په خوست كې د نوو ښوونکو د استخدام په موخه آزاده سيالي ترسره شوه

د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې دروان کال د ثور د مياشتې په 18 نيټه، د خوست ولایت د پوهنې ریاست په تالارکې 350 تنو د دولسمو، ځلوارلسمو او شپارلسمو ټولګيو فارغانو د نوموړي ولايت د پوهنې رياست په اړوندو ښوونځيو كې د تدريس په موخه د ازموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله.
ياده دې وي چې نوموړي کسان به دازموينې دنتيجې څخه وروسته د خوست ولایت د مركز او ۱۲  ولسواليو په ښوونځيو کې د رسمي ښوونکو په حيث په دنده وګمارل شي.
د يادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت  روان تعليمي كال ته د لوړې، ښوونې، غوره روزنې او ښه استوګنې نوم وركړى او هڅه كوي چې په هيواد كې د ښوونې او روزنې روان بهير د كيفيت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دغه ډول آزادو سياليو ترسره كيدل يوه برخه ګڼلاى شي.
دو باب  مکتب متوسطه  در ولایت بلخ به لیسه ارتقاء نمود
به اساس پیشنهاد ریاست معارف ولایت بلخ و منظوری مقام وزارت معارف مکتب متوسطه نسوان خدیجه الکبرای ولسوالی نهر شاهی و مکتب متوسطه پای مشهد ولسوالی دولت آباد ولایت بلخ به لیسه ارتقاء نمود.
در محفل که بدین مناسبت در صحن مکاتب متذکره تدویر گردیده بود مسؤولین ریاست معارف، ولسوال منطقه، نماینده اولیای شاگردان، متنفذین قومی، استادان و شاگردان حضور داشتند.
محفل با آیاتی از کلام الله مجید آغاز سپس اشتراک کننده گان محفل بالنوبه در رابطه به موضوع صحبت نموده ارتقای مکاتب را به لیسه برای شاگردان و استادان تبریک گفته و از استادان و شاگردان خواست تا در راه بهتر شدن معارف کشور تلاش جدی نمایند.
قابل یاد آوری است که فعلاً در مکتب نسوان خدیجه الکبرا به تعداد 900 تن شاگرد اناث و در مکتب پای مشهد به تعداد یکهزار تن از شاگردان ذکور و اناث مصروف آموزش  هستند.

په كندهار كې د کانکور ازموينه واخستل شوه
د روان كال د ثور د مياشتي په ۱۷ نيټه د زابل ولايت د اړونده ښوونځيو د ۱۸۰ تنو زده كوونكو څخه په كندهار ولايت کې د افغان-ترك ليسي ته د تلو په غرض د کانکور  آزموينه واخستل شوه.
نوموړې ازموينه د ټاکل شوي هيئت په حضور كي واخيستل شوه چى دآزموينې دنتيجى نه وروسته به د۱۸۰ څخه يوازې ۱۰ تنه دافغان-ترك په ليسه كي شامل شى.
 ديادونې وړ ده  چي د تيرو کلنو په شان دغه آزموينه هم دتركيي هيواد د ټاکل شوي هيئت له خوا له هغو کسانو څخه اخيستل کيږي چې اووم  ټولګى يې لوستى وي او د همدې ټولګي د فراغت اسناد په لاس کي ولري.

Author of this article: spokeman