د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د پښتو ادب او ادبیاتو پېژندنه

د پښتو ادب او ادبیاتو پېژندنه  تر شلمې زیږدیزې     پیړۍ  پورې   د افغانستان    پوهانو د    لویدیځې نړۍ   له    ساینس، تکنالوژي ،هنر او فلسفې سره پوره آشنا نه وو او زیاتره د عربي او خراسان د پوهانو له آثارو څخه  استفاده کوله.           عربي   اوخراساني  پوهانو  به دیوې   علمي  مقولې  لغوي او اصطلاحي ماناګانې شرح کولې؛د دوی په نظر ادب په لغت کې پوهې،زیرکۍ،اخلاقي تهذیب او فضلیت ته ویل کیږي او په اصطلاح کې ادب، هغه پوهه او ریاضت دی ،چې انسان ته فضلیت ور په برخه کوي او په خپلو کړو وړو کې یې له سهوې او ښویېدنې څخه ژغوري.دلته مو لنډه یادونه د ادب د پېژندلو په اړه وکړه تر څو لوستونکي د ادب د پېژندلو په اړه لږ څه معلومات پیدا کړي.            اوس  راځو خپل اصلي مطلب ته،چې هغه د پښتو ادبیاتو د  درې ګونو دورو پېژندنه ده ترڅو محتر م لوستونکي په اسانۍ سره وکړای شي ،دغه دورې په لنډه توګه خپلو اذهانو ته وسپاري.  ۱ـ د پښتو د ادبي تاریخ لومړۍ دوره : د پښتو د ادبي تاریخ لومړۍ دوره له دوهمې هجري پیړۍ څخه پیل کیږي ،او دلسمې هجري پیړۍ تر پایه ان تر یوولسمې تر لو مړیو کلونو پورې دوام کوي.          د دې دورې کوم ادبي آثار،چې زمونږ په واک کې دي،زیاتره متفرق آثار دي ،د دې دورې منظم او بشپړ آثار  ډیر  زمونږ څیړونکو تر اوسه نه دي تر لاسه کړي،یا  دا تر اوسه نه دي یې موندلي او یا له منځه تللي دي.د دې دورې آثار سره له دې چې متفرق دي،خو تاریخي تسلسل لري او زمونږ په هیواد کې له پېښو شوو تاریخي او فکري جریاناتوسره په ارتباط کې را پیدا شوي دي.او هم دغه آثار د خپلو شکلي او جوړښتي ځانګړتیاوو ،د بیان د شیوې او دموضوعي ځانګړنو له پلوه ځینې ګډې وجهې لري،چې د همدغو مشخصاتو او خپل تاریخي قدامت له امله مونږ دپښتو دغه ټول تر لاسه شوي،متفرق آثار د پښتو د ادبي تاریخ په لومړۍ دور کې مطالعه کوو .          دلته ښایي دا پوښتنه پیدا شي ،چې د پښتو کوم پخواني ادبي آثار چې  زموږ  په واک  کې دي او  مونږ  پرې  دلته  خبرې کوو، هغه  خو  د اسلامي  دوران   د  دوهمې پیړۍ دي،آیا تر دې دمخه (اسلامي عصر)د مخه زمانو پښتو آثار نه شته او یا نه دي تر لاسه شوي؟ د دغسې احتمالي پوښتنو په ځواب کې باید وویل شي ،چې تر اسلامي عصر د مخه هم دپښتو آثارو د موجودیت ځینې څرکونه له موږ سره شته،چېد ګرانو لوستونکو دمعلوماتو او د دې بحث دپس منظر په توګه به یې تشه یادونه وکړم ۱ـ  له هغو یونانو باختري پاچاهانو،چې په هندوستان کې پاچاهۍ ته رسیدلي دی،یو هم مناندر نومیږي،د دغه مناندر د حکومت او د پاچاهۍ زمانه یې مورخانو د دوهمې مخکې له میلاده پیړۍ په اواسطو کې ټاکلي ده .        مناندر نسبت نورو یونانو باختري پاچاهانو ته له هندي  رسومو سره ډېر بلد وو، او په هندي روایاتو کې د اسړی د (ملنده) په نامه یادیږي.دغه مناندر پاچا،چې له بودایي حکیم ( ناګه سینه ) سره کوم بحثونه کړي دي،دغو بحثونو  ته (ملنده پڼهو)وایي او دغه ملنده پڼهو د بودايي مذهب  له ډېرو مهمو کتابونو څخه ګڼل کیږي.       څیړونکي عقیده لري،چې د دغه کتاب اصلي متن په زړه پښتو برابر شوی وو،چې هغه پښتو متن اوس ورک دي،اما د دې پښتو متن پالې ژباړې شته .د دې ډلې څیړونکو د څیړنو له مخې دا ښکاري،چې تر میلاده(۱۵۰)کاله دمخه لا پښتو ژبه د دې جوګه وه،چې کتاب په کې و لیکل شي. ۲ـ د هندوستان د راجستان د ایالت په یوه پخواني مندر(معبد) کې د څو ژبو د اشعارو یوه جونګ (مجموعه) پېدا شوې ده،چې په جونګ(مجموعه)کې د راغلو څو شعرونو ژبه پښتو ده،د دې جونګې(مجموعې) له وجوده  روشن لال ملهوتره خبر کړي یو،هغه وایي: د دې جونګ هغه اشعار،چې پښتو دي ، په دوناګري خط لیکل شوي دي.        اشعار یې د لنډیو غوندې جوړښت لري، دا شعرونه ځینې خاصې دعاګانې دي،دا شعرونه تراوسه نه دي څیړل شوي،د دې شعرونو څېړنه او تحلیل به څرګنده کړي ،چې دا شعرونه کله لیکل شوي دي ؟ د چا دي؟ د خط ډول یې موږ په دې باوري کوي،چې دا شعرونه به تر اسلام دمخه زمانو کې لیکل شوي وي.       له دغو دوو مواردو سربیره ښایې ځینې نور داسې اشارات هم ومیندل شي،چې تر اسلامي عصر د مخه د پښتو آثارو د ایجاد ښکارندويي وکړي،خو ما ته سملاسي همدا دوه مورده څرګندوو،چې د پښتو د ادبي تاریخ پس منظر کې مې یې یادونه وکړه.  د پښتو ادبیاتو د پیدایښت لومړني درې مرکزونه  کله چې سړی د موجودو او لاس ته راغلو پښتو ادبي آثارو پخواني اسناد مطالعه کوي، نو دا ښکار ي،چې دغه لومړني آثار په ځینو داسې مراکزو کې منځته راغلي ،چې هلته د پښتو خپل محلي حکومتونه او قبیله یي نظامونه وو او پښتانه هلته د خپل ملي هویت  او سیاسي اقتدار خاوندان وو.        په دغو مراکزو کې لرغونی مرکز  او د پښتنو پخوانی ټاټوبی غور دی،بل مرکز یې د کسي غره لمنې دي او دریم یې هم ملتان دی ،خو مخکې تر دې چې په دغو دریو مراکزو کې د پښتو په رامنځ ته شویو ادبیاتو خبرې وکړو ښه به وي .دا خبره له یاده ونه باسو،چې د دوهمې هجري پیړۍ شاو خوا په غزني کې د لویکانو شاهي کورنۍ موجوده وه، چې تر ګردیز او زابلستان پورې سیمې یې په ولکه کې وې او د منطقې له سیمه ییزو شاهي کورنیو سره یې روابط هم درلودل .        د غزني لویکانو د کورنۍ قدیم سړی جویر نومیده،چې په د (۱۲۰) ه .ق په حدودو کې یې د ژوند زمانه وه، د دې کورنۍ  قدرت سبکتګین (۳۶۵)ه .ق په وسیله ختم کړای شو. د لوی استاد مرحوم پوهاند عبدالحی حبیبي د څیړنو له مخې د لویکانو د کورنۍ نژادي تقارب له غلجي پښتنو سره ښکاره دی  او دغه غلجي پښتانه،له زابلستانه تر غزني پورې زمکو کې له قدیمه میشت وو او اوس هم میشت دي .         د غزني د لویکانو د کورنۍ د یوه لویک یو پښتو بیت موږ ته رارسیدلی دی،د بیت د ویونکي  نوم نه دی څرګند،خو د خانان لویک او خنچل شاه کابلي معاصر وو او په (۱۶۳) ه . ق کال کې ژوندی ښکاري.دغه بیت لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبي د سلطان سخي سرور د کراماتو د یو خطي کتاب له یوه حکایت څخه را نقل کړي دی او په اوسنۍ املا‌ء استاد داسې لیکلی دی:  په زمي غزنه ښخېد لویک لویانو بایله لویا کښه تور به براغلوم (بلوم) ممله تازیو په ملا دا لوړ بیت له تاریخي تحلیل وروسته داسې تفسیر شوی دی،څنګه چې د غزني خانان لویک په جبري ډول مسلمان شوی وو، نو له کابله یو بل لویک د ا لوړ بیت ورواستاوه، چې د ا لاندې مفهوم ځنې اخیستل کیږي.های افسوس! لویک بت د غزني په زمکه کې ښخ شو ،لویا خو خپله لويي بایلوده،زه به لښکر درواستوم ته دتازیانو(عربو) ملګرتیا مه کوه .د بیت له ژبني تحلیل څخه داسې نتیجه اخیستل شوې ده،چې د اسلامي عصر په لومړیو پېړیو کې پښتو په شرقي خواوو کې پهلوي ژبې ته نژدې وه.       دغزني د لویکانو د دغه یو پښتو بیت له دې لنډې یادونې وروسته بیرته خپل اصلي مقصد ته را ګرځم،او د پښتو ادبیاتو د ایجاد د هغه لومړني درې مرکزونه ښيم ، چې په اسلامي لومړیو پېړیو کې هلته پښتو اثارو د ایجاد زمینې درلودې او د پښتو هغه لومړني لیکلي اثار،چې موږ تر لاسه کړي دي، په دغو دریو سیمو کې ایجاد شوي دي . نور بیا

اساسي برخه: تاریخ څه وایی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1273

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1262

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1416

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1914

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6139

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…