د ښاغلی اسدالله ستانکزی لنډه پيژندنه

ښاغلی اسدالله ستانکزی د عبدالمختار زوی د لوګر ولایت مرکز پل علم د حصــارک په کلي کې په (۱۳۶۷)  لمریز کال په یوه متوســـــــــطه کورنۍ کې ستــــرګې دې نړۍ ته پرانیستلې؛خپلې

  لومړنۍ       زده  کړې یې په خپل کلي کــې ترسره کړې بیا د حضرت عمر فاروق(رض) په لیـــــــــسه کې شامل او له نوموړې لیــــــــــــسې څخه په (۱۳۵۸) لمـــــریز کال له دولــــــــــسم څخه فارغ شو،لکه څنګه چې ښاغلي ستانکزي له خپلې خوږې ژبې(پښتو) سره مینه درلوده نو د کانکور له ازموینه څخه ورسته د خپلې خوښې پوهنځۍ(ادبیاتو)ته بریالی شــــــــــو،دم ګړۍ د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصـل دی. د ژونالـــــیزم سره بې کچې علاقې له امله د ژورنالیزم ځینې کروسونه ویلي دي او دې یو څـه مودې لـــــــپاره یې د راډیو ویاندويي په برخه کــــــــــــې کار هم کړی دی،ښاغلی ستـانکزی د شـــــــــعر او شـاعري سره میـــــــــنه لري،د همدې مینې اولیوالتیا له امله په کال(۱۳۸۷) لمریز په شعر  ویلو پیـل وکړ ،کله نا کله د زړه خبرې د قلم په خوږه ژبه بیانوي،تر اوسه کومه شعري ټولګه  نه لري،خو ځینې شـعرونه یې د ویب پاڼو له لارې خــــپاره شوي دي.په دې نژدې وخت کې یې لنډو کیسو ته مـخه کړې،کومې کیسې یې،چې ما لوسـتلي دي په ډېر هنــري انداز  او ښایست سر یې د ژوند واقـعتونو ته انعــــــــــــکاس په کې ورکړی دی.خدای دې  د دې تاند شاعر او لیکوال د قلم ژبه تېره لري د لا زیاتو  بریالیتوبونو په هیله یې یم .
په پښتني مینه

 

Author of this article: شفیع الله ساحل