د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د اورنگ زيب د مرگ نه وروسته

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_123penn.jpg

د اورنگ زيب د مرگ نه وروسته

د هند د گورگاني  امپراتورۍ حالات

( ١٧٠٧م – ١٨٥٧ م )

( ١١١٩ هـ ق – ١٢٧٥ هـ ق )

په ١٧٠٧م کال  د اورنگ زيب د مرگ نه وروسته د هند گورگاني  امپراتورى د زوال او نابودى په لور روانه شوه. د اورنگ زيب اولادونه او دهغه لمسيان او نورو د ١٧٠٧م کال نه تر ١٨٥٧م کاله پورى چې نژدى يو سلو پنځوس کاله کيږى د هند په لويو ښارونو پاچاهى وکړه . په دې وخت کې په غرنيو او لرې سيمو کې د گورگاني  امپراتورۍ مخالفين او نورو تيري کوونکو حکمر وايي درلودلې . په نوموړې موده کې په هند باندې ډيرې پوځي حملې تر سره شوى ، چې لومړى حمله په ١٧٣٨م کال کې د نادر افشار لخوا وشوه . بيا د ١٧٤٨م کال نه تر ١٧٦١م کال پورې احمد شاه بابا په هندوستان باندې حملې وکړې ، چې په دې حملو کې هم گورگانيانو ته او هم د هندوستان عامو خلکو ته ځاني اومالي تاوانونه ورسيدل . همدارنگه په دې اوږده موده کې ډيره بې نظمي او انار شي پيدا شوه او د همدې حالت نه په استفا دې سره په دى سيمه کې فرانسويانو ، انگريزانو ، پرتگاليانو او ځينو نورو اروپايي هيوادونو هم بريدونه وکړل ، چې په پاى کې د هند ځينې نور قوتونه لکه مرهټيان ، سکانو او نور هم د واک د اخستلو پر سر د گورگانيانو سره او د احمد شاه بابا له پوځونو سره جگړې وکړې . د همدې جنگونو ، جگړو او تيريو څخه وروسته گورگاني امپراتوري په واقعي توگه ختم او د زوال خواته روانه شوه .

د اورنگ زيب د مرگه نه وروسته د گورگاني امپراتورۍ تر زواله پورې د اورنگ زيب اولادونه او لمسيان او د دوى د کورنۍ نور غړي لکه اعظم شاه ، محمد معظم يا شاه عالم ( بهادر شاه ) ، معزالدين جهاندار شاه ، فرخ سير ، محمد شمس الدين ، نيکو سير ، رفيع الدوله ( شاه جهان ثاني ) ناصر الدين محمد شاه ، عالمگير ثاني ، شاه عالم ثاني ، معين الدين اکبر شاه ثاني او محمد سراج الدين اوابوالظفر بهادر شاه او نورو هريو پخپل نوبت سره لنډ مهاله حکومتونه درلودل . همدارنگه په دې موده کې نادر شاه افشار او احمد شاه دراني هم په هندوستان کې لنډ مهالي حکومتونه درلودل . په دې فصل کې د دغو پاچاهانو د حکومتونو په اړه  په جلا جلا توگه معلومات وړاندى کيږى .

داهم د يادونې وړده ، چې د هندوستان د تاريخ ددې دورې په اړه په پښتو ژبه کې تر اوسه پورې دغسې منظمه څيړنه او ليکنه نه  ده تر سره شوې . زما په نظر دا لومړنۍ مفصله او منظمه علمي  څيړنه او ليکنه ده  چې ددې تاريخي دورې په اړه وړاندى کيږي .

په لاندى ډول په ترتيب سره د نوموړو پاچاهانو د کارنامو ، جنگونو او نورو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کيږي . همدارنگه د نورو بهرنيو تيري کوونکو په اړه هم ، چې په دې دوره کې يې پر هندوستان باندى تيرى کړى دى معلومات وړاندې کيږي .

 
 

١- د محمد اعظم شاه حکومت او د هغه

ناکامي او دلومړي شاه عالم پاچاهي

( ١٧٠٧ م – ١٧١٢ م )

(١١١٩ هـ ق – ١١٢٤ هـ ق )

          اورنگ زيب د خپلې واکمنۍ په پاى کې  امپراتوري په خپلو دريو زامنو محمد معظم ، محمد اعظم او کام بخش باندې وويشله تر څو د دوى په مينځ کې بې اتفاقي او کورني جنگونه پيښ نشي . محمد معظم د اورنگ زيب مشر زوى د ډهلي او د هند د شمالي سيمو د حکمران په توگه وټاکل شو . محمد اعظم د هغه دوهم زوى دا گرې د حکمران په توگه  او کام بخش د هغه کوچنى زوى د هند د جنوبي برخو د حکمران په توگه وټاکل شو .

          په ١٧٠٧ م کال  د او رنگ زيب د مرگ نه وروسته محمد اعظم دا و رنگ زيب زوى ، چې د خپل پلار د پاچاهي په وخت کې د اگرې د حکمران په توگه ټاکل شوى و ، پخپلې دغې حکمرانۍ  قناعت ونکړ او د خپلو وروڼو سره د جگړې لپاره د ډهلي خواته روان شو  . د اگرې په شمال دواړه وروڼه يعنى محمداعظم ووژل شو او محمد معظم د شاه عالم يا بهادر شاه په نوم پاچا شو .

         د محمد معظم او محمد اعظم د جنگونو او د هغه د نتايجو په اړه ث، ف دولافوز پخپل کتاب کې داسې يادونه  کړې ده : (( . . . ولى اعظم با اين ترتيب تن درنداد وبراى جنگ با برادران خود بر سر سلطنت بطرف دهلى حرکت کرد . اين دو برادر در شمال اگره بهم تلاقى نمودندو اعظم شکست يافته بقتل رسيد ليکن بايد دانست که افتخار اين فتح بيشتر مخصوص به ذوالفقار خان سردار نامى او رنگ زيب بوده  به معظم و بعد از اين فتح يعنى   در سال ١٧٠٧ م معظم تحت عنوان بهادر شاه بر تخت جلوس نمود . او ملايم و شفيق و علاقمند به صلح و سلم بوده است ، ولى هنوز تازه بر تخت نشسته بود که برادر ديگرش جان بخش علم مخالفت بر افراشت وخو د را در دکن پادشاه مستقل اعلان نمود . اين شهزاده در يک جنگ منظمى شکست خورده و جراحت سختى برداشت و دستگير گرديد ( ١٢٤) .

          بهادر شاه يو سوله خوښوونکى پادشاه و ، غوښتل يې چې د هغه قومي او مذهبي غورځنگونو په مقابل کې چې د او رنگ زيب په زمانه کې اوج ته رسيدلي و سره دسولى او تفاهم لاره غوره کړي . هغه غوښتل چې په دې کار سره گورگاني امپراتوري ، چې د بحران او نابودۍ خواته روانه وه ، دا بحران پاى ته ورسوي ، مگر د بهادر شاه دغه اقدامات په دې وخت کې دومره گټور نه وو، ځکه چې د گورگاني کورنۍ او نورو هندي او غير هندي قومونو تر مينځ  تضاد او تشدد هغه مرحلې ته رسيدلى و، چې د سولې او تفاهم ځاى پکې پاتې نه و . مگر سره له دې هغه ددې هلې ځلې په پاى کې و توانيد، چې  د مرهاټا سره موافقې ته ورسيږي مگر د سيکانو سره کومې موافقې ته ونه رسيد او د هغوى سره يې سخت جنگونه وکړل . د بهادر شاه او د هغه د مخالفينو په مينځ کې ددغې سولې ، تفاهم او جنگونو په اړه دولافوز داسې يادونه کړې : بهادر شاه بعد از استقرار صلح و آرامش بلا فاصله توجه خود را بجلب رعاياى هند  معطوف داشته و همت گماشت که بين خود با آنها موافقت و يگانگى بر قرار سازد ، ليکن سياست او رنگ زيب بقدرى آنها را رنجيده خاطر و مايوس ساخته بود که هيچ  موافقت نشان نميدادند و لذا توانست امپراتور جديد در اين مقصود خويش پيشرفتى حاصل کند .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ١٢٤ )- ث ، ف ، دولافوز _ تاريخ هند - مترجم : سيد محمد تقى فخر داعى گيلانى،  ١٣١٦ هـ ش _ ( ١٩٤ مخ ) .

          اما او با عقل و فراستى که داشت از خطاياى پدرش حسن استفاده نموده در اين صد د برنيامد که بر آن ها عمال جبر و نفوذ کند و ديگر دانست که زد و خورد با مرهاتا عبث و بيفايده است ، لذا ادعاى ليدر آنها ساهو نوه سيواجى را بر سميت شناخته حتى قرار شد در قسمت د کن ربعيه ( چهاريک ) بعنوان ماليات بگيرد . او با راجپوت هانيز از در صلح داخل شده و قرار دادى با آنها بست که در حقيقت به رسميت شناختن استقلال آن  ها بوده است . البته با سيک ها  اين  موافقت را نشان نداد زيرا ايشان بر اثر تعقيبات و فشار هاى سخت او رنگ زيب با هم متحد شده يک فرقه جنگوجوى و خطر ناک و مسالمت ناپذيرى تشکيل يافته بود . آن ها به مشرق پنجاب حمله برده و آن مناطق را تصرف کرده و هم خود را بر اين قرار داده بودند که از مسلمان ها بطور عموم انتقام بکشند و لذا تحت لواى پيشواى خود بندا نام بو ضع مهيب و هولنا کى شروع به گرفتن قصاص از مسلمان ها نمودند . ملا ها را شکنجه و عذاب ميکردند . مساجد را طعمۀ حريق ساخته و تمام مردم اهل قراء و قبصات را از دم شمير ميکشيدند.

          بهادر شاه با همه ملائمت و نرمى و سلامتى نفس در موقع خودش هم مردى با حرارت و خون گرم بود و لذا در سال ١٧١٠ شخصاً براى سر کوبى آنها حرکت نمود و آنها را باکشتار خيلى زيات شکست داده تا اينحد که مجبور شدند به کوهستان ها پنا هنده شوند ، ليکن بندا پيشواى آن ها موفق بفرار شده و سيک ها بعد از اين مانند مهاراتا با سرع وقت قواى پراگنده خود را دوباره جمع و تجديد حيات نموده يکبار ديگر بناى حمله و اذيت و ازار را گذاشتند ( ١٢٥ ) .

          محمد اعظم شاه يا شاه عالم چې د بهادر شاه په نوم په ١٧٠٧ م کال کې د ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    ( ١٢٥)- ث ، ف ، دولافوز _ تاريخ هند _  مترجم : سيد محمد تقى فخر داعى گيلانى ١٣١٦ هـ ش _ ( ١٩٤ مخ ) . 

اورنگ زيب د مرگ نه وروسته پاچا شو ، د پنځو کالو پاچاهي نه وروسته په ١٧١٢م کال کې وفات شو . دې گورگاني پاچا پخپل پنځه کلنه واکمنۍ کې ډيرې هلې ځلې وکړې ، چې گورگاني واکمني د بحران څخه وژغوري . مگر کومې مثبتې نتيجې ته ونه رسيد او دا  ورځ په ورځ د زياتيدو په حال کې و . د بهادر شاه د پاچاهي د پاى ته رسيدو په اړه دولافوز ليکى ! اين امپراتور در سن پيرى بود که برتخت جلوس نموده و حال سنش بالغ بر ٧٠ سال ميباشد و اين هم از بدبختى اين امپراتور بوده است که عمرش بپايان رسيده و زود در گذشت  زيرا که او  هرچند نميتوانست امور پريشا ن وضع آشفته اين امپراتورى را اصلاح کرده بحال سابق برگرداند اگر يک چند سال زنده ميماند ميتوانست با سياست صلح جويانه و رويه مسمالمت آميز و نيز بواسطه قوه تحمل و شکيبائى که در وجود او بود لا اقل آنرا از انحلال حفظ کند . جنگ باسيک ها آخرين قدم برجسته او بوده است و بالاخره در سال ١٧١٢ م در لاهور بر اثر متاعت و معائب زياد مريض شده درگذشت ( ١٢٦ ) .

          په ١٧١٢ م کې د بهادر شاه د وفات څخه وروسته بيا د محمد شاه تر پاچاهۍ پورې يعنې تر ١٧١٩م کاله پورې، چې نژدې اوه کاله کيږي په هند کې گورگاني پاچاهانو لکه معزالدين جهاندار شاه . فرخ سير ، محمد شمس الدين ، نيکو سير او رفيع الدوله يا شاه جهان ثانى پاچاهۍ کړي دي . ددغو گورگاني پاچاهانو پاچاهۍ لڼد مهاله وې . ددې دورې په اړه دومره منابع او ماخذونه نشته او تر اوسه پورې ددې لڼدې دورې منظم تاريخ هم نه دى ليکل شوى . زه کوښښ کوم چې څه منابع په لاس کې لرم ددې منابعو په استناد دغه لنډ مهاله دوره روښانه کړم او د هر يو د پاچاهۍ په اړه  معلومات وړاندى کړم . دغه لنډه تاريخي دوره د معزالدين جهاندار شاه په پاچاهۍ باندى پيل کيږي :

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    ( ١٢٦) – پورتنى اثر – ( ١٩٦ مخ ) .

٢ – د معز الدين جهاندار شاه حکومت

( ١٧١٢ – ١٧١٣م )

(١١٢٤ هـ ق – ١١٢٥ هـ ق )

          د شاه عالم ( بهادر شاه ) د مرگ نه وروسته د هغه زامن د پاچاهۍ پر سر په جنگونو سره اخته شول . ددې جنگونو په پاى کې معزالدين په نورو وروڼو برى وموند او پاچا شو . د معزالدين پاچاهۍ دومره دوام ونکړ او يو کال  وروسته پاى ته ورسيده . د معزالدين جهاندار شاه د پاچاهۍ په اړه په تاريخ هندوستان کې داسى يادونه شوې ده :

          د شاه عالم پادشاه د وفات نه يوه هفته پس دده د څلورو ځامنو په مينځ کې د سلطنت په تقسيم جگړه شروع شوه . ډير خلک پکې مړه او ژوبل شو . پخپله شهزادگان هم په جنگ کې شريک وو ، خو آخر دا چې معزالدين کامياب شو ، او د محرم په شلمه سنه ١١٢٣ هـ ق کې د دوه پنځوس کلنۍ په عمر پر تخت کښيناست ، او خپل خطاب يې جهاندار شاه مقرر کړ . دده په زمانه کې فسق و فجور زور شو . د ډمانو د قوالانو هر طرف ته چړ چه وه . آصف الدوله اسد ځان وکيل سلطنت او دده ځوى ذوالفقار خان وزير حکومت شو . بادشاه د وزير په لاس کې يوه گوډۍ وه . ولې بيا هم که بادشاه دده په راى عمل کولى ، نو مصيبتونو کې به نه گرفتار کيده . ده يوه بازارى ډمه واخسته ، امتياز محل ددې خطاب شه ټول ډمان په اعلى عهدو مقرر شو . دده په نسبت داسې قصې مشهورې دي چې په ليکلو يې مونږ شرميږو ( ١٢٧ ) .

          د معزالدين جهاندار شاه پاچاهي يو کال وروسته يعنې په ١٧١٣م کال ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ١٢٧ ) – زيب سر – تاريخ هندوستان –لاهور – ( ٧٥٧ مخ ) .

 پاى ته ورسيده . د هغه پرضد د بهادر شاه لمسي چې فرخ سيرنو ميده د نورو حاکمانو په ملاتړ پاڅون وکړ ، ددې پاڅون په نتيجه کې ووژل شو او فرخ سير پاچا شو . د جهاندار شاه د فعاليتونو او کارونو او دهغه پرضد د فرخ سير او نورو حاکمانو د پاڅون او نتايجو په اړه دولافوز داسې ليکلي دي :

. . . . او خود را ملقب به جهاندار شاه نموده بعد از جلوس بر تخت تمام خويشان امپراتور اخير را که ميتوانست بر آنها دست بيابد با کمال بيرحمى بقتل رسانيد . ليکن اينمرد بقدريکه ظالم و جورپيشه بود همانقدر هم ضعيف و عاجز بوده است . ذوالفقار هر چند يک سرباز قابلى بود اما در انتظام و اداره امور بکلى نالايق بوده و بدينجهت فساد اخلاق و ارتشاه و اختلاس و ظلم وجور درسرتاسر مملکت بطورى اشاعت يافت که نظير آن تا آن وقت ديده نشده بود ، چنانکه داود خان يکنفر سردار افغانى به نايب السلطنگى دکن  تعين و با و اجازه داده شد هر گونه کار هاى بدونا شايست و عمال زشت قبيحى را مرتکب گردد ، اين سوء اداره و اختلال و بى نظمى بعد از يکسال سيد حسين على حاکم بهار و سيد عبدالله حاکم الله آباد را وادار ساخت که از جانب فرخ سير نواسه بهادر شاه که در موقع قتل عام خويشان خود فرار کرده بود بر عليه جهاندار شاه قيام کرده و هر دو برادر بطرف پايتخت حرکت کردند و جهاندار شاه و ذوالفقار خان هر دو باستقبال آنها شتافتند و در سال ١٧١٣م جنگى بين آنها در ((اگره )) بوقوع پيوست ، در اين جنگ سادات فتح کامل نموده جهاندار شاه و ذوالفقار هر دو دستگير شده و بقتل رسيدند و فرخ سير فوراً بر تخت نشست ( ١٢٨) .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
   ( ١٢٨ ) – ث – ف . دولافوز – تاريخ هند – مترجم : سيد محمد تقى داعى گيلانى – چاپخانه مجلس – ١٣١٦هـ ش – ( ١٩٨ مخ ) .

          د پورتنيو معلوماتو څخه په واضح ډول څرگنديږي، چې د معزالدين جهاندار شاه د حکومت دوره ولې لنډ مهاله وه ، دغه لنډه دوره له يوې خوا د دوى په کورنۍ جنگونو کې تير شوه او له بلې خوا فسق او فساد په دې دوره کې خپل اوج ته ورسيد . د همدغه کورني جنگونو او فسادونو له امله دغه دوره ژر پاى ته ورسيده او گورگاني واکمني نوره هم د زوال خواته نژدې شوه .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

٣ – د فرخ سير حکومت

( ١٧١٣م – ١٧١٨ م )

( ١١٢٥ هـ ق – ١١٣١ هـ ق )

          فرخ سير د عظيم الشان زوى او د بهادر شاه لمسى دى . په هغه جنگ کې ، چې په ١٧١٣م کال کې د فرخ سير او جهاندار شاه په مينځ کې وشو په نتيجه کې جهاندار شاه او د هغه پلويانو ماتې وخوړله او فرخ سير په همدې کال کې پاچا شو . د فرخ سير او جهاندار شاه د مخالفتونو او جنگونو او دهغه د نتايجو په اړه په تاريخ هندوستان کې داسې يادونه شوې ده :

          شاهزاده عظيم الشان چې د بنگال نه راته نو ده خپل زوى فرخ سير بنگال کې خپل نائب پريښودى و ، هر کله چې جهاندار شاه پاچا شو ، نو ده د فرخ سير د گرفتارۍ حکم جاري کړ ، فرخ سير سيد حسين علي دبهار صوبه دار او دهغه ورور سيد عبدالله د الله آباد  حاکم په ډير منت د ځان دوستان کړل ، او دوى دواړو وروڼو سيد حسين على خان اوسيد عبدالله خان په قران او په قسم د فرخ سير د امداد وعده وکړه .

          جهاندار شاه خبر شو چې سيدانو د فرخ سير سره ډله پره وکړه ، نو دى د لاهور نه راغى او په فرخ سير پسې يې وليږه . جنگونه وشو ، خو آخر فرخ سير فتحه ومونده او دى د خپلو ملگرو سره شاجهان آباد (ډهلي) په طرف را روان شو ، دده سره کل فوځ ديرش زره و ، اول کې خو د خرڅ ورته تکليف و ، ولې بيا په وروستىو کې دده سره پوره دولت جمع شو .

          جهاندار شاه دده د مقابلې لپاره مشر زوى عزيزالدين د پنځوس زره فوځ سره مقرر کړ . دواړه طرف نه په جنگ کې ډير خلک مړه شول ، جهاندار شاه وتښتيده او دده لښکر شکست ومونده – آخر دا چې جهاندار شاه هم قيد شو ( ١٢٩) .

ـ
    ( ١٢٩ ) –زيب سر – تاريخ هندوستان – لاهور ( ٧٥٨ مخ ) .

          فرخ سير د ١٧١٣ م کال نه تر ١٧١٨م کاله پورې، چې نژدې پنځه کاله کيږي حکومت وکړ ، مگر هغه په دى موده کې د مملکت په کارونو کې د صلاحيت او واک خاوندنه و او ټول اختيارات او کارونه د سيدانو په لاس  تر سره کيدل ، فرخ سير په دې موده کې د سمبول په توگه د پاچاهي پر تخت ناست و . سره له دې چې سيدانو ډير واک او صلاحيتونه درلودل ، سيدانو په هغه قناعت ونکړ او دې پسې يې ملا وتړله چې د پاچانه ټول واک او اختيار په لاس کې واخلى ، نو د دغه ټولو صلاحيتونو د لاسته راوړلو پرسر د فرخ سير او سيدانو په مينځ کې اختلافات پيدا شو ، چې په پاى کې سيدانو په فرخ سير باندى برى ومونده . ددى واقعاتو شرح په تاريخ هندوستان کې په دى ډول  شوې ده : د دکن نه به خبرونه رارسيدل ، چې امير الامراء پخپله رضا کار کوي . بادشاهي منصبدارانو او حاکمانو له هيڅ دخل په کار کې نه ورکوي . ورځ ترورځه دده اقتدار زياتيږي . په دې وجه د بادشاه خفگان به د وزير نه ورځ په ورځ زياتيده . بادشاه خو په عيش او عشرت کې پروت و . هر طرف ته پريشاني وه . دغسې نور واقعات هم د بادشاه د ناخوښئ پيدا شو .

          پدغه ورځو کې محمد مراد بخش يو کشميرى ډهلي ته راغى . د بادشاه مور کشميرۍ وه . په دې وجه دده رسائي بادشاه ته وشوه . ده بادشاه له دا صلاح ورکړه ، چې زما په تدبير عمل وشي ، نو د سيدانو غور داري به پوره وکړم . دده په صلاح اجيست سنگه، سر بلند خان او قليج خان د علاقو نه را طلب شو ، او د سيدانو پرخلاف جرگې شروع شوې . قطب الملک او امير الامراء د هرې جرگې نه خبريدل . قطب الملک اميرالامراء د دکن نه را او غوښته دى د شل زره فوځ سره را روان شو . د لارې په قلاگانو کې يې خپل حاکمان او افسران مقرر کړل . ځاى په ځاى قومي  سرداران هم سره د لښکره دده سره ملگري شو . په زرگونو مرهټه سپاهيان هم ورسره وو . د ډهلي په بازارونو او کوڅو کې د امير الامراء او قطب الملک نوکران کامياب ودريدل .

          نظام الملک او خاندوران او داسې نور زاړه افسران چې دراساً معزول شوي وو ، غلي په کورونو کې کښيناستل . سيدانو بادشاه ته پيغام راوليږه، چې په قلا زمونږ د خل وى او کاروبار د حکومت مونږ ته حواله شي . نو مونږ به په اخلاص نوکري کوو . ساده لوح بادشاه او غوليده او پخپل لاس يې قلا سيدانو ته حواله کړه . دوى د هر ځاى استحکام وکړ . آخر دا چې فرخ سير يې په محل کې گرفتار په سترگو ړوند جيل خانه کې وغور زاوو . غرض دا چې سيدانو يو بادشاه قيد کړ . اوس به بل گوري ( ١٣٠ ) .

          د پورتنيو معلوماتو نه څرگنديږي ،چې په دې وخت کې گورگاني  امپراتوري او گورگاني واکمني تش په نامه وه او د ملک په مختلفو ځايونو کې مختلف قوتونه حاکم وو . په دې وخت کې نه يوازې داخلي قوتونه بلکه خارجي قوتونه او خـــــارجي هـــــــيوادونه د خپــــــــــلو استعماري اهدافو دسرته رسولو لپاره د هندوستان او دسيمې په چارو کې خپلې مداخلې چټکې کړې وې ، او د ملک په ډيرو ځايونو کې يې خپل تسلط ټينگ کړى و . په دې وخت کې د ټولونه د انگريزانو حاکميت ورځ په ورځ د زياتيدو په حال کې و .

 

 

 

 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
   ( ١٣٠) –زيب سر – تاريخ هندوستان –لاهور ( ٧٥٨ مخ ) .

٤ – د محمد شمس الدين ابوالبرکات

رفيع الدرجات پاچاهى

( ربيع الثانى ١١٣١ هـ ق – رجب المرجب ١١٣١ هـ ق )

( فبروري١٧١٩م – مى ١٧١٩م )

          د فرخ سير د بندي کيدونه وروسته د ١٧١٩م کال د فبروري په مياشت کې محمد شمس الدين د سيدانو لخوا د پاچاهي پر تخت کښيناست . په دې وخت کې د ملک ټول واک او اختيارات د سيدانو په لاس کې وو ، او گورگاني پاچاهان تش په نامه پاچاهان وو . محمد شمس الدين نژدې درې مياشتې پاچاهي وکړه د هغه د پاچاهي په اړه په تاريخ هندوستان کې داسې يادونه شوې ده : . . . . . سيدانو له خو داسې شاهزاده پکار وو ، چې په هيڅ نه پوهيږي او د دوى د لاسه يو سړى وي . دوى په اول ربيع الثانى سنه ١١٣١ هـ ق – ١٧١٩م کـې شمس الدين ابوالبرکات دبهادر شاه لمسى دشلو کالو په عمر په تخت کښيناوه.دى د سل په مرض  ناروغه په جيل کې پروت و . د شورش په وجه دى خو حمام ته لاړ نشو ، نه يې جامې بدلې  کړې . نو پدغو زړو جامو کې په تخت کښيناسته . د قلارۍ او د امان د خوشحالئ نغارې وغږيدلې . قطب الملک او امير الامراء سره د خپلو دوستانو مبارکي او سلامي وکړه ، په قلا کې دننه او بهر د محل په دروازه غرض دا چې په هر ضروري او مهم ځاى باندې يې خپل معتمدان مقرر کړل .

          دا جيت سنگ په صلاح د جزيې د معافي اعلان وشو . د فرخ سير د دوستانو مالونه او جايدادونه ضبط شول . نظام الملک ته د مالوه صوبه داري او سربلند خان ته د کابل حکومت ورکړى شو . رفيع الدرجات بادشاه په سل مرض ناجوړه و . دده کمزورتيا ورځ تر ورځه زياتيده . علاج هيڅ فايده نه کوله . دى تنگ شو او سيدانو ته يې وويل که تاسو زما په ژوندانه زما مشر ورور بادشاه کړئ ، او د هغه خطبه او سکه جاري کړئ ، نو زه به ډير خوشحاله شم . سيدانو دده خبره ومنله . د رفيع الدوله د تخت نشينسي په دريمه ورځ رفيع الدرجات وفات شو . درې مياشتې لس ورځې دى تش په نامه پاچا و ( ١٣١ ) .

          دشمس الدين رفيع الدرجات پاچاهي د ټولونه لنډ مهاله وه ، په دې لنډه دوره کې يو بل پاچا هم اعلان شو چې کومې نتيجې ته ونه رسيد ، دا د نيکو سير په نوم و ، چې وروسته يې يادونه کيږي . زما په نظر د گورگاني امپراتورئ د ټولونه ډيره کمزورې دوره همدغه دوره ده ، چې په دې وخت کې د گورگاني پاچاها نو د نوم نه نوروقوتونو د خپل ځان د گټې او د خپل ځان د حاکميت لپاره گټه اخستله او د دوى پاچاهي تش په نامه وه  .

          ٥ – د نيکو سير پاچاهي : - د فرخ سير د مرگ نه وروسته د اورنگ زيب لمسى او د محمد اکبر زوى نيکو سير د ځينو افسرانو لخوا د پاچا په حيث ونومول شو ، مگر د کورنىو  جنگونو او جگړو له امله دده د پاچاهى نه چا ملاتړ ونکړ او ډير ژر دده پاچاهى پاى ته ورسيده او د هغه په ځاى رفيع الدوله د شاه جهان ثاني په نوم پاچا شو . د فرخ سير د تير ژوند ، کارونو او دهغه د پاچاهي په اړه په تاريخ هندوستان کې داسې يادونه شوې ده : د بادشاه د مرگ لا پنځلس ورځې پوره نه وې چې په اکبر آباد کې ځنو افسرانو د نيکو سير بادشاهي اعلان کړه . په ١٠٨٩ هـ ق کال کې شاهزاده محمد اکبر چې د خپل پلار عالمگير نه باغي شوى و . نو دغه ورځو کې عالمگير دده زوى نيکو سير د اکبر اباد په قلا کې قيد کړى و . دى د څلويښتو کالو راهيسى دلته پروت و . دى چې اميرانو پاچا کړ ، نو عزت خان ډهلي ته خبر اوليږه . د ډهلي نه سيدانو راجه بهيم او جوړامن جاټ د عزت خان امداد له وليږل . دنيکو سير سره کومو د صوبو اميرانو چې د امداد وعده کړى وه ، هغوى د کورنىو جنگونو نه وزگارنه وو – دده مدد له هيڅوک را نغلل ( ١٣٢ ) .  

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ١٣١ )–زيب سر – تاريخ هندوستان –لاهور ( ٧٥٨ مخ ) .

    ( ١٣٢ ) –زيب سر – تاريخ هندوستان –لاهور ( ٧٥٨ مخ ) .

 

٦ – د رفيع الدوله شاه جهان ثانى حکومت

( رجب المرجب ١١٣١ هـ ق – ذوالقعدة احرام ١١٣١ هـ ق )

( مى ١٧١٩ م – سپتمبر ١٧١٩م )

          رفيع الدوله شاه جهان ثاني د محمد شمس الدين ابوالبرکات رفيع الدرجات ورور و ،کله چې محمد شمس الدين د ژوند وروستئ شپې او ورځې سبا کولې ، خپل ورور رفيع الدوله يې د پاچا په حيث وټا کله  د رفيع الدوله د حکومت دوران هم لنډ مهاله و ، هغه د ١١٣١ هـ ق کال د رجب المرجب د مياشتې نه د همدې کال تر ذوالقعده الحرام د مياشتې پورې پاچاهي وکړه . د هغه د پاچاهي د پيل او پاى او مرگ په اړه په تاريخ هندوستان کې داسې يادونه شوې  ده : د رجب په دويمه ١١٣١هـ ق کال کې رفيع الدوله په تخت کښيناسته . د ى د خپل مرحوم ورور رفيع الدرجات نه يو نيم کال مشر و . دده د نوم صرف خطبه او سکه جاري وه- نور هيڅ قسم اختيار دده نه وو . د خوراک ، لباس ، د نمانځه د ښکار هر وخت کې به د قطب الملک  نو کرانې دده نه تاو وې.

          اميرا الامراء د اکبرآباد د قلا د محاصرې د پاره افسران وليږل او پخپله پسې د پنځه ويشت زره سوارو سره روان شو . افوا گانې وې، چې د نيکو سير په مدد ډير اميران را روان دي . خو صرف يو خبر رښتيا وو چې راجه جى سنگ دنيکو سير د امداد دپاره سره د لښکره را روان شوى وو  .

          ددې قسم خبرونو په وجه قطب الملک هم بادشاه د ځان سره کړ . او اکبر آباد ته را روان شو ، د اکبر آباد د قلا محاصره سخته شوه ، په قسمونو نقصانونه خلقو ته ورسيدل . قطب الملک په قلاره قلاره د راجه جى سنگ په انتظار کې را روان وو. جى سنگ ته چې معلومه شوه قطب الملک نه يې معافي او غوښته ، قلا کې چې د نيکو سير امداد له هيڅوک را نغلل ، نو دى هم محاصرى تنگ کړى و . جى سنگ  نه چې خبر شو ، نو دوى هم د سولى  پيام پورامن جاټ له را اوليږه . امان يې اوغوښته او قلا يې پورامن ته وسپارله . د نيکو سير د خاصو ملگرو پواسطه قيد شو .

          اميرالامراء د اکبر اباد د کروړنو روپو دولت قبضه کړ . قطب الملک له يې په ډير وخوارو صرف يوويشت لکه روپئ ورکړې . بادشاه شاه جهان ثانى د سل په مرض ناجوړه و ، مرض يې رو رو زياتيده آخر دا چې وفات شو . دى هم درې مياشتې څو ورځې تش په نامه پادشاه و ( ١٣٣ ) .

          د بهادر شاه د وفات څخه وروسته بيا د محمد شاه تر پاچاهي پورې يعنې د ١٧١٢م نه تر ١٧١٩ م کاله پورې چې نژدې اوه کاله کيږي ، په هند کې ددې اوه کلنى دورى په اړه په تاريخونو کې مفصل معلومات نه دې وړاندې شوي . په دې دوره کې پورتنيو گورگاني  پاچاهانو چې د پاچاهى شرح يې وړاندې شوه پاچاهي کړې ده . په نورو تاريخونو کې ددې دورې په اړه په ډيرولڼدو الفاظو  يادونه شوې ده ، مثلاً يو انگريزي مورخ جنرال سرپرسى سايکس پخپل کتاب (( تاريخ افغانستان )) کې ددې دورې په اړه داسې يادونه کړې ده : (( جانشينان بهادر شاه يک دوره سلطنت وحشت را که قابل ياد آورى نيست بوجود آوردند. آنها به سرعت يکى پى ديگر بعد از جانشينى از صحنه بدر آمدند )) در سال ١٧١٩م – ١١٣٢ هـ ق محمد شاه بر سرير تاج وتخت جلوس کرد که تا سال ١٧٤٨ م – ١١٦١ هـ ق بقدرت ماند ( ١٣٤ ) .

          د فرخ سير د مرگ نه وروسته چې محمد شمس الدين او رفيع الدوله ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ١٣٣ ) –زيب سر – تاريخ هندوستان –لاهور ( ٧٥٨ مخ ) .

    ( ١٣٤ ) –جنرال سرپرسى سايکس – مترجم : سرمحقق عبدالوهاب فنايى -تاريخ افغانستان – کابل – ١٣٨٢ هـ ش – ( ص ٣١٧ )  .

پاچاهي کړې ده ، د دوى د پاچاهي دورې هم لنډ مهاله  وې ، د دوى د پاچاهي په اړه دولافوز په پخپل کتاب کې داسى لنډه يادونه کړى ده : بعد از قتل فرخ سير سادات سلطانى را که بازيچه دست آنها بود روى کار آورده ولى او بعد از سه ماه سلطنت به مرض سل مرد و بعد از آن ديگرى را انتخاب نمودند ليکن او در ظرف يکسال مرد .  در اين ميانه اين امپراتورى بسرعت برق بطرف انحلال و انقراض ميرفت ( ١٣٥ ) .

          د پورتنيو يادونه څخه په واضح ډول څرگنديږي،چې د مورخينو په نزد دغه دورې چندان د اهميت وړ نه وې ، دغه پاچاهان تش په نامه د گورگاني  پاچاهانو په نامه ياديدل او اصلي واک او اختيار د نورو قوتونو او کسانو په لاس کې و . له دې امله چې  دغه پاچاهان د واک او اختيار خاوندان نه وو ، نو مورخينو د دوى په اړه لنډه يادونه کړې ده . مگر ما د خپلې وسې تر اندازې پورې په منظم او مفصل ډول ددې دورې د پاچاهانو يادونه وکړل .

 

 

 

 

 

 

 

 

ـ
    ( ١٣٥ ) – ث ، ف ، دولافوز –  تاريخ هند  - مترجم : سيد محمد تقى فخر داعى گيلانى . -چاپخانه مجلس – ١٣١٦ هـ ش – ( ص ٢٠٠ ) .

د ناصر الدين محمد شاه پاچاهي

( ١٧١٩ م – ١٧٤٨ م )

( ١١٣٢ هـ ق – ١١٦١ هـ ق )

          د محمد شاه د پاچاهي نه مخکې يعنې د ١٧١٢ م کال نه تر ١٧١٩ م کاله پورې، چې نژدې اوه کاله کيږي ، پنځه گورگاني  پاچاهانو پاچاهي وکړه ، په دې دوره کې ټول واک د سيد عبدالله خان او نورو سيدانو په لاس کې و او دغه گورگاني  پاچاهان تش په نامه په تخت ناست وو او په شرابو څښلو او نورو عياشيو کې يې وخت تيرولو ، کله چې د دوى دوره ختمه شوه . بيا هم سيد عبدالله خان او نورو سيدانو غوښتل ، چې يو بل گوډاگى گورگاني  پاچا پيدا کړي او په تخت يې کښينوي . په دې وخت کې سيدانو د جهان شاه زوى او د بهادر شاه لمسى چې محمد شاه نوميده او د اتلسوکالو ځوان هلک وو د پاچاهي په تخت کښيناوه ، اگر چې هغه دا پاچاهي نه غوښتله مگر دوى دخپل ځان د گټې لپاره د پاچاهي لپاره پخلا کړه . د محمد شاه دپاچا کيدو په اړه په تاريخ هندوستان کې داسې يادونه شوې ده : د رفيع الدوله د سلطنت نه چې درې مياشتې تيرې شوې . نو د مرگ آثار په دې باندې ظاهر شو. سيد عبدالله خان دده د ژوندانه نه طمعه قطعه شوه . نو غلام علي خان يې فتح پور ته په روشن اختر شهزاده ( محمد شاه ) پسې اوليږه . دى د جهان شاه زوى و د بهادر شاه لمسى و. اتلس کاله عمر خوبصورت نو جوان و . د سليم گډه په قلا کې قيدوو . نواب قديسه  بيگم دده مور هم ورسره دې قلا کې ديره وه ، دا ډيره هوښياره او قابله بيگــــــــم وه .  اميرانو روشن اختر له زيرى ورکړ ،چې د پاچاهى تخت درته تيار دى . نو د هغه مور يې ډير منت وکړ ، چې زما ديتيم زوى نه قلار شي ، زما يې سر  په کار دى  ولى اميرانو په قران قسم سره ددې تسلى وکړه .

          په ١٥ ذى قعده ( سپتمبر ) ١١٣١ هـ ق _ ١٧١٩ م کې دى په فتحپور کې په تخت کښيناست او ابوالفتح ناصر الدين محمد شاه يې خپل خطاب مقرر کړ.

          دا شهزاده د جيل نه خو را اووته ، ولې دسيدانو د قيد نه خلاص نشو . د دوى نوکران به هر وخت دده نه تاو وو . دى حيران وو ، چې څه د شطرنج بادشاه رانه جوړ شوى دى  د تخت نشيني نه لږې ورځې پس ده د سيدانو نه د ځان د آزاد ولو اراده ظاهر کړه ، او په کارونو کې يې خپله هوښيار تياظاهره کړه . مگر څو ورځې پس  شرابو دى داسې مست کړ، چې د پادشاهي دا تاج دده په سر د روند شو ، قدسيه بيگم ډيره محتاطه بيگم وه . دې به هر کار د سيدانو په رضا کاوه . پنځلس زره روپى ماهوار تنخوا  ددې مقرر وه . دسيدانو اقتدار مکمل شو . او د دوى چې څه خوښه وه هغه کيدله (١٣٦ ) .

          د محمد شاه د پاچاهي د پيل نه يعنې د ١٧١٩م – ١١٣٢ هـ ق کال نه تر ١٧٣٨ م – ١١٥١ هـ ق کاله پورې چې دغه دوره نژدې ١٩ کاله کيږي ، په دې وخت کې د محمد شاه د حکومت پرضد ډير شورشونه شوي دي چې ددغوشوروشونو په نتيجه کې دهند په مختلفو برخو کې مستقل محلي حکومتونه تشکيل شو  او گورگاني  امپراتوري نوره هم د زوال خواته نژدې شو . په دې برخه کې د نمونى په ډول د دغو محلي حکومتونو په اړه لڼد معلومات وړاندې کيږي . دغه مستقل حکومتونه يود (( اود )) په نامه د سعادت خان په مشرۍ جوړ شو ، چې ډيره موده يې دوام وکړ . بل حکومت په حيدرآباد کې د آصف جاه په مشرۍ تاسيس شو . د دغو دواړو حکومتونو په اړه (( دولافوز )) په تاريخ هند کې داسې يادونه کړى ده : (( سعادت خان درپادش خدمات خود ــــــــــ
      ( ١٣٦ ) – زيب سر – تاريخ هندوستان –لاهور – ( ٧٦٨ مخ ) .

در بر انداختن اساس فرمانروائى سادات بحکومت (( او د )) منصوب گرديد و او از ضعف حکومت مرکزى استفاده نموده تشکيل استقلال داد و حکومتش را تبديل بسلطنت نمود . براى استراد اين ايالت از دست رفته از طرف امپراتورى دهلى بعد ها هيچگونه اقدامى بعمل نيامده حتى راجع به حق او لويت يا سيادت و فرمانروائى نسبت به بادشاه آنجا اظهار ننمودند ، چنانچه تا مدت ١٣٠ سال پادشاهى انجا بانواب هائى بوده است که همه از نسل سعادت خان بوده اند .

          اصف جاه دوسال بعد از اين از وزير اعظمى استعفا داده بطرف دکن برگشت و در آن ناحيه او حيدر آباد را مرکز قرار داده و براى خود سلطنت مستقله اى در آنجا تشکيل داد  در مدت ده سال ديگرى که زنده بود تمام اوقاتش صرف تاسيس و تحکيم فرمانروائى خود و جلوگيرى از حملات مهارا تا ها گرديد . او هنگام وفات براى جانشينان خود که آنها هم مثل خودش ملقب به  (( نظام )) بودند يک دولت مهم قابل توجهى بارث گذاشت ( ١٣٧ ) .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    ( ١٣٧ ) -  ث - ف – دولافوز – تاريخ هندوستان– مترجم : سيد محمد تقى فخر داعى گيلانى –چاپخانه مجلس – ١٣١٦ هـ ش – ( ص ٢٠٢ ) .

په هند باندې د نادر شاه افشار حمله

( ١٣٣٨ م – ١١٥١ هـ ق )

          د محمد شاه د پاچاهي په نولسم کال کې نادرشاه افشار لومړى په هرات او کندهار او بيا په هند باندې حمله وکړه . په دې ځاى کې لازم بولم چې د نادر شاه افشار د ژوند او دهغه د پاچا کيدو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم او بيا وروسته د هغه د حملاتو په اړه ، چې په هند  کړې وې  معلومات  وړاندې    کړم .

          نادر شاه افشار د ايران صفوي دولت سره نژدې همکاري درلوده او دصفوي دولت وروستى پاچا طهاسب يې په قدرت ورسولو ، بيا وروسته د صفوي دولت او صفوي کورنى سره دده اختلافات پيل شو ، په نتيجه کې يې طهاسب او ټوله صفوي کورنۍ د پاچاهي څخه محروم کړى او د هغوى دوه سوه کلنه واکمني يې پاى ته ورسوله او ځان يې د ايران د پاچا په حيث اعلان کړ او د خپلې پاچاهي په لومړيو ورځو کې په نورو گاونډيو هيوادونو باندې يې په حملاتو پيل وکړ . د نادر شاه افشار د پاچا کيدو او تاج پوشۍ په اړه جنرال سرپرسى سايکس په تاريخ افغانستان کې داسې يادونه کړې ده : نادر بعد از اينکه باربار غلزائيان و ترک ها را شکست داد و آنها را از فارس بدر راند دستور صادر نمود که رسما امبله بزرگى داير شده و در دشت مغان که درآنجا شوارى ملى منعقد مى شد ويرا ديدار نمياند و تاج پادشاهى فارس را بر سر هر فردى که نزد امبله و شوراى ملى لازم برانز يک تميته شش نفرى و مورد اعتماد و از هوا خواهان او اعلان نمودند که نادر با شمير برانش دشمنان فارس را ورشکست نمود و صلح را اعاده کرده است ، ليکن از سبب پيکار هاى که براه انداخته خسته گرديد و محض آرزومند بازگشت به حصار قلات خود است . نمايندگان همزمان پاسخ دادند که ايشان آرزومند اند که نادر شاه شاه باشد ( زيرا او دار  السلطنه را از لوث دشمنان پاک نموده است ) بعد از اينکه چنين صحنه يى براى سه تا چهار روز متوالى تکرار شد ، نادر راضى شد که مقام شاهى را براى خود بپذيرد . بفر جام دريک هالى مجللى که بدين ترتيب شده بود افشار تاج شاهى کوروش ، نو شيروان و شاه عباس را بر سر نهاد ( ١٣٨ ) .

          په دې ترتيب سره نادر شاه افشار د ايران د پاچا په حيث اعلان شو . په پورتني ماءخذ کې د هغه د پاچا کيدو تاريخ نه دى څرگند شوى ، خو په نورو منابعو کې دهغه دتاچ پوشي نيټه ١٧٣٦م کال ښودل شوې ده . هغه د خپل حاکميت په لومړى او دوهم کال  په افغانستان کې په حملو او جنگونو باندې تير کړ ، چې دا برخه د افغانستان تاريخ پورې اړه لري . دوه کاله وروسته يعنې په ١٧٣٨م کال کې په داسې حال کې چې په هند کې ډير کمزورى او يو گوډاگى گورگاني  پاچا په تخت ناست و، حمله وکړه ، او په ډير لږ وخت کې د هند مرکز يعنى ډهلى يې ونيولو . د نادر شاه افشار د شخصيت او کارونو او همدارنگه د هغه د پاچاهى دنيټې په اړه د دولافوز په تاريخ هند کې داسې يادونه شوې ده :

          . . .  نادر شاه در آغاز حيات خود در خراسان بشغل شبانى ميپرداخته ولى چون در فنون حرب داهيه بود بالاخره مالک تخت و تاج شاهنشاهى ايران گرديد و در سال ١٧٣٦ در اصفهان تاج  شاهى بر سر نهاد . او در فتح و کشور ستانى داراى همت بلند و عزمى خستگى نا پذير بود چنانچه بعد از دو سال که در اينميانه به استيلا وغلبه بر افغان ميپرداخت . در سال ١٧٣٨م بيک بهانه بى اساسى به پنجاب حمله آور شده بطرف دهلى پيشرفت . نظام و سعادت خان باهم متحد شده با قواى خود براى جلوگيرى او حرکت نمودند و همانطورى که ـ
    ( ١٣٨) – تاريخ افغانستان – جنرال سرپرسى سايکس . مترجم : سرمحقق عبدالوهاب فنايى– کابل – ١٣٨٢ هـ ش – ( ص ٣٢٩ ) .

تا آنوقت معمول بوده که سکنه سرزمين هند در مقابل مهاجمين جسور شمالى نميتوانستند کارى از پيش ببرند حالا هم بعد از جنگ مختصرى هنديان ميدان را خالى گذاشته روبه فرار نهادند و ايرانيان پيشرفت خود را ادامه داه بدون هيچ تصادمى بطرف دهلى روانه شدند . محمد شاه امپراتور گورگاني  چون ديد بيش از اين مقاومت بى حاصل است لذاتسليم شده و نادر باسپاه خود وارد دهلى گرديد ( ١٣٩ ) .

          نادر افشار په ١٧٣٨م کال کې دهند په لور وخوځيد او په ١٧٣٩م کال کې د فبروري په ١٣ مه نيټه ډهلي ته داخل شو هغه ترڅو پورې چې ډهلى ته رسيده ، ډير جنگونه وکړل او ډير تلفات يې وليدل ، مگر کله چې ډهلى ته داخل شو ، هلته دومره پاتې نشو . نژدې دوه مياشتې هلته وو ، په دې موده کې په ډهلي کې چې څه قيمتى شيان موجود وو ، ټول يې د نادر شاه او دهغه د افرادو لخوا چور شول ، او د ډهلي ښار بى شميره خلک يې په ناحقه ووژل او گورگاني  پخوانى پاچا يعنې محمد شاه يې بيا په تخت کښينولو او بيرته يې د خراسان په لور حرکت وکړ . په هند باندې د نادر شاه افشار د حملې په اړه قاضى عطاء الله خان ((دپښتو تاريخ )) کې داسې يادونه کړې ده : نادر شاه چې د خيبر د غرونو نه وو تلو نو د گورگانيانو  پوځ له يې د پيښور په مقام کې شکست ورکړ و او په پيښور او لاهور باندې يې حمله وکړه. بيا د هغې نه پس د درياى ستليج نه پورې وتلو ، په ١٣ د فبرورى ١٧٣٩م کال کې د کرنال په مقام ده د گورگانيانو  پوځ له شکست ورکړو او بيا د ډهلى په ښار ورننو تلو  دهغه د رسيدونه يوه ورځ پس په ډهلي کې غلط خبر خور شو ، چې نادر شاه قتل شو . د ښار خلکو د هغو په سپاهيانو باندې تورې را کيښودې او ډير پوځ يې ورله ـــــــــــــ
( ١٣٩) – ث – ف ، دولافوز – مترجم : سيد محمد نقى فخر داعى گيلانى – تاريخ هند –چاپخانه مجلس – ١٣١٦ هـ ش – ( ص ٢٠٤ ) .

قتل کړو .نادر شاه ددې غلط خبر د ترديد دپاره ځان خلکو ته را ښکاره کړو مگر خلکو په هغه باندې حمله وکړه . پس ددى نه هغه د قتل عام حکم ورکړو . او تراتو ساعتو پورې په ډهلي کې د وينو لښتي وبهيدل . نادر شاه اته پنځوس ورځې په ډهلي کې پاتي شو او بى شماره خزانې ، جواهرات او سره زر ،چې د هغۍ قيمت درې نيم کروړه پونډونه تر اوو کروړو پورى و او مشهور (( تخت طاؤس )) چې د شاه جهان پاچا په حکم جوړ شوى و ځان سره واخيستو او خراسان طرف ته روان شو ( ١٤٠ ) .

          د پورتنيو معلوماتو څخه په واضح ډول څرگنديږي، چې د نادر شاه افشار مرام او مقصد  په هند کې حکومت کول نه و ، بلکه د غنايمو ، مالونو او قيمتي شيانو د لوټولو لپاره دغه سفرونه او يرغلونه پيل شوي وو ، کله چې مطلب يې حاصل شو زر بيرته خپل اصلې ځاى ته ستون شو .

  

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــ
    ( ١٤٠ ) – قاضى عطاء الله خان - د پښتنو تاريخ – لومړى ټوک –حربي پوهنتون – کابل ١٣٥٦ هـ ش –  ( ١١٢ مخ ) .

له هند څخه د نادر افشار له ستنيدو وروسته

په هند کې سياسي او اقتصادي وضع

          له ډهلي څخه د نادر شاه افشار له ستنيدو وروسته هلته سياسي او اقتصادي حالت د پخوانه ډير خراب شو، ځکه چې په ډهلي او نورو ځايونو کې عام وژنو د خلکو په کارونو او ژوند کې ډيره ناوړه اغيزه کړې وه . عامو خلکو هم ځاني او هم مالي زيانونه وليدل . ددې په څنگ کې د ډهلى او نورو ځايونو نه پيسى او قيمتي شيان لوټ شول . د حکومت خزانه هم تشه شوه چې ددې په نتيجه کې گورگاني  امپراتوري نوره هم د نابودۍ خواته نژدې شوه او په ملک کې ملوک الطوايفي حاکم شوه . په دې اړه ظفر کاکا خيل داسې لنډه يادونه کړى ده:نادر شاه په ډهلي کې اته پنځوس ورځې پاتې شو او بيا د ايران په نيت روان شو . د ډهلي سلطنت يې بيا محمد شاه ته او سپارلو . ولې د سلطنت د خزانو ئې ټول قيمتي جواهرات چې د کوه نور الماس او درياى نور الماس پکې هم شامل وو او د شاه جهان مشهور تخت طاوس يې د ځان سره واخستل او دغه شان يې په اقتصادي لحاظ سره هندوستان کمزورى کړ .

          نادر شاه چې د هندوستان د خزانې نه څومره قيمتي جواهرات او زر راوړي وو د هغې اندازه د درې نيمو او او وکر وړو پونډو په مينځ کې وه . د نادر شاه ددې حملې د گورگاني  سلطنت نه صرف په اقتصادي لحاظ سره ضعيف کړ، بلکه ددى نه پس د اقتدار د طاقت په لحاظ هم دا سلطنت هسې په نوم پاتې وو او په ټول ملک کې ملوک الطوايفي حاکم شوه ( ١٤١ ) .

          څرنگه چې مخکې وويل شو ، چې د هند څخه د نادر افشار له ستنيدو ـــــــــــــــ
     ( ١٤١ ) – ظفر کاکا خيل - سيد بهادر شاه  - پښتانه د تاريخ په رڼا کې – پيښور – ( ٨٥٧ مخ ) .

وروسته مرکزي حکومت ډير کمزورى شو او په هند کې ملک الطوايفي جوړه شوه . د همدې وضعې څخه په استفادې سره اروپائي استعماري هيوادونو هم په هند کې په لاسو هنو او تيريو باندې پيل وکړ . ددې دورې د دغو سياسي او اقتصادي بحرانو نو په اړه د سر څيړونکى مرستيال نصر الله زرمتي پخپله مقاله کې چې (( د احمد شاه بابا د پاچا کيدو په وخت کې د افغانستان او گاونډيو هيوادونو سياسي وضع )) تر عنوان لاندې ليکل شوې ده داسې يادونه کوي : په هند کې ددې وضعې په رامنځ ته کيدو سره يو بل خطرناک ځواک رامنځ ته شو ، چې د هند په اقتصادي ، سياسي او نورو برخو باندې يې پوره اغيزه کړې وه ، اروپائيان ( فرانسويان او انگريزان ) وو ، چې د سوداگرو په جامو کې هند ته را ننوتي وو . دوى غوښتل ، چې د هند ټول ملي ځواکونه د بې اتفاقۍ په زور سره تجزيه او وويشي . يو بل مهم ځواک چې د هند په گورگاني دربار او ولايتونو کې يې سياسي او نظامي نفوذ درلود ، افغانان وو ، د ډهلي په دربار کې نجيب الدوله يوسفزى ، چې يو پياوړى افسرو ، موجود و ، دکترا ، فرخ آباد او ملتان په ولايتونو ، يعنى رو هلکنډ کې على محمد خان او دهغه زوى سعد الله خان روهيله ، احمد خان بنگښ او قائم خان بنگښ او زاهد خان ابدال موجود وو ، چې دوى د ډيرو ځواکونو په درلودلو سره هلته دسياسي او نظامي قدرت خاوندان وو . همدا راز په هند باندې د نادر افشار د ١٧٣٨او ١٧٣٩م کلونو په ترڅ کې يرغلونه نه يوازې د گورگاني دولت په مرکز کې درز پيــدا او کمزورى  يې کړ ، بلکې ډهلي ته يې د ولايتي حکومتونو په وفا دارئ، هم تزلزل رامنځ ته کړ ، چې د ولايتي حکومتونو اداره به د تل لپاره د ځينو ټاکلو کورنيو په واک کې پاتې کيده او هغو واکمنانو به په ټولو چارو کې د خپلو شخصي گټو د خوندي ساتلو لپاره له بهرنيو ځواکونو سره په تماس کې کيدل ، حتى د امپراتور له دښمنانوسره به يې هم د مرکزي حکومت له خبرتيا نه پرته خبرې اترې کولې . د بيلگې په توگه د دکن او بنگال حکمرانانو له اروپائيانو يعنې د فرانسويانو او انگريزانو سره مذا کرې وکړې، چې دغې موضوع بيا د پنجاب  والي شاه فواز خان ته هم دا مفکوره ور پيدا کړه، چې د نادر افشار په مرسته د پنجاب منل شوى قانوني والي بهادر ذکريا خان ،چې له ١٧٢٦ ، ١٧٤٥ م پورې ددى ځاى والي و ، لرى کړي  . د همدې دلايلو له مخې په هند کې گډوډي موجوده وه ، چې نور له ختيځ څخه د هند د گورگاني امپراتوري له خوا په افغانستان باندې د تيري کولو خطر نه ليدل کيده (١٤٢ ) .

          زما په نظر په هند کې په گورگاني  امپراتورۍ کې سياسي او اقتصادي بحرانو نه په ١٧٠٧م کال کې د اورنگ زيب په مرگ سره پيل شوي او بيا د نادر افشار په حملاتو سره خپل اخري حد ته ورسيدل ، چې دا ټول د انگريزانو په گټه تمام شو . ددې موضوعاتو په اړه په (( تاريخ هند در قرون وسطى )) کې داسى يادونه شوى ده : پس از مرگ اورنگ زيب در سال ١٧٠٧ م امپراتورى وسيع به مناطق فيودالى جدا گانه تجزيه گرديده و زمامداران آنها با همديگر به دشمنى دوامدار پرداختند . انگليسها بآ استفاده از اين تجزيه و با خارج ساختن فرانسويها از هند در سال هاى ٦٠ قرن هژدهم ميلادى مستعمرات خود را در هند توسعه داده و بعداً آنرا به مستعمره خويش مبدل ساختند ( ١٤٣ ) .

 

 

 

 

 

ـ
    ( ١٤٢ ) _  د لوى احمد شاه بابا ياد – د محقق سيد محى الدين هاشمى په زيار – د سر څيړونکى مرستيال نصرالله زرمتى مقاله ( د احمد شاه بابا د پاچا کيدو په وخت د افغانستان او گاونډيو هيوادونو سياسى وضع ) – کابل ١٣٨٢ هـ ل – ( ٢٥٢ مخ ) .

    ( ١٤٣ ) – سيد احمد تولفون ، اسد الله حبيب ، سيد اعظم اخگر  . - تاريخ هند در قرون وسطى –وزارت تحصيلات عالى – ( ص ٨٢٩ ) .

په هند کې د احمد شه بابا واکمني

          په ١٧٤٧م – ١١٦٠ هـ ق – ١١٢٦ هـ ش کال کې نادر شاه افشار د ايرانيانو لخوا ووژل شو ، د نادر شاه افشار د پاچاهي په وخت کې احمد شاه بابا د افغاني لښکرو د قوماندان په حيث دنده سرته رسوله . د نادرشاه افشار د مرگ نه وروسته په ايران کې هغه سياسي نظم ،چې د صفويانو په وخت او همدارنگه د نادر شاه افشار د ژوند په مهال و، پاى ته ورسيد. په دې وخت کې د هند په گورگاني  امپراتوري کې هم سياسي حالات ښه نه وو ، د هند په مختلفو برخو کې محلي حکومتونه جوړ شوي وو او مرکزي گورگاني  حکومت تش په نامه د پاچاهي په تخت ناست و . نو دا وخت د افغانانو لپاره ښه مناسب فرصت و ،چې يو آزاد او مستقل افغانستان جوړ کړي او ځان د ايراني او گورگاني  واکدارانو نه خلاص کړي . د همدې کـــــار د سرته رسولو لپاره ټول افغانان حاضر وو ، او د همدغو افغانانو په ملاتړ سره احمد شاه بابا په کندهار کې د افغانستان د آزادۍ لپاره په خبرو او جرگو باندې پيل وکړ ، چې د همدغو خبرو او جرگو په نتيجه کې احمد شاه بابا د آزاد افغانستان د پاچاپه حيث اعلان شو . د کندهار د شير سرخ مزار د جرگې او په دې جرگه کې د احمد شاه بابا دپاچا کيدو په اړه ستر جنرال گلزرک ځدران (( د افغانستان تاريخ )) په کتاب کې داسې يادونه کړې ده : د ١١٢٦ هـ ش کال کې  دمشر د ټاکلو لپاره د شير سرخ بابا د مزار په سيمه کې جرگې پيل شوې . پر له پسې اته ورځې جرگې وشولې . د نهمې جرگې په ترڅ کې له يو لړ جلسونه وروسته ټولو گډون کوونکو د مشر ټاکلو واک يوه روحانى درويش صابر شاه کابلي ته ورکړ . صابر شاه کابلي، چې د اشخاصو په اړه د پيژندنې درک درلود په دې برسيره د تيرو جرگو کتندوى هم و . صابر شاه هم ورته ورکړ شوى واک او صلاحيت ديو مناسب پښتون په ټاکلو سره ښه په ځاى استعمال کړ ، کابلي صابر شاه د خپل تکل له مخې له اعلان څخه د مخه د جرگې ټول کشران او مشران ځان ته مخاطب کړل . د وينا له افتتاح څخه وروسته چې احمد خان سدوزى حاضرو خلکو ته د مشر په توگه وروپيژاند . د احمد خان سدوزي رښتيني صفات يې ورله واورول . کابلي صابر شاه کله چې د غونډې له شاملو کسانو څخه د احمد خان سدوزى د مشر کيدلو لپاره د منلتوب ډاډ تر لاسه کړ ، د ټولو موجود کسانو په گډون يې احمد خان تر  مشرۍ مبارکي وويله او ورته دعا وشوله . صابر شاه کابلي له يوه نږدې پټي څخه وږي را پرې کړل ، د احمد خان په پټکي کې يې وروټومبل . له هغې وروسته په داسې حال کې ، چې موجود و مشرانو او کشرانو ، ده ته د احمد شاه خطاب وکړ ورتر غاړه شول او بيعتونه يې ورسره وکړل . له همدې لحظې څخه وروسته ددى هيواد او ولس لپاره يو ځل بيا د تاريخ يو بل او نوى دور په جريان کې ولويده . ديوه خپلواک دولت لپاره تاداوونه ، چې د هوتکو په مشرۍ حاجى ميرويس خان پيل کړي وو ، د هماغه پيل په دوام راغونډ شويو پښتنو د لرو او برو ټولو وطنوالو ديوې گډې ورورۍ او خپلواکۍ د ټينگښت او د ملي پيژند گلوئ په مقصد د خپلواکۍ او خپلې واکمنۍ د يوه لوى کور په جوړولو پيل وکړ ، او دا هغه خپلواک او اسلامي هيواد شو ، کوم چې گرد افغانان همدغسې يوه کور ته سترگې په لار وو ( ١٤٤ ) .

          په دې ځاى کې زما بحث د احمد شاه بابا د پاچاهي او دهغه د ټولو فتوحاتو لاسته راوړنو په اړه نه دى، بلکه دلته زه غواړم چې د احمد شاه باباهغه فتوحات او جنگونه چې د گورگاني  امپراتورۍ په ضد شوي دي د هغو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم . څرنگه چې مخکې وويل شو احمد شاه بابا په ١٧٤٨

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
   ( ١٤٤ ) – ستر جنرال گلزرک ځدران - د افغانستان تاريخ – لومړى ټوک –د صباخپرو ندوى مرکز – پيښور- ( ٦٠ مخ ) .

م کال کې د خلکو دا ستاز يو لخوا د افغانستان د پاچا په حيث انتخاب شو . دې د خپلې پاچاهى په دوهم کال کې لومړى په افغانستان کې د گورگاني  واکمنانو پرضد په فتوحاتو پيل وکړ او بيايې  د افغانستان د سرحداتو نه د باندې يعنې په هند کې د گورگاني  امپراتورۍ پر ضد په فتوحاتو پيل وکړ . په هندوستان باندې يې د گورگاني  واکمنۍ پر ضد څو ځلې حملې وکړې ، چې دا ټول جنگونه او جگړې د گورگاني  واکمنانو پرضد وو نو له همدې امله د هرې حملې په اړه به په ځانگړي ډول لنډ معلومات او تبصرې وړاندې شي .

          د گورگانيانو  پر ضد د احمد شاه بابا لومړى حمله د هغه د پاچاهي په دوهم کال يعنې په ١٧٤٨م کال کــــــــــې  وشوه . په دې حمله کې احمد شاه بابا لومړى د افغانستان په خاوره کې گورگاني  واکمني پاى ته ورسوله او بيا يې د هندوستان لوري ته مخه وکړه او د ډهلي دراوزو ته يې ځان ورساوه . د گورگانيانو  پر ضد د احمد شاه بابا د لومړۍ حملې په اړه (( د کابل سلطنت بيان )) د کتاب ليکوال ((مونټ سټوارټ الفنسټن )) داسې يادونه کړې ده : احمد شاه بابا د ١٧٤٨م کال په پسرلي کې له کندهار نه له دولس زرو ميړو سره و خوځيد، چې هغه له درانيو ، بلوڅو او نورو څخه متشکل وو . هغه غلزي ډير زر ايل کړل او دراني حاکمان يې په هغه اساس پرې مقرر کړل ، چــې او س يې هــــم رعايت کيږي . د غزني هغه حاکم ، چې د نادرشاه له خوا مقرر شوى و د احمد شاه په رسيدو سره وتښتيد ، خو ناصر خان ، چې  د کابل او پيښور حاکم و د گورگانيانو په خوا ټينگ ودريد ، خو دى له کابله څخه له سر سري مقاومت نه وروسته وشړل شو او دى له ديخوا تر هغو د پيښور د پښتني قومونو له خوا تر فشار لاندې نيول شوى و ، او هغه وخت چې د احمد شاه ساتونکې نظامي ډله ورسيده او دى يې دې ته اړکړ چې له اباسين نه تير شي .

          احمد شاه په ډيرې چټکۍ سره له اباسين نه تير شو او هغه يې له اټک او چج نه هم وشاړه . احمد شاه تر هغه وروسته له فوځ سره د ډهلى په لور وړاندې لاړ او لښکر يې د پيښور په پښتنو سره ډير شو . د لاهور حاکم چې د هغه په دغه هوډخبرو . له ډيلى نه يې مرسته وغوښته خو احمد شاه هغه ته د ترتيباتو د نيولو وخت ورنه کړ ، په چټکۍ سره له پنجاب نه واوښت لاهور ته نږدې يې هندوستاني پوځونو ته ماتې ورکړه او دغه ښار ته په بري سره ننوت او د ډهلي په لور يې د تگ ترتيبات ونيول . په همدغه وخت کې د هندوستان امپراتور محمد شاه د خپل زوى او وزير قمر الدين په قوماندانۍ له احمد شاه دراني سره د مقابلې په غرض يو قوي لښکر واستاوه . دغه پوځ د ستليج سيند ته ورسيد و او دغسې ځايونه يې ونيول چې د سيند گودرونه يې تر کنترول لاندې راغلل . احمد شاه چې د دوى له دريځ نه خبروو سمد لاسه پرې د مخه شو او د سيند په يوه برسر کې له هغه تير شو او په داسې حال کې چې هندوستان يې شاته پرې ايښى و ، د سرهند په لور په بيړه مخکې لاړ ، پخوا له دې چې دښمن ته يې مرستې رسيدلې وى هغه يې ونيو .

          د هندوستان شاهزاده او وزير په احمد شاه باندې دبريدکولو په غرض سمدلاسه په سرهند مارش وکړ خو څنگه چې دوى په رسيدو سره بې زړه شوي وله خپل هوډنه واوښتل او دغه ښار ته نژدى يې يوځاى ونيو احمد شاه پرې بريد وکړ او د پرله پسې ډزوله امله چې څو ورځې دوام يې وکړ وزير قمر الدين ووژل شو او د گورگانيانو   لښکرو واقعي قومانداني د هغه زوى (( ميرمنو )) په غاړه ولويده ، هغه په دغسې مهارت سره جنگ ته دوام ورکړ ، چې درانيان مجبور شول لومړى دفاعي حالت غوره کړي او په پاى کې د شپې په بيړه په شاشي .

          له هغه زر وروسته هغه مهال چې د هندوستان لښکرې مخ په ډهلي روانې وې امپراتور محمد شاه ومړ او ورور يې ،چې په سر هند کې يې قومانداني په غاړه وه دهغه ځاى ونيو . ده صفدر جنگ د وزير په حيث وگوماره او ميرمنو يې د پنجاب په حکومت مقرر کړ، په داسې حال کې چې پخپله يې د مرکز په لور خپل مارش ته دوام ورکړ .

          همدا چې دغه خبر احمد شاه دراني ته ورسيد، هغه د خپل پوځ د په شاتللو امر وگرزاوه او پخپل معمولي گړنديتوب سره بيرته مخ په لاهور روان شو ، ميرمنو چې خپل ځان د دراني د پوځ په مقابل کــــــــې يوازې وليد احمد شاه دراني ته تسليم شو . له ډهلي نه ميرمنو ته د سمد لاسي مرستې هيله نه کيده . ميرمنو په دې راضي شو، چې د پنجاب حکومت د احمد شاه په نامه وچلوي او ددغې صوبې منظم عوايد هغه ته تاديه کړي .

          د پنجاب چارې ، چې په دغه ډول په پوره رضايت تنظيم شوې احمد شاه بيرته د کندهار په لور مارش وکړ او په لاره کې يې د ډيره غازي خان ، ډيره اسماعيل خان ، شکارپور او ملتان حکومتونه تنظيم کړل ، ممکن په همدغه وخت کې سهيلي پښتنو قومونو د احمد شاه واکمنۍ ته غاړه ايښي وي ( ١٤٥ ) .

          احمد شاه بابا د گورگاني  واکمنانو او مرهټيانو پرضد په هند باندې مسلسلې او دوامدارې جگړې وکړې ، چې د دغو دوامدارو جگړو په پاى کې هغه وکولاى شو، چې په ټول هند باندې خپل حاکميت ټينگ کړي . په هند کې د احمد شاه بابا د لومړي سفر نه وروسته چې مخکې يې يادونه  وشوه بيا د هغه سفرونه د ١٧٥١ ميلادي کال نه پيلږي او تر ١٧٦٣م پورې دوام کوي . ددي ټولو جنگونو او سفرونو په اړه کانديد اکاډيمسين محمد ابراهيم عطايي په خپل کتاب (( د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه ، کې لنډه يادونه کړې ده چې دلته يې وړاندې کوو :

ـ
( ١٤٥)  مونټ سټوارټ لفنسټن - د کابل سلطنت بيان- دويم ټوک –ژباړونکى : پوهنوال ډاکتر محمد حسن کاکړ –کابل – ١٣٦١ هـ ش – ( ٣٥٢ مخ ) .

          د ١٧٥١ م او ١٧٥٢م کلونو سفر ونه : څرنگه چې د پنجاب صوبه دار ميرمنو ماليه نه راليږله ، احمد شاه ورپسې روان شو ، مير منومات  شو احمد شاه کشمير ونيو او په لاهور کې يې دوه ميلونه روپۍ ماليه تحصيل  کړه او پنجاب او ملتان يې هم د افغانستان جز کړل . په دى توگه کشمير ،پنجاب ، ملتان او سند د احمد شاهي امپراتورۍ په چوکاټ کې شامل شول .

          د ١٧٥٧ او ١٧٥٩ کلونو سفرونه :- په ١٧٥٣م کال کې ميرمنو د پنجاب صوبدار مړ شو او پرځاى يې د هغه نابالغ زوى محمد امين صوبه دار کړ خو مور يې مغلاني بيگم د هغه په نيابت کار کاوه او احمد شاه هم دا مقرري تائيد کړې وه ، خو په دغه دوران کې يو لړ تحولات رامنځته شول د ډهلي د امپراتور احمد شاه د رنگيلا د زوى صدراعظم عما د الملک غازى الدين احمد شاه گورگاني خلع او پر ځاى دوهم عالمگير پاچا کړ او وروسته يې هغه هم مړ کړ ، همدارنگه په کشمير کې مستوفي سکجون د کشمير والي مړ او هغه يې ډهلي ته تسليم کړ ، په همدې توگه ادينه بيگ پنجاب ونيو او په هند پورې يې ملحق کړ .

          د غسى او ضاع احمد شاه سخت و درداوه او ديو قوي لښکر سره پنجاب ته راغى . لومړى يې سکجون هند ونيو او کشمير يې بيرته راوگر زاوه ، په دې پسې دوهم عالمگير د افغان نجيب الدوله په قوماندانئ يو لښکر د احمد شاه جنگ ته را واستاوه ، خو نجيب الدوله بيله جنگه احمد شاه ته تسليم شو او احمد شاه فاتح ډهلي ته ورغى هلته يې افغاني مشران پر عهدو مقرر کړل ،

ماليه يې راټولې او دوهم عالمگير خپله وريره د احمد شاه زوى تيمور شاه ته ورکړه او احمد شاه فاتح کندهار ته راستون شو ( ١٤٦) .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    ( ١٤٦ )  - د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه – د اکاديميسن کانديد محمد ابراهيم عطايي – ١٣٨٣ هـ ش – پيښور – ( ٢٧ مخ ) .

          په پورته ډول د احمدشاه بابا مهم سفرونه ،چې د گورگاني  واکمنانو پر ضد شوي وو وړاندې شو . په هند باندې د احمد شاه بابا د مهمو سفرونو څخه چې په ١٧٦٠ ميلادي او ١٧٦١ ميلادي کلونو کې شوي دي د يادونې وړ دي . په دې سفرونو کې احمد شاه بابا خپل ټول نظامي پوځونه منظم کړل او د هند په لور يې مارش وکړ . ددى سفرونو په نتيجه کې احمد شاه بابا خپل ټول مخالفين و ځپل او نژدې د هند ټولې سيمې يې ونيولې د همدې سفر په پاى کې د پانې پت  مهم جنگ هم وشو .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د پاني پت جنگ

( ١٧٦١ م _ ١١٧٤ هـ ق )

          د پاني پت جگړه  په ١٧٦١ م ١١٧٤ هـ ق کال کې احمد شاه بابا د مرهټيا نو پر ضد وکړه  ، چې په دغه زمانه کې په نړۍ او سيمه کې د ډيرو خونړيو جنگونو څخه شميرل کيږي . په دې جگړه کې د مرهټيانو لښکر نژدې درې سوزرو ته رسيدله . ددې جگړې په پاى کې د مرهټو څخه نژدې دوه ويشت زره کسان اسيران شول .

          دا جگړه د افغانانو په برياليتوب باندى تمام شوه ،  مگر افغانانو ددى جگړى په پاىله کې کومه سياسي گټه تر لاسه نکړه، ځکه چې په پاى کې بيا هم هغه نالايق گورگاني  شهزادگان په هند کې  پخپل قدرت باندې پاتې شول . دا جنگ د مير غلام محمدغبار په کتاب (( احمد شاه بابا افغان )) کې په تفصيل سره بيان شوي دي چې دلته يې لنډيز  وړاندې کيږي : د ١١٧٤ هـ ق کال د جمادى الاخر پر شپږمه _ ١٧١٦ ميلادي کال د جولاى پر شپاړسمه ټول افغاني او مرهټي ځواکونه د جگړې ډگر ته را ووتل او د سهار لخوا دا جگړه چې د هند په تاريخ  کې سارى نه لرلي پيل  شوه . د مرهټيانو ښي اړخى لښکر د مرهټيانو د پاچا د زوى  ((بهادر و سواسى راو )) تر مشرۍ لاندې پر مخ  خوځيدو او (( سدا شيو بهاو )) د منځ ځواک افسر گڼل کيده . د مرهټيانو ديرغليز ځواک لومړۍ کرښې د دو زرو او څلورسوو مسلمان گادي لښکر تر شا د سيل غوندې را توى شو،چمتو تو پوځونو يې مخکې راتلو ، احمد شاه د ډگر پر يوه جگ ځاى ناست و . دجگړې ټول خوځښتونه يې څارل او د افغاني اردو بې  جوکې ځايونه يې د شا لخوا پيا وړى کول . د احمد شاه لوى وزير شاه ولى خان له دولسو شاهي زغره والو سره بدر گې ته ولاړو ، افغاني دواړه خواوې د سپاه سالار خان جان او امير لښکر شاه پسند خان تر لارښوونې لاندې مخکې تلې ، په مخکينيو کرښو کې د نجيب الدوله او نورو افغاني مشرانو تر لاس لاندې روهيله افغاني ډلې وې د نواب شجاع الدوله بهادر ډله وه ،د احمد شاه درانى تو پونه هم د دښمن  د غټ ځواک پروړاندې د افغان وسله وال پوځ                                  د ډاډ ټکى و.

          مرهټيان په بيړه را وړاندې شول او د روهيليانو ير غلي نزدى ډلې د مرگ ژوبلې په زغملو او تميدو اړ شوې . نجيب الدوله سردار عنايت خان له خپلو لسو زرو سر تېر يو سره د مرهټي لښکرو په منځ کې کلابند او عطاگى خان کندهارى له خپل پينځه زريز لښکر سره پوپنا شو . دا مهال نواب شجاع الدوله له خپلو لسو زرو جنگيالو سره کلک ير غل وکړ ، سره له دې چې لا او سه افغاني ښې اړخ پر خپل ځاى و،خو د احمد شاه کيڼ اړخ د دښـمن د ډير والي او نه تميد ونکي پرمختگ له کبله بې جو کې او له منځه تگ نه نيژدې وو .  مرهټيان پر خپل برى بشپړو يساوو او لږه شيبه يې بر لاسي ته پاتې وه  . احمد شاه چې دا هر څه ليدل د دښمن له دغه گواښ پر مختگنه يې زړه ونه غورځاوه او د مخنيوي لپاره يې شاهي زغره والو ډلو ته چې وروستي نوي ځواک او د ټول افغان پوځ پياوړي کوونکي گڼل کيده د مرهټيانو پر لښکر د ير غل بلنه ورکړه ، دا هغه وروستى شيبې وې چې تيريدې او د دواړو خو اوو د ژوند او مرگ بر خليک ټاکل کيده .

          احمد شاهي ډلو لکه څنگه چې هيله کيده ، د مرهټيانو د لښکر مخه ونيوه او بريالۍ شوه، چې منځ يې تر کلک او رلاندې ونيسي . په دي ډول چې لومړى يو زريز کنډک د احمد شاه لخوا د دښمن د لښکر پر منځ غورځنگ او ير غل ته واستول شو او پر مخ لاړ . همدا چې له سترگو لرې شو ، دويم کنډک وروليږل شو ، په همدې توگه دولس کنډکونه يو پر بل پسې لاړل ، همدا چې لومړي کنډک خپل اور بل کړ اولايې بيا ټوپکونه ډک کړي نه وو ، دويم کنډک راورسيد او اوربل يې وکړ . همداسې دوولس واړه کنډ کونه راغلل او يو ځاى يې تر اور لاندې ونيو ، ددغه پر له پسې اور له امله د مرهټيا نو د لښکر مشر شاهزى (( سبواس راو )) مړ او مله افسران يې تارومار شول ، ځکه د دښمن د ښې لاس ټولې کرښې ولړ زيدې . دې پيښې د څوشيبو په ترڅ کې د دښمن نيمه بريالۍ اردو شاتگ ته اړ ويسته . افغاني  توپونو هم چې لاد مخه يې د جگړه يزو پيلانو کرښې او د مرهټيانو تر اورلاندى نيولي و ، اوس يې د ژوبلو پيلانو په ستنولو او تيښته کې او د مرهټيانو د جبهې په شاتنيو کرښو کې د بلوا جوړولو له امله ، له افغاني ير غليزو ډلوسره ښه مرسته وکړه . دا مهال افغاني اردو په لوى ير غل د دښمن کرښوته ور ننوته او د اور نيو وسلو جگړې خپل ځاى غورځوونکيو وسلو او لاس لسټوني جگړې  ته پر يښوو . څو ساعته د پانى پت په خونړۍ او پر غزجنه سيمه کې د لمر تر ځلاندو وړانگو لاندې د تورو او چاړو له بريښنا او د وښو له سيل پرته بل څه نه ليدل کيدل ، نيوونکي او نيول شوي ، بريالي او ماتې خوړلي بې وينا او موسکا په ډارونکې چوپتيا پر دغه ډگر د ژوند او مرگ لپاره ، نه د بري لپاره ،  جنگيدل ، چې په پاى کې دغه تاريخي ورځ د مرهټيانو په نه راستنيدونکې ماتې بشپړه شوه او د هندي او انگريزي مور خانو د وينا له مخې پاني پت ډگر د دښمن په دووسو زرو مړيو پټ و . د مرهټيانو پاتي شوني هم د افغاني لښکرو لخوا تر څلوريشتو ميلو پورې وڅارل او ووژل شول او دمرهټيانو له دوو ، دريو نو ميالو لکه : ((هولکر)) ، (( شمشير راو )) او (( ماجي سنديا )) پرته بل څوک ژوندي پاتې نه شول ، مرتضى حسين وايي : نور نو د ډير و کلونو پورې مرهټيانو په ټول (( دکن )) کې ونه شو کړاى چې داسې لښکر جوړ کړي ، يوازې څو کاله وروسته د مرهټيانو مشرانو په ډير کړاو ايله پنځوس زريزه اردو جوړه کړاى شوه .

          د پاني پت جگړه د افغانستان په تاريخي بري پاى ته ورسيده او احمد شاه د جگړى د اتل په توگه د تاريخ پر مخ را څرگند شو .

          د پاني پت جگړې ولجې ډيرې وې ، د پيسو سر بيره پنځوس زره آسونه ، دوه سوه زره غوايه ، پينځه سوه پيلان او څو زره اوښان د احمد شاه لاسته ورغلل . په دې جگړه کې په منځني شمير هر افغان جنگيالى  د دښمن له پينځو سر تيريو سره جنگيدلى ، هر افغان د مخامخ لوري درې تنه وژلي او هرو دريو افغانانو يو دښمن ير غمل نيولى دى ، خو د افغانانو مرگ ژوبله دومره لږه وه چې هيڅ مورخ يې ليکلو ته پام کړى نه دى ، کيداى شي لسو زرو ته نه رسيده .

          له دوو ويشو زرو يرغملو څخه يوازې ابراهيم کار دى چې مسلمان او د اسلام دښمنو لخوا ووژل شو ، پاتى نور وبښل شو .

          احمد شاه بابا تر جگړې وروسته ډيلي ته راغى او دا چې کړ نلاره يې د هند د اوسني بې جوکې حکومت پياوړي کول و ، نو د هغه نيول او خپلول ، نو د هندوستان سلطنت يې د دويم عالمگير زوى غازى پاچا ((ابوالمظفر جلال الدين علي گهر شاه عالم )) ته چې په خپله په بنگاله کې و ، وړيا وباښه او زوى يې ((ميرزا جوان بخت )) د سلطنت نايب  وټاکه . د هندوستان سياسي او اداري چارې يې د هند د وزارت په رتبه او د (( فرزند خان او هندرستم )) په بلنامه (( نواب شجاع الدوله بهادر )) ته وسپارلې او پو ځي چارې يې د هندوستان سپاه سالار (( نواب نجيب الدوله بهادر افغان )) ته پريښووې ( ١٤٧ ) .

          د احمد  شاه با با د پاچاهي په مهال کې د نړۍ سياسي او نظامي حالت د پخوا په شان نه و ، د اولسمې ميلادي پيړۍ د پيل نه تر دغه وخته پورې اروپائي استعماري هيوادونو د نورو ملکونو او هيوادونو په نيولو او لاندې کولو پيل کړى و . ددغو استعماري هيوادونو سره هم اقتصادي او هم نظامي قوت موجود و، نو د همدغو قوتونو په موجوديت سره دوى په ډيره لږه مـــــــوده

ـ
    ( ١٤٧ ) _ غبار،  مير غلام محد_  احمد شاه بابا افغان _     ژباړن : امين الله دريځ _ دانش کتابخانه _ ١٣٧٧ هـ ق _ پيښور _ ( ١٤٠ _ ١٤١ مخونه )

کې ډير هيوادونه پخپلو مستعمراتوکې   داخل کړل ددغو استعماري سيا ستونو تاثيرات په هند ، ايران او افغانستان باندې هم شوي وو ، په دې وخت کې په هند کې عملاً فرانسويان ، پرتگاليان او انگريزان د خپلو گټو د لاسته راوړلو پر سر پخپلو کې په رقابت بوخت وو او هم د نورو ملي او آزادي بخښولکو غورځنگونو او قووتونو په ټکلولو کې بوخت وو . د احمدشاه بابا د امپراتورۍ ساحه ډيره پراخه وه ، پدغسې حساسو شرايطو کې د هغه لپاره ډيرگران و، چې دغه پراخه امپراتوري له يو مرکز او يو ځاى نه اداره کړي . زما په نظر احمد شاه بابا ددغو مجبوريتونو له امله د پاني پت له جگړې نه وروسته د هند حکومت پخوانى گورگاني  شهزادگانو او هغو پښتنو ته چې په هند کې يې هستوگنه او حکومت کړى و او احمد شاه بابا ته وفادار و ورکړ .

 

اساسي برخه: تاریخ څه وایی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1544

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1504

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1705

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2207

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6459

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…