د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

نيمګړې خپلواکي موبشپړه شي

آزادي يوه خوږه کلمه ده چې داسترنعمت څېښتن تعالي دخپلوبنده ګانونصيب کړى دى اوله خپل عبادت پرته يې نورخپل بنده ګان خپواک پريښي ترڅودخپل ژوندپه روانوچاروکې ښه فکروکولاى شي.
له نن څخه نوي کاله پخواپه ١٢٩٨ لمريزکال دمېړنوهېوادګران افغانستان دوخت د زبرځواک انګليس څخه دوياړلي شخصيت،دافغان غښتلي بچي اعليحضرت سترغازي امان الله خان په مشرۍ دخپل هېوادخپلواکۍ ترلاسه اوخپل غيرت اومېړانه يې وښوده اواستعماري ځواک ته يې دپاى ټکې کېښود

اودتېري ځواب يې ديرغلګروپه وړاندې نړيوالوته وښود، چې افغانان دچاغلامي نه مني اوخپلواکۍ ځانته دميرويس نيکه،ستر احمدشاه بابا،وزيرمحمداکبرخان اونوروميراث بولي. اوپه دې لاره کې له خپل سر،ځان اومال څخه تېردي. دتاريخ شېبو داښودلې ده چې افغانان له خپل هېوادسره هومره مينه لري لکه ماشوم يې چې له مورسره کوي. هماغه شان چې وايي (وطن موردى).
که څه هم افغان ولس داميرحبيب الله خان دسلطنت په دوران کې داپرېکړه کړې وه چې انګرېزان به له خپلې خاورې څه شړي خوداپرېکړه هغه وخت غښتلې شوه کله چې دغازي امان الله خان پلاراميرحبيب الله خان ووژل شواودهېواددمشرتابه واګي ځوان، تانداوروڼ اندي امير، شاه امان الله خان ته ته وسپارل شوې چې دهېوادپه سياسي کړيواو قومي مشرانوکې يې پوره محبوبيت درلود.
افغانستان په داسې يوه سياسي څلورلارې کې پروت دى، کله چې دنړۍ هرغاصب غوښتي په دغه سيمه کې پرولسونو تيرى وکړي نوهرو مرو يې زموږپاکې خاورې ته يې يوځل خپل کرغېړن مخ راڅرګندکړى دى . داچې بيايې دغه پرآزادۍ مين ملت پزه په ځمکه څومره ورمښلې ده، زموږ دهېوادوياړلى تاريخ دافغانستان ولس دداسې اتلوليو ډيرې افسانې له ځانه سره لري.
خو سره له دې چې نېږدې درې لسيزې جګړه او اوسنۍ شته ناخوالي او نادودې چې زمونږهېواددخپلواکۍ لمريزه څېره دپرديودسياست اوپوځ ترسيورولاندې راغلې اوهمدااوس هم زموږهېواددبهرنۍ تړاوپه بېلابېلوبرخوکې قرارلري بياهم دهغه ملي غرورله مخې چې افغان ولس يې لري دادى يوځل بيادغه ورځ په ستونزمنو، حساسو او سوال برانګېزه شرايطوکې په هېوادکې دننه اوبهرافغانان دغه لمانځي.
زماپه انددافغانانوته ددې آزادۍ ترڅنګ اقتصادي آزادي هم ډېره اړينه ده اوپه غيردهغې بشپړه خپلواکۍ نيمګړې بلله کېږي.
داپه دې ماناچې دژوندپه دې حساسوشېبوکې له نړيوال پرمختګ سره پرمختګ ډېر اړين برېښي ترڅودسيالوهېوادونوسره دتکنالوژي په تله کې راشو. چې داهله ممکن کېدى شي چې دهېواد رغاونه خپله هېنداره وبولو،اوخپله راتلوونکې له دې سره تړلې وګڼو. نوافغانان بايدډېرمتين ګامونه پورته کړي اودخپلې آزادۍ ټول اړخونه په خپل واک کې راولي. اوپه ريښتينې توګه بشپړه خپلواکۍ خپله کړي چې په دې برخه کې دځوانانوونډه ډېره ضروري ده چې ځوانان بايددخپل هېواد په رغاونه اوبيارغاونه اوله ناخوالوڅخه په خلاصولوکې په پوره توګه اداکړي.
حريت دهرملت دبـــــدن زړه وي
که دانه وى هم مري هم بقامري
اوپه دې هيله چې نيمګړې خپلواکي موبشپړه شي .

اساسي برخه: تاریخ څه وایی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1769

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1722

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1970

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2534

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6762

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…