چارشنبه, سپتمبر 08, 2010

 د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته ښه راغلاست!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون مړه خو نه يو

هنري کره کتنه ادبی لیکڼي

  • 1
  • 2
  • 3
  • 4
  • 5

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

انځوریز البوم

1237037335_...
Image Detail
1237372576_...
Image Detail
khostnew (2...
Image Detail

داوونۍ انځور

سياسي, ټولنيزې ,او بېلابېلې ليکنې

  • 1
  • 2
  • 3
  • 4
  • 5
  • 6
  • 7
  • 8
  • 9
  • 10
  • 11
  • 12
  • 13
  • 14
  • 15
  • 16
  • 17
  • 18
  • 19
  • 20

دخوست کتابتون

 

دا برخه د جوړیدو په درشل کي ده  !!

پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ

تاريخ:----------------                        نمبر----------------


پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ خپل منشور اعلان کړ.
د نړۍ د پښتنو ادبي، کلتوري او ثقافتي تنظيم (( پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ )) خپل منشور اعلان کړ.
د غورځنګ د اطلاعاتو سېکتر چشمان موسی خېل د غورځنګ غټې غټې موخې او هدفونه په دا ډول اعلان کړل:
١-  له هر ډول سياسي، مسلکي، فرقه ايز، اقتصادي او معاشي اختلافاتو نه بالاتر د نړۍ د ټولو پښتنو د يووالي، بېدارۍ، ترقۍ او په هره سطح د هغوي د حقوقو د تحفظ لپاره هلې ځلې کول.

٢- د پښتنو په خلاف د هر ډول کورنيو او بهرنيو سازشونو  په تېره بيا په دهشتګردۍ باندې  د هغوي د  بدنامولو د کوششونو مخنيوے کول.
٣- د نورو ژبو د احترام په خيال ساتلو سره د پښتو ژبې د ترويج او ودې او د پښتنو په اکثريتي سيمو کښې د پښتو تعليمي، دفتري، او عدالتي ژبې ګرځولو لپاره کوششونه کول.
٤- د پښتنو شاعرانو، اديبانو او ليکوالانو د مشکلاتو او مسائلو د اواري په تېره بيا د بې وزلو قلم خاوندانو د اولاد د تعليم او تربيت لپاره هلې ځلې کول.
٥- د پخوانيو پښتنو شاعرانو، اديبانو او نامتو شخصيتونو د اثارو د لټولو، خپرولو او همدا رنګ د هغو شخصيتونو د مزارونو د پېدا کولو او بيا رغولو تابيا کول.
٦- پښتنو شاعرانو، اديبانو او ليکوالانو ته د داسې تګ لارې ښوونه کول چې د هغوي د تحرير او تقرير په ذريعه پښتون قوم او پښتو ژبې ته د ترقۍ او پرمختګ لار خلاصه شي.
٧- د نړۍ په مختلفو سيمو کښې له جوړ کړې شويو ادبي او ثقافتي جرګو، ټولنو او تنظيمونو سره چې په خپل ځاے د ستائېنې وړ دي رابطه ټينګول او د هغو ډاډګيرنه او ملاتړ کول.
ښاغلي چشمان موسی خېل وويل د پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ مقصد له هر ډول پوله ايزو، مسلکي، قبيله اي، اقتصادي او معاشي اختلافاتو نه بالاتر د نړۍ په سطح د پښتنو او په خاصه توګه د شاعرانو، اديبانو او د قلم د خاوندانو په يو مرکز باندې د راغونډولو او د هغوي د مسائلو او مشکلاتو د اوارولو او همدارنګ د پښتو مظلومې ژبې پراختيا او رواجولو لپاره هلې ځلې کول دي. دۀ څرګنده کړه چې غورځنګ به په هره سطح د پښتو او پښتنو په خلاف د سازشونو او دسيسو مخنيوے کوي. او چا ته به اجازه ورنکړي چې په مختلفو نومونو سره د پښتنو د بدنامولو او د هغوي د حقوقو د پائمالولو کوشش وکړي.  دۀ زياته کړه چې موجوده دور د پښتو ژبې د پراختيا او د پښتنو د بېدارۍ او د هغوي د برخليک ټاکنې دور دے چې په دې دور کښې د قلم په خاوندانو باندې ډېرې ذمه وارۍ راځي چې د دې خداے ورکړي استطاعت نه استفاده وکړي او دغه استطاعتونه د پښتنو د منافع لپاره خرچ کړي او په خپل نظم او نثر سره د پښتنو د برخليک په ټاکنه کښې خپل کردار ادا کړي. ده په خپل بيان کښې دا حقيقت هم په ډاګه کړ چې  له بده مرغه  د نورو برخو په شان  په پښتو ادب او ثقافت باندې هم د يو څو تنو اجاره داري جوړه ده او په پښتونخوا کښې د پښتنو ډېر اعلی اعلی ذهنونه  په ګمانمۍ کښې پراتۀ دي چې د دغو شخصيتنو ډګر ته رامنځته کول هم د غورځنګ له مقاصدو څخه دي.
دۀ زياته کړه چې هر هغه کس چې د غورځنګ له منشور او پروګرام سره متفق وي که هغه له هرې طبقې سره تعلق لري د دې غورځنګ غړے جوړېدے شي او ورته به په ډېره مينه هرکلے ويلې شي دۀ دا حبره هم څرګنده کړه چې د غورځنګ له هيڅ سياسي، مذهبي، فرقه اي، پارټۍ، جومات او ډلې سره هيڅ تعلق نشته او د غورځنګ ټول پروګرامونه او فعاليتونه  به د غړيو په مياشتنيو چندو او د مينه والو په خصوصي مرستو سره  ترسره کولې شي. چې په دې اړه مالي استطاعت لرونکي پښتانۀ له دې ادبي، ثقافتي او اجتماعي تنظيم سره خپل مرستې کولې شي. او د تنظيم په هره سطح مرسته کوونکو باندې لازمي ده چې د مرستې کولو په صورت کښې د تنظيم لخوا چاپ شوے او د متعلقه مسئول په دستخط سره رسيد خامخا حاصل کړي او د امکان په صورت کښې د تنظيم د رابطې له درکونو څخه يو درک باندې مرکز هم خبر کړي.
موسی خېل وويل د غورځنګ مرکزي دفتر به په پېښور کښې وي او د هرې سيمې په سطح به د غورځنګ يو استازے وي چې هغه به د هغې سيمې د غورځنګ د نورو غړيو په ملاتړ سره د دغې سيمې د پښتنو له مسائلو او مشکلاتو نه مرکز آګاه کوي  او د غورځنګ پروګرامونه به مخ په وړاندې بوځي.
 دۀ څرګنده کړه چې د نړۍ هر پښتون چې د نړۍ په هر ګوټ کښې وي او له هر خاندان، هر هېواد او هر مسلک سره تعلق لري او د غورځنګ له منشور سره موافقه لري د غړيتوب د لاندې فارم په ډکولو سره د غورځنګ غړے جوړېدې شي.
 
د غړيتوب فارم
نوم: ----------------- د پلار نوم: ---------- عمر:---------  تعليم: ------------  روزګار:--------     
د ډاک پته:-----------------------------------------------------------------------------------
برېښناليک ( ايمېل) --------------------------------------------------------------------------
ټېلفون/   موبائل:-----------------------------------------------------------------------------  
حلفيه بيان
زۀ: --------------------- د------------------------ زوے/  لور حلفيه بيان ورکوم چې د پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ غړيتوب قبلوم او د دې غورځنګ منشور او آئين سره په مکمله توګه اتفاق کوم او د غورځنګ د ودې او ترقۍ لپاره به د خپل وس مطابق هلې ځلې جاري ساتم. زۀ به هره مياشت د غورځنګ لپاره-------   روپۍ/ وغېره  -----  ( لږ تر لږه لس روپۍ ) چنده ادا کوم. 
  لاسليک:------------------------------ تاريخ: -----------------------------

   د ربطې لپاره:
پته: ورکشاپ روډ، جمرود روډ پوسټ بکس نمبر 346پېښور ( خېبرپښتونخوا )
فون: 091- 7114566، موبائل:03219779388  ، 03459047584
برېښناليک: دا برېښلیک پته د چټیاتو څخه ساتل کېږي. ته د دې د کتلو لپاره د جاواسکرېپټ فعالولو ته اړتیا لرې
 وېپاڼه: http://pukhtoonkhwa.blogfa.com 
 
Author of this article: پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

مينه

 
 

 

د پښتو ژبې پلار اجمل خټک بابا

دا مهال په ليکه

اوسمهال 11 مېلمانه پرليكه

د ګډون والو ننوتل

د ډاکتر کبير ستوري ويبپاڼه