هنري کره کتنه ادبی لیکڼي
-
د شهيد صاحب نور ځدران لنډه پيژندنهشهيد صاحب نور ځدران په کال ١٣٢١ ه ش کال د پکتيا ولايت د ګرده څپرې د تره خيلو په کلي...بشپړ متن .....
-
په کابل کې رڼا کلنۍ مشاعرې وشوه دمېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير په نوښت درڼا کلنۍ مشاعره د ۱۳۸۹ کال د زمري په لسمه نیټه جوړه شوه رڼا مشاعرې ته...بشپړ متن .....
- 1
- 2
- 3
- 4
- 5
د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه
راپـورونـه او مـرکې
داوونۍ انځور

سياسي, ټولنيزې ,او بېلابېلې ليکنې
-
ملا دروحانيت اوجومات نه په جلا تله كې لومړۍ مقالهبشپړ متن .....
م۔ا۔كرگر
ټولنپوهنيز –كلتوري بحث شرقي فرهنگ ديو ډول روحانې...
- 1
- 2
- 3
- 4
- 5
- 6
- 7
- 8
- 9
- 10
- 11
- 12
- 13
- 14
- 15
- 16
- 17
- 18
- 19
- 20
دخوست کتابتون
![]() |
![]() |
|
دا برخه د جوړیدو په درشل کي ده !! |
|
افغاني مېوې او توليدات او د ماركېټ نشتوالى
افغانستان ډېرې ښې وچې او لمدې مېوې لري، د دې هېواد مېوې د ښه كيفيت او ښه خوند له امله د ښه نوم لرونكې دي، خو له بده مرغه ويلاى شو، چې اوس زموږ په زړه پورې او خوندورې مېوې د سړك په غاړو باندې په پلاستيكونو كې پلورل كېږي. موږ د خپلو مېوو او خپلو توليداتو لپاره هېڅ بازار نه لرو. كه كوم ګاونډي هېواد ته هم ځي نو بيا د هغه هېواد په نوم باندې بهرنيو ماركېټونو ته ځي. خو په تېره اونۍ د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير ويلي، چې له پاكستان سره د يوه نوي تړون له مخې به د دې هېواد توليداتو ته د هند په بازارونو كې د خرڅلاو زمينه برابره شي.وحيدالله شهراني، چې د ولسې جرګې عمومي غونډې ته د لومړنيو توكو د بيو د لوړوالي او د افغانستان توليداتو ته د ښه بازار د پيداكولو لپاره غوښتل شوى و، د دې جرګې د غړو د پوښتنو په ځواب كې يې وويل، چې تر دوو مياشتو پورې به هند ته د پاكستان له لارې د ترانزېټ په برخه كې يو نوى تړون لاسليك شي:"پلاوي مو ولېږل ترڅو د سيمې په مهمو بازارونو لكه، سعودي عربستان، امارات، قطر، كويټ اوهند كې د افغانستان توليداتو ته بازار ولټوي خو دا معلومه شوه، چې زموږ توليداتو ته تر ټولو ښه بازار هند دى.د روان كال تر پايه به له پاكستان سره د ترانزيت په برخه كې يو تړون لاسليك كړو، چې پر اساس به يې هند ته زموږ توليدات لاره ومومي."ښاغلي شهراني وويل، چې د دې پروګرام له عملي كېدو سره په سيمه كې د سوداګرۍ پراختيا ته زمينه برابريږي او د افغان سوداګرو ډيرې ستونزې به هم اوارې شي.د سوداګرۍ او صنايعو وزير د افغانستان په بازارونوكې د ځينو توكو په ځانګړي ډول د لومړنيو خوراكي او سوند توكو د بېو لوړېدو په اړه هم د ولسې جرګې د غړو پوښتنو ته ځواب ووايه او څرګنده يې كړه، چې ډېره هڅه شوې ترڅو د توكو بيې را ټيټې شي.وحيدالله شهراني وويل، چې په نړيوالو بازارونو كې د ځينو توكو د بيو د لوړېدو له امله د افغانستان په بازارونو كې هم بيې لوړې شوې دي.د ولسې جرګې غړو د سوداګرۍ او صنايعو له وزير څخه په دې اړه پوښتنې مطرح كړې، چې تر ډېره د لومړنيو توكو د بيو د كنټرول او بهر ته د افغانستان د توليداتو د صادرولو په اړه وې.د نوموړو پوښتنو او نوموړې غونډې پايله په لاندې ډول اعلان وه. "چې له بورې پرته د ځينو خوراكي اوغيرخوراكي توكو بيې په اوسني حالت پاتې كېږي، خو د ځينو خوراكي توكو بيې ښايي ټيټې شي، بيا به هم ملي شورا له حكومت سره په ګډه د توكو د بيو د كمولو لپاره يو ځاى كار وكړي."په عين حال كې د ولسې جرګې ځينوغړو د سوداګرۍ او صنايعو د وزير ځوابونه كافي ونه بلل او ويې ويل، چې حكومت بايد د سوداګرۍ د پراختيا، د سوداګرو د ستونزو د اواري او د توكو د بيو د را ټيټولو لپاره خپلې هڅې زياتې كړي.خو د سوداګرۍ او صنايعو وزير وحيدالله شهراني وړانديز وكړ، چې د ولسې جرګې د اقتصاد كميسيون د ولايتونو د ښاروالۍ د ادارو او د دې وزارت يوګډ كميسيون جوړ شي ترڅو په افغانستان كې د لومړنيو توكو بيې تنظيم او د سوداګرۍ د پراختيا لپاره يې له ځينو نورو اړوندو ارګانونو سره لارې چارې ولټوي.دا به د هېواد د سوداګرو، بزګرو، ځمكه لرونكو او بالاخره د ټولو هېوادوالو لپاره يو ښه زېرى دى. ځكه چې د افغاني توليداتو لپاره د بازار پيداكول د هېواد د ملي اقتصاد په پرمختګ كې څرګند رول لري. د هېواد اقتصاد به ورسره وغوړېږي او په هېواد كې به د توكو بيې ورسره راټيټي شي. ځورېدلي او بې وزله هېوادوال به ورته خوښ وي. نو هيله ده چې د چارواكو پورتنۍ څرګندونې د عمل جامه واغوندي او په خپل كار كې بريالي و اوسي. |
Author of this article: حبيب وقار
Show Other Articles Of This Author
- توتكۍ په الوتو شوه (ډ ب وايي)
- دا كابل دى كه تهران؟ (ډ ب وايي)
- د بهرنيانو چاپې او تلاشۍ كركې پاروي (ډ ب وايي)
- دا عدالت دى كه بې عدالتي؟ (ډ ب وايي)
- دا د اوس خبره نه ده (ډ ب وايي)








