د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

کمپيوټر (Computer)

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_01computer.jpg

 

 Computer  د ريښې له مخې لاتيني کلمه ده چې د حسا بونې  (شميرنې )  معنی لري اوکمپيوټر (حساب کونکي ) ته وايي .
 


د کمپيوټر لغت د Barnhart Concise   د ډکشنرۍ له مخې  په ١٦٤٦ م کال کې  په انګريزي ژبه کې استعمال شوی دی   . کمپيوټربه هغه چاته ويل کيده  ، چا به چې له ميخانيکي وسايلو پرته شميرنې او حسابونه تر سره کول.
 


د حساب د ميخانيکي ماشين د راتګ سره سم د کمپيوټر دکلمې په مفهوم کې هم بدلون راغی . يعنې  د ١٨٩٧ م کال نه وروسته ، د کمپيوټر کلمه هغه ميخانيکي  ماشين ته وکارول شوه،  په کوم به چې حساب کيده . 
 


په لومړيو وختونو کې د کمپيوټر څخه يوازی د محاسبې کار اخيستل کيده  خو وروسته پوهانو سره نوی  فکر پيدا شو او هغه دا وه :   داسې ماشين بايد جوړکړای شي چې هغه د محاسبې په خوا کې نور کارونه هم تر  سره کړي  .

 

د همدې فکر له مخې په ١٩ پيړۍ کې جارلزبابيج ( Charles Babbage) د انګلستان د کامبريج د پوهنتون استاذ ،د تفاضلي ماشين ( Difference Engine) په نامه يو ماشين  ډيزاين کړ که څه هم نوموړي ماشين يوازې د حساب لومړنۍ عمليې تر سره کولې او په ميخانيکي بڼه يې کار کاوه خو بيا يې هم لومړنی کمپيوټر بللی شوو.

 

د تفا ضلي ماشين وروسته چارلز بابيج سره نوی فکر پيدا شو او هغه داو : د ميخانيکي ماشين پر ځای د اسې ماشين بايد جوړ کړي شي چې هغه پخپله يعنې  اتومات او د پروګرامونو په مرسته کار وکړي .
 


د يولړ هلوځلو په نتيجه کې يې ،  تحليلي ماشين  ( Analytical Engine) را منځ ته کړ. که څه هم نوموړي ماشين د نن ورځې د کمپيوټرنو سره يوڅه ورتوالی درلود خو د هغه وخت د امکاناتو له امله يې،  ونه شو کړای دغه کمپيوټر بشپړ کړي .
 


د بابيج  دهغه وخت مفکوره  د نن ورځې  د کمپيوټرونو اساس او بنسټ جوړوي  له همدې امله چارلز بابيج د اوسنيو کمپيوټرونو موسس او لومړنی جوړونکی  ګڼل کيږي .
 


دچارلز بابيج سره يوې برطانوې ميرمنې  ( Augusta Ada  ) هم د کمپيوټر د پروګرامونو په جوړولو کې پوره مرسته کوله او هغه يې دې کارته هڅاوه،   نو که چارلز بابيج د کمپيوټر د لومړني موسس په حيث پيژنو نوAda Augusta بايد د کمپيوټر د لومړنۍ پروګرام جوړونکې  په حيث  وپيژنو.

 

لومړنی برښنايي کمپيوټر په ١٩٤٦م کال کې په امريکا کې ددوو تنو هريوايکرت (Eckert ) اوماچلی ( Mauchly) له خوا جوړ شو چې د  ENIAC


( Electronic Numerical Integrator and Calculator   )په نامه ياديده .
 


نوموړی کمپيوټر د دويمې نړيوالې جګړې په دوران کې چې لګښت يې د امريکا د اردوپه غاړه و د نظامي اهدافو له پاره جوړ کړای شو.
 


د نن ورځې کمپيوټر هغه  پرمختللی برښنايي ماشين دی چې د کارن څخه د خپلو بهرنيو وسيلو( لکه ماوس ، کيبورډ... ) په مرسته  لومړني معلومات(data ) اخلي ، هغه د ( CPU  ) په مرسته  پروسس کوي اوپايلی يې  د بهرنيو وسيلو (  لکه مانټيور...)  په مرسته  بيرته دکارن مخې ته کيږدي .
 


کمپوټر دهغو هداياتو سره سم کار کوي ، کوم چې ورکړل شوي وي. دې هداياتو ته پروګرام او هغه څوک چې دا پروګرام جوړوي هغه ته پروګرامر يا ( سافتوير انجنير )  وايي.
 


دکمپيوټر غوره دندې :

 

 


١-د معلوماتو (data ) قبلول

 

٢- د معلوماتو ترتيب او تجزيه
 


٣- د معلومتو زيرمه کول

 

٤- په معلوماتو عمل اجراکول

 

٥- زموږ د غوښتنې سره سم د معلوماتو ښودل

 

کمپيوټر ته معلومات په څلورو بڼو داخلولی شو:

 

الفبا ، اعداد ، الفبا او اعداد يو ځای لکه کيمياوي معادلې او  سمبولونه لکه ٪ ، @ ، ...
 


د کمپيوټر جوړښت : - کمپوټر له دوه برخو جوړ شوی دی :

 

١- هارډوير : په پښتوژبه کې ورته د( سخت کالي) کلمه کارول کيږي  . داد کمپيوټر مادي برخه ده چې په لاس لمس کيږي ( وګوری هارډ وير )

 

٢- سافتوير :  په پښتو ژبه کې ورته ( پوستکالي ) ويل کيږي . د کمپيوټر هغه برخه دې چې په سترګو ليدل کيږي خو په لاس نه لمس کيږي  لکه د کمپيوټر بيلابيل پروګرامونه
 


د کمپيوټر غوره ځانګړتياوې :

 

١- سرعت ( Speed) : کمپيوټر د کارونو په سرته رسولو کې خورا زياته چټکتيا لري ¸يعنې د يوه انسان د مياشتومياشتو کار،  کمپيوتر په څو ثانيو کې تر کولی شي  .
 


٢- ډاډمنتيا (Reliability  ) : هغه پايلې چې د کمپيوټر په وسيله تر لاسه کيږي ، دډاډ وړ او له غلطۍ څخه پاکې وي .
 


٣- د زيرمه کولو وړتيا ( Storage Capacity) : کمپيوټر کولی شي  چې په  زياته اندازه معلومات په خپل زيرمتون کې  زيرمه  او د اړتيا په وخت کې يې ستاسو په واک کې درکړي .
 


دکمپيوټر نسلونه(Computer Generations  )  :
 


برښنايي کمپيوټرې دخپل پيدايښت (١٩٤٦م کال) څخه  را په ديخوا له بيلا بيلو پړانوڅخه تير شوي دي چې په  پايله کې  يې د نن ورځې کمپيوټري بڼه خپله کړې ده . هر پړاو د خپلو ځانګړو پرمختياو سره مل و. دغه پړاونه په پنځو دورويا نسلونو ويشل شوي دي :
 


١- د لومړۍ دورې کمپيوټرونه ( ١٩٤٦-١٩٥٨): ددې دورې په کمپيوټرونو کې د (Vacuum Tubes  ) ټکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل کيده.
 


٢- ددويمې دورې کمپيوټرونه ( ١٩٥٩- ١٩٦٤) : ددې دورې کمپيوټرونه د ټرانسيستور


( ِTransistor) يا د ( Transfer Resistor) له ټکنالوژۍ څخه برخمن وو
 


٣- ددريمې دورې کمپيوټرونه ( ١٩٦٥-١٩٧٠ ) : ددې دورې کمپيوټرونو له IC (Integrated Circuit)  ټکنالوژۍ څخه برخمن وو
 


٤- د څلورمې دورې کمپيوټرونه ( ١٩٧١نه تر نن ورځې ) :ددې دورې کمپيوټرونه هم د IC د ټکنالوژۍ څخه برخمن دي . توپير يې ددريمې دورې سره دادی چې د سليکان فلز په يوه وړه ټوټه باندې د ميليونونو ټراسيسټورونو ځای په ځای کول ، ددې سبب شوي چې د نن ورځې د کمپيوټرونو حجم ډيرزيات کم کړي.
 


٥- پنځمې دورې کمپيوټرونه ( د ١٩٨٠ نه را وروسته ).
 


د ١٩٨٠ لسيزې له پيل نه ، هلې ځلې شروع شوي څو داسې کمپيوټرونه بايد جوړ کړای شي چې هغه  د ورکړل شوو پروګرامونوله مخې نه ، بلکې د خپل مصنوعي ذکاوت ( Artificial Intelligence  ) له مخې عمل وکړي .` ددې دورې د کمپيوټرونوتر ټولولومړنۍ  ښه بيلګه ربوټ (Robot) دی .
 


دکمپيوټر ډولونه :
 


د لومړنيو معلوماتو د پراسيس له مخې کمپيوټرونه په درې ډوله دي :

 
١. قياسي (Analog ) کمپيوټر


٢. ترکيبي ( Hybrid ) کمپيوټر


٣. رقمي ( Digital ) کمپيوټر
 


کمپيوټرونه د عملياتو د توان او سرعت له مخې په څلور ډوله دي :
 


Super computer- 1:  تر ټولو ډير چټک کمپيوټر دی چې په مليونونو عمليې په يو ثانيه کې سرته رسوي .

 

Mainframe Computer -2: دا ډول  کمپيوټر عموما د (کمپيوټري شبکې) په څير کار کوي

 

 Mini Computer -3  : د معلوماتو د زيرمه کولو له مخې ، دهغو توانمندو کمپيوټرونو په ډله کې راځي  چې تقريبا په وړو شرکتونو کې کارول کيږي .
 


Micro Computer - 4: د نن ورځې دوديز کمپيو ټرونه دي چې د شخصي ګمپيوټرونو په نامه هم ياديږي .دا کمپيوټرونه په حجم کې واړه ، په کار کې ښه او بيه يې ارزانه ده
 

اساسي برخه: کمپيوټرزده کړه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1778

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1728

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1987

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2554

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6775

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…