جمعه, سپتمبر 10, 2010

 د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته ښه راغلاست!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون مړه خو نه يو

هنري کره کتنه ادبی لیکڼي

  • 1
  • 2
  • 3
  • 4
  • 5

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

انځوریز البوم

1240305967_...
Image Detail
1241915675_...
Image Detail
004
Image Detail

داوونۍ انځور

سياسي, ټولنيزې ,او بېلابېلې ليکنې

ROKNEWSPAGER ERROR: File not found: file:///C:/Users/OMEDZA%7E1/AppData/Local/Temp/msohtml1/01/clip_image001.jpg
  • 1
  • 2
  • 3
  • 4
  • 5
  • 6
  • 7
  • 8
  • 9
  • 10
  • 11
  • 12
  • 13
  • 14
  • 15
  • 16
  • 17
  • 18
  • 19
  • 20

دخوست کتابتون

 

دا برخه د جوړیدو په درشل کي ده  !!

د پلټلو په پلمه یی لوټوی

 

 

درنو لوستونکو!

په هیواد کی د اوږدی مودی کورنی جګړی دناوړه پاتی شونو څخه یو هم دهیوادوالو کډوالی ده.

ددی کډوالی پیمانه دومره پراخه ده چی دځمکی دکرې پرمخ ښایی داسی هیواد نه وی پاتی چی افغان ځان نه وی ورسولی. هماغسی چی دوطنه دباندی دجنس ارزښت لوړ اود انسان قدر لږوی دغسی کډوال افغانان هم دبی شمیره ستونزو سره مخ دی. له هغی څخه یوه یی بی اسنادی ربړه ده چی دوی سخت زوروی. په دی لنډ مطلب کی ددی ربړو نه د یوې یی لنډ غوندی انځور کښل شوی چی پام مو ورته راګرزوو :

 

 

ټوله ورځ می درندو پیټو کښته،پورته کولو ،لیږد،رالیږد ملا راکړوپه کړی وه.پښې می په سختۍ راټولولې.په بدن کی می هیڅ شیمه  نه وه پاتی.وجود می دبی حالۍ په وجه داسی لړزیده لکه په توت پوری پاڼه . نور نو درنده او اوږده ورځ هم پای ته رسیدلی وه. دګدام ور می وتاړه اود دروازی اړخ کی دیوال ته می د دمی په خاطر ډډه ولګوله .په زیاتی ستومانۍ سربیره مې سترګې دسوې ترڅنګه پټې ،پټې هم کیدې او سر مې دنري ،نري درد له امله دومره دروند شوی و،لکه چی غټ پیتۍ مې پرککرۍ ایښی وی. ځکه دبی اسنادۍ په وجه آن په سپیده داغ (سپیله داغ )کی چې پولیس نه وو خوځیدلی اوپه کمین نیولو نه وو بریایي شوی دکوره راوتلۍ وم. په داسی حال کی چی لاس می تر زنې لاندې نیولی و،د اوږدو چرتونو اوخیالونو په ټال زنګیدم .(له هغه ځایه چی کورته دستنیدو وخت رارسیدلی و،  نوپدی سوچ کی وم چی اوس به بیرته تګ څنګه کیږی؟ اوچی په لاره کې ګام په ګام دپولیسو دریدل، داسنادوکتل، دجیبونولټول-لوټول، تم کول، ماموریت ته بیول،پّه پنجره کی اچول اوپه پای کی دسپکو،سپورو سره ،سره د راز،راز جبري کارونو تر سره کول به رایاد شول زړه به مي وبګنیده اود ورځې ټولې منډې، رامنډې اوستومانۍ به یی راڅخه هیرې کړې.

 

 

 له ځانه به مې وپوښتل :

داهر کمربند لرونکی اوبی کمربنده پولیس چی زموږ مخی ته دریږی ،آخوا،دیخوا مو ټیله، ټمبه کوی داولې؟ موږ ولې نه دچا سره د دعوا حق لرو اونه هم له ځانه ددفاع حق ؟ بیابه مې خپله د ځواب په اړه ویل :ځکه چی موږ دلته له هیواده لیرې نابللی میلمانه یو. که موږ دخپل کور،خپل ګور او سرپوښ څښتن وای،نوبه دنړۍ دنورو وګړو په څیر دخپلو حقه حقوقو خاوندان وای اود پوره حقوقو لرونکی تبعه وو په څیر به راڅخه دفاع کیدلای . دلته یو شي چې زما دغوسې په اور به یی یخې اوبه توی کړې داوچې دهیواد پریښودو ته داړ ایستلو له علتونو که بهرني یی غوره دي، نوکورني هم ترهغې لږ رول نه لري. لکه چې مشهور او خوږ ژیۍ سندرغاړۍ مقری وایی:

خلکو! زه خپله ملامت یم        په خیراوشر ولې دځان نه پوهیدمه

په هرډول دتګ څرنګوای په اړه خبره مې لادځان سره وروستۍ کړی نه وه چې ورته سترګې په لاره انډیوال می راورسید او راته یی وویل : ځه چې ځو!

 ما وویل : په تګ خو به هرو ، مرو ځو، خو ودې نه ویل  څنګه ؟ په پای کې په دې سره سلا شوو، ددې له پاره چی د په زړه سختو (پولیسو) سره مخامخ نه شو، ښه به دا وی چې د ورځی له ګټې تیر شو او ټکسي ونیسو ،څوکه دخدای(ج) خوښه وه په امن کور ته ورسیږو. ورپسې مې دواړه لاسونه په ځمکه کیښودل اولکه موټر ته چې جګ ورلاندې کړې دلاسو په زور پورته شوم. روان شو. تم ځای ته په رسیدو سره ټکسی کې کښیناستو. مخی ته لاره مو په ځیر، ځیر څارله. دمخ رنګونه مو لکه چاچې په غلا کې نیولی یاستو زیړ تښتیدلی وو. د زړونوټکان مو شیبه په شیبه زیاتیدو. لابه موسل، یونیم سل متره واټن نه وی لنډ کړی چې ومولیدل دلارې پر سر ولاړ اود تور سرو اوبهرنیانو تیزرفتار موټرونه دروی. انډیوال مې وویل : هم مو دورځی ګټلی په ټکسی ولاړې اوهم په کمین کی ولویدو. په هرصورت دپیښې تیښته نه وه . له موټره راکښته شو.دهروخت په څیر یی راته وویل : محترمو ! اسناد مو راوښي. انډیوال می له ځانه سره وغومیده . ته ګوره داسپین سترګی یو وخت زموږ په هیواد کی دبی خوندیو لوبغاړي،دیوې خوا محترم وایی اودبل پلوه غیرانسانی چلند کوی. نور نوپوښتنه حل وه. دواړه یی ځانګړی مکروبس ته چی ابی  لیکه یی درلوده او ورباندی پولیس لیکلی وو یو وړو. سمدلاسه یی جیبونه راولټول او ولوټول. د وروستۍ سزا له پاره یی په بس کې کښینولو. دامهال زما په خیال کې راوګرځیده چی رښتیایی ولی :

مساپری(بی وطنی) سخته خواری ده        کورته به درومی څوک به لارنه ورکوینه

پورتنۍ لړۍ روانه وه . موټر یوپه بل پسې درول کیدل. عینی کسانو ته ،عینی برخلیک انتظار ایستو. په دې لړ کې یی نوبتی موټر ودراوه اود معمول سره سم یی پوښتنه ځینی وکړه. دې سره جوخت دموټر سپرلۍ راووتی. دکالیو اوچال چلند یی داسی ښکاریدل چې ګنې زورور سرکاریان به وی. لومړۍ یی خپل اسناد ور وښودل اوبیایی د دوی دکتلو تکل وکړ. دتیزو،ترخو اوپه لوړ اواز دخبرو،اترو ترتبادلې وروسته جوته شوه چی دوی (پلټونکی) په پردیو جامو کی حرفوی اوپه قانون کې غله دی. موږ دحالت په یوڅه ناڅه درک سره پوه شوه چې هغه دچا خبره داسې شر پییښ شو چې زموږ پکې ښه شوه، نومې په نیولي ږغ انډیوال ته په غوږ کې وویل: اوریدلی به یی وی چې علی اباد ښار دی، خو خبر به نه وی چې هلته لیونتون هم شته ، داسې لیونتون چې که په کې ولویدې ، بیانو که هرڅومره هوښیار، ځیرک او زرنګ هم وی، دپاګلو په شمیره کې به راځی.

په نتیجه کې یی هغوی په موټر کې کښینول او موږ په مکروبس کې ناست ......بهرني یرغمل کسان یی ایله اوهرڅوک په خپل  لورۍ بی له دی چی ښې او چپ ..... ته وګوری دسترګو په رپ کې پناه شول.

پای

 

 

Author of this article: ګل شریف هڅاند

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

مينه

 
 

 

د پښتو ژبې پلار اجمل خټک بابا

دا مهال په ليکه

اوسمهال 11 مېلمانه پرليكه

د ګډون والو ننوتل

د ډاکتر کبير ستوري ويبپاڼه