هنري کره کتنه ادبی لیکڼي
-
د شهيد صاحب نور ځدران لنډه پيژندنهشهيد صاحب نور ځدران په کال ١٣٢١ ه ش کال د پکتيا ولايت د ګرده څپرې د تره خيلو په کلي...بشپړ متن .....
-
په کابل کې رڼا کلنۍ مشاعرې وشوه دمېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير په نوښت درڼا کلنۍ مشاعره د ۱۳۸۹ کال د زمري په لسمه نیټه جوړه شوه رڼا مشاعرې ته...بشپړ متن .....
- 1
- 2
- 3
- 4
- 5
د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه
راپـورونـه او مـرکې
داوونۍ انځور

سياسي, ټولنيزې ,او بېلابېلې ليکنې
-
ملا دروحانيت اوجومات نه په جلا تله كې لومړۍ مقالهبشپړ متن .....
م۔ا۔كرگر
ټولنپوهنيز –كلتوري بحث شرقي فرهنگ ديو ډول روحانې...
- 1
- 2
- 3
- 4
- 5
- 6
- 7
- 8
- 9
- 10
- 11
- 12
- 13
- 14
- 15
- 16
- 17
- 18
- 19
- 20
دخوست کتابتون
![]() |
![]() |
|
دا برخه د جوړیدو په درشل کي ده !! |
|
سنځله
|
سنځله Russian Olive: Elaeagnus angustifolia
سنځله د Elaeagnus Angustifolia په كورني پوري اړه لري او يو دو مشيمه (Dicotyledon) بوټي دي ، خپله ډيره نمو د سپرلي او مني په موسم كي تر سره كوي، دا بوټي سپين دا ونه د ريښي، تخم او قلمي په وسيله تكثير كيږي همدارنګه دا ونه د وچكالي په مقابل كي ډير مقاومت لري.
لومړي جدول:
ددي وني پاڼي بيضوي او تياره شني دي، كوچني ژيړ او خوشبويه ګلان لري چي د مي او جون په مياشتو كي منځ ته راځي، دا ونه وروسته له دريو كلونو څخه ميوه توليدوي.
سنځلي په اصلي ډول په چين او جاپان پوري اړه لري او په 1900 ميلادي كال كي شمالي امريكا ته وپيژندل شوه. <!--[if !vml]-->
<!--[if !vml]--><!--[endif]-->دا يوه عالي باد ماتونكي (Wind Break) ونه ده چي د لږو اوبو په مقابل كي مقاومت لري او همدارنګه كولاي شي چي د مالګينو او Alkali خاورو كي وده وكړي ، ددي وني تخم ددريو كلونو لپاره په خاوره كي ژوندي پاتي كيداي شي، ريښي يي ژوري دي دا ونه په ريګي او كلكو كلي خاور كي نمو كولاي شي او د سيلابونو په مقابل كي مقاومت لري. دا ونه په يوه كال كي ۶ فوټه نمو كوي. ددي وني له بيلابيلو برخو لكه ميوه، پوست او شيري څخه صنعتي او طبي ګټي لاس ته راځي. ددي وني له پوست څخه تتراهيدروآرمور - متيل – N استخراجيږي ددي وني له پاڼو څخه د آلكانوييد په نامه يوه بله كيمياوي ماده لاس ته راځي چي له دي دواړو مادو څخه ددوا په جوړولو كي ګټه اخيستل كيږي.
ددي وني څخه د عطر جوړولو او د لرګي په صنعت كي گټه اخيستل كيږي. دا ميوه د قي د مخنيوي لپاره هم يوه ښه دوا ګڼل كيږي. همدارنګه دا ميوه د سړو تبو دلري كولو او د زړه لپاره ښه ګتوره ميوه ده. همدارنګه كه چيري دا ميوه د زيتونو په غوړو كي سره شي نو د خارښ، د بندونو د درد او همدارنګه د ويښتانو د نمو لپاره ګټوره ده.
په اسپانيا كي د سنځلو د ګلانو له شيري څخه د شديدو او خطرناكو تبو په مخنيوي كي ګټه اخلي. د سنځلي په پوست كي آلكالوئيد الدآگنين او يوبل سريښناك آلكالوئيد شتون لري. د سنځلي ميوه د ويتامين A او B ويتامينونودرولودونكي ده همدارنګه لږ اندازه ويتامين K هم لري. همدارنګه سنځله د بواسيرو لپاره هم ګټوره ده، هغه څوك چي ډيري متيازي كړي دهغو د مخنيوي لپاره ښه دوا ده. سنځله د جګر د ناروغيو لكه زيړي لپاره ډيره گټوره ده، په سنځ د سنځلي ګلان دوه ډوله يعني د نر او ښځي په شكل پيدا كيږي، سنځلي ته په انګليسي ژبه deaster او Bohemian oleaster او Russian olive ، په فرانسوي ژبه chalef او Eleajne ويل كيږي. په عراق كي ورته غبيده بادام او په عربو كي ورته غبيرا ويل كيږي، د سنځلو د ګلانو عطر په 50 متري كي محسوس كيږي.
د هغه لوښو او اسبابو تصويرونه چي د سنځلي له لرګي څخه جوړ شوي دي
د سنځلي د ميوي د ټولولو پرمختللي ماشين الات
ما خذونه: · Nonnative Invasive Plants of Southern Forests - USDA Forest Service http://www.invasive.org/eastern/srs/RO.html - Aug 26, 2004 · Fire Effects Information System - USDA Forest Service http://www.fs.fed.us/database/feis/plants/tree/elaang/all.html - Aug 26, 2004 · Weeds Gone Wild: Alien Plant Invaders of Natural Areas - Plant Conservation Alliance http://www.nps.gov/plants/alien/fact/elan1.htm - Aug 26, 2004 · Element Stewardship Abstract - The Nature Conservancy http://tncweeds.ucdavis.edu/esadocs/documnts/elaeang.pdf - Aug 26, 2004 · Invasive Plant Atlas of New England - University of Connecticut http://www.lib.uconn.edu/webapps/ipane/browsing.cfm?descriptionid=49 - Aug 26, 2004 · Weed of the Week - USDA Forest Service http://www.na.fs.fed.us/fhp/invasive_plants/weeds/russian-olive.pdf - Nov 7, 2006 |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
Show Other Articles Of This Author
- دځمكني توتانو روزنه (ډ ب وايي)
- دځمكني توتانو روزنه (ډ ب وايي)









