویل : (( کان خلقه القران [4]؛ یعنې اخلاق یې قرآني و.)) یعنی مجسم قرآن و. دا باید زموږ په ټولنه کې تحقق پیدا کړي. ( ۲۸/ ۷/ ۱۳۸۸ )

 

دا د الهي کلام ژوروالی، عظمت او دقیقه لارښوونه ده،چې حضرت علي فرمايي :

 

و ما جالس هذا القرآن احد الا قام عنه بزیادة او نقصان : زیاده فی هدی، او نقصان من عمي،
 
چې کله د قرآن له څنګ څخه پاڅېږی؛نو پر تاسې څه درزیات شوي دي او هغه هدایت دی او څه له تاسې څخه کم شوي او هغه ړوندوالی او جهالت دی.[5] ( ۱۷/ ۱۱/ ۱۳۷۰)

 

هدف، قرآن ته نږدېوالی

 

له قرآن څخه د همدې شناخت پر اساس او هغه ضرورت ،چې ورته انځور شو؛نو زموږ هدف باید دا وي،چې د قرآن شناخت ته لا ډېر نږدې شو او خپل چلن هم ورته ورنږدې کړو . زموږ هدف دا دی،چې دې مقاصدو ته نږدې شو. غواړو قرآن ته ورنږدې شو، معرفت او عمل ته نږدېوالی، دې ته کار ته باید ملا وتړو. ( ۵/ ۳/ ۱۳۸۸)

 

که څه هم د ټول قرآن زده کول ضروري دي؛خو دې ته باید پاملرنه وکړو، چې دا د انسان نیاز دی،چې  په زده کړه کې لومړیتوب ټاکي، په بله وینا هغه مطلبونه باید د زده کړې په لومړیتوب کې کېښودل شي،چې ورته بشري احتیاج وي :

هغه ټکی،چې د قرآن په تلاوت کولو او حفظ کولو کې یې باید ځوانانو ته تذکر ورکړی دا ده،چې که څه هم د قرآن کریم ټول آیتونه رڼا ده؛خو نن ځوانان د قرآني آیتونو هغو برخو ته ډېر احتیاج لري او هغه، دا څیزونه دي،په کې د اسلام عزت او د اسلامي ټولنو عزت او د اسلامي ټولنو عملي توحید په کې وي. [6]

 

په دې ځای کې ځینې لاسونه شته،چې مسلمانان د اسلامي معارفو له برخو څخه لرې وساتي.
 

ځینې قراني مفاهیم شته،چې استعمار کوښښ کوي، موږ ترې لرې وساتي، موږ یې له جهاد څخه لرې ساتلي یو،دا چې کفار نباید پر مسلمانانو مسلط وی؛نو موږ یې له دې څخه لرې ساتلي یو،له هغو آیتونو څخه یې لرې ساتلي یو،چې د مسلمانانو وحدت په کې وي... هغه آیتونه ،چې معنی یې د اسلامي ټولنو پر ژوند باندې د اسلام عملي حاکمیت دی؛نو ټول خلک یې باید زده کړي...
 
د ځینو عربي او اسلامي هېوادونو د جومات ملا امامانو ته چې ځینې آیتونه به یې په جمع کې خوښول؛نو یو وخت مې دوی ته وویل : هغه آیتونه خوښ کړﺉ،چې د اسلامي ملتونو په برخلیک کې په خاص ډول اثر لري. [7]
 
نو بنا پردې اساسي الویت په فردي او اجتماعي ژوند کې د قرآن پېژندنه او پرې عمل کول دي،چې دا د مسلمانۍ شاخص او تعریف دی:

 قرآني کېدل په دې معنی دي،چې ملت له قرآن سره واغږل شي. په قرآن عمل وکړي او په کامل توګه قرآني معرفت لاس ته راوړي. موږ نن په اسلامي نړۍ کې دا کم لرو. د اسلام نوم په هر ځای کې شته. څه ته چې موږ ضرورت لرو دا دی،چې  هغه د قرآن له معاریفو سره اغږل او په قرآن عمل دی، چې دا واقعي مسلمان دی. ( ۵/ ۱۱/ ۱۳۷۱)
 
 

 

--------------------------------------------------------------------------------


[1]  بقره، ۲۵۷
 

[2]  اسراء ، ۹


[3]  ارشاد القلوب، ۲ جلد، ۳۰۶ صفحه
 

[4]  فضایل الخمساء ۱ جلد، ۱۱۷ صفحه
 

[5]  نهج البلاغه ۱۷۶ خطبه
 

[6]  حدیث ولایت ۷ جلد
 

[7]  حدیث ولایت، ۷ جلد
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1655

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1606

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1824

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2349

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6585

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…