د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

وېښــــته، د وېښــتو کرل او لرې کول

b_150_100_16777215_00_images_haar.jpg

 

 

د انسان ټول بدن ، د سر نه نيولې تر پښو پورې،پرته د لاسونو مخه، د پښو پوندې، لانديني او بانديني شونډې، له وېښتو ډک دی. د انسان بدن څه د پاسه پنځه مليونه تاره وېښته لري، چې د سلو نه تر يو سلو پنځوسو زرو يې په سر باندې نښلېدلي دي.
 
د طلايي وېښتانو د خاوندانو وېښته، نرۍ دي. ځکه خو دوۍ يو سلو پنځوس زره تاره وېښته په سر باندې لري. د نصواري او د تورو وېښتانو د خاوندانو وېښته لږ څه پنډ دي، ځکه خو دوۍ د سلو زورو تارو په شا او خوا وېښته په سر لري. د سرو وېښتو خاوندان خپل سر باندې د نوي زرو تارو وېښتو ډير نلري.
 
وېښته له هغه ماټريال جوړ شوي، له کوم نه چې د لاسونو او د پښو نوکان جوړ شوي دي. وېښته نه د وينې د جريان په موخه رګ لري او نه عصبي رشې. د وېښتانو ريښه د وېښتو حجرات توليدوي او د پوستکي نه بهر يې ټېل وهي. په دې توګه د يو نورمال انسان يو تار وېښته په ورځ کې (صفر اشاريه پنځه دېرش ميلي متره) اوږدېږي او تر اوه کاله ژوند کولی شي.
 
خو ولې انسان وېښته لري؟؟
 
وېښته د يخنۍ او تودوخي په وړاندې يو دفاعي ارګانيزم دی او يو ځناوري نیکات(ميراث) ګڼل کېږي چې انسانانو ته پاتې دی. لسهاوو زره کاله د مخه کله چې د انسانانو نيکونو د افريکا په سوانا (هغه سيمه چې د ځنګلونو او دښتې تر منځ پرته ده) ژوند کولو، په تول ځان کې د ببرو وېښتو خاوندان وو. وېښته د ورځې په اوږدو کې د انسان پوستکی د لمر له سوزوونکي ځلا څخه ساتي او د بدن خولې د وجود د يخولو په موخه په ښه توګه ځېرمه کوي. د شپې په اوږدو کې وېښته د پشم حيثيت لري او انسان د يخنۍ څخه ساتي.
 
خو ولې انسانانو خپل د بدن وېښته له لاسه ورکړل؟؟
 
کله چې انسان د جامو ګنډل زده کړل او خپل ځان يې د جامو په اغوستلو پټ ساتلو، بيا نو وېښتو ته د يخنۍ او ګرمۍ په وړاندې د يو دفاعي ارګانيزم په توګه اړتيا نه وه؛ او څنګه چې د ويليم داروين د تکامل تيووري وايي:
 
کوم ارګان ته چې اړتيا نه وي، د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي.
 
له همدې کبله د انسان د بدن ډيرې برخې خپل وېښته له لاسه ورکړل او يا لږ تر لږه د پخوا په پرتله لږ شول. خو بيا هم انسان په خپل سر، تخرګونو، د غیڼ شاوخوا، د پزه او غوږونو په منځ کې، د سترګو باڼه او وروځې لري؛ او دغو وېښتو ته ځکه اړتيا ده چې نومول شويو برخو کې حشرات ور ننوځي.
 
وېښـــــــــــته په بشري ټولنه کې د روغتيا، پياوړتيا، ايروتيک او ځوانۍ سمبول دی. (البته د سر او د سينې وېښته). خو بيا هم هر دویم انسان د خپل ســـــــــــــــر وېښته له لاسه ورکوي.
 
د وېښـــــــتو د لمنځه تللو عوامل ډير دي. ځنې پوهان وايي چې دا يوه ميراثي پروسه ده؛ خو ځنې نور بيا وايي چې په وجود کې د هورمونونو په جوړښت کې بدلون (لکه د حاملګۍ په دوران کې، او يا د ځوانېدو او زړېدو په کلنو کې)، دوامداره ناروغۍ، رواني کړکېچ، د ځنو درملو اغېزه، د ويټامينونو کمښت او د وېښتانو پخه هم د وېښتو د لمنځه تللو سبب ګرځېدی شي.
د دې تر څنګ د وېښتانو رنګول، توني کول، مالګينه اوبو باندې مينځل، د تنګې خولۍ په سر کول، او سوزېدونکی لمر هم د وېښتو په لمنځه وړولو کې د پام وړ اغېزه لرلی شي.
 
ســـــر باندې د وېښتو کرلو ډير ميتودونه شته.
د بېلګې په توګه :
ـ پيوندي وېښته: د هغه چا چې سر پک ، لغړ،ګنجی شوی، د هغه د سر د شاتني برخې نه وېښته له ريښې ايستل کېږي او بيا په تاس شوي برخه کې کرل کېږي. دغه ميتود ډيره ښه پايله لري، ځکه وېښته ډير طبعي ښکاري او د تل لپاره په سر پاتې کېږي.
 
ـ د امانتي وېښتو په سر کول: په دې حالت کې د سر همرنګه وېښته په يوې خولۍ کې کرل کېږي، په سر باندې پيچ (مېخ) ټک وهل کېږي او بيا امانتي وېښته په مېخ باندې تړل کېږي يا نټ او بولت کېږي. دا ميتود ښه ميتود دی، خو له هرو درې مياشتو وروسته بايد نوي وېښته کېنول شي.
 
ـ همداسې امانتي وېښته کېدی شي چې په سر باندې سريښ شي. په دې حالت کې امانتي وېښته پوستکي ورته يوه قالب کې نښلول کېږي، بيا د سر ټول وېښته خرېيل کېږي او ورپسې نوي وېښته پرې سريښ کېږي. له بده مرغه په دې اکر (حال) کې بايد سړی هرہ مياشت يو وار امانتي وېښته لرې کړي، خپل سر وخرېيي او بيا امانتي وېښته له سره سرېښ کړي.
 
------> خو د انسان او په ځانګړې توګه د ښځې د بدن په داسې برخو کې هم وېښته شته، چې پرې خوشاله نه دی، لکه په پښو، لاسونو، برېتونو، غومبورو او داسې نور. له همدې کبله ډير داسې ميتودونه رامنځته کړل شوي چې نوموړو برخو وېښته يا د اوږدې مودې له پاره او يا د تل له پاره لرې کړي.
 
د بېلګې په توګه :
 
ـ پاکۍ سره د وېښتانو خرېيل : دا ميتود ډير مروج دی، خو وېښته د يوه او درې ورځو تر منځ بېرته رسېږي.
 
ـ تار : تار سره وېښته ښه خرېيل کېږي، لږ څه ستونزمن دی، خو وېښته وروسته له دوه او څلورو وروځو وروسته بېرته رسېږي.
 
ـ د وېښتو سوځول:د سوځولو له لارې هم وېښته په ښه توګه لرې کېږي. په ځانګړي توګه د غوږونو او غومبورو وېښته سړی په اور باندې سوځوي، او يوه اوونۍ پورې وېښته نرسېږي.
 
ـ د وېښتو لرې کولو لېټۍ( کريم):د وېښتو د لرې کولو ځینې ځانګړي کريمونه شته چې کارولو سره يې وېښته د درېيو او اوه ورځو تر منځ بېرته رسېږي.
 
ـ واکس Wax: موم ژاوله :د واکس کارول دړد لري خو وېښته له دوه اوونۍ څخه تر اوه اوونۍ وروسته بېرته رسېږي.
 
ـ لايزر : لايزر سره هم وېښته په ښه توګه لرې کېږي او وېښته د درې مياشتو نه نيولې بيا تر يوه کاله بېرته رسېږي. البته که لايزر د دولس کلنۍ او څوارلس کلنۍ تر منځ وکارول شوي، بيا نو ډير امکان شته چې په لايزر شوي برخو کې هېڅ وېښته شنه نشي.
اساسي برخه: روغتيا او کورنۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1876

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1816

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2083

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2665

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6870

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…