ما غلا نه ده كړې

 

له جواد سره تر خداى پامانۍ وروسته همدا چې د هغوى موټر د پېښور پر خوا حركت وكړ، جمال ورو ورو په ژړا شو:" هرڅه دې پخپله  له خپلې ساده ګۍ پر ځان وكړ، اوس يې نو وزغمه، چېرې به ولاړ شې، څنګه او چېرې به د چا له خبرو ځان ساتې؟" 

ما هغه له نورو ملګرو څخه جلا كړ او ورنه مې وپوښتل:" يار! خيريت خو به وي، له چا سره لګيايې ؟"

جمال شا و خوا وكتل او بيا يې په خواشيني انداز وويل:" نور به له چا سره لګيا يم؟ جواد سره غږېدم"

- ولې، جواد څه كړي؟

- هغه څه چې نبايد يې كړي واى.

- و نه پوهېدم، رمز كې لګيا يې؟ صفا خبره وكړه.

جمال تر لاسه ونيولم او راته يې وويل، چې د هغوى كور ته ورسره لاړ شم او هغه به هر څه را ته ووايي. خو زما له ټينګار وروسته رستورانت ته ورغلو. رستورانت ته په ننوتلو سره جمال ما ته مخ واړاوو او ويې ويل:" تر ننه چې به كله په تنګ شوو، نو جواد ته به ورغلو، تر دې وروسته به چېرته لاړ شو؟ زه له اوسه پسې خپه يم، كه ډېر وخت واوړي بيا به څه كوو، اخر زموږ ښه دوست و ، ډېر پاك او صادق، خو ساده"

ډوډۍ چې مو وخوړه، جمال تر يو څه سوچ وروسته وويل:" شل شپې مخكې، يو ماښام جواد زموږ كور ته راغى او را ته يې وويل، چې يوه سهوه ځينې شوې او ډېر پښيمانه دى، چې ولې يې دا كار كړى دى. ما ترې وپوښتل، چې څه دې كړي؟ هغه په ډېرې خجالتۍ وويل: نن مازيګر همدا چې له ساحې نه دفتر ته راغلم، كه ګورم زما د مېز د پاڼو په ټوكرۍ كې پنځه زره ډالره اېښودل شوې. ښه شېبه مې لاس ور نه وړه، د وتلو پر وخت مې زړه نا زړه پيسې راواخيستې. نورو شعبو ته مې سر ورښكار كړ، ما ويل كه څوك وي، چې د پيسو خبره ورته وكړم، خو هيڅوك هم نه و، ټول كورونو ته تللي وو. ما پيسې جيب ته كړې او دغه دى تا ته درغلم چې څه وكړم؟"

جمال په سوچ كې ډوب شو او بيا كرار كرار له ځانه سره لګيا شو:" نه، نه! جواده يوازې ته ملامت نه يې، زه هم ملامت يم، ما بايد سمه مشوره دركړې واى"

ما ترې وپوښتل:" ولې تا ورته څه وويل، چې اوس ځان ملامت بولې"

- ما مشوره وركړه چې يو دوه ورځې وروسته دې هغه پيسې خپل خارجي امر ته وركړي، كاشكې مې ويلي واى چې پيسې يې له نورو څخه پټ د خپل امر د كاغذونو په منځ كې ايښې واى، لكه څنګه چې بل چا د ده د مېز پر سر ايښې وې. ولې ما ورته دا مشوره ورنه كړه، زه ملامت يم، هغه نه دى ملامت"

جمال يو سوړ اسويلى وكېښ:" سبا ماښام جواد بيا موږ كره راغى او تر پرون ډېر پريشانه معلومېده. ويل يې چې په دفتر كې جلسه جوړه شوې وه او د موسسې امر ډېر په غوسه و، ټولو ته يې اخطار وركړ، چې كه هر چا پيسې اخيستې وي بېرته دې وسپاري او كه نه له خپل هيواد نه به پوليس راوغواړي او دا مساله به وڅېړي. جواد ويل، چې د امر له دې خبرې سره ډېر وارخطا شوى و، پريكړه يې وكړه، چې دم دستي پيسې ورته وسپاري خو خپل غرور دا اجازه ورنه كړه، ځكه د نورو په مخكې به غل معرفي كېده. وروسته چې غوښتل يې له نورو څخه پټ پيسې امر ته وركړي، امر له دفتر څخه وتلى و او تر تېر ماښامه بېرته رانغى. جمال دې ته وارخطا و، چې كه رښتيا هم پوليس راشي او هغوى هر څه معلوم كړي، دى به هم غل شي، هم به خپله وظيفه له لاسه وركړي او هم بندي كېږي به "

جمال څه شېبه چوپ و خو تر يو څه سوچ وروسته يې وويل:" غوښتل مې ورته ووايم، چې پر دې خبرې دې ځان غلى كړي خو نه پوهېږم څه ډول احساس مې د دې خبرې د كولو خنډ شو او د هغه په ځاى مې ورته وويل، چې پيسې يو څو ورځې نورې هم له ځانه سره وساتي څو خبره له ګرمۍ پرېوزي. كاشكې مې داسې ورته نه واى ويلي، ما خو ويل چې موسسه به ترې خوشاله شي او اصلي غل به پيدا كړي. كه زه پوهېدم چې موسسه يې منفكوي، هيڅكله به مې هم نه هڅاوه، چې پيسې دې بېرته وسپاري، ځان به يې غلى نيولى و، چا به پرې ثبتولى شو.."

جمال بيا ساړه ساړه اسويلي وكښل او له ځانه سره لګيا شو:" خداى دې نه كړي، نه، نه خداى دې هيڅكله هم داسې و نه كړي، هغه خو لا تنكى زلمى دى، لېونتوب مې پرې پيرزو نه دى "

ما ترې وپوښتل:" لېونتوب!"

هغه ځواب راكړ:" هو! لېونتوب، تا مګر هيڅ هم نه دي احساس كړي، اخر بسته يوه شپه او ورځ ورسره وو. ته نه وې متوجه چې هره خبره به ترې په نيمه كې هېره شوه او بيا يو دم ها خوا دېخوا اوتر اوتر يې كتل، هغه ټول عمر پاك ژوند كړى و، څوك چې له خپلې پاكۍ سوځي د هغه به څه حال وي."

 جمال تر څه شېبې چوپتيا وروسته وويل:" د خداى پامانۍ پر وخت د جواد سترګې اوښكې اوښكې شوې او په ورو غږ يې راته وويل، چې بغير له تا نه بل چا ته دا كيسه ونه كړم، خو وروسته چې مې كتل پر خپلې دې خبرې پښيمانه ښكارېده، خو څه وكړم زړه مې صبر و نه شو كړى"

جمال په ژړا شو او چې تر كوره پورې مې ورساوه ژړل يې. مياشت وروسته د كور ور وټكېد، چې ور ووتم جمال و، خوشاله ښكارېده او له ډېرې خوشالۍ پخپلو جامو كې نه ځاييده. مخكې تر روغبړه  يې د خط يو پاكټ را ته راكړ:" يار! د جواد ليك دى، څو شېبې مخكې چې زه ستاسو كور ته روان وم د هغوى يو خپلوان راكړ"

ما ليك ترينه واخيست او بيا دواړه په منډه منډه كوټې ته ننوتو. ليك مې پرانست، چې ويې لولم خو جمال راته وويل:" يار! اول لږ خوږ چاى راوړه، چې په بيا لږ په دمه او كراره ليك ولولو، والله كه مې دا دومره موده په شوق باندې څه خوړلې يا څښلې وي"

چاى مې چې راوړ جمال يو سګرټ ولګاوه، بيا يې پر بالښت ډډه ولګوله او ويې ويل:" اوس يې نو ولوله، چې يارو څه ليكلي"

ما ليك راواخيست، پر لومړۍ او دويمې كرښې مې سر سري نظر وزغلاوه او يو څه ټكنۍ شوم، جمال په پرېشانۍ نيغ كېناست:" جميل جانه! تندى دې ګونځې راوړې څه يې ليكلي؟"

ما يو څو نورې كرښې هم له ځانه سره ولوستې او د هغه په ډېر ټينګار مې ليك هغه ته وركړ:" هه، واخله پخپله يې ولوله"

جمال په بېړې ليك راڅخه واخيست او په لوړ غږ يې ولوست:" د جواد جان خوږو ملګرو: جمال جان او جميل جان ته سلامونه! روغتيا مو غواړم.

پيښور ته تر رسېدو دوه اوونۍ وروسته جواد جان چې يو څه ښه و، راته وويل چې تاسو ته يو خط وليكم. خو خداى شته، چې دوه درې ځلې مې خط وليكه خو بېرته به مې څېرې كړ، ځكه ما ويل تاسې به زما په خط وځورېږئ، ما وې چې روغ شو خپله يې درته وليكي، خو زه نه وم پوه چې د هغه حال نور هم پسې خرابېږي. دا دى اوس مجبور شوم، چې خط پخپله درته وليكم.

كيسه داسې ده، چې دا يوه اوونۍ كېږي چې جمال جان مې روغتون ته بېولى او بستر دى. ډاكترانو په سر كې ډاډ راكاوه خو اوس وايي، چې امكان لري ستاسو د ملګري اعصاب نور هم پسې خراب شي، وېرېږم هسې نه لېونى شي"

د جمال سترګې له اوښكو را ډكې شوې او په ژړا شو. ښه شېبه مو سره وژړل او همدا چې لږ مو زړونه سره سپك شول، جمال بيا د ليك په لوستلو لګيا شو:" بچيانو! زه تاسې له جواد جان څخه كم نه ګڼم، ما ته يو سوال پيدا شوى او هغه دا چې ولې جواد جان يو دم بدل شو او موږ يې مجبوره كړو، چې سر مو تر پېښوره راورسي. كه څه داسې دليل وي نو ما خبر كړئ، دا ځكه را ته مهم دي، چې ډاكټران د علت پوښتنه راڅخه كوي. هيله كوم هر څه ژر را ته حال راكړئ.

                                                                      ستاسو دعا ګوى.

                                                                      د جواد جان پلار"

بيا دواړه په ژړا شو او له ډېرې خواشينۍ ساعتونه ساعتونه غلي ناست وو. يو وخت جمال له ځايه پاڅېد، چې خپل كور ته لاړ شي. ما تر لاسه ونيو:" څه خو ووايه بيا ځه"

جمال بېرته كېناست او تر څه سوچ وروسته يې زما د زړه خبره وكړه:" چمتو اوسه! سبا سهار د وخته پېښور ته ته ځو"

***

په پېښور كې د جواد له پلار نه پټ له ډاكټرانو سره مو وكتل. اوو نۍ دوه وروسته د جواد حال لږ ښه شو او همدا چې په سد شو لومړنۍ خبره يې دا وه:" ما غلا نه ده كړې "  

 

Author of this article: صديق الله بدر

Show Other Articles Of This Author