څلوريزه يا رباعي د نهمې هجري پيړۍ په جريان کې
ا. ډ. ب. وايي. ه. م
ليكوال اسدالله ستانکزی
څلوريزه(رباعي)
څلوريزه يا رباعي د نهمې هجري پيړۍ په جريان کې د شرقي شاعرۍ نه پښتو ادب ته لاره پيدا کړه.
څلوريزه يا رباعي دا فورم هم د عربي ژبې څخه پښتو ته راننوتی دی،چې څلور مسرې لري،لومړۍ،دويمه او څلورمه مسره په خپلو منځنو کې يوه قافيه لري او دريمه مسره يې قافيه نه لري.
څپې يې اکثراً لس وي ،لکه د خوشحال خان بابا رباعيات،چې په سلو کې
۸۵ ٪ د لس څپو دي،او د استاد صديق پسرلي،چې د زرو شاوخوا کې رباعي دي،چې ټولې يې لس څپيزې دي د استاد قيام الدين خادم هم لس څپيزې رباعي دي. لس څپيزې رباعي په دوه ډوله دي يا په دوه برخو ويشل کيږي،چې پنځه يو خوا او پنځه بل خواه په تول تللې وي. لکه:
تن به تاوان وای که مينه نه وای ژوندون به حيوان وای که مينه نه وای
انســـــــان به څه وه د لارې دوړه جهان به وران وای که مــــــينه نه وای
ځينې وخت خلک هغه شعر ته،چې سندرغاړي يې تر غزل يا بلې کومې سندرې دمخه،د خلکو د پام اړولو په خاطر وايي،چې زياتره اخلاقي،ديني اونور مسايل په کې وي،حال دا،چې دا هغه رباعي نه دي،چې عام ولس يا سندرغاړي يې په کومه مانا استعمالوي.
لومړۍ رباعي خليل خان نيازي ويلې ده،او بيا د ده په ځواب کې، د هند افغان پاچا سلطان بهلول لودي ويلې ده، دا لومړۍ رباعي ده،چې د دې نه مخکې مونږ نه درلوده.
خليل خان نيازی :
خړې اوريځې ژاړي له پاسه کويله ږغ کا بيلتون له لاسه
په هغه لوني ګوهر په خول ستا دا مرحبا کا ستا زمونږ مواسه
سلطان بهلول لودي :
ملک به زرغون کړم په ورکړه راسه ګوره اوريځې د داد له لاسه
خول چې دعدل په درو روڼ دی جهان په زيب مومي زما له لاسه
په څلوريزه کې، دغزل په شان هم رديف اختياري وي خو کله،چې د رباعي په مطلع کې رديف راوړلی شو په څلورمه مسره کې به ضرور بيا هماغه رديف تکراريږي،لکه په دې لاندې څلوريزه کې :
چې کله د دې کوز کلې جلۍ بلۍ ته خيژي کميس ورسره ځولۍ ځولۍ بلۍ ته خيژي
آشنا ما د خارو هم ټوپ هم زمينه باندې ليدلی خو دا د کفر لور لکه ګولۍ بلۍ ته خيژي
په پښتو ژبه کې په بېلا بېلو څپو په شمير څلوريځې ويل شوې دي ،خو اوس لس څپيزې څلوريزې ډېرې دي.
لکه د خوشحال خان بابا د(خوشحال رباعيات) په نوم پښتو ټولنې له خوا
چاپ شوی کتاب،چې ۱۵۰۰ څلوريځې په کې دي،چې په سلو کې ۸۵
لس څپيزې دي،په اوسني وخت کې د څلوريزو بل بشپړ کتاب،چې زمونږ په لاس کې دی،د (پسته اور) په نوم دی،چې دا کتاب د محمد صديق پسرلي د څلوريزو مجموعه ده،چې په دې کې څه کم زر څلوريزې راغلې دي،چې ټولې لس څپيزې دي .
د استاد قيام الدين خادم اکثره څلوريزې هم لس څپيزې دي.
د څلوريزې او قطعې تر منځ توپير:
څلوريزه :څلور مسرې لري،چې لومړۍ،دويمه او څلورمه مسره يې قافيه لري او دريمه مسره يې له قافيې نه آزاده وي .
او په دې کې اکثره ديني،اخلاقي او نصيحتي مسايل بيانيږي.
قطعه : چې د څلورو مسرو نه جوړه شوي وي،اوله او دريمه مسره يې قافيه نه لري ،دويمه او څلورمه په خپلو کې شريکه ګډه قافيه لري.
په قطعه کې زياتره عشقي مسايل بيانيږي:
څه په ناز ناز باندې اخلي قدمونه
په وګوباندې يې پروت دی بار دزلفو
دومره لويه شپه د پاک الله نه غواړم
چه د شمېر کړم پکې هر يوتار د زلفو
قطعه
زه پرې ستا مينه ماتوم ښکليه ستا په مينه
په هر يو ښکلي پسې شاته خامخا ګورم
شکونه مکوه د بل چا سره څه دي زما
د هر چا خواله چه ورځم پکې تا ګورم
څلوريزه
بې وفا بې وفا شو جانان نشو
هيڅ د مينې په مذهب او ايمان نشو
ما دعشق کتاب تر پايه ورته ولوست
د هغې زړګی کافر وو مسلمان نشو
قطعه
سهار کې تا پسې ياسين ختموم
مازيګر سورت رحمان وايم
سپيڅلی نوم دې په ذکرونو لمانځم
زه ټوله شپه جانان جانان وايمه
څلوريزه
په ځاريګانو زما يار نه کيږي
هيڅ يې زما په خوله اعتبار نه کيږي
دا څومره مينه چې جانان راکوي
زما په دومره مينه کار نه کيږي
Author of this article:
اسدالله ستانکزی
Show Other Articles Of This Author
د میلتون او دهغه د اثارو پېژندنه
(ډ ب وايي)
دارزاني د کلام نمونې
(ډ ب وايي)