چارشنبه, سپتمبر 08, 2010

 د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته ښه راغلاست!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون مړه خو نه يو

هنري کره کتنه ادبی لیکڼي

  • 1
  • 2
  • 3
  • 4
  • 5

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

انځوریز البوم

121
Image Detail
1235133714_...
Image Detail
khostnew (1...
Image Detail

داوونۍ انځور

سياسي, ټولنيزې ,او بېلابېلې ليکنې

  • 1
  • 2
  • 3
  • 4
  • 5
  • 6
  • 7
  • 8
  • 9
  • 10
  • 11
  • 12
  • 13
  • 14
  • 15
  • 16
  • 17
  • 18
  • 19
  • 20

دخوست کتابتون

 

دا برخه د جوړیدو په درشل کي ده  !!

د کلی وا ده :: دوهمه برخه

 


د کلی وا ده
د نا وې ملګری پيغلې چې د نا وې  لاس او پښې  ورسره  کړي نو بيا خپل لاسونه ډ يرښا يسته  سره کوي.  کليو ا لې  پيغلې  چې ترځو وا د ه شوي نه    وي  پيښې په نکر يزو نه سر ې کوي  وا يي چی پيغله چی پښې نکريزې کړي  نو بيا خد ا ی (ج)  مکړه هغه پيغله  بد خو يه  کيږي .  نو ځکه خولاس سره کوي  ا و پيښی  سپينې پريږدي ا و خوب ته ځي  .  او ورا با ڼې پيغلی چې د نا وی مو ټى ورخلاس کړ ي نو بيا بيرته هغې  کوټې ته را ځی چی
 اول پکښې نا ستې وې  ا و هلته سندری د نا وې مور پلار ا و ورڼو  خو يند و ته ستا ينې کوي  کليوا لې ښځې  چې د واده پرمها ل د اسې سندرې وا يي چې  نا وې  پرې ژاړي  ا و يا خو دناوی مور يا پلار يا  خويند ې ژړوي هغو ټولو سندرو ته ستا ينې وا يی .  هغه د اسې ټيکی و ايی چی زړه ډير مايوسه او نری کوي.  ډير وخته خو ستا ينی زړی ښځې کوي .   د کلي ستاينی په لاندی ډ ول ويلى کيږي:
 ##
د سهار موشکڼه  باد دې رپوينه
 په مور ګرانې لورې خوب د زنګه وينه
 ##
ا وښيا رې نا وې مزى دې زرغون دى
دا نن شپه دی دلی سبا بيل تون دى
 ##
خد ا يه (ج)  ورور  يی وزي ا و ننوزی
خور يې د باز مرغۍ ده ، د باز مرغۍ سهار له ګتو وزي
 ##
دی موږ ناوې کنکی د موږ ته نه ژاړي
چی ز ما لغته ا وخوری بيا به ښه ژاړي
 ##
نا وې چې ا وښ ته و خيژ ې نا رې کړه
نا وې  پر خپل  پلار دې  کو لمی پرې کړه
 ##
په شا ګد ر ولا ړې ، سپينې پا يڅې د ې ولا ړې
په ورڼو ګرا نې خورې د ليورو منځ ته ولاړې
 ##
نا وې چې سره والۍ نکړي در پورې
با با به دې د ګورتر چولو ګوري
 ##
په غټ را وختمه په پسته را ولويد مه
ګوره ويده نشې  دغه ګرا نه لوردې وړمه
 ##
 موږ به  نا وې يو سو له ډ و لو سره
همزو لې ېې سر وهی له دېوا لو سره
 ##
نا وېه زېړ کۍ ېی توره کۍ به شې
زموږ کره چی را شی ليونۍ به شې
 ##
د سهار سترګه را و خته هلکه
موريې  په ځای کې لاس وهي چی لورمې ورکه ده
 ##
د سها ر سترګه را وخته تيزي  کوي
موريې په ځا کې لاس و هي زړه يې سوستي کوي
 ##
نا ويه پل را وا خله پونده پريږ ده
نا ويه د خپلی مور چمونه پريږ ده
 ##
 په  د ا سې حال کې سها ر شي ا و د لمر ختو وخت شي.  سها ر د نا وې ملګرې  د ېو څو شيبو له مخې  جدا کږي  چې نا وې ارام وکړي ا و پيغلې خپلو کورنو ته ځي هره له خپل کور څخه  يو پتنوس را و ړي. پتنوس يې ډېر ښايسته تيا رکړی وي. له نا وې سره يو ځا ی  نا شته کوی يا د سهار چاى خوري . خو نا وې هيڅ نخوري  ا و په دې وخت کې  د ټول کلي ښځې مخ په را تګ شي چی د نا وې اخير د يد ن وکړي. خو خپلی ملګرې يې بيا ترينه ځی. له د ورابا ڼو دا شپزانو څخه د پسه يا د مږه چې ځينې  خلګ ورته څا روي
هم وا يی ،  پوخ ورميږ  يا نې د څا روي غاړه غواړي ،  او  د وخت له نرخ سره روپۍ يا پيسی هم غواړي .  پيغلې چې روپۍ اوهغه د ورميږ غوږه را وړی بيا  له پيغلو څخه  يوه پيغله  يو د وچی ډوډ ی پا ستی په د وا ړولاسونو د نا وې په سر داسې نيسي  لکه ېوڅوک چی دعا کوي.  بله پيغله هغه  ا ور ميږ پرې ما ته وی چی کله ورميږ ما ت کړي نو بيا
 نا وې په چېغو ژاړي ا وپېغلې هغه د ا ورميږ غوښه چی هر څومره ښځې وي په ټولو يوه يوه ګوله   ويشي . د ا ورميږ او پيسی د غو ښتلو په وخت کې هم پيغلې   ورابا ڼو ته  سند رې وا يي. وخت چې هغه خلک پيسی  نه ور کوي نو بيا بيغلې  ښيراوې ورته کوي.  ا و چې ډير ورسره ټنګ  شي نو ښکنځلې هم کوي . ښکنځلو ا و ښيراوې هم په سند رو کې واېي  لا ندې يو څو مسالونه وړاندې شوي دي.
 ##
ښکته ښکته ګوره د ځمکی مخ سپيره دى
پورته پورته ګوره يو لوټ پر د نيا څه دى
 ##
د ميږو  شيدې بنګې د ا وزې شېدې لونګې
زموږ  دا سې د وستا ن دي له  نيستۍ  يې سترګې تنګې
 ##
 خدا يه زموږ څه کبر زاوال شو
خستو زی پر د وستۍ را سره سيا ل شو
 ##
 زموږ نا وې چې ځي دورې سر داره شې
ليور دې چلمچۍ ، ته يې باداره شې
 ##
په  سر مې چوڼ ماچوڼ دى ترلا ندې مږتون دى
د پيغلو سوبت  نشته، تر دې نَعلت لا کوم دى
 ##
په لاس کښې مې چوڼيا ده بل شی نشته
دو سته ځا ندی کا ږه نا وې نشته
 ##
دې موږ د نا وې سر نه پور ته کيږي
د ا په سخت ليوره ډيره شرميږي
 ##
د سپا ندې په سر ګل د سپيلنی به شی
کنجوس د ګور په غا ړه ورکير ڼی به شی 
 ##
هغه  پيسې  چې ټولې  سره جمعه  شې نو له واده نه وروسته ېې بېا يوه ورځ  ټولې پيغلې را جمعه شې او سره جلا کوي يې چې  د وه  خوېندې  په يو ځا ی پيغلی وي نو يو د مشر ې خور برخه وي او د کشر ې برخه نه وي .
 کله چې پيغلې خپل حق و ا خلي نو بيا د زوم له خوا ورا با ڼې ښځې ا و د نا وې ملګرې په ېوه ځای يو څو سا عته ميله کوي . په ا تڼ کې ا و په سندرو کې يو ځا ی برخه اخلي .  د زوم مور چې د نا وې خواښې کيږي ا و يا د هغې په  ځا ی بله مشره ښځه د پوښ بکس خلا سه وي چې  د ناوې د واده کالي لومړۍ ښکاره کړي ا و بيا  ناوې ته ښکلې جوړه تيا ره وي . چې د بکس دخلاسولو په  مهال هم ټپې وايي   اوله  ټپه د ناوی ملګرې و ايي ا وبيا د وهمه ټپه د ( زوم)
والا وا يي .
 ##
بکس خلاس کړي ا و منځې ګوري
که يې په منځ چې څه شی نه و، بيا يې خواښی ورته را بولي
 ##
ا وس به دی نرۍ نرۍ ژړا  وي
ما سپښين  به دې د سری ډولۍ کې کښنا وی
 ##
پرون  خو د شا توت ونې ته تللې وې
نن يې د تور پيکي په غم  نيولې يې
 ##
ا ول دې يا ګيډی کړی يا بيډ يه
خيا لي ليوره د روا غوستی جوليه
 ##
نا وی زړګی دی ولې مستا نه ده؟
ترتا خو دی زوم غا ړه ښا يسته ده؟
 ##
کميس  دې د کابل د دو کا نو ده
ټيکری د ستا د ورور دی درويزو ده
 ##
بيا  د وه ښځې را ځي د نا وې کالي جوړ وي . چې د نا وې کالي تيا ر شي په د ی وخت کې د ورځې  نيما يي شي ا و د ( زوم ) د را تګ وخت شي ا و له زوم سره ډير خلګ را ځي د واړه  ښځينه ا و نا رينه. ټول نا رينه  مشران او ځوانان يو ځا ی را ځي.ښځينه زيا تې پيغلې ا و ځوا نې ښځې وي. مشرانې ښځې لا مخکې را غلي وي  شپه يی د نا وې په کورکې تيره کړي وي .  کله چې  خيښې  له کوره څخه را وزي   نو د ( زوم) خويندې او ملګرې  ښځې داسې ټپې وا يي
 ##
مرغلرې په زورې شوې نه دريږي
د زلمي خيښې ريي شوې نه دريږي
 ##
خور موږ نه تلو ا و په سيلونه
د ورورګل د زړه د پا ره خور موږ ولويدو تر غرونه
 ##
دی چلم تمبا کو ډير دي
موږ د چيلم  د وګ ليدلی نده پلا ني ته وا تر مخ شه
 موږ د خپل د وست کور ليد لی نه ده
 ##
ری، ری، ری، ا ور دی مړ شه په ييری
موږ ويل چی نز دې موږه لا ندې کړو غر می
 ##
خلګو د ا وبو ګدر مو کومه ده
 خلکو پلا نی ګوډله کو مه ده
 ##
چې  د نا وې کورته ورسيږي  هلته د نا وې ملګر ې  يوه کاسه له ا وبو څخه را ډکوی د نا وی د زلُفو څوکې ا و د لاسو ا و دی پښو نوکا ن هسې د شا ګوم لپا ره ليږ پکښی وهی  چی لا نده شي . هغه ا و به بيا په ورا با ڼو لږ لږ پا شي .  پخوا د ا وبو پاشل ډ ير وه خو ا وس دومره ډير نشته. صرف هغه يوه کا سه  ا وبه دي. خيښی چې څو ک يې ورا با ڼې هم بولي  ډيرې په مستۍ هغه کورته ورځي لومړی ا تڼ کوي له اتڼ سره رنګ رنګ سند رې وايې  هغه ګړۍ پريښتيا هم  انجونې   ډير ې خوشها لې ښکاری
 دوی نا وې ته ا و د نا وی خپلوا نو ته رنګ په رنګ سندرې وايي.
##
د رغلو په کلي سرې غالۍ را وا چوئ
تر غالۍ ځمکه پسته ده  نا وې زر ولاړ وئ
 ##
په سر می د و شا لی دی تر شلمو يی مرغلرې
د ناوې وروره راشه په باغ کښی وتې بلبلې
 ##
ا ور دی بل سکا ره دې مړه دي
د نا وې پلاره راشه شا زادګا ن دې ميلما نه دي
##
دی کلا مخ دې وا ښه دى
ځونان دی په ورا راغله، د کلا رنګ دې پرې ښه دى
##
دی کلا مخ دې با غونه
 د نا وې کا کا راشه موږ پری د روړه بيرغونه
د ا د نا وی کوردی
په ديوا لويي د مچا نو شور ما شور دی
 

Author of this article: نوريه وهاب

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

مينه

 
 

 

د پښتو ژبې پلار اجمل خټک بابا

دا مهال په ليکه

اوسمهال 10 مېلمانه پرليكه

د ګډون والو ننوتل

د ډاکتر کبير ستوري ويبپاڼه