د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

پښتو ژبه يوه سوچه اريايي ژبه ده! نوپښتانه څوک دي؟

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01nangialaibasarkai.jpg

پښتو ژبه دپښتنو ژبه ده ، هغه څوک چي په دې ژبه خبري کوي او دهغه مور او پلار چي په پښتو سره پوهول اورا پوهول کوي هغه پښتانه دي .دا چي پښتانه څوک دي ؟ نوموړې پوښتنه دتاريخ په مختليفو وختو کي دڅيړني او تحقيقاتو په جريان کي ډير بحثونه پر سوي دي. او دنړۍ د ګوټ ، ګوټ ژبپوهان او نسل پيژندونکي پر دې خبري څيړني کوي ، چي انسان څشي دی ؟او څنګه دانسانيت ومر حلې ته رسيدلی دی؟ خو په هر صورت دا خو به دانتروفولوژی علم ته پر يږدو ، چي هم هغه علم پر دې څيړنه وکي او دنسلونو او قومونوپه باب خپل معلومات وڅيړي.خو چي تردې پړاوراتيرسواو دانسانانو هغه پر مختللې ټولنه تر نظر لاندي ونيسو ، نو دا پوښتنه بيا هم را منځته کيږي ، چي څنګ دومره ډيري ژبي او ډيرکلتورونه را منځته سوي دي.که نوموړی تاريخ دهغه وخته چي د کلتوراوبيا دژبي اړوند څيړنه ده ، نو زموږ کار هم مختصر کيږي او هم مو موضوع ټاکل کيږي.دلته پوښتنه دژبي ده، انسانانو چي انساني ژوند را پيل کړی دی دهغه تاريخ دميلاد څخه پنځه او شپږ زره کاله مخکي دی . ولي دا!انساني هغه تاريخ دی چي انسانان په بشپړه توګه دحيواناتو څخه را بيل سوي دي. اودفرهنګ په يوه لوړ پړاو کي ژوند کوي ، افزار په کار اچوي،خبري کوي ، کورنۍ جوړي او حتا دفلزاتو څخه ګټه اخلي. خو دتاريخ ددې پړاو او دتاريخ څخه دمخکي پړاو تر منځ په سوونوکلونه فاصيله شته.په همدغه ډول انسانانو چي په مختليفو سيمو کي ژوند را پيل کړی دی ، خو بيا هلته تر پايه هم نه دي پاته سوي ، ديوې سيمي څخه وبلي سيمي ته دډول ،ډول پيښو او عواملو په سبب مهاجر سوي دي او دځانه سره يې ديوې او بلي سيمي کلتور ، زده کړي اونوري انساني پوهي هم را نقل کړي دي.اودنړۍ په ګوټ ، ګوټ کي دمحيطي شرا يطو سره يې ژوند را پيل کړی دی او دمحيط رنګ يې هم خپل کړی دی.دلته بيا هم دپښتنو او افغانانو خبره ده،چي افغانان او پښتانه څوک دي؟ . په دې باب يونامتو ډنمارکی ژبپوه رسميزرسيک په ١٧٨٧ ـ ١٨٣٢م کي ليکي :که موږ وغواړو چي ديوه قوم او يا ديوې سيمي دانسانانو تاريخ او دهغه پيژندنه وکړو نو بيا با يد دهغه خلکو ژبه تر مطالعې لاند ونيسو چي ، په تار يخي لحاظ هغه پيدا کړو. او دهغه په باب علمي دلايل وړاندي کړو.نو په همدغه دليل که موږ غواړو چي دپښتنو او پښتو په باب وپوهيږو چي پښتانه په قوم نژاد يا سيمي پوري اړه لري، بيا هم موږ دښاغلي رسيک دتحقيق وميتود ته مرا جعه کوو. او مجبوريو چي دسيمي مختليفي ژبي سره وڅيړو، دمقايسوي ژبپوهني دعلم په مرسته موږ دا معلومه کړو چي دپښتو ژبي تاريخي اړيکي د سنسکريټ ،استا ،فارسي ـ بلوڅي ـ اورمړي ـ عربي ـ هندي ـ اروپايي اونورو مغولي ژبو سره څنګه دي؟ څو موږ ودې نتيجې ته ور سيږو چي پښتو ژبه څومره لرغونې اوپه مقايسوي لحاظ دژبو په کوم ګروپ پوري اړه لري.
 په دې باب بيا هم ديوه جرمني ژبپوه ښاغلي ډی جينش (١٧٩٤م) دغه خبره وڅيړو؛ چي ژبه په يوه تاريخي او زماني مقطع کي خپل ځانګړ ی کلتور ـ ادبي طرز ـ لغاتونه ـ اصطلاحات ـ دپيښو انعکاسات اوداسي نور په خپل ځان کي لري او ساتي يې .ښاغلی جينش دژبو دمقايسې په لړکي دغه څلور توکي دپام وړګڼي اودهغه له مخي دژبي مقايسوي اړيکي پيژندل کيدای سي.
١ ـ دلغاتونو اوډنه او تغير ديوه ډول څخه وبل ډول ته .
٢ ـ صرف او نحوه (سنټکس ) يا په ساده توګه دجملو جوړښتونه .
٣ ـ په ژبه کي صفائي او قاطيعت :په ساده ډول دژبي سمبولونه
٤ ـ آ هنګ : په ساده ډول هره ژبه ځانته خپل اهنګ اووزن لري .
نو په پورته تحليل سره يوځل بيا موږدپښتو په باب دا ويلای سوچي نوموړې ژبه دلغاتونو دجوړښتونو دمخي يو غني اوپه سيمه کي يوه بې ساري دلغاتو او ګرامر له مخي بشپړه لرغونې ژبه ده.په دې باب ښاغلی سلطان محمد صابرپه خپل کتاب (قديم پشتواور پشتون)کي ليکي : (پشتو لغات اور اعتبارسې قدروسيع اورجامع زبان هې که أوس پاس اور قيرهي کوئي زبان اس کا مقابله نهي کرسکتې). دهغه ادعا داده چي په پښتو ژبه کي بشپړه ګرامر پروت دی او دهر حالت ،تغيراونوم دپاره لغات اوجوړوني لري ، چي دسيمي په نورو مشهورو ژبو کي لکه فارسي او اردو کي نه سته دبيلګې په توګه هغه دمونث او مذکر په دوحالاتو کي بيلګي را وړي او ليکي :( قريبي زبانو مې فارسي اور هندي خاص طور پر مقابله ذکر هې فارسي مې مذکراور مؤنث کي مثتثني هې) لکه څنګه چي په فارسي کي واي ( امد) په بشپړه توګه دا واضيح نه سوله چي نر را غلی که ښځه؟ نو دا حقيقت بيا هغه وخت څرګنديږي څو چي په سترګو باندي وويني ، چي نر دی که ښځه او که دواړه .خو په پښتو کي نوموړی حقيقت څرګند دی .چي نوموړي څرګندوني دالفاظوغنا ګڼل کيږي.او په ډيره اساني سره مفهوم تر لاسه کيدای سي . بل دحيواناتو اوجامداتو دپاره خپل نومونه او الفاظ سته . په همدغه ډول دپښتو په ګاونډو څانګو کي په اردو کي هم په دغه ډول کمزورۍ سته چي دژبي پرنه بشپړتوب باندي دلالت کوي.دبيلګې په توګه په اوردو کي وائي : ( جاؤ ) نو دجاؤ کس بيا هم څرګند نه سو چي نوموړی نر ؤ ، که ښځه.ژبپوهان په دې عقيده دي ، چي ژبه په تاريخي لحاظ دپيړيو، پيړيو محصول او په پيړوختونه غواړي چي بشپړه سي او دپوخ والي ومر حلې ته ور سيږي . نو موږ دپښتو ژبي په باب په ډير جرعت سره ويلای سو چي پښتو ژبه په تار يخي لحاظ ډيره لرغونې او دپوخوالي وه يوه پړاوته رسيدلې ده.که څه هم عربي هم يوه لرغونې ژبه ده خو دپښتو سره يې بنسټونه ډير تو پير لري او پر عربي ژبه هم ډير کار سوی دی خو هغه ږغونه (فونيمونه ) چي په پښتو کي سته په عربي ژبه کې نه سته او عربي ور ته عجزه ده. دا ځکه چي دعربي( ګرافيمونه ) يا توري ٢٨ ته رسيږي خو دپښتو په پرتله وړده مقايسې هم نه ده. پښتو توري ٤٦توري دي چي دهر ږغ دپاره خپل صوتي حالت لري. داځکه چي دژبپوهني دنظره عربي يوه جلا ژبه ده چي دعبراني ژبو سره يې اړيکي سته.او په سامي نژادو خلکو کي استعماليږي.چي ويونکې دمنځني ختيځ خلک دي.
 ولي فارسي ژبه چي دپښتو سره نژدې اړيکي لري دپښتو ژبي دکورنۍ څخه ګڼل کيږي، او سانسکريټ هم ددغه خاندان څخه ده. داچي پښتو ـ فارسي ـ سانسکريت ـ اويستا ـ ژند هندي اوداسي نوري هند اوروپايي ژبي ديوې درختي مختليف ښاخونه دي ،دنړۍ ژبپوهاند په دې باب ګډ نظر سره لري .خوپه ١٨٦٠م کال کي چي د فرانسې ستر ژبپوهاند(داپيران) دژند او اوستا پر ژبو څيړنه وکړه او دهغه دلرغونتوب په باب يې خپل نظر وړاندي کړی دی هغه دخپلي مقالي په يوه برخه کي داسي وايي :چي اوستا دسانسکريت څخه پيدا سوې ده ، خودا نظر بيا ليګانګټ (پرريسک ) نه مني اوهغه بيا په دې اند دی چي ژند دسانسکريټ څخه نه دی پيدا سوی. اودا ثابته وي چي ژند دسانسکريت لورنه ده بلکي؛ دهغه خوريې بولي.دريسک دغه نظر تر اوسه پوري چا هم نه دی رد کړی ، او غوښتنه هم دا ده چي دغه يادي سوي ژبي ـ ژند ـ اويستا سانسکريټ دغه اريا ئي ژبي دي اوداريانا په شاه وخوا کي په يوه پراخه جغرافياي شاوخوا کي تر نن ورځي پوري په مختليفو اوښتنو او تغيراتو سره موجودي دي. په اوسنی پښتو ، فارسي ،بلوڅي ، حتا اور مړي ژبه چي اوس ډير لږ خلک خبري په کوي تا ثيرات يې جوت دي.نوموړي ژبي اريا يې ژبي دي چي آريانا ته يې په يو وخت کي اريانا ويجه  ويله. استرابو په ٢٤٠ق م کي په خپل جغرافيه کي داريانا حدود داسي تعين کړي دي.
ختيځ سرحد اباسيند،جنوب ته دهند بحر اودغرب خواته کرمان اوايران ښوي خو شمال ته تر باکتريا اودسفيدان ځيني برخي شاملي بولي پر همدغه ليکه دپرتو ولسونو ژبه يوه ګڼي. او په خپل ورستي تحليل کي يادونه کوي چي ، اريانا دپارس ـ مديا ـ با ختر اود سفديان اخيري برخي شا ملي بولي.هغه دبا ختريا (بکتريا ) ژبه چي داريانا ويجه په نوم په اوستا کي ياده سوې ده ښايسته ادبي ژبه يې بللې ده.په اريانا ويجه کي اوستا ي ژبه ـ سنسکريټ ژبه رواج درلودی. اوستا هغه ژبه ده چي زرتشت په هغه خپل کتاب (ژند ) ليکلی وو.او سانسکريټ بيا هغه ژبه ده چي په هغه با ندي ويدي سرودونه ليکل سوي دي او اوس يې په هند کي ليک دود سته .خو په هر صورت سانسکريت او اوستا دوې جلا ژبي دي چي ديوه بنسټه څخه سرچينه اخلي او خوندي ورته ويل کيږي ، خو دسيمو دليري والي په بنسټ اودهند او پارس دسيمو دجدا والي په سبب يې صليقې او فرهنګي ، اخلاقي اړيکي سره بيلي سوي او دجلا ، جلا ژبو په حيث يې رواج پيدا کړی دی.خو په دې کي شک نسته چي داريائيانويوه برخه په افغانستان کي او سيدل او دغه ژبي يې کارول.ولي داريا نا ويجه په وخت کي سيمه پرا خه او سره پا شلې وه. چي سر حدات يې بهرونه او يا هم سيندونه جوړول.دډيرو ثقه دلايلو او لرغونو اسنادو له مخي پښتانه ددې سيمي او سيدونکي وه او مو جوديت يې په همدغه ځای کي ثابت دی.لکه څنګه چي په دې باب يونانی پوه هيروډوټس په ٤٠٠ق م کي دپکتيان يا پکتويس څخه يا دونه کوي.هغه ليکي : هغه خلک چي په پکتيا يا پکتيکا کي اوسيږي ، هغه غښتلي دلاوره ، ميلمه پا لونکي جنګيالي خلک دي ، چي دڅرمني لباسونه اغوندي.اودا هغه سيمه ده چي په تاريخ کي په وارو، وارو يا ده سويده . لکه ارکو زيا څخه چي يا دونه سويده .هيرو ډوټس او استرابوچي لرغوني تاريخ پوهان دي هغه دارکوزيا خلک اريائيان ګڼي، چي په ورسته کي ځيني مؤرخين ارکوزيا ته د الکوزيانوپه*يادونه چي په دغه سيمه کي يوه لويه قبيله ده ايشاره کوي. او دارکوزيا خلک دافغانانو په نوم سره يا دوي .
يادونه: (نوموړی نظردغوروړ دی ؛ خو تائيد يې تحقيق غواړي).
  همدغسي په شهنامه کي فردوسي هم دارکوزيا دسيمي خلک افغانان ګڼي او هغه دډيرو لرغونو زمانو تاريخي يا دونه په خپله شهنامه کي کړيده چي وايي :
نشسته درين دشت بيسارکوچ
زافغان ولاچين وکرد وبلوچ
همدغسي داريانا په دغه قلمرو کي چي دهندوکش دغرو دسلسلې څخه پيل بيا تر بولان ، تر هرات او چترال پوري رسيږي دلته پښتنو ژوند کړی دی. او پښتو ژبه يې استعمالوله . بيا هم استرابويا دونه کوي چي : دپارس ځيني برخي ، دسفيدان ،باکتريا مدياځيني برخي هم په پښتنو پوري تړلي وې. او پښتو ژبه يې ويل، پښتو يوازي ژبه نه بلکي؛ پښتانه يو غټ اتنيکي قوم ، رواج ، اخلاق ،قوانين او ځانګړي عنعنات دي چي په ټولنيز ډول پښتواوپښتانه ورته وايي.
دلته موږ دتاريخي ژبپوهني له مخي دلغاتو نژدې والی داسي سره مقايسه کوو چي دلرغونو ژبو نژدې والی داوسنيو ژبو سره ښوي دبيلګې په توګه دفارسي ژبي اوسانسکريټ دژبي ترمنځ ديوه مثال ايښول : لکه څنګه چي په فارسي کي ماست او په پښتو کې مستې او په سا نسکريټ کي بيا ما سته را غلې ده.ددوی تر منځ اړيکي جوتي دي، ددې معنا دا ده چي سانسکريټ ، اوستا ، ژند پارسي او پښتو داريا ئي ژبو لرغوني ژبي يا ژبني ډولونه  دي. او يو په بل کي ګډ ي اړيکي سره لري. لغاتونه يې سره مشابه او ګرا مري اړيکې يو دبله سره لري .ځيني لغاتونه لومړی په پښتو کي را پيدا سوي دي او بيا ونورو همسايه ژبو ته ور نقل سوي دي.چي په همدغه ډول ويلای سو چي دفارسي او سا نسکريټ ژبو تر منځ دنښلولومزی پښتوژبه ده ، چي په دې معنا پښتوداريا ئيانو ډيره لرغونې ژبه ده، چي دسيمي په سطحه يې موږ اړيکي ليدلای سو.هيرو ډټس ٤٤٥ق م کي او بيا استرابو په ٢٤٠ق م کي خپل نظر داسي وړاندي کړی دی : هغه کسان چي دهندي تهذيب او فارس تر منځ ژوند کوي هغه پښتانه دي چي دغه دوه مدنيتونه سرمښلوي اوترمنځ يې اړيکي ساتي.ددوی ترمنځ دلغاتو نژدې والی ، دکيسواو نقلونو نژدې والی ، دمتلونو او نورو فلکلوريکو اړيکو درلورل ددې معنا لري؛چي دپښتنو سيمه دهند او فارس ترمنځ واقع اويوپربل يې خپلي اغيزي پريښي دي.دا چي پښتو ژبه په لرغونتوب سره څومره لرغونې ده ، اود پرمختګ زمانه يې دنورو ژبو په پرتله څونده زمانه ور ته کښيږدو؟ دا به يوه مغلقه او پيچلې موضوع وي ، خو داوسنۍ پښتو او پخوانۍ پښتو ترمنځ پيړۍ،پيړۍ فاصيله موجوده ده.اوموږدنوموړي ژبي(پښتو) لرغونتوب په نورو لرغونو ژبو کي تر لاسه کولای سو، يعني که موږ دفارسي ، پښتو اوسانسکريټ ژبي ته دمقايسوي ژبپوهني له نظره پاملرنه وکړو نو موږ ته به خامخا دا را جوته سي چي پښتو هم دسا نسکريټ، فارسي ژبي په څير يوه لرغوني او د ميلاد څخه زرونه کلونه په ځان کي ولري.او هغه وخت پښتانه وه، پښتون د پښتو سره نه جلاکيدونکي مفهومونه دي.که موږ وګورو پښتو (پښتون ) دلته په ګرا مري لحاظ موږ لاحقه ياګرامري اړيکه ګورو (تون) يوه لاحقه ده چي دپښتو څخه يې پښتون جوړکی.ولي؛نوموړې لاحقه په نورو لرغونو ژبوکي نه سته چي ددې معنا داده چي پښتو ترنوروژبودغني ګرامرلرونکې غني ژبه وه.او ددغه دودپربنسټ چي پښتو ـ پښتون ـ پښتني نيت دغه درې سره سره تړلي دي ، نو که يو څوک وچاه ته وواي چي پښتون نه يې نوددې معنا داده چي ددغه ځانګړي قانونيت څخه يې وايستی .چي دا په پښتنو کي دډيري لرغوني زمانې څخه يو را پا ته سوی شونی دی ، چي اوس هم په پښتنو کي دښکنځلو او ديوه پښتون دبيغيرته کولو په معنا استعماليږي. خو نومړي دود په پنجابي کلتور ، فارسي اوداسي نورو کي مفهوم نه لري دبيلګې په توګه : سندهی نه يې؟، پنجابی نه يې؟ ، فارسي نه يې؟ اوداسي نور... دايوه ځانګړې خبره ده په پښتنو کي.په دې ډول پښتانه په پښتو سره قول ورکوي او پر خپل قول بيا ولاړ دي ، که چيري يو څوک دچاه سره پښتو وکي نو هغه بيا پر خپله ژبه پښتو باندي ولاړ وي او هغه څه تر سره کوي کوم چي وعده يې کړيده .پښتانه دنورو قومونو په پرتله جنګيالي او دتشدد خلک دي او دعدم تشدد اصول په ځان کي نه سي سا تلای.دلرغونو ژبوپه باب چي هرچاه څيړنه کړيده پښتو ژبه يې يوه لرغونې اريائي ژبه ګڼلې ده. او پر نورو ژبو يې دپښتو ژبي اثرات جوت کړي دي لکه څنګه چي دسا نسکريټ ژبي ماهر (پانيني )وا يي : سا نسکريټ ژبه ٣٥٠٠ق م کي يو لرغونې ژبه وه او هغه په ځان کي دګرا مر   ٣٩٩٦قا عدې در لودې ، هغه په دې اند وو ، چي دلاتينو ژبو سره په مقايسوي لحاظ سا نسکريټ دومره جوتي اړيکي نه درلودلې لکه دپښتو سره چي يې لري او درلودلې.اودپښتو اغيزي پرهندي اوسا نسکريټ با ندي خورا ډيري دي. چي يو علت يې هم دا دی چي پښتو دسا نسکريټ په څير يوه لرغونې ژبه ده. او په سيمه کي يوه مطرحه ژبه وه . چي موږ دخپلي ادعادثبوت دپاره يولړبيلګې ،اړيکي ،اوښتني يادولای سو.اوموږ دخپل څيړ نيزتحقق په نتيجه کي دلاندي څومثالونه راوړو .
سنکريت  پښتو  اردو 
پالنا  پالنه
پورا يا  پردی
پورا  پوره
سالو  سالو  دووپټه
ماستۀ   ماستۀ يا مستې
شالی  شائی   دهان
ګودهوم  غنم   ګندم
روج   روځ  (ورځ)   دن
شپا    شپه   رات
شام   مشام يا ماښام   شام
ماس   ميا شت    مهينه
وايو (هوا)   وايو  
بيوتۍ   بوټی    بوټی
سنګم   څنګ   
مرتپ   مړ (مرد )
جنۍ    نجلۍ (جنئ ) لړکي
موژک   موږک  چوها
ميږ    ميږه   بيهړ
نيکهـ    نک   ناخن
ماتری  مور   ما
پتري    پلار   باپ
کبجا    کوږ په ملا کوږ   کوبړا ټيټرا
جبها    ژبه (زبان)
جمکه   ځمکه    زمين
همدغسي بې شماره لغاتونه په سنسکريټ کي سته چي په سراو تن سره پښتو دي. اور يښه يې هم په پښتو کي سته.هغه ژبي چي په سنسکريټ پوري اړه لري او اوس هم په ډيره پيمانه سنسکريټ ژبي لغاتونه استعمالوي لکه پنجابي ژبه په هغه کي هم دپښتو ډير لغاتو نه سته چي دډيري لرغوني زمانې را هيسي داريا ئيانوپه لرغونو ژبو کي استعماليږي. او س هم دپښتو ريښه په يولړ نورو اريائي ژبو کي سته چي پر پنجابي ژبي برسيره يې موږ څيړلای سو ، نوموړي هند و اروپاه يي ژبي که ګاونډي ژبي دي او که هم په اروپاه اونورو هيوادونو کي استعماليږي ، خو ديوه اريا ئي ژبي په څيره په يو ډول نه په بل ډول دپښتو سره ټينګي اړيکي لري. چي لاندي بيلګې يې موږ لومړی په پنجابي کي ګورو .
پنجابي    پښتو
تسي      تاسي
منل    ما ننا
مانجهنا   مينځل
بالنا    بلول
بلانا     بلل
سوکه    سوکه
چاټنا    څټل
جګه    ځای
مانټريا   ماڼۍ
تو    ته
کون     کوم
هغه علاقې چي اريانا ته نژدې دي هغه که سيند دی ، که پنجاب دی او يا هم دهندوستان نوري ژبي دي او يا دفارس ژبي دي، هم يو دبله سره اړيکي لري.او هغه الفاظ چي په سيميز لحاظ په سيمه پوري اړه لري خو بيا په پښتو ژبي ته را داخل سوي دي. په امانت داری سره دهغې ژبي لغات سا تل سوی دی . دبيلګې په توګه دپښتنو سيمه څنګه چي څر ګنده ده يخه سيمه ده او هلته ځيني ميوې او پيدا وارسته دي چي ؛موږ ته دهمسا يه دسيمو څخه را استول کيږي موږ دهغه دپاره نوم نه لرو، خو دبل ځايه څخه مو يې نوم تر لاسه کړی دی. لکه : کيله ، ليمو ، سنتره ، کينو اوداسي نور...خو ځيني بيا هغه ميوې چي په طبعي ډول دپښتنو په سيمه کي پيدا کيږي او په همسايه هيوادو کي نه پيدا کيږي. نو په طبعي ډول هغه هم هغه پښتو نومونه استعمالوي.اينځر انګور ، بادام ، پسته ، انار جغندراو نور... زه چي دلته په هالنډ کي ګورم ځيني داسي کلمو سره مخامخ کيږم چي زموږ دپښتواودري سره يې ورته والی ډيرڅر ګند يږ ي. او دا ثابتيږي لکه دلرغوني پښتو اويا دري څخه چې په لږ او ډير تغير سره يو سلسله لغاتو نه .ودې سيمي ته را دا خل سوي وي.
په دې کي شک نه سته چي ژبي يودبله سره ګډي اړيکي اونژدې والی لري.خو بيا هغه ژبي چي ديوه پايلمه اويوه ګروپ دژبو څخه وي. هغه بيا دتاريخ په اوږدو کي هغه خپل قوانين او ځانګړني په ځان کي سا تي.خو موږ ته دژبو څيړنه هغه وخت ښه ترا کيدای سي چي په ليکلي توګه اسناد دژبي قلمي نخسې په لاس را سي . نو په همدغه دليل سره پوهانو دژبپوهني مقايسوي پوهه دتاريخ دهغه دورې څخه را پيل کړيده چي دوی يې په ليکلي ډول اسناد په لاس کي لري . چي دهمدغه ژبو دجملې څخه اوستا يي ژبه ، سنسکريټ ، پښتو او لرغونې پهلوي ژبي دي. په دې کي هم شک نه سته چي تردغويا پورته ژبو مخکي به هم نوري ډيري لرغوني ژبي وې اودپوهولو اورا پو هولو وسيلې به وې، نوموړي ژبي به دهم هغه ژبو څخه جوړي سوي او منځته را غلي وي. خو هغه زمانه تر ميلاد لس زر ه کاله وړاندي زمانه وه او موږ ته يې شوني په ليکلي توګه نه دي را پاته سوي. چي تراوستا او يا هم سنسکريت مخکي به مور او يا انا ژبه څه نوميده او انسانانو به کومه ژبه استعمالول او په دې وخت کي به انسانان څه ډول وه؟؟خو مخکي تر هغه چي نور اريا يي قومونه  ديخبنده سيموڅخه ځيني خلک او قومونه دلته را وکوچيږي ، دلته انسانان موجودوه او دمغارو ژوند به يې تيراوه چي نوموړې موضوع تر ډيره ځايه په انتروپولوژۍ پوري تړلې ده.خو هغه وخت چي ليکنه را منځته سوه او داويستا او سنسکريت سرودونه دغواي پر پوستکو وليکل سوه يا ووايو چي ليکنه او تاريخي اسناد موږ ته په لاس را غلل نو تار يخ دسيمي هم له دغه ځايه څخه نيولای سو.او موږ خپل ثوقه دلايل را وړلای سو. چي دلته ژوند څه ډول وو؛ دوی کومي ژبي ويلې ؟ په دې کي شک نه سته چي دانسانانوتاريخ چي پنځه زره کاله پر باخترزمين په نظر کي نيسو، پرهمدغه مځکه چي اوسنی افغانستان دی پښتانه اوسيدل.او همدغه خلک دي چي تر نن ورځي پوري دهمدغه خاوري ساتونکي او خپل ځانګړي تاريخي نخښي نښانې يې هم پريښي دي.خو بيا هم په سيمه کي دپښتنو داوسيدلو سيمه په تاريخي لحظ پرا خه ده او دډيرو تاريخي ياداښتنو له مخي يې لمن تر سينده او دهند تر لوړو او ژورو پوري رسيږي ،او خپل اصلي مرکزونه هم لري. لکه :بلخ ـ ګندها را سيستان پيښوراونوري تيت او پا شانده سمسوري سيمي. چي په دې باب پوه اودغښتلي قلم خاوند دخپل وخت نامتو افغان فيلسوف البيروني چي په ١٠٠٠م پيړۍ کې ژوندوو، په خپل يوه تاريخي ياداښت کي داسي ليکي : (( دهندغـربي هغه برخي چي ددرواوشيلو په ډول پرتې دي هلته د افغانانوډول،ډول قومونه اوسيږي ـ چي دوی مخکي هم په سيند کي استوګنه درلودله .))ښاغلی البيروني بيا هم داوسني افغانانو په باب داسي ليکي : چي پښتانه! دهند په غربي برخو کي پراته قومونه وه. او تر اوسني کابل پوري غزيلي سيمي يې په لاس کي وې. زما په وخت کې پر هند هم حکومت کاوه جنګياليان خلک وه او ګندهارا چي مرحوم البيروني پيښاورهم په کښي ښودلی دی دغه سيمه کي افغانان تثبت کړي دي . اوپيښور يې د(پروشاور) په نوم يادکړی دی . دمرحوم البيروني دغه يادونه په تاريخي لحاظ دهيروډوټس دليکني څخه ورسته په دوهمه درجه سره ارزښت لري.خو سراولف کيروبيا داسي ليکي : چي استرابواو بيطليموس هغه لومړي تاريخ پوهان دي چي دميلاد څخه يې مخکي ژونددرلودهغوی دپکټو  ـ پکت ـ پکتويس نوم يادکړي دي. او هم دغسي ښا غلی کيرو دخپلو څيړنو په درشل کي دهغه چينايي سياح فاهيان (٣٩٩ـ ٤١٤ م) اوهوان سونګ (٦٢٩ ـ ٦٤٥ م) چي په تاريخي لحاظ يوپه زړه پوري سند دی يادونه کوي. اودهغه پټواونامعلو مو واقيعتونو څخه پرده پورته کوي او تاريخي وا قيعتونه ومخي ته ايږدي چي نن ورځ يې موږته هغه تاريکي خواوي را روښانه کړي دي، کوم چي موږ ورته اړتيا لرو. ښاغلی کيرو بيا هم يا دونه کوي چي دغه وخت په سيمه کي پښتانه دپراخو سيمو څښتنان وه او پربخدي برسيره ديوې پرا خي سيمي ګندهرا نوم اخلي چي پرا خوالی يې تر سينده پوري غزيدلی.هغه دپيښاور نوم هم يادوي اونوموړی ښار د (پوسکاپوروس )په نوم سره يادوي.چي مقصد يې او سنی پيښور دی. ښا غلی کيرو چي يوانګريزمحقق دی او دسيمي دتاريخ سره مينه لري، په دې باب يې يو ډير غټ کتاب دپټان (پټهان) په باب ليکلی دی. هغه دډيرو لرغونو تاريخ پوهانو ، سيا هان او جغرافيه پوهانو څيړني يې دلته را اخيستي او زموږ دکار داسانتيا دپاره يې مواد ايښي دي. ښاغلی کيرو زياتوي چي دافغانستان غرب ته چي کوم څوک اوسيدل هغه ايرانيان دي او په تاريخي لحاظ دپښتنو په څنګ کي دڅيړلو ارزښت لري. او دسيمي پرتاريخ اودپښتنو پر ژوند باندي يې اغيزي دژبي په لحاظ ديادولو وړدي. او هم دهمسايه داری له نظره يودبله سره دجنګونو تاريخ هم لري چي کله به پښتانه پر غالبه سوه او کله به هم دوی دپښتنو خاوري ته را ننوتل. کله به پښتنو پردوی تسلط تر لاسه کاوه او کله به هم ايرانيانو.دايرانيانو غښتلی فوج چي هخامنشان نوميده او دهخامنشی کورنۍ پر سيمه برتري تر لاسه کړې وه اوورسته تر هغه پر سيمه بيا دنوروواک دپښتنو په مقايسه لږو.خو بيا په ايران کي ٤٨٠ق م کي خسر و پهلوان را منځته سو چي په سکائيانو پوري يې اړه درلودله، هغوی غټ پرتوګان اغوستل او اوږدې ښايستې خولی يې استعمالول او داوسپني څخه يې سلاوي لکه خنجر،تيري توري اوداسي نوروسايل يې په جنګ کي استعما لوله .دوی په دې وخت کي دآموددرياب ځيني برخي هم دافغانانو څخه تر لاسه کړي وې،ولي دهمسايه هيواد په څير زموږ يا دافغانستان په غربي برخه کې ژوند درلود او لکه څنګه چي تاريخ ثابته کړيده ځيني وختونه به هغوی دافغانانو او پښتنو وسيمو ته را ودانګل او کله به بيا افغانانو ددوی څخه ځيني سيمي تر لاسه کولې. دوی ته يې تورانيان هم ويل او تورانيان دايرانيانو دنسله څخه وه.اودوی هم هغه ژبه استعمالول کوم چي دپښتو سره يې قاعدې نژدې او دهندواروپاي ژبو له جملې څخه وه.چي دايران په مشرقي برخه پوري اړه لري اود هندي ژبو په پرتله يې اړيکي ديورپي ژبو څخه کمي وې،خو په هر صورت داوسنی فارسي مور يا انا ژبه به وه، چي زموږ دژبي يعني پښتو سره يې په مقيسوي لحاظ داوښتنو اورا اوښتنو په وجه ډيري نژدې اړيکي سته. چي زه به يې لاندي مثالونه دفارسي اوپښتوپه اړونده وښيم. دبيلګي په توګه د(ل) اوښتنه په (د ) سره د(غ) اوښتنه په (ګ) سره اوده (و ) اوښتنه په  (ب ) د(غلو) فارمؤل :
لومړی : ل ـ فارسي دال  پښتو    فارسي
     لور   دأس
     لور   دختر
     ليدل   ديدن
     لس   ده
     ليونی   ديوانه
     لرم   دارم
     ليري   دور
     پلار   پدر
     لاس   دست
     غزل   خاندن
     لمن   دامن
لوګی  دود
سپلنی  سپند
ليري  دور
ليور  ديور
همدغسي که پر دې باندي نور هم فکر وسي ممکن ډير داسي لغاتونه وموندل سي چي د(ل) په اوښتو سره( د) را سي .
همدغسي لاندي او ښتنه بيا د (و)اوښتنه په (ب ) سره .
ورور  برادر
واوره  برف
وراره      بردر زاده
اوريځ  ابر
ورجي برنج
وزه  بز
وړل   بردن
وريښم  ابريشم
اوداسي نور مثالونه سته چي موږيې راوړو،تر دغه قانون لاندي يې را ولو. دلته بيا هم دغ اوښتنه په (ګ) سره ګورو .
پښتو  ( غ )     ـــ     فارسي   ( ګ )
غويي    ګاو
غاړه    ګردن
غوټه    ګرې
غونډه    ګرد امدن (ګردهماي)
غاړګۍ   ګردن بند
غول    ګوه
غولول   ګول دادن
چرګ    مرغ
غاز    ګاز
غنم    ګندم
اپګان    افغان
غوښه    ګوشت
غوږ    ګوش
اوداسي نور چي دلته يې درا وړلو ځای نه سته اود نوموړې مضمون حجم په ډيريږي.
که څه هم پر سيمه باندي دمختليفو کلتورونو ګډ متقابل تاثيرات ددې سبب کيدای سي چي پر ژبه ، کلتوراودفرهنګ پر مختليفو برخو تاثير وا چوي . خو بيا هم پښتو ژبي او ځينو نورو اريايي ژبو خپل هغه بنسټ ساتلی دی ،چي ددې معنا داده چي هغوی هم په سيمه کي يو ستر قدرت اوسيدلی دی. اوددې توانمندي يې درلودله چي دکړاو په وخت کي هم خپل ځان وساتي او دخلکو اړوند فرهنګي ميراثونه، معنوي ښيګڼي وساتي.که څه هم پښتانه دميلاد څخه مخکي دستونزو سره مخامخ سوي دي ،ده هخامنشانوپه وخت کي ،دسکندرمقدوني په وخت ، ديونانيانو په بريدونو کي .خو بيا هم دايران او هندوستان تر منځ هغه څوک چي دميلاد څخه مخکي اووروسته اوسيدل ،اوسيږي هغه پښتانه ،ژبه يې پښتو ژبه ده چي اوس هم پښتانه خبري په کوي. اودنورو ګاونډيو ژبو سره دتاريخي ژبپوهني له مخي نه شليدونکي اړيکي لري. په سيمه کي پښتانه هم په تاريخي لحاظ دارزښت وړدي او هم يې دسيمي په سياسي ژوند کې بشپړه ونډه څرګنده ده، پښتانه په سيمه کي په درو نومونو سره يا دسوي دي، لکه : پټهان، افغا ن او پښتون ـ دپټهان نوم چي دهندستان په سيمه او سيند کي پر پښتنو ايښول سوی دی ، دپښتنوپا چهان اودپښتنو دتسلط ورسته دشيرشاه سوري دوخت سره را پيدا سوی دی او نوموړی نوم دستر شيرشاه سوري مقاومت دمغلود حکومت پر ضد او د مغلو څخه دپا چهی تخت اخيستل او بيا دلودي پښتنو پا چهانو بدل د مغلو څخه ،چي يو ځل يې بيا پښتانه پر هند با ندي مسلط کړه، ورسته دپټهان نوم عام سو اودا په دې چي په هغه ځای کي به دوی سره را توليدل هغه ته پټنه ويل کيده.اودهمدغه مرکز څخه يې پر بنګال بريد وکړ، بنګال يې ونيوه او هلته بيا دپټهان نوم عام سو. چي مراد يې هغه لښکروه، کوم چي دپښتنو څخه جوړسوی وو. او ورسته تر هغه چي پښتنو خپل واک دلاسه ورکی او پښتانه دهند په اردو کي که به جذب سوي وه،يا به جذبيدل هغه ته يې پټهان ،پلټنی وايه چي جمعه يې پټهانان کيږي . تر اوسه هم دغه نوم په هند کي په ژوندۍ بڼه سته چي پښتنو ته پټهانان واي. اوپښتني عسکرو ته پلټنی يا پلټنيان واي.او په بنګال کي دپټانه ښارهم په دغه نامه سره شهرت لري.دناروې نامتو څيړ و نکی او تاريخ پوه ښا غلی (مارګنټراين)  په دې عقيده دی چي دپټان نوم دپکتان پختان څخه نه دی اخيستل سوی .بلکي په پټنه کي دوی سره را ټوليدل چي ديوه ځای نوم . او هغه وپټهان ته منسوب سوی دی .او دشير شاه سوري دوخت څخه نوموړی نوم په هند کي رواج وموند.خو انګريزمحقق ښاغلی کيرو بيا نوموړی نوم دپکت پختون او پښتون سره تړي. خو په هر صورت هر وخت چي نوموړی نوم په هره معنا منتځه را غلی وي ، نوموړی نوم پر پښتنوباندي ايښول سوی دی. او دهندوستان په ټوله قاره کي پښتنو ته پټهان وايي . خودافغان نوم هم پر پښتنو باندي يا ديږي او تاريخ پوهان پښتانه افغانان بولي او نوموړی نوم د ميلاد څخه ډير پخوا پر افغانانو باند ايښول سوی او اوريدل سوی دی.
په دې باب سلطان محمد صابر دخپل کتاب په ١٠٩مخ کي ليکي :دپښتون او افغان په باب څيړونکو دډيري پخوا زمانې څخه نوموړي نومونه ثبت کړي او پښتنو ته دغه نوم منسوب سوی بولي،که هر څومره موږ په دې باب څيړنه وکړو بيا هم ودې نتيجې ته رسيږو چي لرغونو اديبانو او ليکوالانو دپښتو ژبي ويونکي افغانان ګڼي .او په دې حساب يوازي نوموړی نوم پر افغانانو با ندي يا دسوی دی. چي دا معلومه نه ده چي نوموړی نوم څه وخت رواج پيدا کړی دی. خو دومره يا دونه کولای سو چي دسيمي ليکوالانو په خپلو ليکنو کي نوموړی نوم وهغه خلکو ته ورکړی دی کوم چي په ارکوزيااودپښتونخوا په سيمو کې ژوند کاوه دفارسي ژبي وتلی شاعر فردوسي په خپلو شعرونو کي دافغان نوم په څو ځله ياد کړی دی.او نوموړې سيمه لکه مخکي چي مو وويل دارکوزيا سيمه چي دغزني څخه ترکوټې او دهلمند دسيند څخه تر سينده پوري شاوخوا سيمو باندي يادسوی دی.دافغان کلمه دابګان،اوګان، اپګان څخه تر لاسه سوې ده .فردوسي ليکي :

همه ګرديوان دوېويه سپاه
بزرين عرود به زرين کلاه
يهدارچون قارن کاد ګان
به بيش سپاه اندرون آوګان
او علامه اقبال بيا وايي :
خويشتن را ترک وافغانان خوانده
وائي برتو وانچه بودي مانده
داچي پسله د قيق فکر څخه ستراحمدشاه بابا په ١٧٤٧م کال دغه نوم وافغانستان ته انتخاب کی ، په دې کي شک نه سته چي نوموړی هيواد او نوموړې جغرافيه په افغانانو پوري اړه لري. او دنورو هيواد و په شان لکه هندوستا چي دهندواڼوهيواددی ، بلوڅيستان چي دبلوڅوهيواد دی، تاجکستان چي دتاجيکو خلکو او پرګنو هيواد دی ، همدغسي افغانستان بيا دافغانانو هيواد دی، چي (دستان) ورستی ورستاړی يې دځای او ملکيت په معنا سره را غلی دی.مخکي نوموړی هيواد داريانا ويجه په نوم سره نومول کيده.اوکله چي بيا ايرانيانو پرافغانستان با ندي واک پيدا کی نو دې هيواد ته يې زابلستان او کابليستان ووايه، دلوی سکندر دراتګ سره چي يو نانيان دلته را غلل ، هغوی دغه ځای په خپل نامه يعني باکتريا وباله چي نوموړی نوم دباختراوښتی شکل دی.خو کله چي بيا عربو واک وموند نو دافغانستان شمالي برخي چي دآمو درودڅنډي جوړوي هغه يې خراسان وبلل.چي هرات يې نامتو ښار وو. خو محمدحيات خان بيا په حيات افغاني کي ليکي چي : ((دخراسان نوم دايران پاچا انوشيروان له خوا ايښول سوی دی)).خو که هرنوم ايښول سوی هم وي پر نوموړي سيمه هغه دافغانانو اوپښتنو اوسنۍ سيمه ده.بيا هم ښاغلی محمد حيات په خپل کتاب (حيات افغاني) کي ليکي : برسيره پر دې چي په پښتنو کي هم ګډ نسلونه شته يعني دنورو قومونو او نسلونو سره يې ودونه کړي دي خو بيا هم پښتانه هغه خلک دي چي په دې سيمه کي په تاريخي لحاظ ژوند کوي. او ژبه يې پښتو ده او په نژدسره ارين نژاده خلک دي. په نړۍ کي هيڅ توکم يا خلک خالص نه دي پاته سوي، نو عرب هم په وسيع معنا متحدالاصل او سامي النسل دي، چي دډول، ډول قومونو اختلاط او ګډوالی په کښي سته لکه : فنيقيان ، بربري، ترک،عبراني،ايراني،يونانيان اوروميان يا داسي نور.ليکن برسيره پر دې هم يو قام دهغه په نوم يا ديږي.همدغسي ټوله اروپا کي نسل په يوه اندازه اغيزمند سوی دی ؛خو دهغو ی بيا هم خپل پيژندلګلوي سته.نو دتاريخي ثبوتونو له مخي پښتانه زما په خيال يو ارين نسل دی او ګڼل يې په کار دي او بايد ودې واقيعت ته موږ داسنادو له مخي په بشپړه توګه تسلم سو چي پښتانه دجغرا فيا يي موقيعت له مخي دميلاد نه مخکي دعربو ،سيند ، هند (انډيا ) او چين په منځ کې يې په دغه مدنيتو کي ژوند کاوه لکه : دسيند مدنيت ، ګندهرا تمدن ، دبلخ تمدن (بلهيکا)او په مجموع کي دمرکزي آسيا په ځينو برخو کې هويت تثبت دی.خو پردې خبره بيا دځينو تاريخ پوهانو نظر سره بيل دی چي وايي :
لومړی : پښتو ژبه دوايستا (ژند) او سنسکريت لوراودهغه نه پيداسوې ژبه ده.
دوهم : ددوی څخه نه ده پيدا سوې اودهغوی سره يوځای يې ژوند را پيل کړی دی.يعني دهغوی سره ګډي اړيکي لري اودسانسکريټ اواوستا خورده،نوبيا ددروسرو مور کومه ژبه ده؟ تر اوسه په تاريخ کي نه ده ثابته سوې داځکه چي تاريخي دوره هغه دوره ده چي ليک په کښي را منځته سوی وي ، چي دهغه درويه څرګنده سي .چي د نن څخه ٢٥٠٠ کاله په ځان کي نيسي.
دريم: ځيني تاريخ پوهان بيا په دې اند دي چي پښتو ژبه تر سنسکريټ ژبي او اويستا نه هم مخکي پښتنو خبري پرې کولې او يوه ژوندۍ اريا يي ژبه وه.
خو داچي پورته نظريات کوم يو يې واقيعت دی هغه به وي ؛ خودومر ويلای سو چي پښتو يوه لرغونې ژبه ده چي په سيمه کې تاريخ جوت دی.اوپه اويستا يې دورکې دهخامشي دورې اودهغه وخت په اسنادو کې يوناني مؤرخينو کړی دی. نوموړې ليکنه لومړی په هغه کتيبه کي سوې ده چي دبيستون په غره کي موندل سوې ده او دپښتوژبي دري مصرعې هم موندل سوې دي.چي دادپښتو ژبي لومړۍ نمونه ګڼل سوې ده،په ميخي ليک سره ليکل سوې ده ؛ چي نومو ړې مصرعي په دې ډول سره ده .لومړی نوموړې کتيبه ديوه عکس سره سمه نن ورځ ليدلای سو.
دوهم نوموړې کتبه خپله داريوش په خپل هغه کتاب کي چي پرډبرينه تحته يې ليکلی ده،چي دسکندر په ټولو تاړاکوکي هغه خرابه هم نه سوه، دسترداريوش پرقبر باندي ديوه تاريخي ياداشت په توګه په ايران کي خوندي ده.
ښاغلی فاضل استاد پوهاند حبيبي دنوموړي کتيبې چي دبغستان (بهستون) ډبرليک دی متن سپړلی دی اودغه مطلب يې ځيني را نقل کړی دی.
١ ـ نې ا،يکي هم( ومه) يعني : نه اړيکه وم (ومه )
٢ ـ نې دروجنه هم(ومه) يعني : نه دروه جن (ومه)
٣ ـ نې ځو رکړه هم (ومه) يعني : نه ځور کړه نې وم (وم)
ټوله کتيبه ٢٤٠کرښوته رسيږي ، په هره کرښه کې ٤٥توري دي.اوهرتوری يې ددرو څخه تر پنځو پوري علامات لري.خو ټوله بيا د٧٥زره ميخي علاماتو څخه جوړدی ، دنوموړي ليک ډول د مصر څخه زده سوی اوپه ١٨٢٢م کال کي نوموړی ليک په مصرکي شامپولون ولوست.هغه په نوموړی درو جملو کي وايي : اورمزو(آهورامزوا) زما مرسته وکړه ؛ زه نه اړيکې وم ، نه دروه جن وم اونه ځورکړونې وم.نه زه او نه زمااولاد ، زه د صداقت اورښتيا ملګری يم . په دې درې واړه جملو کښي چي اړيکي ، دروجن ځورکړونې را غلي دي هغه اوس هم په لږ تغيرسره په پښتوکي استعماليږي.او په دې برسيره دداريوش دسلطنت په ديرلسمه سوبه کي دهيروډوټس په قول دآرمنيانو سره پکتويس (پښتانه ) هم اوسيدله.دنوموړي ډبرليک ژبه زړه فارسي وه ، چي په دغه وخت کي دايران ژبه هم زړه فارسي وه ، چي ورسته پهلوي اوبيا دا موجوده فارسي ځيني جوړه سوه. دموجوده فارسي ژبي او پښتو تر منځ اړيکي ډيري سره نژدې دي ، چي دواړه ژبي ديوې کورنۍ سره تعلق يا اړيکي لري.اوخپله پارس هم دپښنونخوا سره ګاونډی او په سياسي او ټولنيز لحاظ ديوه ارين دنژاده څخه هغه خلک وه چي دپښتنو دلومړي قوم يا يادشوي قوم ساکانو سره يې يو ځای مهاجرتونه کړي دي. اود مرزنو په ساتنه کې ګډي قربانۍ هم ور کړي دي.دګډ خصوصيت له مخي به بده نه وي چي بيا هم دغه تاريخي يادوني ته ځيرسو.څو بياهم دا جوته سي چي دسيمي نژدې قومونه په تاريخي يادونو کي څنګ سره بيل سوي او څه ګډ ځانګړني لري.
دداريوش کبير په کتيبه کي دپارتيا ـ پارت ـ پرثو _ پارثيا ډولونه هم ليکل سوي دي. ښاغلی سيد بهادرشاه ظفرکاکاخيل (پښتانه دتاريخ په رڼاکي) ليکي : په اريايي ژبوکي د(ث ، سی ) اوازونوتر منځ يوګډ اوز ووچي (ش ـ شه ) آوازسره به يې نژدې والی درلود دنوموړي لفظونو څخه پرثو ـ پرثيا راووتل چي دپشتو او پشتيا سره هم نژدې والی لري.او آرمني ليکوالو په ليکنو کي بيا پارت دپهل په لفظ يادسوی دی.په دري ژبه کي بيا دبلخ ـ بخد نوم بخل ،باخل راغلی دی . چي بيا هم دنوموړو تغيراتو پر بنسټ دپارتيانو دبلخ (باختر) سره اړيکي لري. خو يو ايټالوي ليکوال ( مسټرجوستن ) بيا چي دميلادي دوهمي عيسوي پيړۍ په شاوخوا کې ژوند درلود هغه بيا خپل نظردا سي وايي: دپارتيا ژبه دميډي، سيتي ژبو تر منځ وه اودهغه د مډيا څخه مراد ايران دی چي په قطب کې د پارسوا قبائيل ميشت وه.اونوموړي قبائيل په عمومي مها جرت کي تللي،هلته يې ژوند پيل کړی دی.نو دلته موږ بيا هم ددغه دومحققينولکه جوستن چي دنن څخه يې ١٨٠٠کاله مخکي ژوند درلود اوبيا دنن ورځي محقق (مارګين) پر اسنادو دغه نتيجې ته رسيږو چي پښتانه او پښتو ژبه اودپارتيانو ژبه ديوه ولس ژبه ده. په دې ډول چي دجوستن له نظره دپارتيانو ژبه دميډي ژبي او سيتي قبايلو دژبو تر منځ داتصال کړۍ وه ـ او دمارګن سټرن په قول پښتو ژبه دساکا قبايلويوې ولسي ژبي ته نژدې وه. نو داسي څر ګنده سوه چي دجوستن قبا يل اود مارګين سټرن قبايل يو خلک وه.ددوی دتحليل نه علاوه موږ ته جوته ده چي دساکا او پارتين دواړه قبايل دسيتي قبايلو يو ښاخ وو.او سيتي قبايل په خپل ځان کي يواريايي نسل ارين قوم دی.
ساکان او پارتيان دتګ اوراتګ په حالت کي کوچي غوندي ژوند درلود. کله به دهيرمند يا هلمند په څنډوکي او کله به هم د(پن) په شنو واديو کې تګ اوراتګ درلود.دوی په دغه ګډژوند سره دومره سره خپل سوه چي په ورسته کې توپير په ګرانه سره کيده.چيناي تاريخ پوه دپن لفظ ذکرکړی دی چي مراد يې کاپيسا ده چي دکابل تر سينده يې څنډي رسيږي، اوساکا قبايل بيا په جنوبي حوزه يعني ارغنداب او هيرمند کې استوګنه ياده سوې ده.دساکا دقبايلو ذکر نامتويوناني مؤرخ هيروډوټس په داسي حال کي کړی دی. لکه څنګه چې دپکتيانوذکر، ګندهرا ذکريې په وارو،وارو کړی دی. او هغه يې دسيتي قبايلو يو ښاخ ګڼلي دی.دهخامنشي په دوره کي هم دا خلک يو څه نا متو وه.او دهخامنشي په کتابو کي ددوی پوره ذکر سته .ساکيانو به غټ ، غټ  پرتوګونه اغوستل اومخروطي ټوپۍ به يې پر سرولې دهيواد غشي او ليندۍ يې درلودل. او تبرونه يې هم استعمالول.او ايرا نيانو ودوی ته ساکيان ويل.دوی لومړی په ٦٠٠ق م کي دآمو پر څنډو او سيدل اوبيا تر ايرانه تيت سول. چي په مختليفو فصلونو کي به يې ديوې سيمي څخه وبلي سيمي ته تګ او را تګ درلود.ساکايان دژوندساحه پراخه وه. بيا هم په ارکوزيا کي دسيستان څخه بيا ترغزي پوري هغه مسکوکات چي تر لاسه سوي دي ددې نماينده ګي کوي چي سا کيانو او پارتيانوپه دغه سيمه کي پاچهی درلودلې،دوی په جنګ کي شهرت درلود. او آس سواران وه او پر آسانو به يې زره پوښه ټنګ لباس اغوسته اوتيزي نيزې به يې استعمالولې،غټي بريا وي به يې په لاس ور تلې.دداريوش اوسکندر په مقابل کي په ميړانه جنګيدل او دهغه تصديق هم په خپله هيروډټس ګړی دی. ددوی ژبه ساکي وه او دپښتو ژبي سره يې دنورو ارياي ژبو په څير اړيکي په خورا نژدې ډول سره سته خو خپله پښتو نه وه.خو دپښتو يوه برخه او يا څانګه يې ګڼلای سو، دا ځکه چي تر نورو ژبو دپښتو ژبي اوازونه ډير په کښي څرګند دي.په عمومي نظر که موږ دهغه وخت يو لړ په لاس را غلي اسناد په مقايسوي ډول سره مطالعه کړو نو به داراته جوته سي چي دارياي ژبوترمنځ سنټکس او فيلالوژيکي اړيکي سته ، خونوموړي اړيکي بيا په نورو همسايه قومونو او ژبو کي نه ليدل کيږي.دبيلګې په توګه که موږ سا مي ژبي او مغولي ژبي چي په جغرافياي لحاظ موږ ته ډيري نژدې واقع سوي دي ، دهندواروپاي ژبو سره پرتله کړو دسامي، مغولي ژبو اړيکي ډيري ليري دي داوستاي ، سنسکريت ، پښتو، پاړسي ، اوداسي نورو لرغونواريايي ژبو سره، چي ددې څخه موږ دا نتيجې ته هم رسيدای سو، چي پښتانه په قوم اريا ئيان او په دې کي هيڅ شک هم نه سته چي پښتو ژبه يوه لرغونې اريا يي ژبه ده ، چي تر ميلاد ډيرپخوا، چي تاريخ يې په واضيح ډول څرګند نه دی ويل کيده ، خو دليکلو اسنادو له مخي ، چي په مختليفومسکوکاتواو ډبرليکونو موږ ته څرک تر لاسه سوی دی ، هغه تر دوه نيمزره کاله (٢٥٠٠ق م ) پخوا يې اسناد ثوقه دي.خو ځيني پو هان بيا لا دا هم وايي: چي شل زره کاله مخکي دلته انساني ژوند پروت وو، چي په دې باب ارنولډ ټاينبي تاريخ پوه اوفيلسوف ووهغه يوه څيړنه کړې ده چي ٢٠٠٠٠کاله مخکي دلته دبرنز و څخه کار اخيستل کيده اود ژړو فلزاتو څخه سا مانونه جوړ سوي دي.
ښاغلی قدرت الله حداد په خپل يوکتاب کي (دملي تاريخ فلسفه اوپښتنولي) کي داسي ليکي:موږ په افغانستان کي دوه ډوله مدنيتونه لرو:
الف :هغه مدنيتو نه چي همدلته ددې ځای دخوا څخه منځته را غلي دي .
بې: هغه مدنيتونه چي له نورو خواو څخه موږ ته را غلي دي .
تر ميلاد يو نيم زره کاله پخوا ويدي مدنيت ، چي په ريګ ويدا کتاب کي دپکت (پښتون) اونورو قبيلو ذکر را غلی دی، دافغانستان دځينو رودونو نومونه هم را غلي دي ، چي نوموړی مدنيت په ډاګه سره دمالدارۍ په نوم يا دولای سو.
دوهم : دوهم مدنيت په افغانستان کي دکرهڼي مدنيت دی ، چي په اويستاکې ذکر سته اود اويستايي مدنيت دکرهڼي مدنيت دی ، چي مرکزيې بخد يا بلخ يا دولای سو.اوستا يي مدنيت چي دبا ختر دايايانوترټولوغټ مدنيت دی اوپه سيمه کي دتاريخي ليکنو دپاره دپام وړارزښت لري، موږيې په دې ديوې موضوع په حيث نيسو او بحث پر کوو ، چي اوستاي ژبه دپښتو سره ډيري نژدې اړيکي لري اوپرلرغونوژبو،اوسنيو ژبو با ندې اغيزي جوتي دي، نو ځکه ديوه لنډ بحث په کولو سره موږ بيا هم داميندلای سو، چي پښتو ژبه به يا داوستا سره همزمانه وي، يا خو به دهمدغي ژبي يو متکامل حالت وي. دهمدغه ژبي څخه به را وتلې يوه داسي ژبه وي چي پښتنو په تاريخي لحاظ وده ورسره کړيده.او هغه سيکولوجي چي په ژبه کي پرته ده هغه په دې قوم کي پرته ده.
دوهمه برخه اوستا
په دې ژبه دميلادڅخه پنځه زره کاله پخوا خبري کيدې. او دميلا ترلومړنيو کلونو پري يوه مروجه اوداستعمال وړ ژبه وه. په نوموړې ژبه کي دپښتو ډير برا خ بسټونه نغښتي دي.اودپښتوهغه ږغونه چي په نورو ژبو کي نه سته هغه موږ په استا يي ژبه کي موندلای سو. په اوستا با ندي دوخت نامتو روحاني مشرزرتښت د (ژند) په نوم ډير لوړدخيرښيګڼي کتاب په بلخ کي وکيښ،او په اوستا با ندي دوه ميلونه شعرونه ليکل سوي دي، نوموړی کتاب ددولسو سوو (١٢٠٠ ) غوايانو پر پوستکي يا څرمن با ندي ليکل سوی دی. نوموړی کتاب دافعانستان په ټوله تاريخ کي ترټولولرغونی ، نامتو اودارزښت وړ کتاب دی . چي دبده مرغه دنوموړي کتاب ډيره برخه اوس زموږ په لاس کي نه سته ، څه وخت چي يوناني لښکرو يرغل وکړاو سکندرمقدوني پرافغانستان باندي واک تر لاسه کړ؛نودنورو فرهنګي تباهۍ په څنګ کې داوستاد کتاب ډيره برخه هم وسوځل.که نوموړی کتاب په پوره امانت ساتل سوی وای،نوافغانانو ته به اوس ډير مسائل روښانه او څرګندوای.سکندر مقدوني افغانستان ته ٣٣٠ق م کي را غلی دی.داچي ولي سکندر دغه تاريخي ګناه او جرم کړی دی،ممکن دهغه پر بيعقلي او خودخواهي دلالت وکړي.اوستا ژبه پرافغانانو باندي ګرانه او احترام ورته لري او تر نن ورځي پوري افغانانو نوموړې ژبه دخپلي تاريخي او مقدسي ژبي په حيث پيژني او حتا پر خپلو اولادونو با ندي هم اوستا نوم ايږدي. اودهغه وخت نور دفهم وړ افتخارات يادوي اوتر اوسه دخلکو مينه هم ورسره ده،زموږ دتاريخ يوه غټه برخه اوستاي مدنيت جوړوي.زما دخپلي څيړني له مخي اوستاي ژبه وپښتو ته تر نورو ژبو ډيره نژدې ژبه ده . نور بيا ... (نوموړې رساله دوام لري).
راتلونکي برخي :
داوستا يي ژبي اړيکي دپښتوسره
داريائيانو راتګ ومځنۍ آسيا او افغانستان ته
دافغانانو يا پښتنو ټاټوبي او مدنيتونه تر ميلاد نه وړاندي او وروسته تر ميلاد په سيمه کې .
دسيند او بين االنهرين سره دافغانانويا پښتنو اړيکي .
هغه تيروتلي نظرونه چي پښتانه په سامي قوم پوري تړي .
نتيجه

اساسي برخه: تاریخ څه وایی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1781

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1731

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1990

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2556

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6776

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…