هنري کره کتنه ادبی لیکڼي
-
د شهيد صاحب نور ځدران لنډه پيژندنهشهيد صاحب نور ځدران په کال ١٣٢١ ه ش کال د پکتيا ولايت د ګرده څپرې د تره خيلو په کلي...بشپړ متن .....
-
په کابل کې رڼا کلنۍ مشاعرې وشوه دمېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير په نوښت درڼا کلنۍ مشاعره د ۱۳۸۹ کال د زمري په لسمه نیټه جوړه شوه رڼا مشاعرې ته...بشپړ متن .....
- 1
- 2
- 3
- 4
- 5
د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه
راپـورونـه او مـرکې
داوونۍ انځور

سياسي, ټولنيزې ,او بېلابېلې ليکنې
-
ملا دروحانيت اوجومات نه په جلا تله كې لومړۍ مقالهبشپړ متن .....
م۔ا۔كرگر
ټولنپوهنيز –كلتوري بحث شرقي فرهنگ ديو ډول روحانې...
- 1
- 2
- 3
- 4
- 5
- 6
- 7
- 8
- 9
- 10
- 11
- 12
- 13
- 14
- 15
- 16
- 17
- 18
- 19
- 20
دخوست کتابتون
![]() |
![]() |
|
دا برخه د جوړیدو په درشل کي ده !! |
|
پنځمه برخه : شين خالۍ
زيړګل د شين خالۍ په پاکه مينه ډير خوشـــــاله او هغې ته ېـــــې دخپل راتلونکې ژوند د ترخو او
خوږوشيبو د یوې شریکې په سترګو کتل او پدې فکر کې وه چی څنګه د واده سرشته ونيسې او خپله معامله راټوله اوخپله کوژدنه په خپل کاله کړي ٠
که څه هم څو وارې زيړګل دا خبره د شين خالۍ د مـور سره شريکه کړې وه ،خو د هغې څخه یې داسې ځواب تر لاسه کړی وه ٠
زړګله زويه !
مور او پلار دې خدای وبخښه ، ته پوهيږې چې شين خالۍ هغوۍ تاته په وړکتوب کې په نامه کړې وه ،اوس شين خالۍ ستا امانت دی زه او اکا دې په دې برخه کې کومه ستونزه نه لروخو خبره داده چې:
زيړ ګل دشين خالۍ مور ته مخ راواړوه اورته یې وويل ٠
نو څه خبره ده کاکا ناوې؟
دشين خالۍ مورخپلوخبرو ته داسې ادامه ورکړه ،
ګوره زيړ ګله زويه! ته پدې پوهيږي چې ته دې په اکا اوپه موږ ډير ګران یې ، موږ نارينه اولاد نه لرو او موږ ته د اولاد حیثيت لرې ، موږ دا هيله لرو چې ته د پوهې او تعليم خاوند شې اوکله چې درسونو نه فارغ شوې که د خدای رضا وه بيا به د واده سرشته درته ونـــيسو، ته پدې برخه کې هيڅ تشويش مه کوه او خپلو درسونو ته دې ادامه ورکړه چې په تعليم کې د همزولو نه بېرته پاته نشې ٠
زيړګل ته هم د اکا فيصله ښه بريښیدلې وه او همدا وجه وه چې په ډيره ښه درجه یې د دولسم ټولګي د فراغت شهادت نامه تر لاسه کړه ٠
کله چې زيړګل د دولسم ټولګي څخه فارغ شو، تـــــره يې دزيړ ګل ته له لسې نه دفراغت مبارکې وويله او دلوی خدای شکریې ادا کړ چې دهغه هيله کوم چې زيړ ګل دتـعلم او پوهې خاوند شي تر یو حده تر سره شوه ٠
د زيړ ګل پام داوس لپاره ددرسنونو څخه فارغ او د کروندګرۍ په کارونو مصروف وه ،خو سره لدې کله کله د کانکور د ازموينې لپاره به یې په خپل پخوانۍ درسونو مرور کاوه او د فراغت په وخت کې به د رياضي ، کميا معادلې له ځانه سره حلولې او دمکتب د دورې نور مضا مين ېې هم لوستل٠
څه موده وروسته زيړ ګل خپل د ښوونځې د دورې همصنفیانو ته په خپله حجره کې دميلمستيا بلنه ور کړه ، د ښوونځۍ دوستانو هريو دتعليم ددورې خـــــپلې خاطـرې خوږو او ترخو شيبو کيسې کولې او د ليسې د دورې د فراغت څخه یې خوښي څرګندوله ٠
د دوۍ کيسې او د زړه خواله تر ناوخته دوام وکړ ، په اخر کې د زيړګل يو نژدې دوست د هغه سره داسې پوښتنه شريکه کړه ٠
زيړګله ٠
څه تصميم لرې په همدې تحصيل قناعت کوې يا که غواړې چې تحصيلاتو ته دې ادامه ورکړې ؟
زيړګل په جواب کې ورته وويل ٠
ډيرې موهمې مسلې ته مو اشاره وکړه ، ماپدې برخه کې کوم قاطع تصميم ندی نيولی ځکه د لوړو زدکړو امکانات يوازې په لويو ښارو کې امکان شته ، خو په هـــــر صورت کـــــې زه تصمیم لرم چې د کانکور ازموينه ورکړم ، وګورم چې روزګار موږسره څه کوې دبلې خوا اکا مې هم دا نظر لرې چې زه بايد خپل تحصيلاتو ته ادامه ورکړم ٠
صرف يومشکل شته که چيرې زه دتحصيل لپاره مرکز ته لاړ شم دلته به دکورنۍ دسرپرستۍ مسئله څنګه شي ، اکاته هم هغه د ځواني قوت ندی ورپاته د بلې خو د شين خالۍ څـــــخه لرې کيدل هم ګران دي ،په هر صورت يوځل د کانکور ازموينه ترسره شي وګورو چې قسمت او نصيب مـــو کوم لور ته بيایي ا و څه راسره کوي٠
شين خالۍهم د زيړګل د مساپري ترفداره نه وه او د زيړګل دجدایي توان یې په خپل وجود کې نه ليده ،هغې به همېش د مور سره دا ويل ٠
زيړ ګل زموږ د کار سړی دی خدای دې ژوندی لرې تل د پلار سره د دځمکو او مالدارې په کارونو کې ښه مرسته کوي ، زموږ جوړ او ناجوړ ټول په هغه دي خدای دې د هغه سيوری لـــه موږد سره نه کموي ٠
زيړ ګل چې د شين خالۍ په مينه او انتظار کې شپې او ورځې تيرولې، د هغه په ياد به یې کله کله د زړه د سوزه داسې د مينې او محبت زمزمه کوله٠
راشــــه چې سپرلی دې شـــم ګلـــزار دې شم
راشـــــه چې د بدې ورځې یار دې شـــــم
ستـــــــــا د پـــــــاکې مینې محبت یم یار
ژوندشمـــــــــه وږمه شمــــــه بهار دې شم
زيړ ګل د خپلې پاکې مينې په برياليتوب مطمئن وه او داسې به یې ويل ٠
نه شتــــــــه بلـــــــه لار ، نه بل تدبیر چیرې
راشــــــه چې مرهم دې شـــــــــم قرار دې شم
ته ما ته په مینــــــــه مینـــــــــه وګوره
زه دې سره لمبــــــــــــــه شمـه انـګار دې شم
هغه د خپلې پاکې مينې او اخلاص اظهار داسې کاوه ٠
مـــــــــا سره جــــــــذبه د ه محبت زړه کې
راشـــــه چې کاکل دې شــم سینګار دې شم
مینه د اخلاصـــــــــــه سره خـــــــــــــوندکوي
راشــــــــــــــه چې د مینې وفـــــا دار دې شم
زيړګل چې د شين خالۍ جګه ونه ، هسکه غاړه اود پايزيب شرنګهار زړه وړی وه نو په اخر کې به یې د خپل دمينې سندره داسې ختموله٠
هسکـــــــــه غاړه زیب لري امیــــــــــــل سره
راشــــــــه چې دسپینې غــــاړې هار دې شم
شرنګ دې دپایزیب په زړګي ښــــــــه لګي
راشـه چې پایزیب دې شــم شرنګار دې شم
ما هم د زيړ ګل د مينې زمزمې راټولې او د لاندي شعر په چوکاټ کې پیل او د وطن خوږ ژبې سندر غاړي محترم صديق شباب ته د کمپوز لپاره ورکړې،چې هغه هم په خپل خوږ اواز او ښکلې انداز کې کمپوز کړي چې نن سبا بـــــــه د ګرانو هيوادوالو د توجه وړ وګرځې چې دا دی هغه شعر ته د ستاسو محترمولوستونکو توجه را ګرځوم ٠
راشه چې سپرلی دې شم
راشــــه چې سپرلی دې شـــم ګلـــزار دې شم
راشـــــه چې د بدې ورځې یار دې شـــــم
ستـــــــــا د پـــــــاکې مینې محبت یم یار
ژوندشمـــــــــه وږمه شمــــــه بهار دې شم
نه شتــــــــه بلـــــــه لار ، نه بل تدبیر چیرې
راشــــــه چې مرهم دې شـــــــــم قرار دې شم
ته ما ته په مینــــــــه مینـــــــــه وګوره
زه دې سره لمبــــــــــــــه شمـه انـګار دې شم
مـــــــــا سره جــــــــذبه د ه محبت زړه کې
راشـــــه چې کاکل دې شــم سینګار دې شم
مینه د اخلاصـــــــــــه سره خـــــــــــــوندکوي
راشــــــــــــــه چې د مینې وفـــــا دار دې شم
هسکـــــــــه غاړه زیب لري امیــــــــــــل سره
راشــــــــه چې دسپینې غــــاړې هار دې شم
شرنګ دې دپایزیب په زړګي ښــــــــه لګي
راشـه چې پایزیب دې شــم شرنګار دې شم
***
سمیع الدین افغاني
٢٤ -١ - ٢٠١٠
Author of this article: سمیع الدین افغاني
Show Other Articles Of This Author
- غـــزل... نن چـــې مــې اشنا راته (ډ ب وايي)
- دمینې رنګ (ډ ب وايي)
- د وطن پــــه یاد (ډ ب وايي)
- ژوندون نه لري بقا (ډ ب وايي)
- همت (ډ ب وايي)








