د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د لوګر ولایت مرکز په حصارک کې د واده سندرې

مخکې تر دې چې په موضوع پيل و کړم د اضروري ګڼم ،چې د حصارک د کلي په اړه لږ معلومات در کړم.
د حصارک کلي د لوګر ولایت مرکز پل علم څخه په ۵کیلومتر ي  واټن کې د ختیځ خواته پروت دی،خلک يې زحمت کښه او غریب کاره دي،زه غواړم د دې سیمې،چې زما ټاټوبی هم دی د واده سندرې تاسوته در وپیژنم ترڅو زمونږ دسيمې له کلتوراو عنعناتو څخه هم تاسې محترم لوستونکي خبر شئ
په دې هیله پیل کوم په خپله موضوع باندې.
د واده سندرې زمونږ په سېمه کې بېلا بېل ډولونه لري لکه : د نکریزو د شپې سندرې،د شال اچولو سندرې،د ناوې په تخت د درولو سندرې،کله چې د ناوې پسې ورا ځي دا هم یو ډول سندرې لري او داسې نورې سندرې.

۱ـ د نکریزو د شپې سندرې : د نکریزو د شپې سندرې یو ورځ مخکې له واده څخه په شپه کې ویل کیږي.دا په داسې ډول وي چې د زوم کورنۍ د بل خپلوان کره دوه درې قابه نکریز ږدي،د زوم کورنۍ او نور خپل او خپلوان د د نکریز د راړلو لپاره بیا هغه کورته ورځي په کوم کور کې یې،چې نکریزي ایښي دي، د لارې په اوږدو کې بیا ښځې د دریا او یا بل د موسیقی آلې سره سندرې وایی ا و پیغلې ورته نڅا کوي،ځینې نورې انجونې په ښه شور او زور سره ورته چکچکې کوي او د دې سره جوخت سندرې هم وایي،چې دغه ډول سندور ته د نکریزو د شپې سندرې وايي.
بېلګه لاندې وګورئ :

شا لونګین به په اوږو د رخیزومه 
دا داحمد په کاله کې شالونګین په اوږو درخیزومه
دا داحمد کره ورځمه
نیم مایي غولی یي پاس په زيړو ګلو
شا لونګین به په اوږه درخیزمه

په دې سندره کې بیا ټیکۍ ور  اچوي د ټیکیو سره یي خوند نور هم زیاتیږي

 بله بېلګه :
سمې یې نیمې شپې سوې (شوې)
خلقې په خوب ویدې سوې(شوې)
په همزولو کې څې(چې) کورې
د احمد منګولې سرې سولې (شولې)

بیا په دې سندره کې هر پيغله یا هغه ډله ،چې سندرې وایې  او هره یوه په خپل وار سره تيکۍ ور اچوي او همداسې سندره پرمخ ځي.

بله بېلګه :
شاهي جګ شه په تخت کېنه یاره
لکه سرداره
لاس په نکریزو سور که
شاهي سرداره

د اسندره په هغه وخت کې ویل کیږي،چې کله د زوم لاس سور کوي دا سندره یا د ښځولخوا ویل کیږي یا د نرو مګر  ځانګړي ساز سره ویل کیږي.

۲ـ دشال اچولو په وخت کې سندرې : د شال اچولو سندرې هغه وخت کې ویل کیږي،چې کله په ناوې باندې شال اچوي،البته دا سندرې زیاتر د ښځو لخوا ویل کیږی نارینه دومر ونډه په کې نه لري.

بېلګه :
په بام ولاړه ده وګورئ عالمه
نرۍ یې غاړه ده وګورئ عالمه

بیا وروسته دا ټیکۍ پسې اچوي :

یوه کوټه څلور یې کونجه
په کې ولاړه د احمد ناوې نارنجه
خدای دې له بامه راخطا که (کړه)
چې غونډه منډه دې په غيږ کې ونیسمه
دې ورته نورې خوندورې او په زړه پورې ټیکۍ ور اچوی ،چې سندرې ته ډېر خوند ور بښي او په زړه پورې کوي یې.
 
بله بېلګه :
په واده راغلي پیغلې ګډیږي په خندا
اتڼونه کوي ناوې به راولې سبا

بیا دا ټیکۍ په کې اچوي
په ناوې ډیر کالي امبارکۍ (کړئ)
ور سره خوند کي (کوي)بنارس جوړه که وینه

۳ـ د ناوې په تخت باندې د  درولو سندرې :

ځه ناوې ولاړه که (کړه)
سره څېره د ګلو ښایسته زلمي  په غاړه که (کړه)

 د دې سندرې وروسته بیا ټیکۍ ور اچوي.
 
بله بېلګه :
ناوې ورو ورو راځه
قدم قدم دې ګل سه(شه)
په نخرو نخرو راځه
 
د دې سندرې وروسته بیا ټیکۍ وراچوي

۴ـ  د ناوې د ډولۍ د راوړلو سندرې:

ښایسته ځوانان يې په ډولۍ پسې ورځینه
ناوې بل بل کلي ته وړینه
ناوې بل
 بل کلي ته وړینه
د دې سندرې ورسته بیا نورې ټیکۍ ور اچول کیږي

بله بېلګه :
شین موټر په شګو کې پنچر ده
 مونږ ته ناوې راکئ(راکړئ)
مازدیګر دی
بیا ورپسې ټیکۍ اچوي

بله بېلګه :
سرې ډولۍ ته خیزه خند مو د علم نه کې (کړې)
ناوې زاړه مه دا واده په مونږه غم نه کې(کړې)
 بیا ورپسې ټیکۍ اچوي

بله بېلګه :
مبارکي راکئ(راکړئ) عالمه مبارک دې شه
و وړې لیلو یار دې راغی
بیا ورپسې خوندورې ټیکۍ اچوي لکه دا لاندې تيکۍ

مبارکي راکئ(راکړئ) عالمه
چې په مین وم ترې چارپېر مې کړل لاسونه

۵ـ د کوزدې سندرې: د کوزدې سندرې دا هغه وخت ویل کیږي چې یو هلک ته کوزده وکړي یانې ښځه ورته وکړي.

بېلګه :
دما(زما)دلاس ګوتې دسروغمیولال(لعل) وګورئ
د احمد په لاس کې ګل په اوږو یې شال وګورئ
د دې پسې وروسته بیا ټیکۍ اچوي

بله بېلګه :
د کابل د مڼو بوی بوی راغی شماله
څه عجب خبر دې بیا راوړ روی ماله

بیا ورپسې ټیګۍ اچوي

بله بېلګه :
شاه مازدیګر شغلې شغلې مازدیګر
په شغلو پټه یاره نه دې پېژنمه
یاره مازدیګر
ورپسې بیا نورې ټیکۍ ور اچوي.


خط مې ځنځيري ځنځیري ده وړی یې  نه سمه(نه شمه)
ومورې درځمه یو قدم اخیستی نه سمه(نه شمه)
خط مې ځنځيري
د دې سندر پسې بیا نورې ټیکۍ اچوي

د شنې لونګی هلکه لار را که(راکړه) څې (چې) ځمه
و دې شنې لونګیه
ټیکۍ :
ورځه ورځه په مخ دې ښه سه(شه)
که مرګی نه وو بیا به وکو (وکړو) دیدنونه

هرکله راسي(راشي) ستړی مه سې(شې)
ستړې خو زه یمه څې(چې)نارې درپسې وهمه

د کوټې ور دې مخامخ ده(دی)
اور دې بلیږي ماته خوب کله راځېنه

په نېمه شپه راوځه تماشه مې دې وربل وکه (وکړه)
یاره واده بل وکه (وکړه)

د واده نورې سندرې:

زرغون پڼونه تور یې بیکی ده
دا یا یې ګوره څې(چې) لیونی ده


تور پیکي ته مې ګېډۍ د ګلو راوړه
ماته لاچي لونګین راوړه

بیا ور پسې دا ټیکۍ اچوي:
ماته لونګ په لونګ راکه (راکړه)
سبا به واخلم د لونګو درمندونه
ګل ګلابه خدای دې راکه (راکړه)
دنور و ګلو مې باغچې ولاړې دینه
ګل مې په لاس درته ولاړ یم
یا مې ګل واخله یا رخصت راکه (راکړه)څې(چې) ځمه
د نیمو شپو راتګ دې جارسم(ځارشم)
خلک ویده دي په راستۍ خوله درکومه
 سبا به بیا لویه ښادي وي
د احمد د سرې ډولۍ پسې به ځونه
ناوې بل بل کلي ته وړینه
سترګې خو تا ورکړي خدایه
دا کج باڼو یې په زرګر جوړ کړي دینه
خدایه ښادي په ښادي راکې(راکړې)
څې(چې) په کې ګرځم تورې سترګې سره لاسونه
کور دې په کلي کې مالوم دی
د دروازې په سر يې ګل کرلې دینه
جلۍ د باغ له لوري راغله
په سپینه خوله شفتالو خوړلي دینه
جلۍ دخدای روی مې دروړی
په مخه راغلې مخ ته مه نیسه لاسونه
مخ ته دې ځير کتلی نسم (نشم)
ستا دې چارګل غمي مې سترګې برېښوینه
مخ دې بې خاله ښایسته ده
که خال په کیږدې ما به ورک کې(کړې) له وطنه
خال دې وهل خبر دې نه کړم
ما دتا(ستا) د خالو ایښي وو نذرونه
سترګې کرارې که راپورته
دا دې کرارو سترګو ډېر وي عزتونه
په باغ کې ګرځي خرما غواړي
په سترګو ړوند شي خرما زه ولاړیمه
مخ دې له ګل سره سیالي کې(کړې)
ګلاب شرمېږي مخ په پاڼو پټوینه
چې د ګل را که په خندا سوې(شوې)
زه دې له ګله په خندا خوشاله شومه
په ګودر سور سالو ښکاره سو(شو)
ما ویل چې په تورو اوبو اور ولګیده نه

د واده نورې سندرې :

هلک نری چینار دی جلۍ د ګلوونه
په سر یې زرین شال دی په غاړه يې ګلونه

په دې سندرې پسې بیا هر پیغله په وار سره ټیکۍ اچوي او بیا د ټیکۍ پسې دا یو بیت بیا تکراروي،دا سندره هغه ویل کیږي چې کله،زوم او ناوې په تخت سره ودروي بیا دا سندره په ډېر شور او خوند سره یې وایي.

ما ګل راوړی د شینکي باغه
ما ګل راوړی
د شاه په باغ کې ګډه سومه(شومه) یو ګل به راوړم
و دې شینکي باغه ما ګل راوړی
لکه څې(چې) وران کلي کې باغ دګلو وینه
ما ګل راوړی و دې شینکي باغه ما ګل راوړی

دا سندره هغه وخت ویل کیږي،چې کله یو هلکه ته ګل راوړي .

بله سندره :
باغ دې یم باغوانه وی الله طوطیانو لوټ که
سبا به ځم له خیالي باغه
 بیا دا ټیکۍ ور پسې اچوي :
د ګودر هر بوټی دارو ده
 څې(چې) شاه لیلا مې په کې سترګې توره وینه
ګلاب له اصله شاه زاده ده
رمبیل چمبیل یې نوکران نیولي دینه

بله سندره :
وه وروره ښادي ده غم يې مه کې(کړې)
دا ښادي د احمد جان ده خدایه په توره خوا یې مه کې(کړې)
دا سندره هغه وخت ویل کیږي چې کله د کوم هلکه واده وي بیا دا سندره ورته وایي.

بله سندره :
ښایسته لالې دې ونیسه له لاسه
ناوې پل
پل دې بختور سه(شه)
د دې سندرې پسې بیا نورې ټیکۍ اچوي،داسندره هغه وخت ويل کیږي، چې کله ناوې لومړنی قدم د خسر په کور کې ږدي.

بله سندره :
د موږ(زمونږ) ناوې ښایسته ده
په ورو ورو يې جوړوی
بیاور پسې نورې ټیکۍ اچوي.

بله سندره :
آس ولاړ ځنګون تړلی
ترڅو یې جګه نه کې څه(چې) ورور  ورور نه وي راغلی
دا سندره هغه وخت ویل کیږی،چې کله ناوې د پلار له کور د خسر کور ته وړي.
 
بیا په پورته سندرو کې داسې ټیکۍ اچوي:

سبا مې بر کلي ته وړینه
کوز کلي ته راسه (راشه) جانانه
ما خو له تانه بې لوینه
کوز کلي ته راسه (راشه) جانانه
ما د قیامت طمعه لرله
تا رانه واخیستل په دې دنیا لاسونه

بله سندره :
و انجونې راټولې کې (کړئ)
ماصومه(معصومه) راځي
لستوڼې وکاږی ګډیږئ
د غیربانو ښادي کله کله وینه
و انجونې راټولې کې (کړئ)
ماصومه (معصومه)راځي

بله سندره :
جانانه،وروره ښادي ده
که داښادي  داحمد ده 
د محمود شمله زري ده
که ده ښادي د ملالۍ ده
د ګلالۍ ټیکری زري ده
دا سندره هم د واده په ورځو کې ویل کیږی،البته یوه نمونه یې د ښځو ده او بله نمونه،یې د سړيو ده.

بله سندره :
له پاسه موټر راغی
موټر ترخې باده وي
دا احمد په کې ولاړده
سور دسمال یې باد وهي
اوس به جوړ کړی موټر راسي(راشي)
د احمد له کوره
اوس به دګلو ګیډ به ویسي د بلال به کوره

کله چې ناوې راځې یانې د خسر کره بیا دا سندره ورته وایي:

دا میرزايي قدم را واخله
نرې لار جوړه ده
د ا پورته بیت د خسرګنۍ لخواناوې ته  ویل کیږي.
د احمد لایقه ته یې
حکم خدای کړی ده

داحمد لایقه نه یې
حکم خدا کړی ده
دا پورته بیت د پلارګنۍ لخواناوې ته ويل کیږي.

بیا دا سندره د خسرګنۍ لخوا ناوې ته ویل کیږي:

په لاس پورې که (کړه) خینه
له زړه وباسه کینه
که دې پلار خاطر ته ګورې
خورې مه اخله خینه
که دې خسر خاطر ته ګورې
خورې زر(ژر) واخله خینه

کله چې زوم د ناوې کورته ورځي دا سندره ورته وایي:
په زیړو ګلو کې درځمه
پسرلی ده
لیلو بیا دې رنګ زیړی ده
یو وارې لاس په لاس کې راکه
بیا دې راوباسه د پلار د ننګ میړونه

بله سندره:
ګل وشاهي روانه
یاره نای نای
ګل وشاهي روانه
یاره لې لې

بیا دا ټیکۍ ور پسې اچوي :

کور د په کلي کې مالوم ده
د دروازې په سر د ګل کرلي دینه

بله سندره:
شاه مازدیګر ده وړې
شمال لګیږي د لاهور
وړې شاه مازدیګر

بله سندره :
راوړه دیدن راوړه
جارو کړی مې دالان ده
اوړ اوړ باران ده
خالونه  واړه شینه خالونه
د زنې خاله نوکري به دې کومه

بله سندره :
مخ مې دې ولید په دالان کې
څلور دې غبرګ ګلان ټومبلي په ګریوان کې
خيال دصنمې
ورپسې بیا ټیکۍ وراچوي .

بله سندره :
جلال آباد ډاګی ډاګی ده الله
دما(زما) یادیږي ملنګي د مازدیګر خوبونه
وی الله جلال آباد
په تورپيکې دې باران  اوسه (اوشه)
څې(چې) د سېنې په سر دې راسي(راشي) سیلابونه

بله سندره :
د چینارو لاندې خوبونه
څوک به دې مړ کې جانانه
الله مسافر به دې راوړینه
بنګو لیونی کړم جانانه

بله سندره :
دا تورې سترګې د اتڼ کې(کړې) ببو
دا شنه خالونه دې ګروپونه د کابل کې(کړې)ببو
یاره نای نای
یاره لې لې

ټیکۍ :
ځي په لوړو غرونو لیلا
لیلا په لوړو غرو کرلي دي ګلونه
لیلا
بله سندره:
وی زړګی مې سم در سره ځینه
وشین خالې انجلۍ
کډې دې بیا چیرې باريږي
بله سندره :
تا(ستا) دې چارګل په پرو
زیړه روشني ده
شال واچوه ګرمي ده

بله سندره :
چارمغز دګلو
سترګې دې تورې
کوي خوبونه
له پاڼو ګورې

بله سندره:
راځه څې(چې) ځو جانانه
راځه
په منډه مه راځه
پیرې ولاړې دینه
جانانه
پاس په هوا راسه جانانه
لارې کوڅې د غمازانو ډکې  دینه

بله سندره :
مخ دې د ډنډ په اوبو ولی ده
ببو شګنم (شبنم) دې غوړولی ده
ملایمې ببو
ما د لوګر بندر نیولی ده
ببو شګنم(شبنم) دې غوړولی ده

بله سندره :
نری نری باران وریږي
لیونۍ نه راځي شرميږي
خالقه خدایه ګناهکار یمه
د لیونۍ سره ایساره یمه

بله سندره:
که مې ګل راوړ له چمنه
شاه لیلا تاته به رویبا درولیږمه
ګل راوړه څې(چې) ځمه

بله سندره :
د ما(زما) دې خیال زلفې اوږدې دي
پرې حلال به سي(شي)
وی هلکه مه راوړه لاسونه
ګناهکار به سي(شي)

بله سندره :
سالو توره لونګۍ
و زړا راځینه
ما له موره ولې بیلوی
وزړا راځینه

بله سندره :
ناوې ورو ورو جوړوی
دوه دوه تاره اخلئ
سره ورو ورو يې بیلوئ
ناوې څه په ارمان ژاړي
دغه پلار یې کور ورکړی
ورو یې بیرته وشکه(ورڅخه) غواړي
سره یې ورو ورو بیلوئ
ورو یې جوړوی ورو

بله سندره :
تیراوله ماما
ځه چې ځو ګرمي ده
په ما ګرانه ماما
ځه چې ځو ګرمي ده
په ما ګرانه ماما

بله سندره :
په لویو غرو باندې راتا وشو طوفانونه
ګله ږلۍ وريږینه
مه ځه دلته شپه وکه(وکړه)
پاتې سه(شه) باران ده

بله سندره :
څه شورماشور ده
وه وګۍ
په شورماشور کې
لیلا ځان سینګاروینه
وه وګۍ


بله سندره:
څومره وړوکې وي
څومره غټه سوې(شوې)
اوس د احمد په شالو پټه سوې(شوې)

دا سندره د نکاحي په وخت کې ویل کیږي :
شاهي شاهدان پريږدئ
څې(چې) تېریږي
دا احمد زمونږ شاهد
په شاهدي کله پوهیږي

بله سندره :
ولې دې غږ وکه
دې سره سالو له لاندې
دا نوی یار دې مبارک سه(شه)
ناوې جانې

بله سندره :
د ګودر غاړه ایجاره
ما بې وروره مه کې (کړې)
ورو د ما(زما) سره جوړه
شرنګ مې د بنګړو

بله سندره :
دهلک توره لونګۍ
نرۍ یې ونه
لږ یې راولئ د ننه
بله سندره :
و دې غاړې وګۍ
عالمه ښه یې ګورئ
د څوارلسمې سپوږمۍ

بله سندره :
ګلبشرې راسه (راشه) ګل مې واخله
نور مه شکوه ګل
دا غونچه دې بس ده
نور مه شکوه ګل

بله سندره :
زه به دې سوري ته کېنمه
بې له یاره
و د بر ګودر چیناره

بله سندره :
مازدیګر ده که نه
زما خیالی منګی مورې وزګار ده که نه
سړې چېنې ته ځمه

بله سندره :
نه مې ته لېدلې وې
نه دې زه ليدلی وم
هسې خوب کې مې لالیه
یو شیبه لیدلی وې

په واده کې دساتېري سندرې :
موږکه ورو ځه په نخرو ځه
پاس په کمرو ځه چې شمله دې باد وهینه
موږک واده واده لري
پیشو خبره کې(کړئ) څې(چې) په غم یې ولړي
دا د کابل په شور بازار  کې لونګینه
موږک ولاړ ده زرغون شا بیه کوینه
د موږک سترګې چوخړنې لونګینه
پشۍ ړنده کې(کړې) څې(چې) نه په توروینه
د  کلا سره کاشي کاشي ده لونګینه
د خدای مې جار کې(کړې) موږک جان مې تماشینه
دا دواړه په کندوچي کې لونګینه
موږک اخته ده بالاخانې په کې جوړوینه
دا دغوړیو په قوتي کې لونګینه
موږک اخته ده خپلې څڼې غوړوینه
 
بله د ساتېري سندره په واده کې:

ګنجیه ولې زاړې
احمد به یې در نکې(نه کړي)
ته به سرې سترګې ولاړ یې
محمود به دې مړ کې(کړي)
ته به سرې سترګې ولاړ یې
ګنجیه ولې زاړې

بله دساتېري سندره :
واخله لاندن جانې
وی واخله
لندانه تللې
مسافر خوشالوینه
وی واخله 
په سر دې سل ګزه ململ ده
وی واخله
زه دې له پکه سره  څه خبره ومه

بله سندره :
ببو یوارې را ماته سه(شه)
نای نای
شین رنګین ګیدی دې پاتې شه
لې لې

بله سندره :
د کلا تر شاه تریږې
مرور یې کېه شرمیږې
نه مرور یم نه شرمیږم
له تهمته دې ډاريږم
دغه تورې کېدۍ ښې دي
شین خالې جونې په کې دي
و دې سرې څپې هلکه
خدای مې دید درسره وکه
که مې نه در سره بیا یې
سلامونه به پرې وایې
تور بوټونه چنګه کې
په بایسکل کور ته راځي

بله سندره :
په پله راغلې که په جاله
شین خالې ببو تور اوربل شانه
وی نای نانای
وی لې لې

بله سندره:
خوړه چې باره وي
د ګډو وډو ورېځو شینکی يې خال ده
دا خوړه څې(چې) بار ه وي
دا احمد خان ده


بله سندره :
طالب جانه طالبه ډېر مې یا دیدې
و مینه ومه طالبه چېرې اوسیدې

بله سندره :
د دانه ګۍ اوبه په خيال کوچیان ېې وړینه
د دانه ګۍ اوبه په څه شي کې راوړینه
و  د دانه ګۍ

اساسي برخه: تاریخ څه وایی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1544

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1504

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1705

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2207

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6459

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…