د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

په پښتو شاعري کې غزل يو له هغو شعري چوکاټونو څخه دی،

غزل
په پښتو شاعري کې غزل يو له هغو شعري چوکاټونو څخه دی، ډېر عام مقبوليت لري.د پښتو اکثر شاعران د غزل په فورم کې زيات قلم چلولی دی. په همدې وجه خو په پښتو کې د ځينو  نورو شعري فورمونو په انډول زيات ظرافت  او لطافت ته رسيدلی دی.
د غزل ښکلا  او ظرافت په دې نور هم زيات شول چې دې فورم ته د پښتني چاپېريال زياتې انځورنې وردننه شوې، ځوانو پښتنو شاعرانو ته هم غزل يو داسې فورم دی ،چې د دوی قلم په کې ښه ازمېښت کولای شي. اکثر ځوان شاعران په همدې فورم کې خپل وزن ښه پوخ کړي،پر قافيې ،رديف،څپو او دنظم پر ځينو نورو توکو ځان واکمن کړي.
پخوا به د غزل په فورم کې هغه مسايل راتلل ،چې په ټوليز ډول يې غنايي او عشقي مسايل په خپله غيږ کې رانغاړل،وروسته بیا د غزل ځولۍ د ژوند له نورو رنګارنګ ګلونو ډکه شوه او اوس غزل تر دې بريده رسيدلی ،چې په يوه مسره کې ناخوالې او په بله کې دژوند د خوږو رنګارنګي بيانيدای شي.
             په پښتو کې لومړنی شاعر،چې دې شعري فورم ته يې پښتني شال ور په سر کړ هغه لوی خان خوشحال بابا وو، چې د غزل په يوه مسره کې توره او بله کې زلفې وځلولې: 

توره چې تېريږي خو ګوزار لره که نه
زلفې چې ول ول شي خو خپل يار لره که نه (۴)
د غزل د دومره عام مقبوليت او زيات استعمال يوه وجه شايد همدا وي،چې د يو مانيز پيوستون او تسلسل  تر څنګ د غزل هر بيت په اصطلاح ځانته پاچا د ی او په ځانګړي او خپلواک ډول ډېر دروند مانيز بار پورته کولای شي. غزل لکه ،چې له نامه څخه يې ښکاري عربي کلمه ده او له همدې ژبې څخه پښتو ته دا فورم راغلی دی،له مانيز پلوه نورو هغو شعرونو ته ،چې غزليز،عشقي يا غنايي مانيز بار ليږدوي هم غزل ويل کيدای شي خو د فورم
له پلوه بيا غزل ځانګړې بڼه او شکل لري،غزل معمولاً هغه شعري چوکاټ ته وايي چې مطلع ولري،يانې د سر  بيت اکثراً مقفی وي او دبل هر بيت دويمه مسره يې قافيه ولري او د مطلعې قافيه تعقيب کړي،د بيتونو شمېر يې له ۵ ـ ۱۵ پورې وي.
د څپو شمېر يې معمولاً سره برابر وي، په ځينو خاصو غزلو کې کېدای شي د غزل هغه مسرې،چې قافيه نه لري يوه څپه له قافيه والو مسرو څخه زياتې شي.په په پښتو له ۷ څپيز څخه نيولې بيا تر ۱۵ څپيزو پورې غزلونه شته.
قافيه په غزل کې اساسې توک دی خو رديف اختياري دی.
هر کله چې په مطلع کې له قافيې څخه وروسته رديف راوړل شو د همغه رديف راوړل په ټولو قافيه لرونکو مسرو کې حتمي ګڼل کېږي.په پښتو شاعرۍ کې د غزل فورم دالاندې بڼې لري :
۱ـ بې رديفه غزل:
         هغه دی چې رديف ونه لري او په قافيه پای ته رسېدلی وي.
لکه د پير محمد کاروان دا غزل :

په غرونو کې نښترې وي او په کلي کې چنار
په زړه کې مګر څانګې څانګې وغځېږي يار

زلمي زلمي خوبونه دې په غېږه کې شيندم
که وخت دې چيرته وغځوي ګونځې په رخسار

په سر کې لکه غر يوسي ګلونه د جلال
له کوم سر نه چې ول تاوشي د دار لکه دستار

راوغځوه لاس لکه د کوچو غوندې سپين
د تورو وينو ډک زړګی مې دی پرهار پرهار

اعجاز دی د نغمو ګنې نو څنګه به يې وړای؟
دا دروند د غمو بار پر نري تار تار دستار

بېګاه مې توتکۍ جوړې جوړې په خوب ليدې
کېدای شي ګډ شم نن د تورو سترګو په بازار

نن خوند کوي چې سورسالو اور بل کړي پر ګودر
پرون خوند کړو اورونو د اورسانو پر کتار

ورځه ورپسې راوله شبنم غوندې طبيب
غزل دې شو کاروانه د نرګس غوندې بيماره

د پورتني غزل هره مسره ۱۴ څپې لري: چنار،يار،دستار ،پرهار،بازار،کتار او بیمار يې د قافيې کلمې دي.
رديف نه لري،د دې غزل هندسي جوړښت په دې ډول دي:

په پښتو کې لومړۍ او لاس ته راغلی مظمومه ژباړه هم دغزل له فورم سره سمون خوري.د پټې خزانې په حواله ابو محمد هاشم ابن زيد السرواني په (۲۲۳ ـ ۲۹۷ ه.ق) کې د یو عراقي شاعر محمد ابن خلاد يو شعر په پښتو ژباړلی دی. د شعر پښتو منظومې ژباړه داده:

ژبه هم ښه وينا کاندي چې يې وينه
د خاوند په لاس کې زر او درهمونه

ژبور ورله ورځي وينا يې اوري
د درهم خاوندان تل وي په وياړونه

که درهم يې ځينې ورک سوسي نتلی
پر نړۍ يې وي په خړو پيژندونه

که بډای سوڼي وبولي خلک وايي
دا وينا ده رښتيانيه له رښتونه

که بې وزلی ووايي رښتيا خبره
نور ووايي دا خوسوڼي دې تيرونه

هم درهم ښندي هر چاله لویه برخه
د درهم د خاوند هد ځای پر تمونه

 د درهم ژبه ده که څوک ژبور کيږي
ده وسله که څوک پرې کاندي قتالونه

۲ـ رديف لرونکی غزل: د غزل دفورم هغه بڼه ده چې د قافيې تر څنګ رديف هم ولري.رديف يوه يا څو کلمې دي،چې له قافيې څخه وروسته په يوه شکل او تر ډيره زياته حده په په يوه مانا تکرار راځي،دا غزل وګورئ:

د وخت سالار زما تربور دی آشنا
دا نوم ځکه د منصور دی آشنا

د مغولوالې انتها نه ښکاري
د وخت خوشال په رتنبور د آشنا

د اټک پله نه د آمو تر غاړه
د زړه وطن مې ټول چور چور دی آشنا
ستا د نظر په تعويذو به رغی
ژوندون مې تا پسې رنځور دی آشنا

هغه چې ته به يې ټکو ته راتلې
د زړه‌ ټپ هغسې ناسور دی آشنا

لوګی لوګی دې بېکسيار له کتو
درتلی چې نه شي بس مجبور دی

د پورتني غزل هره مسره ۱۱ څپې لري، تربور، منصور ،رتنبور،چورچور،انځور،ناسور او مجبور،په کې د قافيې کلمې دي.
(دی آشنا،دی آشنا) چې له ټولو قافيو څخه وروسته په يوه شکل او يوه مانا تکرار راغلي رديف ګڼل کيږي.

۳ـ دوه قافيزغزل: دا هغه ډول غزل دی چې دوه بیلابیلې قفيې ولري.مانا دا چې د دو مسرو د پای له قافیې څخه د مخه او يا د مسرو په منځ کې بله قافیه موجوده وي.په مطلع کې دوه بیلابیلې قافیې موجودې وي.د نورو ممسرو قافيې دمطلعې خپله تعقيبوونکي قافیې څخه وروسته د هغې خپل رديف هم په همغه بڼه تکراريږي.لومړی به دلته هغه بېلګه راوړو،چې څنګ په څنګ قافيې ولري .

که يم ډېر د حوادثو په کثال شل
خو درځم که مې رهبر شه باکمال مل

تا چې ځوان د دلبرۍ دکرم عام کړ
درته جوړ شو د عاشق غريب د سوال ول

معشوقه چې د جبين غوټه خوره که
د عاشق د خاطر غوټه شي فی الحال حل

د جفا وفا سودا په خپل اختيار که
د خوبانو په دربار کې دی دلال لل

اوښکې تېل صبر پنبه لري اور مينه
باري خدایﷻ مې چراغ نه که د اقبال بل

د هنر د چابک سوار لافه که ماته
چې آسمان نيلي راواخلي د خپل چال چل

څو چې ولید شي د مينې په ورشو کې
رقيبان که علي خان  لکه شغال غل


په پورتنی غزل کې د کشال،باکمال ،سوال ،فی الحال،لال،اقبال ،چال،او شغال ،د لومړۍ قافیې کلمې دي او (شل، مل،ول ،حل،لل،بل،،چل،او غل) د دويمې قافیې کلمې دي،رديف نه لري.

د دوه قافیه ييزو غزلو بل ډول دادی جې لومړۍ قافیه د مطلعې د مسرو په مهځ کې راځې ورپسې بیا رديف راځي ورپسې بیا بله قافيه او بیا ورپسې رديف.د مطلعې هره قافیه ځانته ځانته رديفونه او ځانته ځانته قافیې لري، یانې دا چې د وروسته مسرو قافیې په مطلع کې راغلې قافیې تعقيبوي.
لکه د اسحق ننګيال دا غزل:


خيبري تنده

ټول عمر درنه ده سپکه ته يې چې پرې نه ږدئ
خاوره پښتنه ده او پردوه ته يې چې پرې نه ږدئ
پېږدي خيبري تنده چې بيا په وینو ماته شي
ګرمه معرکه ده شړېدو ته یې چې پې نه ږدئ
سره چې وړي اورونه په کمڅو کې د پښتو ناوې
ښه ده چې لمبه ده لوګیدو ته يې چې پرې نه ږدئ
زلفو د جانان ته چې څو سرې وينې غوټۍ نه شي
لاره تکه سره ده وچېدو ته یې چې پرې نه ږدئ
نن مې د خوشال توره چې بیا هوس د شرنګ لري
تاوه په شرنګ ښه ده چوپېدو ته يې چې پرې نه ږدئ
ګورئ چې آسمان کې وريځ دستورو دلاس پل وهي
ورځ خو لا اوږده ده تورو شپو ته يې چې پرې نه ږدئ
وړي يې چې غروته ثريا په جام د سترګو کې
نېغه مو شمله ده کږيدو ته يې چې پرې نه ږدئ

دا غزل دوه قافیې او دوه رديفونه لري.په لومړي قافيه کې (درنه،پښتنه،   معرکه ،لمبه،سره،ښه اوږده اوشمله)د قافیې کلمې دي.(ده،ده)يې رديف دی او په دویمه قافیه کې (سپکېدو.پردو،شړېدو،لوګېدو،وچېدو،  چوپېدو،شپو اوکږېدو) د قافیې کلمې دي.(ته یې چې پرې نه ږدئ،ته يې چې پرې نه ږدئ) يې رديف دی.

۴ـ ماته غزل : (ماته غزل) ورته ځکه وايي چې په منځه ملا کې يا دهرې مسرې په منځ کې د آهنګ يوه وقفه راځي.په همدې منځ کې د څپو د شمېر له مخې هر مسره پر دوو مساوي برخو وېشل کېږي،لکه په لاندې غزل کې چې (ګوره د زخمو غوټۍ)د مسرې لومړۍ برخه او (څاڅي مې له سترګونه) د مسرې 
دویمه برخه ده.کله کله د آهنګ دا وقفه تر قافیې وروسته راځي او کله د ردیف یوه برخه هم ورسره نیسي او بیا له هغه وروسته وقفه او بیا نور رديف راځي.دلته به د دې ډول غزل يوه بېلګه وړاندې شي:

د تصور څپې
ګوره د زخموغوټۍ څاڅي مې له سترګونه
یار ته دکمڅو غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه
نن چې دا تیارې کوڅې ټولې دي باغچې باغچې
جام جام د سپرلو غوټۍڅاڅي مې له سترګو نه
پرېوتل له شونډو مې ستا د اننګو ګلان
ګرانې د نشو غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه
مات مې شو د صبر جام ښکل مې کړه مينوشه خوله
ماتې د توبو غوټۍ څاڅي مې له سترګونه
اوښکه د ليمو د باغ رغړي دې قدم پسې
ګوره د اسرو غوټۍ څاڅي مې له سترګونه
اوري دننګيال پر سر ستا دتصوير څپې
راغلې دخیالو غوټۍ څاڅي مې له سترګونه
په پورتني غزل کې (زخمو،کمڅو،سپرلو،نشو،توبو،لیمواو خيالو) د قافې کلمې دي.(غوټۍ څاڅي مې له سترګونه) يې ردیف دی.هره مسره يې ۱۴ څپې ده.
۵ـ بې مطلعې غزل : هغه غزل دی چې یوازې مطلع نه لري،یانې دسر لومړی بيت يې مقفي نه وي.د لومړی بیت دویمه مسره يې قافیه لري او دنورو بیتونو د دویمو مسرو قافیه یي د لومړي بيت د دویمې مسرې قافيه تعقيبوي.که چېرې د لومړي بیت د دویمې مسرې له قافیې وروسته دریف راغلی وي نو د نورو قافیه والو مسرو رديفونه هم همدا بڼه لري.
په پښتو لرغونې شاعرۍ کې د شیخ رضي لودي او نصر لودي تر منځ شوی شعري سوال او ځواب هم له همدې فورم سره ورته والی لري.د دې فورم يو ه
بېلګه دا ده:
هيله
چې خزان وهلی بڼ يې سور او شين کړم
د خيالونو دونیاګۍ ته مې نن راشه

د ګیلو مانو په شونډو ګوتې کيږده
درواری شمه یوه شېبه پخلا شه

چې غوټۍ زما دهيلو پې سا واخلي
په سړه څله کې پرخه د سبا شه

چې د مړاوو خاطرو سترګې يې ښکل کړم
په ترخو شونډو مې يو وارې موسکا شه

د رتنبور د شپو دردونه مې هيرېږي
د غزل ذهن ته ننوزه ساه شه

په ټپونو مې پټۍ د مينې کېږده
یوه هیله ده پوښتنې له مې راشه

وينې(څه وي)په کې نشته دي ګيلې دې
د پیوند شپېرو زخمونو له دوا شه

په پورتني شعر کې(دا،پخلا،سبا،موسکا،ساه،را او دوا) د قافیې کلمې دي،(راشه)یې رديف دی .

سرچینه : د شعر هندسي جوړښت کتاب، مولف محمد اسماعیل (یون) .
زما موخه له دې معلوماتو څخه د خلکو ګټه اخیستنه ده،چې د نوموړي مولف له کتابه څخه مې ګټه اخیستې ده.

اساسي برخه: تاریخ څه وایی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1154

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1163

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1295

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1787

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5991

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…