د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ځارترداسې مشرانو!!

دحكومت پلټني به تل پرلويه شاهې لار له كابله وكندهار ته تلې راتلې ، دسورواو پيادو لښكري و ې ، رباط پررباط يي اړول خپله لاره يې وهله په چايې كار نه درلود .شپې ورځي تيريدلې يومهال له كابله يوه پلټن دكندهارخواته تله چې رباط پررباط يې ځو شپې كولې دشاوخواسيمو ځخه يې ليدنه كتنه كوله ، ددې پلټني مشر يو ګلمكي وزير و چې نور هم ډير وزير ورسره و، دپاچا خورا نژدې اور يښتني لاس په نامه سړي اونوكران و، ډير منلى و، نوم يې هم پروت وو، كله چې شاجوئ ته راغلل ځوشپې يې وكړي پرخلګويې پسونه حواله كړل هرخان په نوبت ورته پسونه حلاله ول ، په جګه ملايې خدمت ته ولاړول اخير ځنګه يې كړي وايې حكومت وو . د ارغنداب ښكلو اوشنو دروته يې سرونه ورښكاره كړل دچينو اوغلام نبات په شنه اوزرغونه سيمه كې تم شول ، شاوخوايې دترنګ په غاړه ميلې او تماشې جوړي كړې ،دشاجوئ بيالې ته ورغلل پروګرځيدل ،خلكوچې پربيالې دګرځيدو په اړه پوښتني كولې نو دوئ به ورته ويل چې موږ حكومت ګمارلي يې اودبيالو حال اخلو پاچاته يې وروړو. خوپوهو مشرانوته ددوئ ګرځيدل بې ځه نه ښكاريدل، دديوالونومازديګريو سيوروته يې خبري سره اړه ولې ، رااړه ولې ، هريوه خپله خبره كوله هلي ځلي يې كولي چې پر نوريې ومي ، اوريدل ډير وو خومنل لږ ، چاويل دادپاچاپه امر راغلي په كوم شئ پسې ګرځي ، چابه ويل چې دلته اړه وي، چالاداهم ويل چې دحكومت په كاروباورنشته داسې نه چې دلته نورخلګ راولي ، دپاچاله بدنيتې مودي خداى ساتي ، له ګرځيدوسره يې دخلګو انديښنه ډيريدله ، دپلټنې مشربۀ له خلګوسره كله نا كله داويل چې داډيره ښه سيمه ده ډيره مې خوښه شوه، ښه لويه شنه وياله كښت كروندې اوپراخي ځمكي لري ، تاسو بختورياست چې پرداسې بياله پراته ياست . بله ورځ پلټنه ولاړه خلګ هم خوښحاله شول ارامه سايې وښكله چې ددوئ له شره خلاص شول ،
ځومياشتي تيري شوي پلټنه بياراغله ځو شپې يې وكړې بيرته ولاړه داسې لكه ددي سيمي چې يې پوره انځورونه له ځانه سره اخستي وي . يوكال لانه وو وتلي چې دكندهار له دارلحكمه سره يو ځاى پلټنه راغله پر شاجوئ يې واړه ول ، اوازې خپر ې شو ې چې دپاچا فرمان يې دشاجوئ خلګوته راوړى . دشاجوئ بياله يې وزيروته وركړيده ، په دې اوازه سره په خلګوكې ويره اوانديښنه خوره شوه ، څوورځي ورسته يې دسيمي ټول خلك او دتوخې نيكه دپيرزو جلالزاونوروقومونو مشران وروغوښتل ، دهغه وخت حكومت و مرغه پرنه شواي وهلاي ، دزړه شونډي نه شواې ښوريدلاي چاله ځان سره دفكركولوتوان نه درلود، په واك زړونه پټ ريږديدل او دناتوانو خو په ښكاره لينګى كړپيدل ،مشران راغلل لويه غونډه جوړه شوه دارلحكمه تردرنواوډاره ونكو .ځيږو خبروورسته وويل :
ماته پاچا خداى دې سلامت لري فرمان راكړى دى چې دشاجوئ په بياله كې دوزيرو ځوكورونوته چې پاچاته ډيروفادراه دي اودپلټني دمشر نژدې خلګ دي ځمكي وركړلي شي ،دافرمان مې تاسوته ولوست ، دپاچاله امره د سرغړونكو سزا خوتاسوته ښه مالومه ده ښه پري خبرياست، نوريې ويلوته اړتيا نشته .
په خلګوكې لږ لږ ځوږشو، خوابدي شول ، يوه سپين ږير ى سل زړونه سروتړل يويې ترينه جوړكړ توكل يې په خداى كړ ورته پورته شوويې ويل :
ترپاچا قربان شم خداى دې سلامت لري هر امريې زموږ دسر پرسترګو،صايبه خو دا بياله موږته حكومت راكړي ل له وخته داشاهې بياله زموږ د ه نوتاسويې ولي نورته وركوئ هغه هم هغه داسمان وزيروته ، دحكومت خودخدا ى زورځمكي دي بل ځاى دې وركړئ ،
دارلحكومه له غوسې وخندل په ترخه خنداكې ورته وويل :
ښه يې واورئ په دې خبروپسي سرمه خوږه وئ كه دسرسلامتيا غواړئ ، نو رارام كرار كينئ ا ود پاچا دامر اطا عت وكړئ ، كه په تيلوكې داغل ، په غرابوكې كابل ته وړل اوياموپه توپ پسې تړل خوښ وي نوبيا خپلي نارې پورته كړئ .
خلګ چې دپاچاله ظلمه ښه خبرول نويې غوږنه كاڼه واړه ول څه يې ونه ويل ، دوزيرو خلګوته يې په شاجوئ بياله كې ځمكې اواوبه ورجلاكړې ،كورونه يې راوستل دالته پكې ميشته شو ل، وختونه تيريدل وزير وروورو ډيريدل ، ځايې خلګ يې ځورول ، نيښونه يې وراچول په اوبو اوورخه يې ورسره دخولې وهلوسره سره له سوټي كار اخيستل پيل كړل ،ورځ په ورځ ډيريدل ترځو په ځان ډاډ ه شول نويې په ځآيې خلګو پسې يې راواخسته، په زوريې له خپلو ځمكو اوكليووشړل دچازورنه پررسيدو خلګ يې ټول توپچي وو پر رواناروانه ول ،ترحلالو په حرامو ، ترښه خبره په دعوو. ترخوښي په جګړو خوشحاله ول ، حكومت هم كلك پرولاړو دنوروريښتيا او ددوئ درواغ نه سر ه برابريدل خبري او غوښتني يې منلې كيدې . دځآيې خلګو په وس پوره نه شوه ، زوريې ونه رسيدو له ناكامه شاو خواسيموته كډه شول ، په حكومت كې يې په دعوو عريضوپيل وكړ. چاورسره منله خوران كمزور ي ول ،
وختونه تيريدل ترځو دغازي امان الله خان پاچاهې شوه له فرنګيانويې ازادي واخستله ، دعدالت اوانصاف اودښه سړى توب اوازه يې هر لوري خپره شوه پر خلګورڼا شوه ، ځآن اوژوندته يې اميد پيداشو، دپيروزو دقوم مشران سره راټول شول له نوي حكومت دحق غوښتني لپاره يې جرګه وكړه ترځو خپل استازي ورته وټاكې چې دبيالې دعوه پرمخ يوسي ، جرګې نظرمحمد خان دشاجوي دخواجكودكلي مشر چې په خبره پوه زړه وراو ريښتنىىى خدمت كونكى سړى وو دعزيزانو په خدمت كې يې په قوم اوسيمه كې يې ښه نوم پروت وو خپل استازى وټاكو ، نظرمحمد خان ملاوتړله ، مڼدي رامنډي او خبري رواني شوې ، خو ستونزه ددي پرځاى چې هواره شې لا يې زورواخيست ډير ي پيسې يې مصرف كړي خو ګټه يې ونه كړه ،
اخير نظرمحمدخان پريكړه وكړه چې خپله بايد غازى امان الله خان ته ورشي عريضه ورته وړاند ي او ټوله كيسه په خپله ورته وكړى .
بل وخت اوازه خپره شوه چې غازي امان الله خان غزني ته راغلى دى ، نظرمحمد خان له خپلو ملګروسره ورغلى ، پاچاته يې عريضه ورته وړاندي كړي ، خوپاچا امر كړى وو چې په دي يوه اونۍ كې چې په غزني كي يم ماته به څوك عريضي نه وړاندي كوي كه يې وكړه سخته سزاوركوله كيږي ، په ښار كې دااوازه هم ورسره گډه شويې وه چې پاچا امر كړيدى ماته به څوك عريضه نه را وړي كه يې راوړه سر يې پريكږي . نظرمحمدخان چې هر ځونه هلي ځلي وكړې ،عريضه يې چانه اخستله ،
په دعوه كې ډير ي منډي كړيې وې ، ستړى ستومانه و، دخداى زورپيسې يې لګيدلې له حلالو خلاص شوي و ، ولاړى دغزن درود پرغاړه يې چورتونه ته ملاوتړله ، اخير يې داپريكړه وكړه چې توكل په خداى مرګ مې قبول ، له هري لاري چې كيږي بايد عريضه ورته وړاندي كړم ،ليكل يې زده وو لږ ملاغوندي هم و په خپله يې عريضه وليكله ، په پاكت كې يې واچوله ورغلى عسكر ته يې وويل :
زه پاچاصاب راغوښتي يم غواړم ورسره ووينم .
پاچاصا ب امركړيدى چې هيځوك مه راپريږده .
له ډيروزاريو وروسته يې ورته وويل :
ښه چې داسې ده زه يې راغوښتى يم ولي نه مې ورپريږ د ې نوداسې وكړه داسركاري ليك دى پاچاصاب ته يې ته خپله وروړه زه به دلته درته كينم ،.
عسكر ليك وروړ دسړى كيسه يې ورته وكړه ليك يې واخيست امريې وكړ چې سړى راوله .
عسكرله افسرانوسره په منډه راغلل خان يې ترلاس ونيو په منډه يې ورته حاضر كړ
نظرمحمد خا ن ترپزي راغلي هرځه يې منلي و،سل زړونه يې يو كړل له ځان سره يې سوكه وويل :
تو كل په خداى اوس راغلي ده ،هرځه چي پيښ شول ، دپاچاځواب ته بايد ځان تيار كړم او داسې ځواب ورته پيداكړم چې له ټولوستونزوخلاص شو.
غاز ي امان الله خان په ځوكۍ كې ناست و شاوخوا وزيران افسرا ن ورباندي راټول و، په لاس كې ليك اړاو، په خبرولګياو تندى يې تريو نيولي له پوځي سلام وروسته افسرانو دخان دراوستلو رپوټ وركړ ،
خان دافسرانو په منځ كي په دروازه كې ولاړو ،پوهيدو پاچاميړه دى نو زړور ځان نيول په ګټه دي ، غازي په غوسه سترګې ورواړه ولې په نيولى تندى يې ورته وويل :
اول خپل ځان را وه پيژنه ځوك يې چې دونه زړه دي كړيدئ زما له امره دي سرغړونه كړيده ؟
صاحبه زمانوم خاوري نظرمحمد دكلات دشاجوئ دخواجكو دكلي اوسيدونكې په قوم پيروزى توخي اودخپل قوم مشريم ، خداى مې دي سترګي وباسې چې ستا امر ونه منم .
داستا عريضه ده ؟
هوصاحبه دازما عريضه .
ما امر كړي وو چې په دې اونۍ كې به ځوك عريضه نه كوئ كه يې وكوله سخته سزاوركوم تاولي له امر سر غړنه وكړه ؟
صاحبه پرمانوره ځمكه سره شوې ده له ژونده بيزاره يم ، تر دې ژوند چې زه يې لرم په مرګ خوشحاله يم كه مهرباني وكړې او له دي غمه مې بيغه كړې دعاګو يه به دي يم .
ولي داكوم مشكل ده چې ته يې له ژوند بې زاره كړى يې ؟
قربآن دي شم زما وريندارګانې لوڅ سرونه په پردوكليو اوكوروكې بې عزته او وږ ې تږې ګرځي له خپلو مځكو يې شړلي يو ، ټول قوم مې په بي عزتې كې ژونده كوي چې زما قوم خواراوبې عزته وي وريندارګانې مي بي ستره وي خپل حق نه شم ترلاسه كولاى نو ژوند ځه كوم ، ټول شيان مې په عريضه كې درته ليكلي دي،
غازى امان الله خان عريضه په لاس كې په دابل لاس يې سركيښود سترګي رڼې ورته نيولې په فكرونوكې ډوب لاړي نظرمحمد خان ته يې كتل ، دده هم په زړه كې ورتير شول داسې ښكاري لكه چې واردي تيرشو په كفركې درته ورك شو خداى دي خيرپيښ كړي ، له ځو شيبوروسته يې سر راپورته كړ شاوخوايې وكتل پرشونډويې نرمه خوږه مسكا خوره شوه ويې ويل ،
ځارترداسې مشرانو چې دخپل قوم په خاطر له خپله ژونده هم تيريږي ، كه ستاغوند ي مشرا ن ژوندي وي زموږ ملت هيځوخت نه خرابيږي ،
ترخوايې دكينستو ورته وويل چاى ورته راوړ ، دستې يې عريضه ور لاسليك او امريې وكړ چې زرترزره دي ددوئ ستونزي هواري او وياله وركړله شي ، دخان خبري ا وزړه ورتوب يې خوښ شو ويې نازاو، دسيمي او قوم دستونزو په اړه له مالوماتواو ډيرو خبرو وروسته يې رخصت كړ .
په هوټل كې يې ملګري وارختاول ، چې ځه به ورسره وكړي ، خلګو سره ويل چې اوس يې سرپريكوي له امره يې سرغړونه كړيده ،چاڅه ويل ،چاڅه .
دوئ لاپه دې خبروكې ول چې سورمخ غوړيدلى تندى چې دبرياليتوب خوږه او پارونكې مسكايې پرشونډوخوره وه هوټل ته ورغلى ، ملګر ي يې خوشحاله شو ل، كيسه يې ورته وكړه امر يې ورښكاره كړ.ز
خلګويې دزړه ورتوب ستاينه وكړه ، كندهار ته ولاړل دارحكومه ته يې امر ورښكاره كړ دغازى امان الله خان امر وو تربريښنا تيزاوتر طوپان پياوړى ، په ځوورځوكې وزير ټوله كډه كړل، بل ځاى يې ورته ځمكې وركړي دشاجوي بيا له يې بيرته دنظرمحمد خان قوم ته ور كړه ، دغازى امان الله خان له خواخوږي ټول خلګ خوشحاله شو ل له كليو سره راټول او په خپلو كورونو كې واړه ول، خيراتونه يې وكړل دپاچا عدالت يې وستايه ټول قوم دنظرمحمدخان دميړانې ، قوم پالني اوخدمتونوستاينه اودرناوى يې وكړ ، پاى

 

اساسي برخه: تاریخ څه وایی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1069

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1070

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1680

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5881

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…