امام محمد٫ رحمت الله علیه څوک ؤ؟

محمدیې نوم دی کنیت یې ابو عبدالله دی دپلار نوم یې حسن او دنیکه نوم یې فرقد دی  او شیباني یې نسبي نوم دی او اصلی ځای یې جزیره شام دی او پیداشوی په واسط کښې په کال ۱۳۲ هجری کي دی دده دپلار مبارک او مور مبارکه همېشه دپاره کوفې ته ولاړل٫
امام محمد رح دڅوارلسو کلونو په عمر کي دامام ابوخنیفه رح په خدمت کښې حاضر شو او له هغه یې علم حاصل کړو څلور کاله یې په خدمت کې حاضر وو بیا یې له امام یوسف رح څخه علوم حاصل کړو له هغه وروسته یې دمسعر اوزاعي ٫ سفیان ثوري ٫ او امام مالک او له نورو علماؤ څخه علم حدیث حاصل کړ او تر هغه وخته پورې چې په اتفاق سره دټولو دفقهي دعلم لوړ امام وګرځېدو په تفاسیرو او حدیثو کي پوره امام وګرځیدو دی وایې چي ماته له پلار څخه په میراث کي دیرش زره درهمه یا دیناره راپاته شول په هغو کې مې نیمې په لغت او شعر کې مصرف کړې او نیمایي حصه مې دعلم په تحصیل حدیث او فقه کې خرچ کړه ٫
امام محمد رح به په ډېرو شپوکې نه بیدیدی دهغه شاوخوا کتابونه راجمع سوي وو او چې هر وخت به یې دیوه فن څخه زړه خراب شو بیا به یې دبل فن کتابونه مطالعه کول په شپو شپو به بېدارؤهر وخت چي به یې دیو چا مسله ورخلاصه کړه نو به یې وویل چي داسي لذت باچهانو ته هم حاصل نه دی لکه ماته چي دی
امام محمدرح دکوفی دعلماوو څخه ماسیوا دمدینې مکې بصرې واسط شام او یمامه او نورو ځایو دعلماوو څخه سبقان ویلي دي چي دیو څو استاذانو نمونه یې دادي
دکوفی له خلګو څخه ٫ امام ابوحنیفه رح ٫ امام یوسف رح ٫ امام زفر رح ٫ سفیان ثوری رح ٫ مسعر بن کرام رح ٫ مالک بن مغول رح ٫ حسن بن عماره رح ٫ دمدینې له خلګو څخه ٫ امام مالک رح ٫ ابراهیم صحاک رح ٫ دمکې له خلګو څخه ٫ سفیان بن عیننه رح ٫ طلحه بن عمر رح ٫ زمعه بن صالح ٫ دبصرې له خلګو څخه ٫ ابو العوام رح ٫ له شام څخه ابو عمر رح ٫عبدالملک نخعی رح ٫ له یمامې څخه ٫ ایوب بن عبه تمیمی رح ٫ او داسي نور
امام محمد رح شل کاله درس شاګردانو ته ورکړ
او ددې سترامام دوفات نېټه ده
کال ۱۸۹هجری
د۵۷ کالو په عمر کي وفات شوی دی
***
په مینه
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

Author of this article: محمد علي عمري

Show Other Articles Of This Author