د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ډيسکټاپ Desktop

د Desktop تعريف: دکار هغه ساحه چې پرهغې وينډوګانې، ايکنې، والپيپر، مينوګانې، ټاسک بار، ډايلاګ بکسونه او ټاسک بار راښکاره کيږي د ډيسک ټاپ په نوم ياديږي.

د Desktop اجزاوي او تعريفونه يي:
1. وينډو: وينډو يوه کړکۍ ده کومه چې د کمپيوتر په ډيسک ټاپ راښکاره کيږي او د وينډوز سره يي فرق دادي چي هغه يو چلوونکې نظام دي او وينډو د هغه پروګرام يوه برخه تشکيلوي.
2. ايکن: د کمپيوتر په ډيسک ټاپ يو کوچني عکس راښکاره کيږي چې هر يو يي بيلا بيله وظيفه لري ايکنونه په دوه قسمه دی.
a. ابتدايه (Basic) ايکني: له هغه ايکنونو څخه عبارت دي چې د وينډوز د انسټاليشن په وخت کي په اتوماتيک ډول جوړيږي او هيڅ يو يوزر (User) نه شي کولاى چي هغه له منځه يوسي. چې ابتدايه ايکنې عبارت دي له My computer، My Documents، Recycle Bin، Internet Explorer، My Network Place او System Folders دي
b. فرعي (Sub) ايکنې: له هغه ايکنو څخه عبارت دي چې په کمپيوتر د يوزر پواسطه په فرعي (لاسي) توګه جوړيږي. فرعی ايکنونه په درې قسمه دی.
1. فايل: هغه کمپيوتري معلومات چې عمليه پرې اجرا شوي وي او يو منظم شکل ته تبديل شوي وي د فايل په نوم ياديږي. لکه: عکس، ليکنه، اواز، ويډيو، ګرافيک او داسې نور.
2. فولډر: فولډر يو بکس دي چې په کمپيوتر د فايلونو د منظم کولو لپاره په کار وړل کيږي کچيرته مونږ په کمپيوتر کې خپل فايلونه د فولډر له مخې ترتيب نه کړو نو فايلونه به غير منظم شکل وجود ولري او نه شو کولاى چې خپلو مشخصو فايلونه ته په اسانۍ سره لاس رسى وکړو نو په همدغه دليل په وينډوز کي درې قسمه بکسې د فايلونه د منظم کولو لپاره په کار وړل کيږي چي هر يوه يې بيل ارزښت لري.
a. ساده فولډر(New Folder): له هغه بکسې څخه عبارت دي چې په کي فايلونه په اسانۍ سره منظم کيداى شي د فايل لپاره کوم خاص ځانګړنه نه لري بلکه ساده او بسيط شکل لري او په عادی وخت کې استعماليږي.
b. بکسه ( New Briefcase) : دغه بکسه له ساده فولډر سره ډير فرق لري فرضاً مونږ دوه کمپيوترونه د لين پوسيله سره وصل کړي دي او د لمړي کمپيوتر څخه مو فايلونه دوهم کمپيوتر ته د کاپي په حالت کې دي نو زه په لمړي کمپيوتر کار اجرا کوم د کار د اجرا په وخت کې دغه کمپيوترونه په خپل منځ کي Disconnect کيږي او د فايلونو کاپي کيدل ودريږي اوس زه غواړم چې کاپي دې بيا له هماغه ځاي څخه شروع شي نو هماغه Briefcase خلاصوو او په Task pane کي ورته په Update All کليک کوو کاپي به دوباره روانه شي.
نوټ: خو کله چې زه وغواړم چي فايلونه دې د Update له شکل څخه د Orphan file شکل ته تبديل شي نو هماغه فايل انتخابوو او په Briefcase مينو کي پر Split From Original باندې کليک کوو نو هماغه انتخاب شوې فايل به د Orphan file شکل ته تبديل شي.
Orphan file څه ته وايي؟ له هغه فايل څخه عبارت دى چي د Briefcase په داخل کې پروت وي او د اړيکه يې د بهرنۍ منبع سره قطع شوی وي .
د Briefcase بله مهمه اداري ګټه: کچيرته ستاسو خپل لپټاپ او د ادارې ډيسک ټاپ کمپيوترلري او غواړى چي نيم کار د ورځې لخوا وکړئ او پاتي کار د شپې لخوا په خپل لپټاپ کمپيوتر کې وکړي او غواړئ کوم تغيرات چې مو دشپې په خپل کمپيوتر کې په هغه فايل کې راوستلې دي او غواړي په ډيسک تاپ کمپيوتر کې يې داخل کړئ نو مخکې لدې چې دغه کارونه سرته ورسوي هغه فايل مخکې لدې چې USB يا فلش ته واچوي لمړى يې په ډيسک ټاپ کمپيوتر کې Briefcase کې واچوي او هغه فايل چې د Briefcase څخه بهر پروت دي هغه USB ته وليږئ. د شپې مو زيات تغيرات په هغه فايل کې راوستل چه په لپټاپ کمپيوتر کې دې. او اوس غواړئ چې هماغه تغيرات بيرته ډيسک کمپيوتر ته داخل کړئ نو هماغه فايل انتخاب کړي او په Task pane کې پر Update Selected Item باندې کليک وکړئ نو هغه نوي تغيرات چې مو کوم په لپټاپ کې راوستلي دي هغه به ډيسک ټاپ کمپيوتر ته داخل شي.
د Briefcase دريمه ګټه: که غواړي چې څوک مو فايلونه په Guest او Limited يوزرونو کې ونه ګوري نو هماغه فايلونه مو په Briefcase کې واچوئ نو Briefcase هيڅکله په GuestاوLimited يوزرونو کې نه خلاصيږي
دZip Folder: د Zip تحت لفظي معنى زنځير ده. دغه فولډر دوه مهمې دندې لري لمړي يي فايلونه ته پاس ورد (شفر) ورکول او بل داچې د فايلونو وزن کمول دي. په Zip Folder کې دخپلې خوښې فايلونه واچوى او که غواړي چې پاس ورد (شفر) ورته ورکړئ نو په فايل مينو کې په Add Password باندې کليک وکړئ نو دغه لاندې DialogBox راښکاره شي....






په اوله خانه کې چې موکوم حروف وليکل هغه ورته په دوهمه خانه کې هم ليکو کچيرته مو په ليکنه کې تغير وي نو Zip Folder به هغه پاس ورد وانخلي ځکه دوهمه خانه کې د حروفو ليکل د پاس ورد د تائيدولو په معنى دي او د هغه څخه وروسته د OK په بټن کليک وکړئ. يو څه وخت پکار دي چې تر څو ټولو فايلونو ته پاس ورد ورکړي. نو ددغه عمليي په سرته رسولو سره به ستاسو فايلونه محفوظ شي او بغير له تاسو څخه يې بل څوک نه شي خلاصولي په هغه صورت کې يې خلاصولى شي چې هغه ته مو پاس ورد ښودلى وي.
3. شارټ کټ: شارټ کټ د فايل او يا فولډر ارتباطي شکل څخه عبارت دي چې په کمپيوتر کې 1kb ځاى نيسي او ددې لپاره استعماليږي چې هغه فايلونه او فولډرونه چې د کمپيوتر په داخل کې په نورو ډرايونو Drives کې پراته دي په اسانۍ سره لاس رسى وکړو د شارټ کټ په ختمولو سره اصلي فايل او فولډر له منځه نه ځي په طبعيت کې يې مثال د انسان يا نورو څيزونو عکس دي عکس په خپله د يو دانسان يا بل شي لپاره شارټ کټ دى چې هغه انسان پرې په اسانۍ سره پيژندل کيږي کچيرته يې عکس وسوځوي انسان له منځه نه ځي يعني عکس او شارټ کټ سره مشابهت لري. د شارټ کټ د پيژندلو علامه پدغه شکل د فولډر او فايل د ايکن په کونج کې راځي چې دغه قسم شکل د شارټ کټ معنى لري

وال پيپرWallpaper: له هغه عکس څخه عبارت دي کوم چې د کمپيوتر په ډيسک ټاپ راښکاره کيږي.
مينوګاني: مينو هغه منظم لست دى چې په کې پراته ټول کمانډونه په فعال ډول کار کوي مونږ په کمپيوتر کې درې قسمه مينوګانې لرو:
1. سټارټ مينو Start Menu: د وينډوز له هغه پراخه لست څخه عبارت ده په کومه کې چې دوينډوز پروګرامونه او همدارنګه انسټال شوي پروګرامونه را ښکاره کيږي البته ځينې پروګرامونه پدغه ځاى کې د شارټ کټ په شکل موجود دي.












2. کنټيکسټ مينوContext Menu: د ډيسک ټاپ له پاسه چې په هر ځاى کې کليک وکړئ د هماغه ځاى مربوط context Menu را خلاصوي .
3. Drop-down Menu: له هغه مينو څخه عبارت دي چې په وينډو ګانو کې موجود وي او د هر پروګرام مطابق کمانډونه را ښکاره کوي، لکه file،Edit او داسې نور مينو ګانې
نوټ: کمانډ څه ته وايې؟ هرهغه څيز چې د هغې په مرسته په کمپيوتر کې يو کار اجرا شي هغه ته کمانډ ويل کيږي او په دوه قسمه دى.

الف: Direct Command: له هغه کمانډ څخه عبارت دي کوم چې په single کليک سره کار کوي. په شکل کې Properties يو Direct کمانډ دى ځکه کله چې مونږ پرى يو کليک وکړو نو مونږ ته د Desktop پراپرټيز(Properties) راښکاره کوي.
ب:Indirect Command: له هغه کمانډ څخه عبارت دي چې کار اجرا کېدل يي د check Box پورې اړه لري کچيرته Check box مخې ته √ ټيک مارک لږيدلى وي نو کمانډ به کار کوي او که يې مخې ته √ نه وي بيا به کار نه کوي.




څرنګه چې مونږ له ډيسک ټاپ څخه شروع کړيده نو بايد لمړى په ډيسک ټاپ باندې Right Click تشريح کړو.
کله چې مونږ په ډيسک ټاپ ښي کليک وکړو نو پدغه صورت کې مونږ ته يو مينو راخلاصيږي چې Context Menu نوميږي چې پدغه مينو کې لاندې کمانډونه شامل دي:
1. Arrange Icons By: دا کمانډ هغه وخت پکار وړل کيږي کله چې د کمپيوتر پر ډيسک ټاپ ايکنونه غير منظم پراته وي د غه کمانډ نوموړي ايکنونه په مختلفو طريقو منظموي.
الف: Name: پدغه طريقه کې فولډرونه په صعودي شکل منظم کيږی. چه دغه منظم کيدلو ته ّAccending وايی.
ب: Size: پدغه طريقه کې فايلونه د وزن له مخې برابريږي يعني هر هغه فايل چې وزن يې کوچنى وي لمړى راوړي او هر هغه فايل چې وزن يي غټ وي هغه اخر راوړي.
ج:Type: پدغه طريقه کې د هر پروګرام فايل يو له بل سره يو ځاى راځي.
د: Modified: پدغه طريقه کې هرهغه فايل يا فولډر چې لمړى ډيسکټاپ ته راغلى وي هغه لمړى راولي او همداسى په ترتيب سره.
هـ: Auto Arrange: کله چې ټيک مارک وي هيڅکله به د ډيسکټاپ ايکنونه غير منظم نه شي.
و:Align to Grid: کله چې ټيک مارک وي يو ايکن به له بل ايکن سره خوا په خوا نه کېښودل کيږي.
ز:Show Desktop Icons: کله چې ټيک مارک د ډيسک ټاپ ايکنونه به ښکاري او کله چې له ټيک مارک څخه ووځي نو بيا به د ډيسک ټاپ ايکنونه هم پټ شي.
ح: Lock Web Items On Desktop: کله مو چې د ډيسکټاپ مخ ته يوه د انټرنيټ صفحه راوړي وي هغه lock کوي يعني څوک يې په اندازه کې تغير نه شي راوړلى.
ط:Run Desktop Cleanup Wizard: ددې پواسطه له ډيسکټاپ له مخې څخه ټولې شارټ کټي ټوليږي او په يو فولډر کې Unused Desktop Shortcuts په نوم ياديږی ذخيره کيږي

MS-Paint
Ms-paint په وينډوز کې د رسامۍ لپاره استعماليږي.
Extension يې Bmp يعنى bitmap نوميږي.
ايکستينشن څه ته وايی؟
ايکستينشن درې، څلور يا پنځه حروف چې د هغه په مرسته کمپيوتر او استعمالونکې يو فايل و پيژني له ايکستينشن څخه عبارت دى.
د Mspaint ظاهري شکل تاسو په لاندې انځور کې کتلاى شئ.


















File Menu
New: ددې پواسطه يو نوى فايل جوړيږي.
Open: ددې پواسطه جوړ شوى عکس خلاصيږي.
Save: ددې پواسطه هم نوى فايل ذخيره کولاى شو او هم په پخواني فايل کې پرى نوي تغيرات ذخيره کولاى شو.
Save As: ددې پواسطه نوى فايل ذخيره کولاى شو او هم نوي تغيرات چې په ذخيره شوي فايل کې منځته راغلي دي په بل نوي فايل کې ذخيره کولاى شو.
From Scanner Or Camera: کچيرته مونږ له خپل کمپيوتر سره سکينر او يا کمره وصل کړى وي کولاى شو له هغه څخه يو عکس خلاص کړو.
Print Preview: مخکې لدى چې يو فايل چاپ کړو لمړى يې د چاپ شکل ګورو چې څرنګه چاپ کيږي.
Page Setup: ددې پواسطه کولاى شو چې د صفحې اندازه، چاپ شکل، او نور ترتيب کولاى شو.
Print: ددې پواسطه موجوده خلاص شوى عکس چاپ کولاى شو.
Send: دانترنيت د موجوديت په مرسته کولاى شو چې خلاص شو عکس ليږلی شو.
Set as Background (Tiled): ددې پواسطه يو کوچنې عکس د ډيسکټاپ په مخ تکرار راځي.
Set as Background (center): ددې پواسطه يو عکس د ډيسکټاپ په منځ راځي.
Recent File: پدغه ځاى کې د هغه عکسونو نومونه راځي چې په نژدې وخت کې مو پرى کار کړى وى.
Exit:ددې پواسطه د Ms-Paint پروګرام بنديږي.
Edit Menu
Undo: درې مسلسل نوی اجرا شوي کارونه له منځه وړي.
Redo: د Undo معکوسه دنده اجرا کوي.
Cut: ددې پواسطه انتخاب شوې ساحه له منځه ځي او پهClipboard کې ذخيره کيږي.
Copy: ددې پواسطه د انتخاب شوې ساحې څخه کاپي وباسي او په Clipboard کې ذخيره کيږي.
Paste: ددې پواسطه هغه ساحه چې Cut او يا copy شوې وي په موجوده فايل کې راولي.
Clear Selection: ددې پواسطه انتخاب شوې ساحه له منځه ځي.
Copy to: ددې پواسطه له انتخاب شوې ساحې څخه بل عکس جوړيږي.
Paste from: ددې پواسطه يو بل عکس موجوده فايل ته راوړلى شو.

View Menu
Tools Box: ددې پواسطه Tools box ښکاره کيږي او پټيږي.
Color box: ددې پواسطه Color box ښکاره کيږي او پټيږي.
Status Bar: ددې پواسطه Status Bar ښکاره کيږي او پټيږي .
Text toolbar: ددې پواسطه Text toolbar ښکاره کيږي او پټيږي
Zoom:
الف:Normal Size: ددې پواسطه کله large size انتخاب شوى وي نو ددې پواسطه عکس خپل عادي شکل ته راګرځي.
ب: Large Size: ددې پواسطه موجوده خلاص شوى عکس غټېږي.
ج: Custom: ددې پواسطه کولاى شو چه عکس د فيصدی له مخې نژدې او لرې کړو.
د: Show Grid: ددې پواسطه يو جال ماننده شکل راځي.
هـ: Show Thumbnail: ددې پواسطه د عکس يو کوچنى عادي شکل ښکاري.
View Bitmap: ددې پواسطه عکس full Screen کې ښودل کيږي.

Image Menu
Flip/Rotate:
Flip Horizontal: ددې پواسطه د انتــــــــخاب شـــــــــوي عکـس جهت تبديليږي.
Flip Vertical: : ددې پواسطه د انتـــــــــــخاب شــــــــوى عکـــــس سرچــپــــه کوي.
Rotate by angle: ددې پواسطه انتخاب شوې عکس د زوايې له مخې تاويږي.
Stretch and Skew :
Horizontal: ددې پواسطه انتــــــخاب شوې ساحه په افـــــــقي ډول پراخه کيږي.
Vertical: ددې پواسطه انتـــــــخاب شوې ساحه په عـــــمودي ډول پـــراخه کيږي.
Skew:
Horizontal: ددې پواسطه انتــــــخاب شوې ساحه په افـــــــقي ډول ښي او چپ طرف ته د زاويي له مخې کږيږي.
Vertical: ددې پواسطه انتـــــــخاب شوې ساحه په عـــــمودي ډول لاندې او پاس خواته د زاويي له مخې کږيږي..
Invert Colors: ددې پواسطه د رنګونو متضاد رنګونه راولي.
Attributes: Width: ددې پواسطه د صفحې پراخوالى زياتولى شو.
Height: ددې پواسطه دصفحې جګوالى زياتولى شو.
Units: پدغه ځاى کې ورته هغه واحد انتخابوو چې د صفحې پراخوالى پري تعينيږي
Colors: Black and white: د Color Box ټول رنګونه تور او سپين شکل ته اوړي. او په colors سره بيرته رنګه شکل ته اوړي.
Clear Image: ددې پواسطه د فايل په منځ کې ټول عکس له منځه ځي.
Draw Opaque: که ټيک مارک وي د Paste شوي عکس شاوخوا سپينه ساحه به ښکاري او که له ټيک مارک څخه وځي نو د عکس شاوخوا سپينه ساحه به له منځه لاړه شي.
Colors Menu
پدغه مينو کې کولاى شو چې يو رنګ کې تغير راوړي او يا يو نوى رنګ جوړ کړو.
د Ms-paint پروګرام پاى


Control Panel
Control panel د وينډوز هغه برخه ده چې په مرسته يې د کمپيوتر setting تغير خوري.
Mouse: Button Configuration:
ددې پواسطه د موس د چپې بټنې دنده د موس ښې بټنې ته
انتقاليږي.
Double Click Speed: ددې پــــواسطـــه کــــولاى شو چې د
Double click تيزوالى تعين کړو.( د فولډر په خلاصيدو
کې مرسته کوي.
Click Lock: کله چې يوه لېکنه انتخابوو د لږ وخت لپاره
کليک زور نيسو نور بيا کولاى شو چې ليکنه په اسانۍ سره
انتخاب کړو. او په Settings کې ورته د کليک د زور نيولو
وخت انتخابوو.

Pointers: پدغه ځاى کې کولاى شو چې د موس Pointer ته تغير ورکړو.
Pointer Speed: ددې پواسطه کولاى شو چې د موس دPointer
تيز او کراره کړو.
Enhance Pointer Precision : که ټيک مارک وي نو موس به د
د استعمالونکي په کنترول سره حرکت کوي. او که له ټيک مارک
څخه ووته نو بيا به د استعمالونکي په کنترول سره مکمل حرکت
نشي کولاى.
Snap To: که ټيک مارک وي: هرکله چې يو فايل Delete کوو نو
نو د موس Pointer په اټوميټک ډول د Yes بټنې ته ټوپ اچوي.
Display Mouse Trails: که ټيک مارک وي: نو د موس نور
نښانو به په تکراري ډول د موس د Pointer پسې مسلسل حرکت کوي.
Hide Pointer while typing: که ټيک مارک وي: کله چې لېکنه کوو نو د موس Pointer به پټيږي.
Show the location of Pointer while I press the Ctrl key: که ټيک مارک وي نو کله چې په keyboard د ctrl بټن زور کوو هغه ځاى کې چې Pointer دى له هغه ځايه به يو ګرده دايره چاپيروي او ورورو به کوچنۍ کيږي.
Wheel: The following numbers of line at a time:
پدغه ځاى کې ورته د هغه کرښو تعداد انتخابيږي چې د Scrolling په وخت کې پټيږي.
On Screen at a time: کله چې دا ټيک مارک شي هغه کرښې چې داوس د سکرين په مخ ښکاري هغه د Scrolling په وخت کې يې پټوي.

Keyboard
Repeat delay: که چيرته رولر په long سره نژدې وي نو هغه حروف چه
تکرار راځي يو اندازه وخت نيسي.
که چيرته د short سره نژد؛ تکرار د تيزوالي اندازه ښايي.
Cursor Blank Rate: پدغه ځاى د کرسر د خوڅيدو سرعت ټاکل کيږي.

User Accounts
User Account وينډوز ته د ننوتلو يوه لاره ده.
Main-Administrator
دغه يوزر وينډوز د انسټاليشن په وخت کې جوړيږي او که يو استعمالونکى د دغه يوزر په ذريعه وينډوز ته داخل شي په کمپيوتر به مکمل واک ولري.
Sub-Administrator:
د داستعمالونکي لخوا جوړيږي او د Main-Admin په پرتله لږ واک لري.
Main-Limited:
دغه يوزر د وينډوز د انسټاليشن په وخت کې جوړيږي او پدغه يوزر کې د کمپيوتر د استعمالونکي واکونه محدود شوي وي.
Sub-Limited
دغه يوزرونه په کمپيوتر کې د Networking يا په Internet Clubs کې استعماليږي ترڅو دکمپيوتر استعمالونکي په کمپيوتر کې کوم تغيرات رانه ولي.
ځرنګه کولاى شو چې Sub-Limited يوزر جوړ کړو؟ Run خلاصوو او په هلته Cmd ليکو وروسته net user ليکو space وهو او بيا User_name ليکو او وروسته space وهو او /add ليکو.

د Create a Password په واسطه يو يوزر ته پاسورد ورکول کيږي.
د Change My Picture پواسطه د يوزر عکس تبديليږي.
Setup a .Net passport د انترنيت کنکشن د موجوديت په ترڅ کې کولاى
شو داسى User name او password جوړ کړو چې د هغې په مرسته کولاى شو چه
په انترنيت کې ژوندۍ خبرې اترې وکړو، خپل انترنيت صفحې جوړې کړو او ... نور کارونه کولاى شو.


Schedule Task
پدغه ځاى کې مونږ يو پروګــــرام يا فايـــل تـــه وخت
تعينولى شو چې په هماغه معين وخت دې خـــلاص
شي.
په Applications کــــــې ورته پــــروګرام انتـــخـــابوو.
او په Browse کې ورته خپل د خوښې فايل انتخابوو.

Power Options
په Presentation Schemes کې مختلف قسم پاور
سيټينګ وجود لري چې په کــــيلـــک کولو ســـره يې
قيمتونه تغير خوري:
دوه حالته وجود لري:
Plug In: هغه وخت چه کمپيوتر په چارج کې وي څو
مره وخت وروسته چه کمپيوتر بيکاره پريښودل شي
مونيټور، هارډډسک او يا دې کمپيوتر څومره وخت
وروسته Standby شي. (Standby) هغه حالت دى
چه کمپيوتر چالان خو لږه بريښنا په مصرف رســــوي.


Alarms: low Battery Alarms:
کله چه د لپټاپ د بطري چارچ هغه فيصدى ته راورسيږي
کومه چې مو ورته انتخاب کړيده نو هغه وخت کې کمپيوتر
يو زنګ وهي.
Critical battery alarm:
کله چې د بطري چارج بيخي کم شي نو کمپيوتر دې بند،
يا د stand by او يا ... شي.
Hibernate: هر کله چې د غه افش ټيک مارک شي نو
کولاى شو چې خپل کمپيوتر Hibernate کړو.
Hibernate څه شي دى؟
هرکله چې کمپيوتر Hibernate شي نو هرهغه فايلونه
چې مو خلاص پريښوي او بيا ٨ يا زياتې ورځې وروسته خپل کمپيوتر چالان کړو هماغه فايلونه به خلاص وي.

Date & Time
پدغه اپليت کې مونږ کولاى چې د خپل کمپيوتر وخت او تاريخ منظم کړو.














Printer & Faxes
Printer څه شى دى؟ هغه اله چې په کمپيوتر کې ترې په چاپ چارو کې استفاده کيږي له پرنټر (چاپ الې) څخه عبارت ده.
ولې Printer انسټال کولو ته ضرورت لري؟ په کمپيوتر کې د هرې پرزې لپاره يو پروګرام ته ضرورت دې چې هغه پرزه په کار راولي چې هغه پروګرام ته Device driver وايي.
Device Driver څه شى دى؟ هغه پروګرام دې چې يوې پرزې ته اجازه ورکوي ترڅو له CPU سره خپل معلومات شريک کړي. يعنې Device driver د CPU او پرزې ترمنځ يو ارتباطي وسيله ده.
څرنګه کولاى شو چې خپل کمپيوتر کې پرنټر (چاپ اله) انسټال کړو؟
کنترول پينل له سټارټ مينو څخه خلاص کړى او په Printers & Faxes اپليت له پاسه کليک وکړى وروسته په ټاسک پين کې په باندې کليک کوو. او لاندې عمليه تعقيبوو.
ددې په خاطر چې د پرنټر د انسټال کيدو مرحله مخکې لاړه شي نو په Next کليک کوو



که مو اوس پرنټر له کمپيوتر سره وصل کړى وي نو چيک بکس ټيک مارک کړى
:(A Network Printer….) دا کمانډ هغه وخت کې استعماليږي کله چې وغواړو په وصل شويو کمپيوترونو کې له يو پرنټر څخه زياتو کمپيوترونو ته استفاده وکړو. او وروسته په Next باندې کليک کوو

پدغه ځاى هغه Port ورته انتخابوي کوم چې پرنټر پرې له کمپيوتر سره وصل شويدى. او په Next کليکل کوو.



په Manufacturer کې ورته د پرنټر د کمپنۍ نوم انتخابوو او په Printers کې ورته د پرنټر ماډل انتخابوو او په Next باندې کليک کوو.

دغه ځاى کې پرنتر ته نوم ورکوو. او وروسته په finish کليک کوو.



Taskbar & Start Menu
 که دغه افش ټيک مارک شي نو هيڅوک نشي کولاى چې د ټاسک بار
موقيعت ته بدلون ورکړي.
 که دغه افشن ټيک مارک شي نو کله چې په Taskbar کې کار نه کوو نو
په اتوماتيک ډول به ټاسک بار پټ (Hide) کيږي.
 که دغه افش ټيک مارک شي ټاسک بار به د ټولو وينډو ګانو مخته راڅي.
 که دغه افش ټيک مارک شي نو کله چې ديو پروګرام د خلاص شويو فايلونو
تعداد زياتيږي نو کمپيوتر به ترې اتومات يو ګروپ لست جوړوي.
 که دغه افش ټيک مارک شي نو کولاى شو چې يو پروګرام په اسانۍ سره
خلاص کړو چې Quick Lunch ته پروګرامونه د Drag & Drop له
طريقې داخلولاى شو.
Notification Area: په ټاسک بار کې هغه ساحه ده چې هلته دسيستم د خبرتيا مسيجونه راښکاره کيږي.
 کچيرته دغه افشن ټيک مارک شي نو په ټاسک بار کې په ساعت ښکاري.
 کچيرته دغه افشن ټيک مارک شي نو د هغه پروګرامونو ايکنونه چې فعلاً کار نه کوي هغه راته پټوي او د يوې بټنې پواسطه چې پرې کليک وکړو هغه بيرته ښکاره کيږي .

Tips & Extra Information About
Windows Xp
د Calculator خلاصول د Run له لارې.
په Run کې ورته Calc ليکو نو calculator به خلاص شي. دوه قسمه calculator وجود لري يو ته يې standard او بل ته ئي Scientific وايي. مونږ کولاى شو چې د View مينو له لارې Standard کالکولټر په Scientific او Scientific په
Standard کالکولټر تبديل کړو.

د کيبورد خلاصول د Run له لارې:
Run  Osk  Enter

د Volume Control خلاصول د Run له لارې:
Run  sndvol32  Enter

د Sound Recorder خلاصول د Run له لارې:
Run  sndrec32  Enter

د System Information خلاصول د Run له لارې:
Run  Msinfo32  Enter

د Keyboard Setting خلاصول د Run له لارې:
Run  Control Keyboard  Enter

د Computer Management خلاصول د Run له لارې:
Run  Compmgmt  Enter

د Clipboardخلاصول د Run له لارې:
Run  Clipbrd  Enter

د Device Manager خلاصول د Run له لارې:
Run  Devmgmt  Enter

د Disk Managment خلاصول د Run له لارې:
Run  Diskmgmt  Enter


د لا زياتو معلوماتو لپاره له مونږ سره په دې شميرو اړيکې ونيسې
استاد شمس الدين الفت:
0752062914
This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
سپين غر تعليمې مرکز، زراعت رياست ته مخامخ د جلال اباد ښار

اساسي برخه: کمپيوټرزده کړه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1538

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1499

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1701

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2202

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6454

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…