پښتانه !

اصلي پښتانه ځان ته د افغانه اولاد وائي. افغانه د يرميا زوی او د ساول نمسی وۀ. ساول د عيسی عليه السلام نه پنځه د پاس زر کال (1005) وړونبی د حضرت سليمان عليه السلام سالار وۀ. دوی وائي چې د عيسی عليه السلام نه شپږ سوه کال وړاندې ځمونږ پلار نيکۀ د کنعان نه ايران ته راغلل او دې ځاې نه رو رو د هرات د نمرخاتۀ طرف ته د غور په غرونو کښ آباد شول. دلته به ورته خلقو بني افغان ويل.
  د حضرت سليمان عليه السلام د زمانې نه يو نيم زر کال پس ځونږ پېغمبر حضرت محمد مصطفی صلعم په عربو کښ ښکاره شۀ او د نبوت اعلان ئې وکړ. د نبوت په نهم کال د عربو يو سردار خالد بن وليد اسلام راوړ. دې سردار د غور پښتنو ته يوه چيټۍ ولېږله او د پيغمبر آخر زمان صلعم زيری ئې ورباند وکړ. د چيټۍ رسيدو سره د غور پښتنو د مشرانو يوه ډله تحقيق د پاره عربو ته ولېږله. د دغې ډلې د سردار نوم قيس وۀ. دلته چې راورسيدل نو ټول د حضرت خالد بن وليد په وينا باندې مسلمانان شول. دا قيس نوم سردار چې د پښتنو د ډلې مشر وۀ، د ساول په اوۀ دېرشمه (37) پوړۍ کښ نمسی وۀ. دۀ ته خالد بابا خپله لور ورکړه. پيغمبر صلعم دې پښتنو ته دعا وکړه او قيس نه ئي عبراني نامه لرې کړه او اسلامي نوم عبدالرشيد ئې پر کيښود. دوی چې څه وخت راروانېدل نو په ډير عزت ئي رارخصت کړل. او د پښنتو قام ته ئې د ((فتان)) خطاب ورکړ، چه بيا وروسته د خلقو په خولې کښيوت او د دې ملک ژبه هم لواړه وه نو د ((فتان)) نه ((پټان)) جوړ شو. فتان په اسيريا ژبه کښ سنګاونړ ته وائي يعنې لکه څنګه چې بيړۍ په سنګاونړ چلېږي، دغسې به دا پټان قام د اسلام بېړۍ وچلوي.
پټان عبدالرشيد چې د خپلو ملګرو سره خپل وطن غور ته راغی نو په يو څو کال کښ قريب قريب ټول خلق مسلمانان شول. چې په کښ ډير وليان، زبرګان او د مرتبو خاوندان وختل. د دۀ د دې بي بي يعني د خالد بابا د لور نه درې زامن وشول. د مشر نوم سربون او د مينځني بيټان او د دريم غرغښت وۀ. وائي چې د دې قيس يا عبدالرشيد بابا د دې دريو زامنو د اولاد نه څلور سوه قامونه يعني خيلونه جوړ شوي دي. د پيښور نه تر قندهار پورې پښتانه يعني دراني، ترين، شيراني، او کهيتران د سربون د دوه زامنو اولاد دي. يوسف زي، محمد زي، مهمند، او داؤدزي وغيره د بيټان اولاد دي. غلزي، لودهي، او سوري هم د بيټان د لور د طرف نه اولاد دي. د قيس د دريم زوي يعني غرغښت درې زامن وؤ او کاکړ، وزير، شيتک، توري، خټک او اپريدي وغيره د دغې دريو اولاد دي. دا چې ما څه وليکل په ځان د پښتنو د خيال ټکي دي. يعني هغوی دغه سې وائي او دا ئې خيال دی. ليکن ډاکټر بيلوز او نور مورخان ليکي چې د اسلام نه پخوا د سرحدي صوبې او د ګير چاپېر علاقې پښتانه قامونه د يو پکټيان نوم آريه قوم اولاد دي چې د بدها په دين ؤو او ژبه ئې ((پکتو)) وه. د دوئي څلور شاخونه دي، اپريټي (افريدي)، سترګېدي (خټک)، داديکي (دادي) او ګندهاري (قندهاري) چې په سپين غرۀ کښ، سليمان غره کښ، د اباسيند په کندو کښ، او د کابل د سيند قطب ډډي ته، د پېښور په کنده، او د دې نه د قطب اړخ په غرونو کښ آباد ؤو.
مشهور تاريخ ليکونکي هيروډوټس ليکلي دي چې د عيسی عليه السلام نه درې سوه اوۀ کال وړنبی چې سلطان سکندر په هندوستان باندې حمله وکړه نو دلته هم دا پکټيان نوم قام موجود وۀ.
د عيسی عليه السلام په اتمه صدي کښ دې اصلي پښتنو د عربو د خليفګانو جنډې لاندې د دين ښورولو په جوش کښ غور او قندهار طرف ته کوچ وکړ او دلته ئې د بود مزهب ګندهاري قام سره مقابله وشوه. پښتانه ډير لږ ؤو نو د هغوی ئې څه ونۀ کړی شول او پخپله ئې هم د هغو ژبه يعني پښتو راواخسته. او د هغو نه ئې ودونه کوژدنې وکړې او آخر ئې هغوئي ټول په اسلام مشرف کړل. په دې شان د پښتنو اصلي قام چې په کې د يهوديانو، ايرانيانو او د عربو وينه هم ګډه شوي وه، د ګندهاري قام سره ګډګا ډيره شوه. يوسف زي، مهمند، ګيګياني، ترکلانړي، داؤدزي، خليل، محمد زي، او شنواري وغيره هم د دې ګندهاريانو اولاد دي.
د عيسی عليه السلام په لسمه صدې کښ يعنې 1000ء کښ سبکتګين په هندوستان حمله وکړه. او دا وړنبی ځل وه چې د پکټيان قام په علاقو کښ د ترکي نسل قامونه هغه ځان سره راوستل.
د سبکتګين نه پس د ده زوئ محمود غزنوي اپريدي، په اسلام مشرف کړل. هغه ځان سره يو غلزي نوم ترکي نسل راوست چې ډير جنګيالي قام وۀ. هغو جلال آباد او قلات غلزي فتح کړل او نمرخاته غر پريواتۀ ته ښواړۀ شول. محمود غزنوي ځان سره يو بل کوهستانی قام هم راوستې وۀ. چې هغو ته رهيلي وائي. دا قام په هغه ټولو علاقو کښ خور شۀ چې کومې فتح شوي وي. د اوده په ضلع کښ روهېلکنډ نوم ښار هم د ده په نامه باندې نومړي دی.
په 1200ء کښ د غور د پښتنو لاس ته بيا بادشاهي راغله او هغوئي په هندوستان حمله وکړه او د پکټيان ټول پاتې شوي قامونه ئې مسلمانان کړل. او هغو سره ئې ودونه کوژدني وکړۀ راکړۀ وکړل. په دې شان سره ټول پټان قام مسلمان شۀ. او بيا د پښتون قام په ډيره مړانه سره په هندوستان وروخوت. او په دنيا کښ ئې د اسلام جنډه اوچته کړه او ځان ئې د خپل پيغمبر صلعم د خطاب (پټان) اهل ثابت کړ او د هغه په مبارکه ګفته باندې ئې د تصديق مهر ولګاوۀ.
د سرحد او د غيرو علاقو پښتانۀ د هر چا اولاد چې وي، ليکن کوم خدمتونه چې دوئ د پيغمبر صلعم د دين خورولو کې کړي دي، هغه لکه د نمر ښکاره دي. او تر قيامت به په دنيا کښ يادېږي. د دې دروند قام هر يو سړې که په خپلو قومي خدمتونو باندې هر څومره غاوره شي، نو په ځائ دي. او چې د کوم قام د مشرانو د خدمت او د همت دایې روايتونه وي، نو هغه هيچرې نه شي ورکېدئ.
يه پښتون ستا په مور د لا رحمت شي چې داسې زوئ ئې راوړي دی.
اسلام په راستې وۀ پر روان شوي.
اسلام غريب وۀ تا ئې غريبه ورځ قبوله کړه.
اسلام بې آسرې وۀ تا ئې ملګرتيا وکړه.
ظالمانو په تا ظلم وکړ تا سونړ ونه کړ.
غټو غټو مغرورو او متکبرانو ته ستا سر ټيټ نۀ شۀ، او آخر دې د توري نه تېر کړل

 

Author of this article: قاضي احدجان