د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د ورېښتانو د ساتنې په اړه لس (۱۰) ناسم باورونه!

b_150_100_16777215_00_images_haarknippen23.jpg

 

 
لومړی ناسم ليد: د ورېښتانو ژر ژر لنډول د ورېښتانو د ودې د چټکتيا او د ورېښتانو د توېدو مخنیوی کوي.
رښتیا: ستاسې د سر ورېښتان په هره میاشت کې د 1 نه ان تر 1 نیم سانتي مترو پورې وده کوي، که یې لنډ کړی یا یې پر خپل اکر حالت پرېږدی، خو کېدای شې چې په اوړي کې ورېښتان په چټکتيا سره وده وکړي.
د ورېښتانو لنډول د ورېښتانو د توېدو په مخنیوي کي هیڅ اغیز نه لري، خو د لنډو او کمو وریښتانو توېدل په کمه کچه سره ليدل کېږي. د ورېښتانو دا څوکو پرې کول ستاسې د ورېښتانو پايلې ناوړه برخې له منځه وړي او ستاسو ورېښتانو ته څرګنده ښکلا ور بښي.
دويم ناسم ليد: که چېرې یو سپین ورېښته وکاږی، نو ستاسې په سر کي به سپین ورېښتان ډېر شي.
که څه هم دا یوه ډنډوره ده او ريښتونوالی نه لري، خو کله چې ورېښتان په سپیندو پیل وکړي، هغه وخت که تاسې سپین ورېښتان وکاږی او که نه دا اکر (حالت) به پرمختګ وکړي او نور نوي ورېښتان به هم سپین شي.
درېم ناسم ليد: په یخو اوبو د ورېښتانو پریولل، يا مېنځل د ورېښتانو د ځلا لامل ګرځي.
په رښتیا سره دا کار کېدای شي ستاسې خوب والوځوي خو د ورېښتانو په ځلا کي هیڅ اغېر نه لري.
څلورم ناسم ليد: ددې لپاره چې ورېښتان مو په رښتیا سره سوتره يا پاک شي، باید څو ځله یې په شامپو پرېولئ.
په رښتیا سره یو ځل په شامپو ورېښتان پریولل بسنه کوي، په ځانګړې توګه د وچو وریښتانو لپاره، خو که چېرې ورېښتان مو غوړ وي کولای شئ شامپو د دويم ځل لپاره وکاروئ.
پنځم ناسم ليد: د ورېښتانو خریل د ورېښتانو د ډېرېدو او ډبلېدو (پنډېدو) لامل ګرځي.
په رښتیا سره د ورېښتانو خریل د ورېښتانو په ډېرېدو او ودې هیڅ اغېز نه لري.
شپږم ناسم ليد: د ځينې درملو او موادو په مرسته کولای شو، د ورېښتانو رژېدل په ټپه ودراوو.
په رښتیا سره کله چې د ورېښتانو رژېدل رامنځ ته شي، یواځنۍ غوره لاره چې تاسې کولای شئ دا ده، چې بياتي Black scissors️ را واخلی او د هغې برخې ورېښتان غوڅ کړئ.
اووم ناسم ليد: استرس ( اندېښنه) د ورېښتانو د توېدو لامل کېږي.
په رښتیا سره ورېښتان هر کله د توېدو په اکر حال کې دي، په پنځي يا تبعي توګه په ورځ کې د ۵۰ نه ان تر۱۲۰ پورې ورېښتان توېږي، او شونې ده، چې کله تاسې په ډارونکي توګه په اندېښنه اخته واوسئ د ورېښتانو توېدل به مو ډېر شي، پاتې دې نه وي چې د بلاربېدو درمل او ځينې انټي بیوتیکونه هم د ورېښتانو په توېدو کي ونډه لري خو د وخت په تېريدو او د اکر حالت په ښه کېدو سره ورېښتان د دويم ځل لپاره وده کوي.
اتم ناسم ليد: د ورېښتانو پخه ( dandruff) د
ورېښتانو د وچوالي له امله منځ ته راځي، چې د ورېښتانو په غوړلو سره ښه کېږي.
په رښتیا سره د سر پخه کېدلای هم وچه او هم غوړه واوسي، هغه کسان چې د سر پخه یې غوړه وي د ورېښتانو غوړېدل یې د پخې د ډېريدو لامل کېږي، خو هغه کسان چې پوستکی یې وچ وي د ورېښتانو غوړېدل ورته ګټور تمامیږي.
نهم ناسم ليد: د سر د پوستکي مساژول د ویني خوځښت زیاتوي او د ورېښتانو دا ودې لپاره ګټور تمامیږي.
په رښتیا سره هیڅ پوهنيزې څېړنې نه ده جوته کړې چې د سر مساژول ( Massage) د ورېښتانو د زیاتېدو لامل شي، په باور کې د
ورېښتانو فولیکولونه چې د هوساينې په پړاو کې وي د وینې د رګونو څخه بېل او کوچني کېږي.
لسم ناسم ليد: د ورېښتانو رنګول د ورېښتانو سپينېدل نور هم زیاتوي.
په رښتیا سره د ورېښتانو رنګول ( تورول) د ورېښتانو پر رنګ جوړونکو رېښو باندې ډېر اغېز نه لري، نو ځکه د ورېښتانو په سپینېدو کې هم اغېز نه شي درلودلای، د یادولو وړ ده چي د ورېښتانو رنګول په پرلپسې توګه کولای شي، په ځینو وختونو کې د الرجي د پوستكي د ناروغۍ لامل شي.
اساسي برخه: روغتيا او کورنۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1082

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1083

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1197

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1697

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5895

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…