د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

خوست کوچنی خو تاريخ اړوونکی ولايت

خوست د هېودا په جنوب ختيځ کې پروت، نسبتاً کوچنى ولايت دى . د دې ولايت د مرکز په ګډون شپږ ولسوالۍ (ځاځي ميدان، باک، عليشېر، ګوربز، تڼي او سپېره) له ډيورنډ پولې سره نښليدلې دي او د پولې اوږدوالى يې نږدې ١٩٦ کيلومټرو ته رسيږي . د ولايت په بېلا بېلا سيمو کې له پولې ها خوا د وزيرستان او کرم ايجنسيو ته د اوښتو تقريباً ٣٦ اصلي او فرعي لارې موجودې دي . خوست ولايت اوسمهال ١٢ ولسوالى لري ځاځي ميدان باک صبري عليشير ګوربز تڼي اسمعيل خېل او مندوزي نادرشاه کوټ دوه منده ( شمل) موسى خېل قلندر سپېره همدا راز د ولسواليو معادل درې اداري واحدونه (مركز) لري، چې په (متون، شمل، لکڼ) ويشل شوى. په خوست ولايت کې لاندې لويې او کوچنۍ قبېلې مېشتې دي: • ځدران : دغه قبيله د خوست په نادرشاه کوټ، شمل او سپېرو ولسواليو کې مېشته ده او د خوست په کچه ټر ټولو ستر ه قبيله ګڼل كيږي. • منګل: دا قبيله د خوست په قلندر، موسى خېلو ولسواليو کې مېشت دي. • ځاځي: دغه قبيله ډيورنډ پولې ته څيرمه، د ځاځي ميدان په ولسوالۍ کې اوسيږي. • صبري : دوى هم د صبريو په ولسوالۍ كې دي او تر څنګ يې د يعقوبيو او موليو په نومونو له دوى وړې قبيلې هم اوسيږي. • تريزي : دا د عليشېرو ولسوالۍ اوسيدونکي دي او په همدې ولسوالۍ کې د دوى ترڅنګ د عليشېر، منګل، صبري، سودک، لنډر، قدم قبيلې هم شته. • ګوربز: دا قبيله په ګوربز ولسوالۍ کې له وزيرستان سره جوخته پرته ده، پدې ولسوالۍ کې د دوى ترڅنګ ځينې (تڼي) هم شته. • تڼي : دا قبيله هم ډيورڼد پولې ته څېرمه په تڼيو ولسوالى کې اوسيږي. • اسمعيل خېل : دا قبيله د خوست ښار لويديځ ته د اسمعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې ده او ترڅنګ يې مندوزي، حيدرخېل،ديګان، ليونخېل (سيدان )، ډډوال او داسې نورې کوچنۍ قبيلې هم شته. • متون: دا قبيله د خوست په مرکزي سيمه کې ښار ته نږدې پرته ده اوځانګړى اداري واحد حسابيږي. • لکڼ: دا قبيله د خوست ختيځ ته اوسيږي که څه هم د مرکز اړونده ده، خو دوى هم ځانګړى اداري واحد لري او ترڅنګ يې د مهديخيلو، نيازيو او پيرانو په نوم قبيلې هم شته. • شمل: په دې نوم هم اداري واحد لري او په همدې نوم قبيله هم پکې اوسيږي دا سيمه له خوست ښار سره جوخته ده. • کوچيان : دوى د خوست د مرکز په ګډون د ګوربزو او عليشرو ولسواليو په سرحدي سيمو کې پخوا ژمنۍ مېنې لرلې او اوس يې کورونه جوړ کړي دي. د ولسواليو په کچه نوې جوړونه او بيا رغونه . د خوست اړوند ډېرو ولسواليو ته سړکونه په پاخه ډول جوړ شوي او پاتو ته پرې کار روان دى، د تېرو څو كلونو په اوږدو كې تر سلو پورې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوي او له دې څخه هيڅ ولسوالي بې برخه نه ده . د ټولو ولسواليو لپاره نوې ودانى جوړې شوي دي . په زياترو ولسواليو کې د ملي پيوستون حکومتي پروګرام عملي شوى او په يو شمېر کې د امنيتي ستونزو له امله ځنډول شوى دى . د هرې ولسوالى پر يو شمېر ځمکه والو د سيلابونو د مخنيوي په موخه اوسپنيزې جالى ويشل شوي دي . په هره ولسوالى کې لږ تر لږه څلور سربندونه جوړ شوي دي . په هره ولسوالۍ کې د ځښاک د صحي اوبو د پرابولو په موخه يو شمېر ژورې څاګانې کيندل شوي دي. خو ياد شوي کارونه له خوا بس نه دي، ځکه چې خلک په برخه کې نورې ډېرې ستونزې لري او له بل پلوه يې سيمه وال له څرنګوالي شکايتونه کوي . اوس د خوست په كچه درې لويې ستونزې لا پر خپل ځاى پاتې دي. د دغه ولايت زياتره سوداګر په نورو سيمو او نورو ملكونو كې پانګونې كوي، د اوبيزې برېښنا د نشتوالي له امله دغلته د صنعتي پارك تش په نوم ډبره تر اوسه دويمه ډبره نه شوه. خوست دوه هوايي ډګرونه لري، چې د طالبانو په واكمنۍ كې هم له كابله الوتنې ورته كيدې، خو اوس دواړه بهرنيو ځواكونو نيولي او هغه ژمنه هم نه ده سر شوې، چې په كوم بل ځاى كې به د ملكي الوتنو له پاره بل هوايي ډګر جوړ كړي. د خوست او ګردېز پر لويه لار، له پېنځو كلو راهيسې سر په سر ژمنو اوس سر ونيو، كه څه هم د كار له چټكتيا يې څوك خوښ نه دي، خو بيا هم روان دى، او په همدې سړك پورې تړلې بله برخه د خوست ښار او غلام خان بندر ترمنځ ده، چې هغسې نه دى جوړ شوى، كوم چې به په راتلونكي كې د دغې ټرانزيټي لارې اړتياوې پوره كوي. قومي لانجې: د خوست په مختلفو سيمو کې د قبيلو ترمنځ د ځمکو او غرونو پر سر شخړې موجودې دي، وخت په وخت په وسله والو نښتو اوړي ، سپکې او درنې وسلې پکې کارول کيږي او يو بل لوري ته مرګ ژوبله اړوي ، له پېښېدو نه وروسته يې حکومت د قومي مشرانو په منځګړيتوب له لنډ وخت لپارو ودروي، خو بنسټيز حل يې نه دى ورته پيدا کړى . د دا ډول لنجو څو بېلګې: په باک ولسوالى کې د ځايي اوسيدونکو او کوچيانو ترمنځ د اوسيدو د يوې سيمې پر سر . د باک ولسوالى او د صبريو ولسوالى اړوند د سوري پاڼ اوسيدونکو ترمنځ د غره پرسر. په عليشيرو ولسوالى کې د ځايي اوسيدونکو او کوچيانو تر منځ د ځمکې پر سر او له کوچيانو سره ورته جنجال د مرکز اړوند د متون لکڼو او د کوربزو اړوند د مستربل په سيمه کې. ښار ته نږدې د ګوربزو او شمل اوسيدونکو ترمنځ د ځمکې پر سر . د تڼيو او د سپېرې د اوسيدونکو ترمنځ د ځنګله پر سر . په هغو ولسواليو کې چې دوې او درې يا ګڼې قبيلې اوسيږي تر منځ يې اړيکې ښې دي . د شخړو لاملونه: خوست نسبتاً كوچنۍ سيمه ده او اوسيدونكي يې زيات دي، نو يو لامل دا دى، چې د ځمكو كموالي، ځمكه ارزښتناكه كړې ده او خلك په لږ ځاى هم دعوې او لانجې سره كوي. بل دا چې د خوست هوا په كال كې تقريباً لس مياشتې نرمه او متعدله وي، د ځايي اوسيدونكو ترڅنګ كوچيان هم، د نورو سيمو په پرتله د دايمي اوسيدنې له پاره خوست غوره كوي. ځكه خو كوچيانو خپلې ژمنۍ مېنې د اوسيدو په كورونو اړولي، يا يې اړوي او په داسې مهال د ځايي خلكو او كوچيانو ترمنځ شخړې پېښيږي. وروستۍ لامل هم دا چې تر اوسه ځايي حكومتي ادارې په دې نه دي توانيدلي، چې د قومونو، قبېلو، كليو او آن دوو كسانو ترمنځ د ځمكو، غرونو، اوبو او نورو... پر سر راولاړو شخړو ته د حل لاره پيدا كړي. نو حل د چا په لاس كې دى: قومي تړون، ښايي په پښتنو كې له هغه وخته را رواج شوى وي، چې هېڅ حكومتي سيستم به موجود نه ؤ، ځكه دا قانون ټول هغه څه په ځان كې لري، چې يو حكومتي نظام او قانون يې لري، خو د پلي كولو له برخې سره يې څه خلك جوړ او څه ناراضه دي. اوس هم دغه قانون د خوست په نېږدې ټوله برخه كې د قدردانۍ وړ په دې دى، چې بل داسې ځاى نشته، چې د پرېكړې او فيصلې تمه ترې وشي. همدا اوس د خوست زياتره اوسيدونكي له دې امله شكايتونه كوي، چې د موټر او سړي تښتونې يا بل كوم جرم په تور سړى ونېول شي، حتى د ټلويزيون په پرده وښودل شي، خو څو ورځې وروسته بيا ازاد ګرځي او هماغه كارونه كوي. په دې اړه د خوست امنيتي ارګانونه، د خوست له قضايي ارګانونو شكايتونه كوي، وايي، چې پر دوى بدۍ وكړي، خو هغوى يې بيا خوشي كړي. قضايي ارګانونه كه څه هم په دې پلمه، چې له مركزي لوړې ادارې د اجازې پرته په دې هكله څه نه شي ويلى، ډېرې خبرې پټوي، خو يو څه د دوى په نه ويلو كې هم څرګند دي، هغه دا چې د دوى پرېكړه شهادت او نورې مرحلې غواړي او په دې ټولنه كې پر يو چا د جرم ثابتولو له پاره دغه كارونه ګران دي. ځكه خو دغلته اوس هم قومي تړون (قانون) كه شرعي دى، يا غېر شرعي، غوره ګڼل كيږي، د دې لوى لامل دا دى، چې هر څوك مراجعه ورته كولى شي او د پرېكړې تمه تر لري. كه څه هم پر دغه قانون پوهيدونكي ځينې عالمان او قومي مخور اوس په داسې رشوتونو روږدي شوي، چې خلك يې تر پوزې رسولي، خو بله لاره څه ده؟. د دغه قانون مثبت كتونكي وايي، چې د قومي تړون لويه ښېګړه دا ده، چې د محكمې په څېر پړه كس ته، د پړه خطاب نه پكې كيږي او خبره په دې خلاصيږي، چې: (موږ پرېكړه كړې، چې پلانى به.... كوي او پلانى به له دې .... تېريږي.) د داسې كتونكو دليل دا دى، چې پر پښتون دا خبره بده لګي، چې ورته وايې: ((ته پړ يې!)). د خوست کرنيز وضعي: د خوست ډېره برخه غرنۍ ده او د کرنې لپاره ډېره لږه ځمکه لري، د شته ځمکې ډېره برخه يې هم للمي ده او هميشنۍ اوبه نه لري، له همدې امله په ځينو سيمو کې خلکو په شخصي لګښت ژورې ځاګانې ايستلي او ځمکې پرې خړوبوي . کرنيز محصولات يې په دوديز ډول تر ډېرې کچې غنم، جوار، مۍ او ډېره لږه برخه وريژي دي، په ډېرو لږو سيمو د ګنيو او ممپليو کرل هم دود شوي دي او سبزيو کې ګزرې، تيربې، شلغم او داسې نور... دي . د يوې سنجونې په حواله د خوست اوسني نفوس ته کتو په نورمال حالت کې د خوست ټول محصولات د خوست مېشتو لپاره ايله دوې مياشتې بسنه کوي او پاتې لس مياشتې يې بايد له بازاره واخلي . اقتصادي حال: په خوست کې د برېښنا د نشتوالي له امله هېڅ ډول فابريکه نشته چې سيمه وال پکې کار وکړي، کرنيزې ځمکې دومره نه لري چې پرې بوخت شي، نو زياتره ځوانان يې وزګار دي، له همدې مجبوريته د خوست نږدې سل زره ځوانان په مزدوريو پسې د نړى بيلا بيلو او په ځانګړي ډول عربي هيوادونو ته تللي دي، هلته درانه کارونه کوي او پيسې کورنيو ته د خرڅ لپاره راليږي، نو ځکه سړى ويلى شي چې د خوستمېشتو ژوند عربو ته په سفرونو پورې تړلى دى او که عرب هيوادونه افغانان را وشړي، نو له سلو زرو زيات خوستي ځوانان به وزګار او د لسګونه زرو کورنيو د ژوند تېرولو لار ې به وتړل شي. امنيتي وضعيت: په خوست کې دا مهال د ايتلافي او ناټو ځواکونو تر څنګ د ملي اردو، سرحدي او ملي پوليسو، ملي امنيت او کمپاين په نوم ځواکونه د امنيت په ټينګولو بوخت دي. کمپاين له افغانانو جوړ ځواک دى خو ايتلافي ځواکونو جوړ کړي، تجهيز کړى او تمويلوي يې، دنده يې داده چې د بهرنيو ځواکونو اډې ساتي، يو شمېر يې په سرحدونو کې اړولي او د شپې او يا ورځې له بهرنيو ځواکونو سره د عملياتو پرمهال مرسته کوي، دوى لوړ معاشونه لري او د افغان ځواکونو په پرتله ډېر مجهز دي. د خوست د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د حکومت وسله وال مخالفين وسله وال فغاليتونه کوي کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته ځمکني ماينونه خښوي، مرکزونه يې په توغنديو ولي، د حکومت پر کارکوونکو وژونکي بريدونه کوي، د کورونو دروازې يې په بمونو الوځوي او ... بهرني ځواکونه د شپې او ورځې چاڼيز عمليات كوي، هوايي او ځمکني بريدونه کوي، د خلکو کورونو ته ور ننوځي او ځينې وخت ملکي وګړي او ان ښځې او ماشومان هم وژني. هغه کسان چې له حکومت او په ځانګړي ډول له بهرنيو ځواکونو سره کار کوي، ژوند يې په خطر کې دى، يوشمېر په مختلفو سيمو كې وژل شوي هم دي، اوسمهال ډيرى دا ډول خلک اړ شوي دي چې له کليو نه را کډه شي او په ښار کې واړوي ، خو په ښار کې هم امنيت پوره ډاډمن نه دى، د غلو لخوا موټرونه او حتى سړي تښول کيږي او بيا د پيسو په بدل کې خوشي کيږي . ښوونيزاو کلتوري وضعيت: په خوست کې اوسمهال نږدې دوه سوه ښوونځي فعال دي او نږدې پنځه زره ښوونکي پكې، دوو سوو زرو زده کوونکو ته زده کړې ورکوي، د زده کوونکو شپږمه برخه نجونې جوړوي . په خوست کې د شيخ زايد په نوم پوهنتون فعال دى، نږدې سل تنه استادان په نهو پوهنځيو له دوو زرو زياتو محصلينو ته زده کړې ورکوي. د دې ترڅنګ د عبدالله خان تڼي په نوم يو دارالمعلمين او يو مركزي ديني دارالعلوم هم فعال دي. د پوهنې ځايي اداره وايي، چې له دوى سره د خوست په بېلابېلو سيمو كې ديارلس ديني مدرسې په رسمي توګه ثبت دي، خو په خوست كې د مدرسو شمېر له اتياوو هم اوښتى دى. له حكومت سره د مدرسو د نه راجستر په اړه د مدرسو خاوندان وايي، چې له معاش او ثبت وړاندې دوى ته د دوى مصؤنيت مهم دى. د دوى په وينا اوس هم وخت ناوخت د دوى مدرسې د بهرنيو ځواكونو له خوا پلټل كيږي، استادان او زده كوونكي يې وړل شوي، زنداني شوي او آن وژل شوي دي. يو حکومتي تلويزيون ،يوه حکومتي راديو، او درې ازادې راديوګانې خپرونې کوي، يوشمېر چاپي رسنى هم شته. له شلو ډېرې کلتوري او فرهنګي ټولنې شته، خو يو څو يې ښه فعاليت كوي او دا وخت هره اوونۍ په خوست كې نږدې پېنځه اوونيزې مشاعرې کيږي.

 


 {pgslideshow id=1|width=640|height=480|delay=3000|image=L}

اساسي برخه: تاریخ څه وایی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1871

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1811

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2078

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2659

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6865

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…