د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

انټرنيټي يرغلګر وپېژنئ!

لکه د ژوند په هره برخه کې چې يرغلګر موجود دي، دې ته ورته انټرنيټي يرغلګر هم شته، د دوى دنده دا وي چې پر ډېرو حساسو کمپيوټرونو حملې تر سره کړي او معلومات تر لاسه کړي، داسې کسانو ته په انګريزي ژبه کې هکران Hackers  وايي، ځينې هکران د ځينو وګړو ياهو ايډيګانې تر بريد لاندې نيسي، د نوموړو ايډيګانو له لارې نورو وګړو ته سپکې سپورې وايي او ځان په تاسو ښيي.  يوه اندېښنه چې هره ورځ د ډېرو وګړو په مغزو کې ګرځي، هغه دا ده که په کمپيوټر کې له ځينو ستونزو سره مخ شي دوى په دې اند وي چې هک شوي يو، نه داسې نه ده که يو کمپيوټر د نوموړې حملې ښکار شوى وي خپلي نښې لري که مو په کمپيوټر کې لاندنۍ نښې وليدې پوه شئ چې هک شوي ياست:

د يو هک شوي کمپيوټر د مونيټور پرده د انټرنيټ کارولو پر مهال کله نا کله توره شي، يا يې هم تصوير رېږدي.

يو هک شوى کمپيوټر په خپل سر کله نا کله Shutdown  يا هم Restart کېږي.

يو هک شوى کمپيوټر د څو شېبو لپاره بند پاتېږي او بيا کار پيلوي.

د يو هک شوي کمپيوټر د CD-ROM دروازه کله نا کله وزي او ننوزي.

او په لسګونو داسې نورې نښې چې د لومړي ځل لپاره ور سره مخېږئ.

پر داسې مهال د هک احتمال موجود وي، يو يرغلګر که وتوانېږي ستاسو په کمپيوټر کې د هک سافټ وير ځاى پر ځآى کړي، پر همدې کارونو خورا برلاسى او ځواکمن کېږي، البته پر ځينو وختونو کمپيوټر ته د هارډ وير ستونزې هم پيښېږي.

زه دا سپارښتنه کوم چې د هکرانو په وړاندې ويښ اوسئ، دوى د دې لپاره تاسو نه هکوي چې خپله وړتيا وښيي، بلکې دوى په شفرونو، انټرنيټي اعتباري کارډونو، برېښناليکونو او تليفوني شمېرو پسې ګرځي، يو بل د پام وړ ټکى دا دى چې ستاسو له کمپيوټر څخه د لومې په بڼه کار اخلي، يعنې ستاسو د کمپيوټر له لورې پر نورو مهمو او حساسو کمپيوټرونو حملې کوي، که چارواکي د هکر په نيولو وتوانيږي تر ټولو لوى د سر درد به هم ستاسو وي، ځکه ستاسو د کمپيوټر له لورې مهم کمپيوټرونه هک شوي دي، که په پورتنيو نښو کې يوه هم ووينئ څومره چې ژر وي پر وړاندې يې اقدام وکړئ.

 

ژباړه: بهرنۍ سرچينې

اساسي برخه: کمپيوټرزده کړه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1778

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1728

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1987

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2554

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6775

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…