د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

څلوريزه يا رباعي د نهمې هجري پيړۍ په جريان کې

څلوريزه(رباعي)

څلوريزه يا رباعي د نهمې هجري پيړۍ په جريان کې د شرقي شاعرۍ نه پښتو ادب ته لاره پيدا کړه.
   څلوريزه يا رباعي دا فورم هم د عربي ژبې څخه پښتو ته راننوتی دی،چې څلور مسرې لري،لومړۍ،دويمه او څلورمه مسره په خپلو منځنو کې يوه قافيه لري او دريمه مسره يې قافيه نه لري.
څپې يې اکثراً لس وي ،لکه د خوشحال خان بابا رباعيات،چې په سلو کې  
۸۵ ٪ د لس څپو دي،او د استاد صديق پسرلي،چې د زرو شاوخوا کې رباعي دي،چې ټولې يې لس څپيزې دي د استاد قيام الدين خادم هم لس څپيزې رباعي دي. لس څپيزې رباعي په دوه ډوله دي يا په دوه برخو ويشل کيږي،چې پنځه يو خوا او پنځه بل خواه په تول تللې وي.   لکه:

تن به تاوان وای که مينه نه وای               ژوندون به حيوان وای که مينه نه وای
انســـــــان به څه وه د لارې دوړه                        جهان به وران وای که مــــــينه نه وای
ځينې وخت خلک هغه شعر ته،چې سندرغاړي يې تر غزل يا بلې کومې سندرې دمخه،د خلکو د پام اړولو په خاطر وايي،چې زياتره اخلاقي،ديني اونور مسايل په کې وي،حال دا،چې دا هغه رباعي نه دي،چې عام ولس يا سندرغاړي يې په کومه مانا استعمالوي.
لومړۍ رباعي خليل خان نيازي ويلې ده،او بيا د ده په ځواب کې، د هند افغان پاچا سلطان بهلول لودي ويلې ده، دا لومړۍ رباعي ده،چې د دې نه مخکې مونږ نه درلوده.
    خليل خان نيازی :
خړې اوريځې ژاړي له پاسه                     کويله ږغ کا بيلتون له لاسه
په هغه لوني ګوهر په خول ستا               دا مرحبا کا ستا زمونږ مواسه
سلطان بهلول لودي :
ملک به زرغون کړم په ورکړه راسه             ګوره اوريځې د داد له لاسه
خول چې دعدل په درو روڼ دی                         جهان په زيب مومي زما له لاسه
په څلوريزه کې، دغزل په شان هم رديف اختياري وي خو کله،چې د رباعي په مطلع کې رديف راوړلی شو په څلورمه مسره کې به ضرور بيا هماغه رديف تکراريږي،لکه په دې لاندې څلوريزه کې :
چې کله د دې کوز کلې جلۍ بلۍ ته خيژي            کميس ورسره ځولۍ ځولۍ بلۍ ته خيژي
آشنا ما د خارو هم ټوپ هم زمينه باندې ليدلی   خو دا د کفر لور لکه ګولۍ  بلۍ ته خيژي
په پښتو ژبه کې په بېلا بېلو څپو په شمير څلوريځې ويل شوې دي ،خو اوس لس څپيزې څلوريزې ډېرې دي.
لکه د خوشحال خان بابا د(خوشحال رباعيات) په نوم پښتو ټولنې له خوا
چاپ شوی کتاب،چې ۱۵۰۰ څلوريځې په کې دي،چې په سلو کې ۸۵
لس څپيزې دي،په اوسني وخت کې د څلوريزو بل بشپړ کتاب،چې زمونږ په لاس کې دی،د (پسته اور) په نوم دی،چې دا کتاب د محمد صديق پسرلي د څلوريزو مجموعه ده،چې په دې کې څه کم زر څلوريزې راغلې دي،چې ټولې لس څپيزې دي .
د استاد قيام الدين خادم اکثره څلوريزې هم لس څپيزې دي.
د څلوريزې او قطعې تر منځ توپير:
څلوريزه :څلور مسرې لري،چې لومړۍ،دويمه او څلورمه مسره يې قافيه لري او دريمه مسره يې له قافيې نه آزاده وي .
   او په دې کې اکثره ديني،اخلاقي او نصيحتي مسايل  بيانيږي.
قطعه : چې د څلورو مسرو نه جوړه شوي وي،اوله او دريمه مسره يې قافيه نه لري ،دويمه او څلورمه په خپلو کې شريکه ګډه قافيه لري.
په قطعه کې زياتره عشقي مسايل بيانيږي:
څه په ناز ناز باندې اخلي قدمونه
په وګوباندې يې پروت دی بار دزلفو
دومره لويه شپه د پاک الله نه غواړم
چه د شمېر کړم پکې هر يوتار د زلفو

قطعه
زه پرې ستا مينه ماتوم ښکليه ستا په مينه
په هر يو ښکلي پسې شاته خامخا ګورم
شکونه مکوه د بل چا سره څه دي زما
د هر چا خواله چه ورځم پکې تا ګورم

څلوريزه
بې وفا بې وفا شو جانان نشو
هيڅ د مينې په مذهب او ايمان نشو
ما دعشق کتاب تر پايه ورته ولوست
د هغې زړګی کافر وو مسلمان نشو
قطعه
سهار کې تا پسې ياسين ختموم
مازيګر سورت رحمان وايم
سپيڅلی نوم دې په ذکرونو لمانځم
زه ټوله شپه جانان جانان وايمه

څلوريزه
په ځاريګانو زما يار نه کيږي
هيڅ يې زما په خوله اعتبار نه کيږي
دا څومره مينه چې جانان راکوي
زما په دومره مينه کار نه کيږي

اساسي برخه: تاریخ څه وایی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1069

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1070

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1680

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5881

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…