د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ډوماين ( Domain )

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_01domain.jpg



 

په عام مفهوم ډومين هغی ساحی يا حوزی ته وايی چې د يو چا په واک او کنترول کې وي.
 
په انټرنيټ کې ډوماين  دهغه ځانګړی، مشخص  اوثبت شوی ويبسايټ نوم  دی چې د نورو ويبسايټونو څخه يې مجزا  او جلا کوي .
 1.
د بيلګې په توګه : yahoo.com     د   yahoo  شرکت دانټرنيټي ويب سايټ  ځانګړی ډوماين دی . چې په همدې نامه په انټرنيټ کې ثبت شوی دی. بله کمپنۍ ، شرکت يا شخص  نه شي کولی چې خپل ويب سايټ  په دې نامه  ثبت او راجستر کړي .
 

 

هر ډوماين له دوو برخو څخه جوړوی.
 
_ لومړی برخه يې د همغه کمپنۍ ، شرکت يا شخص نوم دی چې د ويب سايټ د موضوع سره سم  يې ، په خپله خوښه ټاکي. لکه  Yahoo   چې د نوموړي شرکت نوم دی .
 
_  دوهمه برخه  يې روستاړی (پسوند) دی،لکه  com   چې د لومړۍ برخې څخه د ټکي  ( ډاټ ) په وسيله جلا شوی  .
 
روستاړی يو قرارداد يا پروتوکول دی چې ٢ نه تر ٦ توري يري او هر څوک يې دخپل ويب سايټ د موضوع  د منځپانګې سره سم په خپله خوښه ټاکي .
 
 نړيوال مشهور روستاړی    com ,net  ,org ,info   او داسې نور دي .
 
د نړۍ هر هيواد خپل ملي ځانګړي  روستاړي هم لري  چې دهغه هيواد پورې اړوندټول  سايټونه ترې ګټه اخلي  . دا روستاړي  عموما د انګليسي د الفبا له د٢ توروڅخه جوړ وي .: لکه زموږ د هيواد   د ډومين  روستاړی   . Af،   ايران ir .  ، امريکا متحده ايالات  .us ، المان .de  ، انګلستان  .uk او داسې نور
 
ډوماين (دروستاړي سره ) تل يو او ثابت نوم وي، په دې معنی چې يو ويب سايټ   يوازې دخپل ډوماين نوم  څخه د تر لاسه کيدو  شونتيا لري.
 
د ډوماين   نومولو سيستم  ( Domain Name System) چې  لنډيز يې  (DNS  )  دی د ويب سايټونو نومونه د IP  له ادرس سره برابره وي .
 
د اچې د ډوماين نوم تل ثابت  وي  او د IP    ادرسونه  تل د بدلون په حال کې وي  نو همدا لامل دی چې  موږ  په اسانۍ سره کولی شو چې د خپلې خوښې ويب سايټ  د  IP    او نورو تخنيکی معلوماتو پرته،   د ډوماين  د ثابت نوم  له مخې ولټوو او پيدا يې کړو .
 
د انټرنيټ  ډوماينونه   د هسکې درجې  (  ِTop Level Domain  ) ، دوهمې درجې،   دريمې درجې اوکله نا کله د څلورمې درجې پورې هم ويشل کيږي چې د درجې له مخې  د ښي نه چپ خوا ته ليکل کيږي .
 
د  ډوماين نومونه اکثرا د انګليسي  الفبا نه جوړ وي خو په وروستيو وختونو کې د نورو ژبو په  الفبا و  هم ليکل  شوي دي
 
هغه څه چې په انټر نيټ کې  د نومونو په ثبت  او طبقه بندۍ کې زيات اهميت لري هغه  دډوماين ځانګړي روستاړي  ( پسوند)  دي .
 
د لومړي درجه ډوماين روستاړي عموما درې توري  لري چې يو څو مشهور يې  په لاندې ډول دي :
 
com  د سوداګريز (commercial) ډوماين  روستاړی دی ، دا چې اوس يې ډير شهرت پيدا کړی نو عمومي  روستاړی هم ورته وايي ځکه د هر ډول ويب سايټونو له پاره کارول کيږي .
 
Edu. د ښوونې د موسسې (educational) روستاړی دی چی د تعليمي موسسود ويب سايټونو  لکه ښونځيو او پوهنتونونو له پاره کارول کيږي .
 
net . دشبکې د جوړونې سازمان (  (network operation  روستاړی دی چې د انټرنيټ پورې اړوند ويبسايټونو له پاره په نظر کې نيول شوی دی . خو اوس د بيلابيلو  ويبسايټونو له پاره  هم کارول کيږي
 
.gov ددولتی سازما ن   روستاړی دی چې عموما دامريکا د متحده ايالاتو(us government)د دولتي ويبسايټونو و له پاره کارول کيږي .
 
mil . د  امريکا د متحده ايالاتو  عسکري يا نظامي سازمان  (us military)روستاړی دی .
 
.org دغير انتفاعي سازمان (organization) روستاړی دی چې عموما د غير تجارتي ادارو له پاره په نظر کې نيول شوی دی ، خو په اوس  وخت کې په بيلابيلو برخو کې ترې ګټه اخيستل کيږي .
 
لومړی درجه ډومينونه د ټولو ادارو ترمنځ شريک وي  خو دوهمه درجه ډومينونه کيدای شي ، د اشخاصو ، شرکتونو او يا د ځانګړو ادارو په نامه وي .
 
د انټرنيټ د عادي کارکوونکو له پاره د برښنا ليک (  E-mail) د اسانتياو برابرول عموما د دوهمه درجه  ډومينونو په غاړه وي  . د تورو شمير يې محدود نه وي کيدای شي زيات  او يا هم کم وي .
 

اساسي برخه: کمپيوټرزده کړه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1538

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1499

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1701

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2202

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6454

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…