د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د پښتو ژبې لهجې

پښتو ژبه ډېرې لهجې لري مګر په دو لهجو کښې سره خلاصه کيږي،چې يوه ختيځه او بله لويديځه ده،لکه چې مونږ مخکې ورته اشاره وکړه،د دې  دوه لهجو لوی تفاوت يو په(ښ) کې دی ،چې لويديځ تقريباً د (ش) غوندې وايي  او لويديځ يې د (خ) په شان وايي او بل په (ږ) کې دی،چې په لويدځه لهجه کې د (ژ) غوندې ويل کيږي او په ختيځه کښې د (ګ) په شان ادا کيږي.
       د دې دوه لهجو دغه لاندې فرقونه هم د يادونې وړ دي :       هغه مونث اسمونه ،
چې په آخر کې يې خچه (ه) لري لکه (سترګه ) په ختيځه لهجه کې د جمعې او دتغير په حال کې مجهوله(ې) راځي لکه : (سترګې) او په لويديځه کې په څرګنده (ی) راځي لکه (سترګې).
         هغه مونث اسمونه،چې په آخر کې الف ولري لکه (غوا) د ختيځ ګروپ د يوسفزيو په لهجه کې مفرد او جمع  يو قسم استعماليږي لکه يوه غوا،پنځه غوا .(۱) مګر د   مومندو په لهجه کې ،چې دوی هم دختيځ ګروپ له ډلې څخه دي د جمعې صيغه.
(۱) دغه خبره سمه نه ده،د غوا کلمه په ټولو په ټولو لهجو کې قياسي جمعه لري : غواوې،غواګانې، يوازې کله کله مفرد لفظ(غوا) د جنس په توګه د جمع په ځای کې هم ويل کيږي.                                                                                                                          (رښتين)
 (غواوې ـ يا غواګانې) استعماليږي،د دې لهجې فرق د لويديځې لهجې سره يوازې په (ی) کې دی ،چې لويديځ يې په څرګنده (ی) وايي .
      په لويديځه لهجه کې د جمعې مذکر د پاره سوفکس (ان) راځي تر دې،چې په بې سا                             جمعو کې هم دغه سوفکس ويل کيږي لکه نوم ـ نومان .
د( دوه ) عدد په ختيځه لهجه کې د مونث شکل نه لري او ويل کيږي دوه سړي،دوه ښځې مګر په لويديځه کې د مونث د پاره(دوې) ويل کيږي مثلاً دوه سړي،دوې ښځې.
په لويديځه لهجه کې د جمعې مخاطب د پاره د (است ) خاتمه راځي لکه تاسې واياست ، تاسې تېريداست،تاسې ياست،مګر په ختيځه لهجه کې بيا فعل دا خاتمه نه لري. چ
هلته داسې ويل کيږي تاسې وايييÁ،تاسې تېريدی Á، تاسېÁ. د دې توپېر سره سره په لويديځه لهجه کښې د مفرد غايب مذکر د پاره په ماضي فعل کې د (ی) خاتمه راځي لکه (ورسيدې)،چې په ختيځه کښې (ورسېد)ويل کيږي.

      په لويديځه کې د (پر) ادات استعماليږي،چې همدا ادات بيا په ختيځه کې په (په) ويل کيږي،په ختيځه لهجه کې د (نه) لاحقه راځي،چې بيا په لويديځه کې (څخه) استعماليږي.
          (په ښار کې) دا عبارت په ختيځه اصطلاح کې (ښار کې) ويل کيږي ،مثلاً ښار کې وم.دغه ډېر ويل کېدونکی مصدر(شول) په لويديځه کې اکثر په (سول) سره ويل کيږي.
 سره له د دې ،چې په لهجو کې توپېر شته،د ختيځو او لويديځو لهجو خلک په ښه شان سره کولای شي،چې يو تر بله سره  تر ډېر وخته وګړيږي او په مطلب  سره وپوهيږي.
پښتو مختلفې او ډېرې لهجې لري،چې تر اوسه پورې ټولې په پوره اندازه سره نه دي څيړل شوي .
       د (ګرير سون) په کتاب کې د پښتو لهجو د يوې برخې مختصر خواص بيان شوی دی
او دهغو نمونې ور کې راغلې دي مګر پوره معلومات او کافي مواد د دغو لهجو په باره کې دنارويژي(مارګينسټېرني) په کارونو کې ځای شوي دي او هلته پوره مطالعه کيدای شي .
تر اوسه پورې په دې باره کې کار نه دی شوي،چې ادبي ژبه څومره تاثير په لهجو اچوي، د ملي ژبې د پراختيا په وخت کښې دغه تاثير په ښوونځی،اردو او په دايرو کې ډېر قوي دی. د پښتو هغه قاموس،چې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی د دې خبرې ښه مثال دی،چې پښتو مختلفې لهجې لري او د نورو ژبو لغات هم ورکې ننوتي دي.
      سره له دې،چې ګرامري جوړښت مختلف او دلغاتو پانګې يو راز نه دي،بياهم د پښتو لهجو خلک کولای شي،چې يو تر بله سره خبرې اترې وکړي او يو بل ته خپل مطلب ښکاره کړي،مثلاً وردګی کولای شي،چې د وزيرستاني سره خبرې وکړي،وزيری کولای شي،چې د مومند سره وګړيږي،مومند کولای شي،چې د منګل سره مرکه وکړي، منګل کولای شي،چې قطغني سره خبرې اترې وکړي،قطغنی کولای شي،چې د شنواري سره مفاهمه وکړي او شنواری کولای شي،چې د هراتي پښتانه سره آزادې خبرې وکړي.
      د خليل مومندو يا پېښور ۍ لهجه ختيځې لهجې ته منسوبه ده، د دې لهجې له خواصو نه يو دادی،چې (ژ) په کښې په (ج) بدليږي،لکه (ژوند)،چې دوی (جوند) وايې، په ماضي کښې د مفرد غايب دپاره مثلاًد (راغی) په ځای (راغلو) وايي د (ورسيد) په ځای (ورسيدو) ويل کيږي.
      د ربط ادات(دی) په دې لهجه کې د (دې)غوندې ويل کيږي،پېښورۍ لهجه د ختيځې ادبي ژبې دپاره اساس ګرځېدلی دی .
غلجۍ لهجه په ختيځ ګروپ کې د ويونک له حيث تر ټولو زياته ده، د(ږ) او (ښ) په آوازونو کې دا لهجه ځانله خپل خصوصيت لري،د ضميرونو په ويون کې د نورو لهجو نه بېلوالی لري،مثلاً د(زما) په ځای دوی (دما) وايي دستا په ځای (دتا)وايي، دتلل د مصدر په مطلقه ماضي کې د نورو ختيځو لهجوغوندې (لاړ) وايي،چې دا صورت په لويديځه لهجه کې (ولاړ) ويل کيږي .
بايد ووايو،چې ډېر لويديز غلجيان کندهارۍ پښتو وايي،يوسف زايي لهجه د نورو لهجو نه په دې کې امتياز لري،چې دوی(ږ) کټ مټ د(ګ) غوندې تلفظ وايي او (ښ) عيناً د ساده(خ) په شان تلفظ کوي،د (څ) توری د (س) غوندې وايي لکه (څوک) ،چې دوی يې (سوک) وايي.همدا راز(ځ) په ساده (ز) بدلوي او (ژ) په (ج) بدلوي لکه (ژرنده)،چې په دې لهجه کې جرنده ويل کيږي.
       د(ته) لاحقه د (له) غوندې وايي ، مثلاً د (ماته) په ځای (ماله) وايي،د (په) ادات په دې لهجه کې د (پا) غوندې ويل کيږي او د (به) مشهوره علامه د (با) غوندې وايي لکه (خپل پلار ته با (به) ورشم) (۱) .
په دې لهجه کې ډېر آثار ليکل شوي دي او ډېر ادبيات لري.
 (۱) د لهجو د دغه اختلاف سره سره بياهم په ليک دود کې مهم فرق نشته او (په) او(به) په همدغه متحد معياري شکل ليکل کيږي.
د اپريديو لهجه يوه له هغو لهجو نه ده ،چې د ختيځو لهجو په منځ کې پوره بيلوالی لري،د (پلار) په ځای (پلور) وايي،د (کار) په ځای (کور) استعمالوي،د (لاس) په ځای (لوس) وايي،د (درته) او (ورته) ضميرونه دوی (دېرته)او (ويرته) وايي، د ظرف کلمه (دلته) د (دېلته) غوندې تلفظ کوي او خصوصياً ډېر ښکاره توپېر په دغو راتلونکو ضميرونو کې ليدل کيږي: د (زما) په ځای د دوی په لهجه کښې (اېما) ويل کيږي،د (ستا) په ځای (اېتو) ويل کيږي (دهغه) په ځای په کې (ايغه) وايي او د (هغوی) په ځای اېغو ويل کيږي .
     د بنګښ لهجه د پښتونستان په لويديز کې ويل کيږي ،د دې لهجې خصوصياتو نه د(خليل مومندو غوندې) د ماضي فعل د غايب په صيغه کې د(و) د توري  زياتوالی دی مګر د خليلو په لهجه کې د (و) توری ضرور  زياتيږي او په دې لهجه کښې ضروري امر نه دی کله په کې خفی (ه) هم د (و) په ځای راځي لکه د (ورسيد) په ځای دوی ورسيدو يا ورسيده وايي، په دې لهجه کې(څ) د (س) غوندې ويل کيږي او (ځ) ور کې د (ز) غوندې ده،داهم بايد وويل شي،چې د فعل حال د غايب صيغه يانې (کوي) په دې لهجه کښې(کې) غوندې ويل کيږي،داهم امکان لري،چې دا لهجه د خليل مومندو  د لهجې يو جز و ګڼل شي.
         په لويديز کې تر ټولو زياته خپره لهجه  دورانۍ لهجه ده،د دې لهجې ستر خصوصيت په افعالو پورې د (است) لاحقه ده ـ (تاسې ولاړ است،تاسې واياست)، کې داسې ويل کيږي :
           (ورسيدی،ځواب يې ورکیږ)
  د (پر) ادات د لويديزې لهجې له خصوصياتو نه دی ، وګورئ،چې ګل پاچا الفت د (پسر) د ادات په باره کې څه ليکي :
(که څه هم (پر) او (په) غير مهمې کلمې ښکاري  مګر د ادبي شکل په بېلوالي کښې د دوی اهميت ډېر لوی دی.)
په دورانۍ لهجه کې د (کړل) د مصدرنه لنډ شکل ډېر استعماليږي مثلاً(راکه!) بې (ړ) ويل کيږي، د (شول) مصدر د (سول) غوندې ويل کيږي (راسه!) وايي، د دې لهجې د متنونو نمونې محمدګل نوري په دوه ټوکه(ملي هنداره) کې راوړي دي،چې په کابل کښې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوې ده، د دې دوه ټوکو ټول مطالب قصې او افسانې دي مګر له بده مرغه،چې عربي توري د لهجو خصوصيت نه شي څرګندولی.
د خټکو لهجه يوه مهمه لهجه ده ځکه د خوشحال خان نه نيولې تر زمونږ د زمانې پورې دغه قوم ډېر او ښه ليکوال لري، د (ورته) ضمير په دغه لهجه کې د (وېر ته ) غوندې ادا کيږي،په دې لهجه کې هم (څ) په (س) او(ځ) په ساده (ز) بدليږي مګر نه دتل دپاره،شخصي ضمير(زه) د (زې) غوندې او (ته) د (تې) غوندې ويل کيږي،دخټکو لهجې سره بنوڅي لهجه ملګرې کيږي .
د کاکړو لهجه له بده مرغه تر اوسه پورې نه ده څېړل شوې، د دې لهجې د خصوصياتو نه يو دادی،چې مجهول(و) په معروف (و) سره بدلوي لکه (توې سترګې)،چې دوی يې په  معروف  (و) سره وايي .
د مروتو لهجه هم پوره نه ده ـ مطالعه شوې.،وزيرستانۍ لهجه د نښو له کبله يوه مهمه لهجه ده، دا لهجه په ختيز ګروپ کې د اپريديو د لهجې سره سر خوري ،په دې لهجه کښې معروف (و) په معروفه (ی) بدليږي لکه (مسود)،چې دوی یې (مسيد) وايي او مجهول (و) ورکې په مجهوله (ې) اوړي لکه (مور)،چې دوی يې (مېر) وايي يا څلور ،چې دوی يي څلوېر وايي ،د (کښې) لاحقه د (کشې) غوندې وايي،چې دالاحقه په ختيزې لهجې کښې د (کې) غوندې او په لويديزې کې ، د کې په معروفه (ی) ويل
کيږي،دوزيرو سره د نورو پښتنو راشه درشه څه ګرانه غوندې ده لکه،چې دې کارته (لوريمر)،چې خپل منوګراف يې د وزيرۍ لهجې په باره کې ليکلز دی اشاره کړې ده(۱) ځه رنګه ،چې د نورو پښتنو راشه درشه وزيرو سره لږه ده نو د دوی لهجه نګه پاتې شوې ده  اونورو لهجو ورباندې تاثير نه دی کړی او همدا وجه ده،چې وزيرۍ لهجه د نورو پښتنو د پاره څه نا آشنا غوندې ده.     «مترجم»
نوموړی ليکي : (تقريباً د هر کلي لهجه د بل کلي د لهجې نه بېله ده،تر دې چې دا لهجه دومره ګډه  وډه  ده،چې    کله کله يوه کلمه هماغه يو سړی په بېل بېل ډول وايي مګر سره د دې توپير بياهم دوه وزيريان يو تر بله سره په آزاد ډول خبرې او مفاهيمه کولی شي ... وزيرۍ  لهجه په صرف،په لغاتو او حتی په اصطلاح ګانو او عباراتو کې په پوره اندازه سره د هغې لهجې نه،چې د کوهاټ او پېښور په سرحدونو کې ويل کيږي توپېر او بېلتون لري .
که چېرې د شمالي ځايونو سړی د وزيري سره،چې دواړه ګرځنده خلک نه وي د لومړی ځل دپاره يو ځای شي نو په تکليف سره به يو دبل په خبرو پوه شي او دا امکان هم شته، چې په ځينو شيانو سره ونه پوهيږي،مګر دومره خبره شته،چې د دواړه ډېر ژر يو د بل ژبه زده کولی شي ،خوماته دا معلومات نشته،چې ګوندې د بلې سيمې کوم پښتون به وزيرۍ لهجه زده کړې وي او په هغې به ګړيږي .
      تر اوسه پورې تقريباً د ځاځيو، ځدراڼو او منګلو په لهجه کښې کوم معلومات نه ؤو په (۱۹۶۱) زيږديز کال کښې د کابل مجلې په (۵۰۱) ګڼې کې، د لومړي ځل دپاره يو اوږده مقاله، د محمد صديق روهي په قلم ( د خوست محلي لهجې ) چاپ شوه،د دې مقالې نه معلوميږي،چې دا لهجه په (واويز) ګروپ ورګډيږي،يعنې الف په کې په (و) بدليږي لکه  (کتاب)،چې دوی  يې (کتوب) وايي، او (لاړ)  په لوړ تلفظ کوي .
برسېره په دې د دې لهجې خلک مجهول (و) په مجهول (ې) بدلوي لکه  (ګوره)،چې دوی يې (ګېره) وايي او معروف (و) په معروفه (ی) بدلوي لکه (درومی)،چې دوی (دريمی) ادا کوي يا لکه (نوم)،چې دوی يې (نيم) وايي . (۱)
(۱) د ښاغلي اسلانوف دغه مقاله يوه درنه علمی مقاله ده او په لهجو کې يې زيات لټون کړی دی . که څه هم په ځېنو مثالونو کې ورسره مونږ اختلاف لرو مثلاً د خوست په لهجه کې په (و) باندې ـ د الف او په (ی) باندې د (و) بدلونه  د وزيرستان او اپريدو د لهجو مهم امتياز دی ،چې د خوست لهجه هم د هغو تابع ده او کوم ځانله اختصاص نه لري .          (رښتين)

د ټولو پښتنو د لهجو نه واڼيڅی  لهجه زيات بېلتون لري تر دې،چې ما ر  ګنسټرن ليکي،چې دا لهجه امکان لري،چې يوه بله مخصوصه ژبه وي .
په (۱۷۴۷) زيږديز کال کې،چې د کندهار ښار د افغانستان پايتخت شو له هماغه وخت نه د اتلسمې پېړۍ تر آخره پورې ،د ټولو جنوب لويديزو پښتنو د پاره کلتوري او اقتصادي مرکز وګرځيد، دورانۍ لهجه په دغه وخت کښې قدم په قدم وسيعه او پراخه شوه؛د قومي لهجې نه يې د ټول کندهار د خاورې لهجې ته يې ارتقاء وکړه .
احمد شاه بابا دکندهار په ښارکې قومونو ته په بېلو بېلو کنديو کې ځايونه ورکړل (مثلاً تر نن ورځې پورې دا نوم شته د بامېزو کوڅه) .
د ټول ښار لهجه دورانۍ لهجه شوه په کومه،چې په خپله احمدشاه بابا ګړيد،ډېرو لويديزو غلجيانو کندهارۍ لهجه ومنله ، مثلاً هغه لومړي پښتو درسي کتابونه،چې مولوي صالح محمد خان،چې په خپله غلجی دی ليکلی دی،هغه په کندهارۍ(دورانۍ)
لهجه دی لکه،چې دا مطلب خپله مولف د لومړي کتاب په سريزه کې څرګند کړی دی مګر اوس په افغانستان کې په زياته اندازه غلجې لهجې هم پر مختګ کړی دی او استعمال يې ډېر دی، د دې خبرې دليل دانه دی،چې ګوندې ډېر ليکوال او ژورناليستان غلجۍ لهجه ليکي او ددې لهجې څښتنان دی بلکه دليل يې دادی،چې پايتخت(کابل) په داسې سيمه کښې پروت دی،چې شاوخوا ور نه زيات غلجي قومونه پراته دي او په خپله په ښار کې هم ډېر او سيږي .
د يوه ادبي فورم په جوړيدنه کې د دواړو لهجو د خصوصياتو يو ځای کيدل يو ضروري امر دی ،او دا دی مونږ وينو،چې ختيز پښتانه د (يې ء) په ځای (ياست) او د(په) ادات په ځای (پر) وايي اوهمداسې نور.
دلويديزې پښتو خصوصيات اوس په ختيزې کې رواج لري او له بلې خوا لويديز پښتانه هم د ختيزې لهجې د خصوصياتو نه استفاده کوي مثلاً د (څخه) په ځای د (نه) لاحقه استعمالوي .
بايد وويل شي،چې د لويديزې ادبي پښتو اساس دورانۍ لهجه ده لکه،چې دختيزې ادبي پښتو اساس پېښورۍ لهجه ده .
  
 

            راټولوونکی : اسدالله ستانکزی د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو اوادبیاتو پوهنځۍ د پښتو څانګې د دریم کال محصل.

اساسي برخه: تاریخ څه وایی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1769

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1722

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1970

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2534

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6762

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…