چارشنبه, سپتمبر 08, 2010

 د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته ښه راغلاست!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون مړه خو نه يو

هنري کره کتنه ادبی لیکڼي

  • 1
  • 2
  • 3
  • 4
  • 5

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

انځوریز البوم

khostnew (9...
Image Detail
78
Image Detail
1237809996_...
Image Detail

داوونۍ انځور

سياسي, ټولنيزې ,او بېلابېلې ليکنې

  • 1
  • 2
  • 3
  • 4
  • 5
  • 6
  • 7
  • 8
  • 9
  • 10
  • 11
  • 12
  • 13
  • 14
  • 15
  • 16
  • 17
  • 18
  • 19
  • 20

دخوست کتابتون

 

دا برخه د جوړیدو په درشل کي ده  !!

سترګه (Oculus )

 سترګي د انسان د پنځو حواسو څخه یو ډېر مهم حس دی . سترګي دمخ په دو کندو کي تر تندي لاندي ځائ لري . سترګي  د دو زېږمو (کښته، پورته)

 

په مرسته چې باڼوګان ورباندي دي ،د دوي په رپېدو سره ساتل کېږي . بر سېره  پردې چې سترګي په ځانګړي توګه د ليدو کتو او لېمو لپاره دي؛ خو سترګي په مخ کي د انسان  د ښکلا، ښایست او زړه  وړو او میني لپاره هم ستر رول لوبه وي .
سترګي په یوه وازګین  ځائ کي پره تې دي . بهرنې خوا د سترګو په شپږو وړکو د عضلو په سپڼ سيو سره داسي تړلي دي، چې بېله کومه ربړه هري خواته په ډېره آسانتیا سره خوځېږي . په ليدو کي دواړي سترګي په ګډه آغېزه لري .

د سترګي جوړښت :           
د سترګي غټی چې په لاتیني ورته (Bulbus oculi) وائي، دغه فورم  یو زيږ کلک پوټکی چې  په لاتینې ژبه ورته (Sclera) واي جوړه وي . دغه زيږ کلک پوټکی پر یوه ښیښه ئي اوبړین جسم  (corpus vitreum)باندي راتاو سوی او ټینګ ئي نیولی دی . د دغه زیږ کلک پوټکي سره د سترګي سپین پوټکی چې دایو سپین شفاف پوټکی دی دسترګي د مخ خواته  سپین ښکاري، سره پیوند دی . د زیږمي دننه سور لوند پوټکی دی، چې د زیږمي څخه بیا د سترګي د سپین تر څنډي پوري  اوپر شا او خوائي را څرخېدلی دی . څه لوړ تر سترګي د وریځي سره دټېک خواته د اوشکو ځائ سته،چې واړه مرغړي ئي اوښکي جوړه وي  کله چې زېږمه رپېږي په اوښکو د سترګي ټول غټی (Bulbus oculi) لندیږي . په دې ګون سره سترګه تل لنده ساتل کېږي . د سترګو د کونجانوسره  و پزي ته نږدې  وړوکي  رګونه سته،چې دهغو  په مرسته  د سترګي نوري اوبه د پزي تشو ځایو ته وربهه وي  . دغه اوبه د سترګي د سپین لیده سمه وي او چټکتيا ورکوي، پره دي توکي له سترګي نه ایسته کوي، سترګه تل تازه ساتي او مکروب ایسته کوي .
د سترګي سپین پوټکی څرنګه چې شفاف دی د سترګي پر تور کړۍ چې په یوناني ورته (Iris) وائي غوړېدلی .  د سترګي د تور پوټکي او سپین پوټکي ترمنځ یو خالي ځائ سته، چې اوبه پکښې شته؛ دغه اوبه د وړکو رګونو په مرسته  د وینو رګو ته ورځي . په دغه تش ځائ کي د اوبو جوړېده او د اوبو بهېده په سم توازون سره  کار کوي، چې د سترګي دننه فشار ثابت پاته سي .    د سترګي تور  (Iris) لکه یوه کړۍ چې منځ ئي سوری وي دسترګي پر کسي باندي پرته ده . د دغي کړۍ دسوري څخه کسی  په انګلیسي ورته (lens)وائي ښکاري .دغه سوری  د رڼا پر مهال ځان وړوکی کوي او د تیارې پر مهال ځان غټه وي . ودغه ځائ ته د سوري  په لاتیني (Pupille) یاني دلیدو سوری وائي .  دغه کړئ او کسی دواړه یو پر بل باند پر یوه ښيښه ئي اوبړین غټي  په لاتیني  ورته                          
(Corpus vitreum)وائي، ټینګ پاراته دي .           
د سترګي جالیز پوټکی چې (Retina) ورته وائي  د سترګي له دننه خوا څخه د سترګي پر اِحساسي هجرې ا و پر اوبړین ښیښه ئي غټي باندي کلک  را چأر پېر دی .
د ټول پوټکو پاي لکه نري تارونه  سره يوزاي کېږي  اومنځ ئي خالي دی،چې دسترګي د ليدو عصب پکې تېریږي  . دغه ټوله  بیا  د سترګي د غټې و شاته پراته دي .  

اخستونځي : د الماني روغتیائي کتاب او ویکیپېدیا څخه

Author of this article: ژباړونکی محمد سرور وکیلي

Show Other Articles Of This Author

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

مينه

 
 

 

د پښتو ژبې پلار اجمل خټک بابا

دا مهال په ليکه

اوسمهال 13 مېلمانه پرليكه

د ګډون والو ننوتل

د ډاکتر کبير ستوري ويبپاڼه