(۱۶۰۸ – ۱۶۷۴) ز
جان میلتون یو انګلسي شاعر او لیکوال دی،چې په (۱۶۰۸) ز کال په لندن کې زیږدلی دی،پلار یې د انګلستان د رسمي کلیســـــــــــــــــا محضر دار او علاقمندوو،د شعر او موسیقي خوښوونکی وه،مور یې یوه دینداره او د نیکو کړو وړو خاونده وه،جــــان په یوه اسوره با فرهنګه کورنۍ کې زیږدلی دی،چې لومړی اصول او تحصیــــــــلات یې د هماغه ځای زده کړل،وروسته د سنت پول مدرسې ته لاړ، که څه هم جان د سترګو او سر درد څخه ډېر په تنګ او له ستونزو سره لاس او ګریوان وو له دې سره سره د یو ممـــتاز شاګرد په حیث و پېژندل شو.
په شپاړس کلنۍ کې د کمبریج پوهنتون کې شامل او خپلو تحصیلاتو ته یې ادامــه ورکړه او په (۱۶۳۲) ز کال یې د نوموړي پوهنتون څخه د فوق لیســـــــــــــــانس درجـــــــــه واخیسته.هغه د سرشار ، دفضل او علم څخه ډک محیط چې کمبریج پوهنتون درلـود د جان میلتون د خوښي وړ و و ګرځیـــد.په دې دوره کې میلتون خپل غوره شـــــــــعرونه په لاتیني ژبه پیل کړل او خپلې منظومې یې لـــــــکه( الګرو)، (پنســـــــــروز)او (فکور)یې د ایټالیا تر عنوان لاندې په (۱۶۳۲) ز خپاره کړل.
شاعر په خپلوغنایي منظومو کې ملایان له نظره غورځولي دي او د خوشالۍ نزول په ټوله ځمکه راولي. مدرسې او د کمبریج مساجد او د هغو پراخې دښتې د ښـــــکلي سحر پیلیدل،د کــــــــــارګرانو اوازونه توصیفوي.دښتې او طبعیت د میلتون په شــعر کې د صفت يوه بــــــــهانه نه ده بلــــــــکې،په مستقیمه بڼه د شاعر روحي حالت په کــې څرګندیږي.دغه ډول د احــــــــساس بیان وروســــــته د ډېرو شاعرانو د پامـــــــــــــلرنې وړ وګرځېد.الګرو په ډېره اسانۍ سره په شعر کې طبعي سادګي ده،چې په عیـــــن حال کې په ډېر لـــــــطافت او عمیقه بڼه بیان شوی دی،انګلیسي شعر ته یې یوه تازه بڼه ورکـړې اوهغه یې د کمــــــــال لوړ پړاو ته داخل کړی دی.میلتون د زده کړو څخه وروســــــــــــــــته لکه،چې پلار یې میل درلود د کلیسا خدمت وکړي هغه یې رد کړل او خپل شپــــــږ کاله عمر یې په پلرني کور (هرتون) کې په مطالعه ،فــکر اود هـــــــــنري مباني په پراخــــــتیا تېر کړل.د شعري قطعاتو څخه عـــــــــــــــــــلاوه په لاتین ژبه درې منظومـــــــې د (ارکــیدي خلکو)،کومس او لیکسیداس تر عنوانونو لاندې خپرې کړي دي.د ارکیدي خلــــــــــکو منظومه په (۱۶۳۳) ز کومس په(۱۶۳۴) ز کال کې د ماکس د نمایــش يو ډول وه،چې په انګلستان کې د رونسانس په دوره کې رواج درلود او د استالیايي اصل څخه یې مایه اخیسته،(دماسک نمایش) ،چې د میلتون اثر دی د شکسپير نفوذ په کې ښکاره دی.
څو ځله په نولسمې پېړۍ کې د صحنې پر مخ راغی او د وروستي ځل لپاره د(۱۹۳۶) ز کال په دوبي کې د(ریجنټس پارک)،چې په لندن کې دی اجرا شو.لیکداس یوه مرثیه ده،چې په (۱۹۳) بیتونو کې لیـــــــــــــــــکـل شوې ده،میلتون په(۱۶۳۷) ز کال د کمبریج پوهنتون د یوه زده کوونکي په مرګ، چې په اوبو کـــــــــــــې ډوب شوی وو،د هغه په اړه لیکلې وه،په هغه کې یې د پوهنتون د دورې ښـــــــــــــــــــــــــــکلي وختونه،تحــــــــــصلي وضع،مشترکې لیدنې کتنې او تفکرات یې په کې بیان کړي دي.
دغه منظومې، چې شاعر دهنر پوخوالی په ځوانۍ کې ور څخه حکایت کــــــــوي.د مـــــــیلتون د شخصیت دوه اړخونه ښکاره کوي،چې هغه اړخونه دادي :هنري اړخونـــه او اخلاقي مذهبي اړخونه. میلتون د مور له مړینې څخه وروسته په(۱۶۳۷) ز کال اروپا ته سفر وکړ،شپاړس میاشتې د ایټالیا په ښارونو لکه : فلورانس،رم او ونیز کې پاتـــه شو،د ایټالوي لیکوالانو د اثارو څخه دانته یې ولوست د ګالیله سره یې اشنایي پیدا کړه، ورو ورو د یوې حماسې لیکلو په فکر شو،په (۱۶۳۹) ز کال کې بېرته انګلستان ته راستون شو او په لندن کې یې ژوند پیل کړ.
هغه داخلي مبارزې،چې د مذهبي فرقو تر منځ راپېښ شوې وې له هغو څخه څنګ ته شو او دخپل پلار سره یې په یوه کور کې ژوند پيل کړ.د خصوصي تدریـــــــــــــــس او داشعارو لپاره یې طرحه ریزي پیل کړه.د له یو څه مودې څخه وروسته یې د تدریـــــس کار پريښود،تر څو د لیکنې له لارې مطلوب کـــــــــــمال ته،چې په مذهب کې ازادي او انفرادي حقوق وه مبارزه وکړي.میلتون په (۱۶۴۲) ز کال واده وکړ او د څلور اولادونــــو خاوند شو،میلتون د خپلې میرمنې له مرګ څخه وروسته د دوهم ځل لپاره په(۱۶۵۲) ز کال واده وکــــــــــــــــــــړ،دویمه میرمن یې د پنځلسو میاشتو ګډ ژوند څخه وروسته مړه شوه،میلتون د هغې له مرګ څخه د ښکلو شعرونو جوړولو الهام واخیســــــت د دریمې میرمې له مرګه څخه وروسته یې د یوې بلې انجلۍ،چې له ده څخه دېرش کــاله وړه وه واده وکړ،چې ډېره موده د میلتون له مرګ څخه وروسته ژونۍ پاتې شوه.
میـــــــــــلتون د (۱۶۴۰)زڅخه تر (۱۶۶۰) ز کلونو تر منځ ډېرې رسالې په نثر لـــــیکلي دي.چې د هغو له ډلې څخه د(اصلاحاتو) رســــاله ده،چې د انګلستان دکلسیـا د قانون په هکله ده،په (۱۶۴۱) ز کال د کاتولیک کلیسا او د انګلـــسي رسمي کلــــــــــــیسا،چې مسحیت یې تشریفاتي لور ته ګرځاوه ولیــــــــــــــــکله،د روزنې په هــــــــــکله رســــــاله په (۱۶۴۲) ز کال د اوږد فکر نتیجه او ډېره تــــــجربه د ښـــوونې او روزنې په هـــــــــــــکله په مدرســــــــــو کې وه،میلون په دې رســــــــــاله کې عقیده لري،چې لوړې زدکړې باید کلي علوم په بر کې ونیــــــسي دلاتني ژبې زده کړې سره(د عقایدو اصول او د طلاق قوانین ) هم زده کړي.
په کال (۱۶۴۳) ز کال یې د واده او طلاق په هکله یو څه ولیکل،میلـــــــتون خپل ټول شخصیت او هنر د خپل هېوادپه خدمت کې تېر کړ ورو ورو یې خپل د لیدو حـــــــس له لاسه ورکړ تر څو په(۱۶۵۲) ز کال پوره ړوندشو.دوهم چارلز بېرته راګرځیدو ســـــــره په (۱۶۶۰) ز کال میلتون رسمي کار پريــښود په کوچنی کور کې یې ژوند پیــــل کړ او خپل ټول وخت یې د خپل شهکار لیکلو باندې،چې دغه اثــر یې (د لاسه تللی جنت) په نامه وه ځان بوخت کړ.د میلتون دغه اثر په (۱۶۶۷) ز کال کې نشر شو.ذکـــــــــر شوی اثر هغه منظومه ده ،چې دتورات داستان په اساس په دولسو دفترو کې لیکل شوی.
د لومړی څخه تر دریم دفتر پورې د فرښتو عصیان په هکله دی،دڅلورم څــــخه تر نهــــــم دفتره د ادم(ع) او بي بي حوا د نافرمانۍ او سقوط په هکله ، دلســـــــــم څخه تر دولسم دفتره د تنبـــــــــــــــــیه او مجازات،د رستګاری امیر په هکلــــه دی.د(ورک شوي جنت) څخه وروسته(لاس ته راغلي جنت) په (۱۶۷۲) ز کال په څلورو دفترونو کې خپور شو،چې په تعمید غسل سره پیلیږي او دروح الــــــقدس راښکته کیدل له اسمـــان څخه او د عیسی(ع) اعلام د خدای زوی تر عنوان لاندې او د بشر دنجات برخه په هغــــه کې شرحه شوې ده.چې دغه اثر د(ورک شوی جنت) حماسه ای خوصیت نه لري.
دالام شمشون تراژیدي په (۱۶۷۱) ز کال کې هغه داستــــــــــــان دی،چې دهغه تورات څخه،چې د ډېرو شاعرانو اثار او موسیقي جوړوونکو الهام بخش شوي وه.د میــــلتون اثر تر ټولو ښه او برجسته اثر شمېرل شوی دی. الام سمشون د ازاد شــــــعر په ډول دی،د میلتون په اثارو کې تر ټولو غوره اثر(ورک شوی جنت) دی ،چې میلـــــــتون په هغــــــــه پنځلس کاله کار کړی وه.د میلتون له نظره خدای یو خدای دی او د خدای زوی،چـې د هغه خلف دی د هغه څخه وروسته په دوهمه درجه کې قرار لري او د روح القــــــــــــدوس مفهوم هیڅ نه شته،میلتون په واحد خدای باور او ایمان لري.میلتون په ایین مذهـــبي کې په عباداتو او د مقدس کتاب قراءت باندې تکیـــه کوي،نه په کاتولیک مذهــب په اوه ګونو اعمالو.(ورک شوی جنت) د شعري قالب له مخې مخمس دی د کمیت تناسب او هجاوو د اندازې سره،میلتون ازاد شـــــــــعر په داســــــــــــــــــې ظرافت او طراحت سره جوړوي،چې د هغه معاصران ورته هیڅ نشي رسیدلای.د میلتون نثر هم ډېر فصـــــیح او استوار دی او نمایشي هنر یې ډېر اوچت دی.
د میلتون شخصیت دمتضادو خصوصیاتو څخه جوړ شـــــــــــوی دی له یوې خوا په دوستۍ کې صادق،باوفا او د بې خوا لجوع او سر سخت د اوچــــــت غرور خاوند او د لوی جاه طلبۍ غوښتونکی وه. د جاسنون له ډلې څخه د (انګلیـــسي شاعرانو ژوند) په کتاب کې هغه د هومر او ورژیل سره د قیاس قابل ګڼي او د دانته په ردیف کې یـــــــــې درولای دی.د میلتون عظیم نفوذ د انګلیسي لیکووالو په اثارو کې لکه: بلیک،والتراسکات،کولریج،ووردورث،ستلی،بایرون او کیش کیتس کې په رڼه بڼه لیدل کیږي.همدا راز د فرانسوي لیکوالو په اثار و کې لکه للمــــــــــــــــــــــارتین الفرد د ووییني،هوګو و شاتو بریان، چې د ورک شوي جنت ترجمه په (۱۸۳۸) ز کال نـــــــــــشر شوه،او یو څه یې د انګلستان لوی شاعر په حیث تر عنوان لاندې یې توصیف کړی دی .
اخځلیکونه
۱ـ خانلری زهرای فرهنګ وادبیات جهان تهران د چاپ کال(۱۳۷۵)ل له (۱۳۲۶ ) څخه تر (۱۳۳۰) پورې.
۲ـ د ویکي پیدیا انترنیټي سایټ.
۳ـ غوربندی میراجان د نړۍ ادبیات چاپ کال ۱۳۸۸ ل.