د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

څنګه ویب ډیزاینر شم؟

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01nasrat-elham.jpg



 

غوره کول د یو شخص د ژوند ترټولو سخته او مهمه مرحله ده، کله خو دغه غوراوی، انتخاب یا ټاکنه د ژوند د ملګرې د ټاکنې هومره اهمیت لري چې کولای شي ستاسو په ژوند تاثير وکړي. زه نه غواړم چې تاسو ته د ژوند د ملګرې ټاکل در زده کړم.

زما موخه داده چې د هر شغل او کار د ټاکلو یا د پوهنتون د کوم پوهنځي د ټاکلو نه مخکې باید ښه فکر او مشوره وکړې.

اوس تاسو پرېکړه کړې چې Web Designer شئ.

که تاسو غواړئ یو ښه Web Designer شئ ځینې نکتې باید په نظر کې ونیسئ؛ تاسو باید کارګر و اوسئ او خپل معلومات وخت په وخت غښتلي کړئ. که تاسو کم حوصله یاست او نوښتګر نه یاست تاسو نشئ کولای یو ښه Web Designer و اوسئ.

خو که تاسو د غښتلې ارادې څښتن یاست، پلټونکي او نوښتګریاست او ورسره د ویب ډیزایننګ سره مینه هم لرئ تاسو ته د ویبپاڼو د ډیزاین په برخه کې هرکلی وایم. لاندې چې کومو مطالبوته اشاره کوم دا زما شخصي او زما د دوستانو خپلې تجربې دي، چې تاسو سره یې شریکول غواړم، ددې د اثبات لپاره زه کوم علمي سند او دلیل ته اړتیا نه لرم، که تاسو غواړئ چې د Web Designing په برخه کې لومړی قدم کېږدئ تاسو ته ددې مطلب د لوستلو توصیه کوم.

تاسو چې کومه لاره په مخکې لرئ، هغه د لاندینیو پوستکالیو ( سافټویرونو)، نکتو او ژبو زده کړه ده :

۱-د HTMLزده کړه (دا د ویب ډیزاین د کوډونو ژبه ده)

2-د CSSزده کړه

3-د JavaScriptزده کړه

4- د Dream Weaver پوستکالي زده کړه او ددې د کارکولو سره بلدتیا.

5-د Photoshop او د Flashزده کړه.

6- د هغو سټنډرډونو سره بلدتیا چې تاسو ترې د وېبپانې په ډیزاین کې ګټه اخستلی شئ.

۷- د پروګرام لیکنې له کم نه کم یوې ژبې سره بلدتیا چې عبارت دي له (ASP)، PHP، Asp.Netاو…) دیتابیس (Access،Sql،MySql)

8- له نویو ټکنالوجیو سره بلدتیا او ترې ګټه اخستل (په اوس وخت کې مانند jQuery،Mootools

۹- دCMS د یو ډول سره بلد تیا ، لکه Joomla یا WordPress) او بدلونونه پکې راوستل

۱۰- مطالعه، مطالعه، مطالعه . . . .

۱۱- د ډول ډول وېبپاڼو کتل، له هغې نه یوه آیډیا اخستل او د نړېوالو ویب ډیزاینونو د نمونو سره بلدتیا .

دا سمه ده چې دا به یوه ګرانه او لویه لاره وي خو که تاسو وغواړئ کولای شئ د ښو ډیزانرانو په کتار کې ودریږئ. تا سو ددې څیزونو په زده کړه کولای شئ د ویبپاڼې د ډینامیک ډیزاین او جوړښت ټول اړوند کارونه په ښه توګه ترسره کړئ او له پیله تر پایه یې پر مخ یوسئ.

په لومړي سرکې غوره داده چې له کوډ لیکلو پیل وکړئ او ددې لپاره Note Pad و کاروئ، کله چې په کافي کچه له کوډ لیکلو سره بلد شوئ له دې وروسته د یو ځواکمن پوستکالي Dream Weaver په لور لاړ شئ .

۱۰ او ۱۱ نمبر مرحلې رښتیا هم مهمې دي، تاسو باید له پرمختګونو ځان خبر کړئ او نوښتونو ته لاسرسی ولرئ، تاسو کولای شئ چې په دې برخه کې له شته وېبپاڼو ګټه واخلئ، ( د مثال په توګه ما په ورځ کې ۳ ساعته ددې لپاره ځانګړي کړي دي چې نوي مطالب پیدا کړم او ګډون پکې وکړم) دا دوه مرحلې باید تاسو د خپل کار له پیل نه هېرې نه کړئ.

دا هم باید ووایم چې تاسو دې ته اړتیا نه لرئ چې اول دا ټول زده کړئ او بیا په کار پیل وکړئ، تاسو له لومړي سره د وېبپاڼو د ډیزاین په پروژو کار پیل کړئ ( کله چې ما HTML ختم کړ له همغې ورځې مې د یوې پاڼې د ډیزاین په پروژه پیل وکړ، دغه پاڼه اوس هم د انټرنټ پر مخ شته، خو کله چې یې اوس ګورم نو خندا راځي)

څنګه او له کومه ځایه یې پیل کړو؟

زما په فکر د پیل لپاره ډول ډول لارې لرو، لکه د یوې وېبپاڼې د ډیزاین په پروژه کې شرکت، د کتابونو لوستل، له ویدیویي پرزنټیشنونو څخه زده کړه چې له انټرنیټ نه یې ترلاسه کولای شئ. په دې برخه کې د ښوونیزو ویبسایټونو لوستل، خو هرڅوک باید خپل وس او امکاناتو په پام سره کار وکړي.

تاسو دا هم کولای شئ د Web Designing لپاره په جوړو شویو ښوونیزو پاڼو کې عضویت واخلئ.

د Web Design یوه ځانګړنه داده چې کله تاسو په دې برخه کې یوه اندازه پرمختګ وکړئ، دا کار لکه یو هنري کار، تاسو نه ستړې کوي او تاسو ترې خوند اخستلی شئ.

که چېرې تاسو خپله پروژه ولرئ او یا که له کوم شرکت سره په دې برخه کې کار کوئ هیڅکله به خسته او ستړي نشئ.

یوه خبره چې په پای کې یې زیاتول غواړم هغه داده چې تاسو کولای شي د فټوشاپ او فلش پلیر ترڅنګ له Adobe Illustrator څخه هم ګټه واخلئ چې د ډیزاین لپاره د کورلډرا او فټوشاپ تر څنګ ترې ګټه اخستل کیږي.

 

ژباړه : نصرت الهام

اساسي برخه: کمپيوټرزده کړه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1778

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1728

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1987

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2554

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6775

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…