د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

 

b_150_100_16777215_00_images_stories_0kabirstori.jpg

 

(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه:   فبروري  ۱۹۷۳
پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي ډله ده.

پښتون  قوم په 1893 ع کال کښې  د«ډیورنډ» د خیالي  کرښې په نامه د انګریزانو له خوا په ټوټو ویشل شوی دی. پښتون،پشتون،پختون، افغان ، پټان او روهیله  اصطلاح ګانې د همدغه یو قوم نوم دی چې د کرښې دواړو خواوو ته میشت دي.

پښتانه د ګډې (مشترکې) ژبې، نسل او د ټولنیزو(اجتماعي) او کولتوري ځانګړو (خاصو) ګډو ارزښتونو له نظره د کولتوري ټولنې په مانا یو ولس ګڼلی شي.

په دریېمه مسیحي پیړۍ کښې پښتنو ته د افغان نوم ورکړل شو، که څه هم افغان یو داسی  اصطلاح یا نوم دی چې پښتانه پرې د نورو له خوا نومول شوي دي، خو د وخت په تیریدو سره د پښتنو خپل نوم ګرزیدلی دی.

د پټان اصطلاح یوه هندي یا اردو اصطلاح ده چې په هندي ژبه کښې پښتون تلفظ کیږي، خو په اردو ژبه کښې بیا پښتون ته پټان وائي.

د هند د نیمي وچې (قاري) په ځینو برخو کښې پښتنو ته روهیلا هم ویل کیږي، چې د غرونو د اوسیدونکو مانا لري.

پښتون / پشتون/پختون ددغه ولس خپل لرغونی (پخوانی) نوم دی.  داچې نن ورځ هر هغه څوک د افغانستان تابعت ولري افغان ګڼل کیږي،  نو لدي کبله دغه اصطلاح دیوې ټاکلې (معینې) ډلې دتعریف لپاره مناسبه نه ده او له همدې کبله پدې لیکنه کښې د پښتون اصطلاح ته  فوق العادګي ،ارزښت او  امتیاز  ورکول کیږي

له پنځه شپیتو میلیونوزیات پښتانه چې د ډیورندد خیالي او تش په نامه کرښې دواړوغاړو ته اوسیږي، سربیره پر ګډې ژبې نور ټولنیز (اجتماعي) او کولتوري ګډ ارزښتونه او صفتونه لري چې د خپل هر یو ګاونډي څخه ئي بیلوي،چې ددغه صفتونو څخه یوځانګړی صفت پښتونولي ده. پښتونولي د پښتنو د دود دستور یوه ټولګه (مجموعه) ده چې له یوه نسل څخه بل ته نقل کیږي او په ځینو ځایونو کښې د پښتونولۍ قانون او اصول په لیکلي ډول هم شته دی.

پت، ښېګړه ، توره ،  وفا،  ورورولي،  ننګ، میلمه پالنه، میړانه ، غیرت ، انصاف ، پنا ورکول، عزت، ننګ، بدرګه،ننواتې ،ابرو ،دروغ نا روغ پوښتنه ، په ښه بده کې ګډون  ،د ژوند په چارو کې د مشرانو او دوستانو سره سلا مشوره او داسې نور په پښتونولۍ کښې تر ټولو ستر مقام لري ، لدې کبله ئي ارزښت  هم ډیر زیات دی. د پښتونولۍ د زده کړی ځایونه کورنۍ ، حجرې یا دېري او پښتني ټولنه ده. د پښتونولۍ زده کړه د ځېږېدو راهسې په کورنۍ کې پېل کېږي او ټول عمر دوام لري .  

پښتونولي د جرګو یو ولسي سیستم ( نظام ) دی چې ډیموکراتیک ( جمهوري ) خوی لري، جرګه کېدای شي د کورنۍ ، کلي منطقې، قبیلې او قام په سویه مینځ ته راشي د ټول قام په سویه سره جرګې ته لویه جرګه هم وائي ، خو دا جرګې دایمي نه دي موقتي ( عرضي ) غېر مرکزي او خپلواکه بڼه لري

د پښتنو جرګې د هر چا له خوا راغوښتل کېدلې شي او ډیر وخت د کمزوري له خوا او کله کله د پېښو د ضرورت له کبله بې له دې چې څوک ئې راوغواړي مینځ ته راځي او خلک د جرګې له پاره پخپله راټولېږي. جرګه ټولنیزې ، سیاسي او حقوقي پرېکړې کولې شي، په جرګه کې هېڅکله رايې نه اخستل کېږي په هغه موضوع باندې چې جرګه ورته رابلل شوې وي تر هغو خبرې او بحث کېږي چې یوې موافقې او جوړجاړي ته د ټولو په خوښه  ورسېږي او بیا پرې د دوعا لاس پورته شي . د جرګې راغوښتلو او جرګې جوړېدو سربیره جرګه لېږل کېږي هم، پښتانه  د جرګې ډیر مخ او خاطر کوي او د ډیر څه نه ورته تېریږي.

ماکس کلیم بورګ (Max Klimburg) اطریشي پوهان د پښتونولۍ د لاندی د پښتنو یو عنعنوي یا حقوقي سیستم باندی پوهېږي چې تر ټولو ستره قضا ( عدالت ) ئې جرګه ده او لیکې چې « جرګه » د ازادو ډیموکراتیکو کړو وړو سره سم نه مشر لري او نه د غونډې په وخت کې هر تن له پاره ټاکلي ځایونه وي سړی په ناپېلي ځای کې د هم غاړو کسانو په ډله کې ناست وي او هر څوک هر کله که وغواړي کولې شي چې پاڅېږي خبرې وکړي او لاړ شي. د جرګې د پرېکړو له پاره د رایو ډیر والی شرط نه دی ، هېڅ کله رايې نه اخیستل کېږي بلکه د مخالفو کسانو شتوالی ارزښت لري، د جرګې د پرېکړو عملي کونه د جرګې د ګډون کوونکو مهمه ټولنیزه دنده ده » (Max Klimburg , 1968).

 همدغسې ویلي کروزی (Willy Krause1972)  او ځینی نور بهرنی لیکوالان پښتونولي یو حقوقي دود ګڼي. د پورتنیو لیکوالانو دا نظریه چې پښتونولي د پښتنو یوازې حقوقي دود یا سیستم دی مونږ ته بشپړه نه برېښي ځکه جرګه چې د پښتونولۍ تر ټولو ستر مقام دی یوازې حقوقي پرېکړې نه کوي بلکه ټولنیزې او سیاسي پرېکړې هم کوي. د دې خبرې ښه بیلګه دا ده چې پخپله احمد شاه با با په ( ۱۷۴۷ ع )کال کې  جرګې باچا کړ. له دې کبله پښتونولي یوازې یو حقوقي سیستم نه شي ګڼل کېدلې بلکې ټولنیز او سیاسي سیستم هم دی. کلیم بورک   (Klimburg) وائي چې جرګه مشر نه لري په دی هکله پکار ده چې ووایو چې جرګه مشران لري خو دغه مشران د ووټونو ( رایو) په واسطه ټاکل شوي نه دي بلکې عنعنوي منل شوي کسان دي د بېلګې په توګه په یوه جرګه کې چې یو قومي مشر ناست وي نو سړی ویلې شي چې دغه جرګه د هغه د مشرۍ لاندې وشوه.

جرګه او حجره په پښتونولۍ کښې د دود او دستور ساتندویه دي. په حجره کښې د یوې کورنۍ غړي، خپلوان،دوستان، اشنایان،انډیوالان ،ملګري ،کلیوال  او ګاونډیان دجرګې، مرکې،خبرو اترو ناستې پاستې،ګپ شپ،میلمستیا، مالوماتو، موسیقۍ، غم او ښادۍ   لپاره راټولیږي..

په پښتني ټولنه کې د پښتو ویلو یا لیکلو چې د ژبې پورې اړه لري او د پښتو کولو تر مینځ توپیر کېږي چې د پښتونولۍ پورې اړه لري  دنړۍ په ګوټ ګوټ کښې ټول پښتانه  په یوه ګډه (مشترکه) ژبه خبرې کوي چې «پښتو» نومیږي.  د پښتنو ژبه «پښتو»  د ليک لوست ژبه ده

په پښتو ژبه کښې سړی دوه مهمې لهجې  توپیر کولی شي چې یوه ئي نرمه لهجه او بله ئي سخته لهجه ده. دغه دواړه لهجې بیا نوري وړې لهجې هم لري.

په افغانستان، پاکستان اود ایران په ځینو سیمو کښې له ۶۵ میلونونه  زیات پښتانه میشت دي.

په  افغانستان کښې ستر ډیره کې (اکثریت) پښتانه اوسیږي،چې د لودیځ ولایت هرات څخه نیولي تر فراه، نیمروز،هلمند، د کندهار اود قلاته پورې د ختیځ وخواته  او دهغه ځای څخه د غزني، وردګ،لوګر، پکتیا،کابل او ننګرهار پوري، او له هغه ځای څخه د هندوکش د غرونو تر لمنو پوري یعني د کاپیسا، لغمان او د کونړ په ولایتونو غزیدلی دی.

په شمالي او شمال لودیځ افغانستان کښې هم پښتانه اوسیږي چې د مالونو (څارویو) د څر د ځای او د کرنې د ځمکې په موخه  د جنوبې افغانستان څخه هلته تللې او میشت شوي دي، ددوۍ په  مورنۍ ژبه «پښتو» د تاجکو ژبي څه نا څه  اثرهم  کړی دی خو بیا هم په هډ پښتانه دي .

دغه راز د یوه اټکل له مخې د افغانستان 5  میلونه وګړي کوچیان دی  چې ددغه کوچیانو تر ټولو ستره برخه هم  پښتانه  جوړوي.

د بلوچستان  شمال او د کوټي،پشین، ژوب، لورالائي او د سیبي په سیمو کښې یوازې پښتانه اوسیږي. دغه راز د انګریزانو له خوا په نومول شوي سوبه سرحد (پښتونخوا) کښې هم یوازي پښتانه اوسیږي.

د پاکستان د 1961 ع کال په سرشمیرنه کښې جوته شوي ده چې یو زیات شمیر پښتانه په میانوالي، راولپینډۍ، لاهور، ملتان، حیدر اباد ، کشمیر او کراچۍ  کښې هم میشت دي، ګمان  کیږي چې دغه پښتانه د اقتصادي علتونو له کبله دغلته تللي دي.

په ایران کښې د جنوبي خراسان او سیستان په سیمو کښې چې د افغانستان  پولې ته څیلمه پرتې دي هم پښتانه اوسیږي ،خو ددغه پښتنو شمیر سړی په صحیح  توګه نه شي اټکل کولی، ځکه چې دوۍ په وړو وړو ډلو سره ژوند کوي او د ایران په سیاست کښې کوم رول نه لري.

ځني وګړي په کیشک او ګلران کښې چې د هرات ولایت په شمال خوا کښې پراته دي هم په پښتنو کښې ورګډیږي

د پښتنو لرغونی (پخوانی) تاریخ تر اوسه په بشپړ ډول نه دی څیړل شوی، خو ددوۍ هیواد په اووم عیسوي قرن کښې د سلیمان غرونه ؤ. ددغه ځای نه دوۍ شاوخوا ته خپاره شوي دي. چې له همدې امله ځنې نور خلک او قبیلې   له دوۍ سره ګډي شوي.

د بیلګې په توګه د نسل پیژندنې پر بنسټ دکر لاڼي قبیله د پښتنو د رضاعي ځوی عمر له کبله د پښتو هډ وګرځیدچې د هندوکش خوا ته میشته ؤ، او ځانګړي ژبه ئی لرله، چې د هغې نښي نښانې  اوس د لوګر په وادی او مرکزي وزیرستان کښې شته دی اودباجوړ  هغه وګړي چې ملاکنډ په شاوخوا کښې  اوسیږي د پښتنو څانګه ده.

په ډیره اسماعیل خان او سکهر کښې ځنې ډلې اوسیږي چې بلوڅ پښتانه دي او په پښتو خبري کوي.

په منځنیو پیړیو کښې د امو دریاب ختیځ خوا ته د پښتنو پاچاهي وه چې د بیټنو پوري ئی تړاو لرلو. بیټني په لودی او سوري قبیلو ویشل کیږي چې په ۱۶مه او ۱۷ مه پیړۍ کښې ئي په ډیلي حکومت کړی دی..

د ایران د نادر افشار د مرګ وروسته احمد شاه دراني (احمد شاه بابا) خپلي پاچاهۍ ته تر ډیلي پراختیا ورکړه. په ختیځه خوا (لوري) کښې ئي کشمیر، لاهور او ملتان، او په لودیځه خوا کښې خراسان ، په جنوب کښې ئی مکران هم  فتح کړل. خو له بده مرغه د احمد شاه بابا د مرګ نه پس د هغه د دویم ځوی تیمورشاه  او د احمد شاه بابا دنورو وارثانو د خپل منځي شخړو او جګړو له امله دغه لوي دولت بیرته وړوکی شو.

دوست محمد خان چې د ابدالي بارکزي کورنۍ څخه ؤ د احمد شاه بابا اخرني وارث ته ماته ورکړه او پخپله په 1838 ع کال کښې پاچا او د امیر لقب ئي ځان ته غوره کړ.

د احمد شاه بابا د وارثانو څخه یو تن سدوزی شاه شجاع چې  په 1800ع کال کښې ئي ځان د پیښور پاچا باله،د انګریزانو څخه ئي د امیر دوست محمد خان په مقابل کښې مرسته وغوښتله چې په جون 1839 ع کال کښې ئي د برتانوي ـ هندي پوځ سره د کندهار په لور حرکت وکړ  دکندهار سر دارانو د هغه مقابله ونه کړه او په کندهار کښې د شاه شجاع سدوزي د بادشاه کیدلو اعلان وشو .  او په اګست 1839 کښې ئي د انګریزانو په ملتیا او زور کابل هم ونیوه  او امیر دوست محمد خان فرار شو.

په 1841 ع کال کښې پښتنو انګریزي پوځ ته ماتې ورکړه او هغه امیر چې د انګریزانو له خوا په کابل کښې باچا شوی ؤ مړ کړی شو او جګړه روانه وه. ددې لپاره چې جګړه پاې ته ورسیږي انګریزانو  امیردوست محمد خان له هند نه بیرته کابل ته راوستو او د باچا په حیث ئي وپیژندو.

امیر دوست محمد خان له افغانستانه جلاشوي برخې لکه خلم، بلخ او کندوز بیرته فتح کړې او د افغانستان پوري ئي وتړلې.

دامیر دوست محمد خان د مرګ وروسته  دده ځامنو هر یو غوښتل چې پاچا شي. له همدې امله ئي په خپلو منځونو کښې جګړې پیل کړي چې په نتیجه کښې محمد یعقوب خان بریالی شو.  امیر محمد یعقوب د روسانو سره دوستانه او ښه روابط ټینګ کړل.

کله چې د ایرانیانو په مقابل کښې انګریزانو د امیر محمد یعقوب خان  سره مرسته ونه کړه نو یعقوب خان  د انګریزانو نه ناامیده شو، اولدې امله د 1878 ع کال څخه تر 1880 ع کال پوري د انګریزانو او افغانانو جګړه وشوه. ددغه جګړي په وخت کښې چې یو انګریزي هیئت له کابل څخه بیرته تللو نو د پښتنوله لاسه ووژل شول. انګریزانو د بدل اخستلو په غرض  پر پښتنوبیرته یرغلونه وکړل،خو انګریزان بریالي نه شول.

کله چې محمد یعقوب خان د انګریزانو له خوا فرار شو  نو  دده پرځای ئي عبدالرحمن خان لمړي د کندهار امیر کړ او بیا ئي په 1880 ع کال کښې د ټول هیواد واګې په لاس کښې ورکړې.

په 1893 ع کال کښې انګریزانو د امیر عبدالرحمن خان سره یو توافق لیک لاسلیک کړ چې د انګریزي هیئت د مشر  ډیورنډ په نوم  د ډیورنډ  په  کرښه مشهور شو.  ډیورنډ سرحدي پوله نه وه،بلکې یوه انتظامي کرښه وه.

د امیر عبدالرحمن خان د مرګ وروسته  انګریزانو په 1905 ع کال کښې دده ځوی حبیب الله خان ته  د پاچاهۍ تاج ورپسر کړ . پدغه وخت کښې روسیانو غوښتل چې افغانستان ته ځان رانزدي کړي  ددې په مقابل کښې انګریزانو د افغانستان سره یو تړون لاسلیک کړ چې د هغې پربنسټ به هر کال یوسلو شپیته زره پونډه افغانستان ته ورکوي.

د امیر حبیب الله خان د مرګ وروسته د هغه دځوی امیر امان الله خان  په 1919 ع کال کښې د افغانستان پاچا شو. د پاچا کیدو سره سم ئي د افغانستان د خپلواکۍ غږ پورته کړاو په همدغه کال کښې ئي په راولپینډۍ کښې د انګریزانو سره د سولي یو تړون لاسلیک کړ چې له یوې خوا ئي پکښې د 1905 ع کال تړون تائید کړ او له بلې خوا  افغانستان خپلواک او ازاد شو. دامیر امان الله خان وروسته  د محمد زي کورنۍ پاچاهي په افغانستان کښې راغله. چې د نادرخان نه وروسته د محمدزیو د کورنۍ لومړی پاچا ظاهر خان ؤ.

ظاهر خان نسلې پښتون و خو د خپلې ژبې او کولتور څخه باالکل پردی شوی و په پښتو هیڅ نه پوهیده او پارسي غږیده. ده په خپله ۴۰ کاله باچاهۍ کې د دی هڅه هم نه ده کړې چې څو ټکې پښتو یاده کړي حال دا چې په افغانستان کې د ټول مېشته لږه کیو قومونو ( ازبکو،ترکمنو، تاجګو، هزاره ،او داسي نورو ) له مجموعې څخه پښتانه ډیر زیات ؤ که د ظاهر شاه د باچاهۍ وخت په پام کې ونیول شي نو پدغه وخت کې په نړۍ کې ستر بدلونه راغلي دي چې د پښتنو د قامي یووالي بې اغیزې نه و. دویمه نړۍ واله جګړه پای ته ورسیده د ملګرو ملتونو موسسه ( اقوام متحده ) جوړه شوه انګریزان د هند دنیمې وچې څخه وتلوته مجبور شول  ، پاکستان په ۱۹۴۷ ع کال کې جوړ شواو د پښتون قام نیم وجود په پاکستان کې پاتې شو.

پدغه وخت کښې ظاهرشاه  یو دوه مخی سیاست پیل کړ. له یوې خوا ئې د پښتنو ویش ومانه او په پاکستان کې ئې سفارت او قونسلګري جوړه کړه او له بلې خوا ئې ورسره د ښمني  راواخیسته او ویل به ئې چې په پاکستان کې دمیشتو پښتنو یانې یوې برخې پښتنو حقوق غواړو چې د پښتونستان  په نامه ځانته ملک جوړ کړی او افغانستان  نه بیل وي.

 په دې توګه ئې دا پوښتنه چې د کورنې سیاست پورې ئې اړه لرله د بهرني سیاست برخه وګرزوله او د اساسي قانون یا ائین د بهرنې سیاست په برخه کې ئې ولیکل او د پښتونستان لفظ نه یوازې د پښتنو د ویش د ټینګولو او د پښتنو د قامي وحدت په ضد ؤ بلکې په افغانستان کې د پښتنو د ټکولو وسیله هم وه. په قام پرسته پښتنو به  په پاکستان کې تورونه لګول کیده چې د افغانستان سره لاس لري اوپه افغانستان کې به پرې تورونه ګلول کیدل چې  پاکستان سره لاس لري او په دې نامه به ځورول کیده.

ظاهرشاه پارس یا ایران سره خپله دوستي دومره پخه کړه چې خپل دربار ئې د پارسیانو نمانیده ګی وګرزوله او د دنني ښکیلاک بڼه ئې غوره کړه.  ملک ازاد و خو ولس ئې محکوم و.

 

 

اساسي برخه: تاریخ څه وایی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1777

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1727

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1983

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2548

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6772

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…